سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1414265

شاعره، ليکواله آغلې زرلښت حفيظ دسولې اومينې په نوم بشري نړۍ ته دپاچاخان په پل قدم اخلي


2016/17/07

شاعره، ليکواله آغلې زرلښت حفيظ دسولې اومينې په  نوم بشري نړۍ ته دپاچاخان په پل قدم اخلي
لومړۍ برخه

 

زمونږ په زړونو کښې نفرت نشته
مونږ خو د مینې په نوم ژوند تیروو سوله او مينه دبشري ټولنې دوه ارزښناک څيزونه دي چې بی له دې دوه ټکيو نه دانسان ژوندناممکن دی. زمونږ پښتنې خور د ټولنيز ژوند دپايښت او په بشري نړۍ کې دانسانيت د دود د رواجولو لپاره ډير ښه قلم خوزولې دى. زه که دلته دسولې معنى کوم نو سوله روغې ته واېي، جوړې ته واېي او مینه زما په نظر امن ته واېي ځکه خو زرلښت حفیظ خور د سولې او مینې په نوم ډير ليک کړى او کوي يې.
ما د زرلښت حفيظ خور زیاته نه خو بس څه لږه غوندې شاعري لوستې ده. د شاعرۍ په هر کلام کښې یې د خپل هیواد د خپلې خاورې او هیواد زلميو ته یو پیغام ورکړى دى او هغه پیغام دى سوله او مینه. ګورې په کوم هیواد یا د هیواد په خلکو کښې که سوله وې خو چې مینه پکښې نه وې نو دغه خلک نه شي کامیابه کیدې او که مینه پکښې وې سوله پکښې نه وې نو بیا هم نه شي کامیابه کیدې. د یو هیواد جوړولو او د هیواد د خلکو د مخکښې تلو د پاره سوله او مینه یوه لاره ده. مینه یواځې داسې نه ده چې یو سړې د چا سره مینه کوې یا محبت کوې او د خپل معشوق شونډې سترګې ستایي. بس مینه په اصل کښې آمن ته واېي چې چرته آمن وي نو هلته به مینه وي او چې چرته مینه وي نو هلته به آمن وي لکه څه رنګې چې ما وویل چې سوله او مینه د هیواد چلولو د پاره هم ضرورې ده نو دغسې زرلښت خور خپل قام خپل اولس ته د سولې او مینې پیغامونه لیکي او په هر کلام کښې یې د دغې پیغام ذکر کړى دى .
زما د سترګو چې کوم وړومبى کلام د زرلښت خور د سترګو شوى وو نو هغه یې زما په خیال په باچاخان بابا باندې لیکلى وو. څه لږ ډیر راته یاد هم دې ما یې د دغې کلام نه ډیر خوند اخيستى وو او ډیر ښه راباندې لګیدلى هم وو ځکه چې په هغه کلام کښې هم یو پیغام پروت دى لکه داسې دى: د ننګونو قهرمانه دپښتون د زړه آرمانه
نړيوال هم پرتا وياړي ای دسولې باچاخانه
****
شملور پښتانه نن بياستا ژوندون لره آرمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په آرمان وې قرباني شوې دوختونو
زولنۍ  دی شرنګولي  بنديوان  د زندانو نو
*****
زه يوه ښځه دټولنې اوس آرمان ستا د ژوندون کړم
دنياوال ته سوله غواړم نن کيسې ستادپرون کړم
لروبر پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته
ارواښاد د غفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم
*****
سر راپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه آرمانه
نړيوال هم پر تا وياړي ای د سولې باچاخانه
***************************** دلته اوس ماته صفا ښکاریږې چې زرلښت خور د باچا خان بابا په شانتې آرمان په زړه کښې لرې او هم د دغې آرمان له وجې خپلو هیوادوالو، خپلې خاورې او خپل قام له د قلم په ذریعه پیغام ورکوي. زه پرې فخر کوم چې په نن دور کښې هم مونږ په خپله ټولنه کښې داسې روشن فکره خور لرو .زه خو نه ځان ته شاعر وایم نه لیکوال او نه ادیب خو بس چې څه راته راتلل نو هغه مې ولیکل. کیداى شي چې زما دا لیکل سم نه وي خو بهر حال یو مئین انسان یم نو دغه مې هم د دوې سره د مینې په اړه ولیکل اوبل په دنیا کښې داسې کس نه وینم چې هغه د څه څیز سره مینه نه کوې او کړې یې نه وې. هر سړې د څه نه څه څیز سره مینه لري نو زه هم مینه لرم د جانان سره مینه لرم خو جانان زما وطن دى، زما اولس دى، او هم دغه مینه زرلښت خور هم لري. ددې هلوځلو ته دقدر په سترګه ګورم او رب دې راته همیشه د پښتو او پښتنو د خدمت له پاره ژوندۍ لري. آمین

لر او برپښتنو

پښتـــــــون ارمــــان ته  لرو بر پښتنو
لاســـــــونه  ورکړئ  د خيبر پښتنــــو

دســــــــــــولې غږ ته يـــو اواز شئ سره 
ای  د اټــــــک او دسپين  غر پښتنو

سوله ارام سوله جهـــــــان دی زمونږ
شئ د جنګــــــونه لاس په سر پښتنو

دښمن نن تاسوکې لښـــــکرجوړوي
دباچاخان د هو ډ نظر پښتنو

دغيرت  ناوې  ته جـــــــــــانان  راولئ
دســـــــــولې غږ شئ د زړه سرپښتنو

سوله  ارمـــــــان  دغفــــارخان  وګڼئ
جرګه جرګه شئ شمــــــــــله ورپښتنو

سوله سنـــــــــدره کړئ دمينې په نوم
ميدان  ته ګډ شئ  څڼــــــــــور پښتنو

دازادي په نــــــــوم اواز پـــورته کړئ
يو زيری  راوړئ  د اخترپښتنـــــــــــو

لاســـــــونه ورکړئ دوحدت  اوتړون
ملي  ارمــــــــــــــان  ته  په  هنر  پښتنو

مور په زانګـــــــــو کې درته  دا ويلې
غليم ته پری نږدي سنـــــــــګر پښتنو

چې مونږ ژوندي يو تاريخـــــونه لرو
دډهلې تخت نه سر لښـــــــکر پښتنو

پام چې ايمـان په پيسوخرڅه نکړئ
خپل  تاريخـــــو!  نه شئ خبر پښتنو

ژوندې تاريخ  ژوندي قومـــونه لري
ژوندی  قـــــــوت  مـــو هر  ټبر پښتنو

سره  شئ  ټول ملي وحــــــدت را ولئ
زرلښت ارمــــــــــان نه شئ خبرپښتنو

دورورولۍ په مینه او مننه په مینه او مننه
دوست محمد دلسوز ملاکنډ پښتونخواه
 

دوست محمد دلسوز ملاکنډ پښتونخواه

بېرته شاته