سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408957

داغلې نیلم آرزو پیژندګلو


2014/17/03

داغلې  نیلم آرزو پیژندګلو
  
 د پلار نوم: غلام یوسف په ۱۶ نومبر ۱۹۸۹کې د ضلع دیر لویر تحصیل ادنزي په یو ورکوټي کلی ورسک کې پیدا شوی ده
 لومرنۍ زده کړی یې د کلي په ګورنمنټ پرایمري سکول کي او میټرک یې په ۲۰۰۵ کې د ګورنمنټ های سکول چکدره FSc په ۲۰۰۷ کال کې د F.E.F ډګري کالج فار ګرلز چکدره، او BSc یې هم ددغه کالج نه په ۲۰۰۹ کال کې وکړه او په ۲۰۱۱ کې یې د یونیورسټي آف ملاکنډ نه د کیمسټري ډیپارټمنټ نه ډګري تر لاسه کړه، د MSc نه پس یې په ۲۰۱۲ کال کې د سرحد یونیورسټي آف ساینس پيښور نه B.Ed وکړو او اوس د کیمسټري لکچرر په توګه دنده تر سره کوی، ډیوټي یې په F.E.F کالج چکدره کې ده او نن سبا د ملاکند یونیورسټۍ د پښتو ډیپارټمنت د ایم. ای پروویوز سټوډنټه هم ده، د شاعرۍ سره یې مینه څنګه پیدا شوه دا جواب خو د هغوې سره په خپله هم نشته د ورکوټي والي نه به یې واړه واړه شعرونه لیکل ، ړومبۍ باقاعده نظم یې په اردو کې په ۸ م اکتوبر ۲۰۰۵ د ملاکنډ د زلزلې په تاثر کې لیکلی وو او په همدغه ورځو کې یې د پښتو تحفظ حقوق نسوا په نوم لیکلی وو، اول یې زیات لیکل په اردو کې کړی چې پکې نظم، غزل او افسانه شامل دي، خو له تیرو دريو کالو را هیسي پښتو کې لیکل کوی، د غزل په نسبت بې نظم ډیر خوښ دی
 د کلام نمونه
 نظم
 "کوترې خفه خفه ﺩي"
 ﻭﺭﺗﻪ ﭘﺮتې ﺩي ﻏﻮښې..
 ھغوې ﻧﺰﺩې نه ﻭﺭځې..
 ﺗﺮینه په ﺷﺎ شاتښتې..
 ﯾﻮﮦ شیبه ﻭړﺍﻧﺪې..
 ﻣﺎ ئې ښکاﻟﻮ ﻭﺍﻭﺭﯾﺪﮦ..
 ﯾﻮ هغه ﺑﻞ ته ﻭﺍئي..
 ولې ﺧﻮړﻝ ﻏﻮﺍړې دا.؟؟
 ﺳﺘﺎ نه ﮬﯿﺮ ﺷﻮي دې څه..
 ﻣﻮنږ ته ﻣﻮﺭ نه ﻭﻭ ویلي..
 ﮬﺮﮦ ﻣﺮﺩﺍﺭﮦ ﻏﻮښه..
 ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺧﻮﺭﺍﮎ به وي خو..
 ﺩﺍ ﺧﻮ ﻣﺮﺩﺍﺭﮦ نه ﺩﮦ..
 لږ ﻭﺭته ﺍﻭګوﺭﮦ ته..
 ﺩﺍ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ جوثه ﺩﮦ..
 هغه ﺍﻧﺴﺎﻥ چې ﺍﺷﺮﻑ..
 په ﻣﺨﻠﻮﻗﺎﺗﻮ کې ﺩی..
 هغه په ﺯمکه چې دی..
 ﺩ ﭘﺎﮎ ﺍﻟﻠﮧ یو ﻧﺎﺋﺐ..
 هغه ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺩ ﻋﻘﻞ..
 دی ھم ﻣﺎﻟﮏ ﺩ ﺷﻌﻮﺭ..
 هغه ﺩ ښه ﺍﻭ ﺩ ﺑﺪ..
 پورہ ﺍﺧﺘﯿﺎﺭ ﻟﺮي..
 هغه ﺩ ﭼﺎ ﺩ مخه..
 چې ﺩﮦ ﻭﺩﺍنه ﺩﻧﯿﺎ..
 
هغه نور څه ھم وئیل..
 خو دویم ګوﯾﺎ ﺷﻮ داسې..
 ﭘﺮیږدﮦ خبرې نورې..
 ﺑﺲ ﻣﺎته ﺩﺍ ﺍﻭﻭﺍیه..
 که په ﺭﺷﺘﯿﺎ ﺍﺷﺮﻑ ﺩی..
 ﻧﻮ په ﺩې ﺣﺎﻝ ﻭلې ﺩی؟؟
 ﮐﮧ ﺩ ﺷﻌﻮﺭﮦ ډﮎ ﺩی..
 ﻧﻮ په ﺩې ﺣﺎﻝ څنګه شو؟؟
 که ﺩﻧﯿﺎ ﺩﮦ له ﺟﻮړﮦ..
 ﻧﻮ ﺑﯿﺎ ﺭﺍﺯﮦ چې تښتو..
 ﺍﻧﺴﺎﻥ به ﻭي ﺧﻮ ګوﺭﮦ..
 ﺍﻧﺴﺎﻧﯿﺖ ﺧﺘﻢ ﺷﻮ..
 ﻧﻮ ډﯾﺮﮦ ﺯﺭ ﺩﮦ چې دا..
 ټوله ﺩﻧﯿﺎ ﻭﺭﺍنه ﺷي..
 ﻗﯿﺎﻣﺖ ﻧﺰﺩې ﻭﯾﻨﻢ زہ..
 ﺭﺍځه چې ځاﻥ له ﺑﻞ ځای..
 ﭼﺮته ﻣﺮﺩﺍﺭﮦ ګوﺭﻭ..
 کوترې خفه خفه دي..
 !!..کوترې خفه خفه دې..
 ﺁﺭﺯﻭ
 --------------------------------------
 غزل
 د سمسور سپرلي ښکلا کې لیونتوب دی
 ګل بې واکه دی بورا کې لیونتوب دی
 
مذمت کوي دا هم لکه د جبر
 دآسمان ګړزا بریښنا کې لیونتوب دی
 
ګل سنګسار کړي د بارودو ټوپ ته خاندي
 د قاتل هره آدا کې لیونتوب دی
 
لازمي ده چې تفریق وشي د ډلو
 څوک څوک سم دي او چا چا کې لیونتوب دی
 
د کینو د کلي تښتمه ځنګل ته
 زما وینه زما ساه کې لیونتوب دی
 
د نازکو ګلو پاڼه پاڼه ریژي
 څه ناترسه دي هوا کې لیونتوب دی
 
دا چې ستا کلام ته ګډې وډې وايي
 آرزو!دغه په دنیا کې لیونتوب دی

دوست محمددلسوز

بېرته شاته