سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1279874

معصومه عصمتی وردک


2014/05/02

معصومه عصمتی وردک
 
دپښتو ژبۍ  پياوړې  ليکواله محققه  ،مرحومه معصومه عصمتی وردک دمرحوم عبدالحق خان لور په ١٣٠٩  په کابل کې زيږيدلې وه دغه دټولنی مخوره ښځه دميرمنو دټولنۍ دتهداب ايښودونکې ښځوله جملې څخه يوه ميرمن وه  نوموړې خپل ثانوي اومتوسطه زده کړه يې  دکابل په ملالۍ ليسه کې او ورسته دکابل دتعليم او تربيه پوهنځی څخه يې خپل ليسانس واخيست  مرحومه معصومه عصمتی  وردک د افغانستان لمړنيو ښځوله جملې څخه وه چې  په سختو شرايطو کې د نارينوسره  دکابل په پوهنتون کې   زده کړه يې وکړې او خپل ليسانس يې په داسې حال کې واخيست چې په پوهنځی کې د ښځو شمير د ګوتو په شمير و ورسته يې دامريکی  متحده ايلاتو کې خپله ماستري د تعليم او تربی په څانګه کې واخيست نوموړې دافغانستان  دښځو په مشرې کې فعاله ونډه درلوده په دغه لاره کې ډير نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي په  ١٣٤٤تر١٣٤٨هه ش پورې  په ولسي جرګه کې دکندهار دمعروف د ولسوالې وکيله وه معصومه عصمتي سربيره په تدريسې چارو دهغه وخت په سختو شرايطو کې ډير علمي اوتحقيقي معلوماتي مقالې هم ليکلي  دي او دهيواد مطبوعاتو سره خپل قلمي همکاري جاري ساتلې وه دهيواد نه بهر هم په ډيرو علمي او تحقيقاتي سمينارونو کې فعاله ونده اخيسې وه  نوموړې يوه کتاب د خوشحال خان کيست(خوشحالخان څودی؟)تر عنوان لاندې چاپ او خپور شويده بل کتاب يې (انکشاف موقف زن از زمان احمد شاه باباالی ختم سلصنت امير عبدالرحمان خان) هم د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شويده مرحومه ميرمن عصمتي وردک دافغانستان د ښځو سرسختو مدافينو له جملې  څخه وه دميرمنو په ټولنه او د افغانستان دښځو دسراسري شوره په رياست کې مافوق رتبه  دافغانستان دښځودسراسري شورا رسيۍ  په توګه، دښوونې او روزنی وزارته پورې او دی ته ورته وزارتونو کې په ډير لياقت او محارت کار کړيده  مرحومه عصتی دښځو دنظهت لپاره دقدر وړ کارونه کړيدي د خپل وخت او د افغانستان په تاريخ کې يوه قهرمانه ښځه تيره شويده هغه چې لوړ قدې،ښايسته ميرمنه وه ډيره زړوره پښتنه هم وه تل به يې مونږ ته د نړۍ د قهرمانو ښځو کيسې کولې درحمان بابا ،خوشحالخان خټک ،ميرويس نيکه په وياړونو به تل وياړيده او دهغوې دښه روزني دليل يې د پښتنې ميرمنو د زيار محصول ګاڼه هغې به تل ويلې چې انسا ن نه هغه وخت يو ښه شخصيت جوړيداې شي چې ديوې پرهيز ګارې ښځې غيږ کې روزل شوې وي  دهغې په خبرو کې تل دميرمن نازو ،دميوندملاله، زرغونه انا،غازي ادې نکلونه وه  مرحومه   ميرمن معصومه خپل د نوې پيغلتوب کيسه داسې کوله  دې به تل دتعليم او تربې په برخه کې د خپل خداې بخلی پلار دمرستی او تشويق په اثر  نور هم دی ته تشويده چې  د ټولنۍ يوه مخکښه او ګټور شخصيتې په توګه خپل رسالت سرته و رسوي  خو سره له دی بيا هم د وخت سخط شرايطوکې د ډيرو مشکلاتو سره مخ و يو ورځ نکل کاوه چې د خپل دکور ديو نارينه غړی عسکري جامی يې اغوستې وه ټوپک په اوږه خپلې مور مخ ته دريدلې وه او په خندا يې ويلې وه زه ملاله د ميوند يمه په دغه وخت کې د هغې والد صاحب بهر نه انګړ ته راغی او خپل لور يې په عسکري  جامه کې وليد مرحومې  ويل هغه ډيره ډاره شوې وه چې اوس به والد صاحب څه وايي ورته مخ په کوټه ځان   يې  پټه کړيوه خو والد صاحب په خندا د بيرته راتګ هيله يې کړی وو ورڅخه عصمتي صاحب په ډير افتخار ويل په هغه ورځ پلار دا  ډيره تشويقه کړيوه چې ښځه هم لکه نارينه په ټولنه کې حق لري نو هماغه ورځ کې ورته ويلی و چې څومره تعليم کول غواړي دی ته کاملان ازادي شته نو هماغه وه چې د وخت په سختوشرايطو کې دافغانستان دښځو دازادي او پرمختګ لپاره يې په زړه پوري کارونه وکړ  لنډۍ کيسي هم ليکلې په ١٣٣٣کال کې د اريانا جايزه چې لوړه جايزه وه ګټلې ده همدارنګه په ١٩٧٥ه ش کې  دهند دښځو دملي کميسيون سمنارکې چې  هندا ګاندي يې رياست په غاړه درلود دصلح بين المللي  کال جايزه ورته ورکړ شوه
مرحوم معصومه عصمتي وردک دخپل وخت قهرمانه ميرمن او دخپل ټولنۍ مخکښه ښځه وه  هغې د پښتو  ادب  دپاره ډيرې په زړه پوري ليکنې کړيدي او هم په خپل يوه ليکنه کې وايي چې پښتنې ميرمنې په لنډيو کې فعاله برخه درلوده نو هغې خپله وظيفه ګڼله چې دپښتنو ميرمنو په هکله ډير څه وليکي خپلې ټولنۍ او راتلونکي نسلونو ته يې انتقال کړي  نوربيا


 

زرلښت حفيظ بشريار

بېرته شاته