سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408932

فا طمه ( پښتنه ساپۍ )


2014/23/04

د پښتو خوږژبې شاعره او لیکواله او د(ژوند اړخونه او رنګارنګ ګلونه ) دشعري او نثري ټولګې لیکواله آغلې فا طمه ( پښتنه ساپۍ ) ژوند او ادبی هلو ځلو ته یوه ځغلنده کتنه سمسور او ښکلی لغمان هغه شاعرانه سیمه ده چې په خپلې شاعرانه او علمي غیږه کې یې ډیرستر شاعران او لیکوالان روزلي دي . په دغو شاعرانو کې یوه هم دپښتو ژبې تکړه اوخوږژبې شاعره او لیکواله آغلې فاطمه ( پښتنه ساپۍ) ده چې په ۱۹۵۲ زیږدیز کال کې دلغمان ولایت دعمرزیو په کلي کې دارواښاد عبدالملک خان ساپي په عالمې ، فاضلې او روحاني کورنۍ کې زیږیدلې ده او په خټه ساپۍ پښتنه ده . آغلې پښتنې ساپۍ خپلې زده کړې دکابل دښار دبلخي رابعې په لیسې ( های سکول ) کې تر سره کړي دي او بیا يې خپلې لوړې زده کړې دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو د پو هنځي په پښتو څانګه کې پيل او په ۱۹۷۴ زیږدیز کال کې یې دهماغه پو هنځي نه دفراغت سند تر لاسه کړي دی. آغلې پښتنه ساپۍدخپلو علمي هلو ځلو او تعلیم اصلي هڅوونکي خپله کورنۍ او مور او پلار ګڼي او په همدې لړ کې یې په خپلې دې شعري ټولګه کې دخپلو هغو استادانو چې دایې په پوهنتون کې خپلو علمي او ادبي کارونو او هلو ځلو ته هڅولې ده نومونه یاد کړي دي چې په هغو کې دارواښاد پوهاند استاد صدیق الله رښتین بابا دلورآغلې استادې زرغونه زیور رښتین او ښاغلي پوهاند استاد مجاوراحمد زیار صیب نومونه اخیستلی شو . آغلې پښتنه ساپۍ د کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پو هنتون تر فارغیدو او خلاصیدو وروسته په کابل کې په بیلا بیلو لیسو ( های سکولونو ) دپښتو ژبې دښوونکې په توګه دنده ترلاسه کړې او دغه سپیڅلې دنده یې په ډیر صداقت او رښتینولۍ سره پر مخ بیولې ده .لومړي په کابل کې دعایشه دراني ، آریانا، زرغونې او سوریا په لیسو ( های سکولونو ) کې دپښتو ژبې ښوونکې وه اوبیا ددننګرهار په مرکز جلال آباد کې دالایی په لیسه کې یې هم دښوونکی دنده درلودله .بیا چې کله په افغانستان کې کورنۍ وضعه ګډه وډه شوه او کورني جګړې پیل شوې نومجبوره شوه چې په ۱۹۸۸ کال ګې دخپلې کورنۍ سره پښتونخواته لاړه شي او هلته ژوند وکړي او تر پروسږکاله پورې یې دخپلې کورنۍ سره دپښتونخوا په مرکز پيښور کې ژوند تیراوه . آغلې پښتنې ساپۍ دغه شعري ټولګه(دژوند اړخونه او رنګارنګ ګلونه ) دپښتونخوا په مرکز پيښور کې لیکلې ده او په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په پیښور کې دساپي پښتو څیړنو اوپراختیا په مرکز کې د۱۰۰۰ ټوکو په شمیرپه ۹۹ مخونو چا پ شوې ده . ددې شعري ټولګې په پیل کې دهیواد تکړه لیکوال ، شاعر او ژورنالیست ( جرنلیسټ)ښاغلی عبدالرف قتیل خو ږیاني یوه په زړه پورې لیکنه کړې ده او د آغلې پښتنه ساپۍ دادبی هلو ځلواوددې دشعري ټولګې ستاینه پکې شوې ده . ور پسې آغلې پښتنه ساپۍ په دغه ټولګه کې خپل لنډ ژوندلیک لیکلی دی او دکومو لیکوالو