سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1450971

زموږ ماشومان او اندېښمن راتلونکی


2014/08/02

زموږ ماشومان او اندېښمن راتلونکی په افغاني ټولنه کې د بشري حقونو پايمالېدل اوسنۍ خبره نه ده، له اوږدې زمانې را په دې خوا دلته د ماشوم ژوند ته هسې پام نه دی شوی، چې څومره اړينه ده. له زده کړو محروميت، روغتيا ته نه پاملرنه، درانه کارونه، وهل ټکول، جنسي تېري او نورې هغه خنډونه دي، چې په افغانستان کې د ماشومانو ژوند ګواښي. فقر د اکثريت افغان ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ دی، په هر ښار کې سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، په کليو او بانډو کې ډېر فقر ځپلي ماشومان له زده کړو محروم دي. په دې کې يې ډېر هغه ماشومان دي، چې سرپرست نه لري. افغان حکومت، عام ولس او په ځانګړي ډول شتمنو ته په کار ده، چې د هغو ماشومانو د راتلونکي په خاطر د خپل احساس او انساني عاطفې په اساس د مرستې او لارښوونې لاس ور اوږد کړي. هغه ماشومان چې سرپرست نه لري، افغان حکومت يې بايد د روزنې غم وخوري. يوازې په دې د بې سرپرسته ماشومانو غم نه خوړل کېږي، چې په يو ولايت کې يوازې داراليتام وي، هغه ماشومان چې په ښآرونو کې سوال کوي، درانه کارونه کوي، له زده کړو بې برخې دي، په نشو روږدي دي،  غلا او نورو بدمرغيو په مخه کړي دي، د هغو ژوند ژغورنه او راتلونکي ته پام به زموږ ټولو ګډ مسوليت وي.

دسراب ورځ پاڼه

بېرته شاته