نه چې متاثره شوې ده په هغو کې د خوشال بابا ، رحمن بابا حمید بابا حمزه بابا اجمل خټک ، نصرالله حافظ ، عبدالله غمخور ،قتیل ، زیار ، سلیمان لایق ، زیتون بانو ، سلما شاهین او دپښتونخوا نور مشهور لیکوالان او شاعران لکه : نورالبشر نوید ،ډاکټر اعظم ،اباسین یو سفزی ، لایق زاده لایق ،احمدشاه ساپي ، سعدالله جان برق او میا فاروق فراق نومونه پکې دیادونې وړ د ي . باید زیاته کړم چې دآغلې پښتنه ساپي دا ټولګه په دووبرخو ویشلې شوې ده . په لومړۍ برخه کې ددې شعرونه او نثرونه راغلي دي او په دویمه برخه کې دځینو ښو اوغوره شاعرانو شعرونه انتخاب کړي او هغه یې پکې راوستلي دي . تر کومه ځایه چې ما دآغلې پښتنه ساپۍ داټولګه ولو ستله نو داخبره راته جوته شوله چې دآغلې پښتنه ساپۍ په شعرونو کې هیواد پالنه او دخپل ولس او خلکو سره مینه له ورایه ښکاري. شعرونه یې روان ، ساده اوسلیس دي او لوستونکی دیته هڅوی چې ویې لولي او خوند ترې واخلي. ما چې ددې څومره اشعار ولوستل نو دخپل هیواد او خپل ولس په غم یې ژړلي دي او ورباندې یې او ښکی تو یې کړي دي . همداراز دپښتنو پراوسني حالت یې هم خپل خپګان څرګند کړی دی او زه داویلای شمه چې زیاتره شعرونه یې ملي او هیوادني شعرونه دي او دهیواد پا لنې رنګ او بوی ترې محسو سیږي چې دهیواد دغمجنو حالاتو تر جماني کوي . همداراز یو شمیر نور شعرونه یې ټولنیز ه جنبه لري او دمور په نامه شعر یې هم دسوز اودرده ډک شعر دی چې دمور ستر مقام ته پکې درناوی شوی دي .همداراز ددې هغه شعرونو چې خپلو استادانو ، نږدي او خوږو ملګرو اود خپلې کورنۍ غړوته یې ویلي دی د هغوی په وړاندې د دې د مینې اظهار او څرګندونه کوي . زه دلته تاسو ته دآغلې پښتنې ساپۍ څو شعرونه دبیلګې په ډول راوړمه : افغانستان ته ! افغانستان کې کربلا جوړه شوه پر موږ دغم دا څه غوغا جوړه شوه داڅه بلا مو په وطن پریوته په هر کور کلي انګولا جوړه شوه خوریې دخور، ورور یې دورور نه بیل کړل داڅه ماتم څه واویلا جوړه شوه ژوندون ډیر ستړی او ستومانه ښکاري زموږ پر ژوند بده سودا جوړه شوه پښتنه ډیره پریشانه شوله دسرو سکروټو تماشا جوړه شوه دا هم ددې دشعر یو ه بله بیلګه : ارماني فریاد دسوي زړه یو ارمانی فریاده د ژوند وختونو کې تالا والا شوې قلمه ویښ شه څه فریاد ولیکه دنیمې شپې چو په چو پتیا شیبو کې ټوله خاموشه خاموشي ده پکې دسپین سحر دامیدونو غو ټۍ دغوړیدو او سپړیدو په هیله نوی سپرلی په وطن بیا راولې تورې تیارې به مو رڼا شي کله داپرهرونه به دوا شي کله دپښتنې په زړه توپان راغی چې په وطن کې مو تالان راغی دا هم ددې خوږژبې شاعرې دڅلوریځو یوه بیلګه : ای دایشیا دعظمتونو ځالې په تاکې څرنګه توپان ګډشو په تاکې مینه ورورولی ورکه شوه په تاکې ټوله ځانځاني ګډه شوه لنده داچې آغلې پښتنې ساپۍ دپښتو ژبې یوه خوږژبې شاعره ، ادیبه او لیکواله ده او دې په خپل کلام کې دشعر په ټولو برخو کې که هغه غزل دی یارباعی اویا څلوریځي دي ښه او خوندور شعرونه ویلي دي .

ډاکټر لطیف یاد

بېرته شاته