سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1414257

وږمه پاینده خیله


2014/12/07

دملنګ جان کلیواله

نه پوهیږم چې له کوم ځایه یې پیل کړم ، ددې لیکنې په هر توري مې ګوتې رپي ، زړه مې غریو نیولی ، او له سترګو مې د اوښکو سلسلې روانې دي ، راته په ډيره اسانه وه که مې ځان ته تسل ورکولای شوای ، خو بیا هم حقیقت دی او دا حقیفت د ودږمه پاینده خیلې مرګ او موږ نه د هغې د تل لپاره رخصت دی .

وږمه پاینده خیله له نن تقریبا دیرش کاله وړاندې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د چمیارو په کلي کې د حیاجان په کور کې زیږلې وه، ابتدایي زده کړې او پوهنتون یې په پیښور کې لوستلې و او لوړې زده کړې د امریکا په مریلڼد په پوهنتون کې د ورپیښ رنځ ( سرطان ) له کبله ترې په اخرې کال کې ترې نیمګړې پاتې شوې .
د مرحوم ملنګ جان کلیوالي د پښتو ژبې لپاره د ملنګ جان په څیر ښکلي شعرونه (د وږمو بهیر ) نا چاپ پریښي ، چې ډير یې د بهیر او د پښتو ژبې په نورو بریښنا پاڼو کې خپاره شوې د ي .
وږمه پاینده خیلې د ورپیښ رنځ ( سرطان ) سره کلونه کلونه کلک مقاوت وکړ
خو یو څه د ډاکترانو د نه پاملرنې له کبله د همدې مرض له لاسه دا مریکا کلفورنیا کې په ۱۲ /۹ / ۲۰۱۲ د ماښام په اتو بجو یې خپله دردیلې اروا خپل رب ته وسپارله .
انا لله و انا الیه راجعون .
او په ۲۶ / ۹ / ۲۰۱۲ یې دردیلی بدن هم د بهسودو ولسوالۍ د چمیارو کلي په خپل پلرني هدیره کې د خپلوانو او دوستانو د ډیرو اوښکو په بدرګه خاورو ته وسپارل شو .
وږمې په دې نړۍ کې ډيرې د خوشالۍ ورځې نه وي په برخه شوې الله ( ج ) دې ددې دردونو او کړاونو بدلې په هغه نړۍ کې ورکړي ، الله ( ج ) دې په خپل رحمت کې و نغاړي ، الله ( ج ) د ې د جنتونو سرداره وګرځوي . آمین یارب العلمین .
د وږمې پاینده خیلې یو څو د شعر نمونې


غزل
د سوې ارمانونو يو دوران وم لکه خيال
تصوير او تصور واړه جانان وم لکه خيال

يو خوب وم د تعبير پسې شوم ډوبه دم په دم
د اوښکو سمندر کې يو طوفان وم لکه خيال

د ژوند ستړی منزل و او هم زه په زړه رنځوره
رهي د تورو سترګو يو کاروان وم لکه خيال

د زړه په پاڼو پاڼو مې وو ستا زرين يادونه
پروين پروين يو ستوری د اسمان وم لکه خيال

مجنون غوندې ليلا پسې وم ورکه په سحرا کې
په تورو ماښامونو کې روان وم لکه خيال

پرهر پرهر يو ياد ومه د زړه په هديره کې
ځيګر کې دوږمې هسې پنهان وم لکه خيال

غزل
نه ګلا ب نه مو ریحان شو راته پاتې
نه مو ګل او ګلستان شو راته پاتې

د اغيارو ﻻس په هر څه باندې بر دى
نه ماليار او نه باغوان شو راته پاتې

خداى خبر چې به تر څو په لمبو سيزې
نه مو چتر نه اسمان شو راته پاتې

شنې کوترې موله تندې تږې مړې شوې
نه درياب او نه باران شو راته پاتې

د وږمې دې زخمې زړه ته دوا نشته
نه طبيب او نه درمان شو راته پاتې


د مرګې تودې سيلۍ شۋې د جنګړو رڼآ وژنې
د جلاد په ﻻس کې توره تي خوره ماشوم زما وژنې

ځم جنډه تړم شهيد ته وايم بيرته را ژوندى شه
دلته ننګ ناموس ټول مړه دي ستا د حورو حيا وژني

دوې ګل وژڼي بلبل وژني ګلستان زمونږه وژني
خزان بيا بډې وهلې د سپرليو مو سا وژنې

دلته هر ما زيګري کې د ماښام زلفې خورې شي
د سهار په سفيده مو هره سپينه سبا وژني

ستړی ستړی په هر ګام خپل مستقبل وينو تيارو کې
مسجد وژني ملا وژني زمونږ د لپې دعا وژني

د سرو وينو سمندر دى تش افغان په کې سوزيږي
ته کله شې هوښيار تا دوښمن په اشنا وژني



تا لا شوى وطن
خدايه څه غضب روان دی دې وطن کې
هريو ځان لره حيران دی دې وطن کې

ننګ ناموس ، مو په پرديو پلورل کيږي
په سور اور کې هرافغان دی دې وطن کې

ځناورو غوندې غوښې يود بل خوري
د انسان مرګ ډير ارزان دی دې وطن کې

د يتيم د خولې مړۍ دوی شوکولې
که هوښيار دى که نادان دی دې وطن کې

ګډ تاﻻ ن په دې وطن کې دی جوړ شوی
خدايه دا څنګه ګذران دی دې وطن کې

څو چې ځان مو خپله نه وي پيژندلى
دغلام په څير افغان دی دې وطن کې

د وږمې په زړه ناسور شو ې أی وطنه
رنګ يي زيړ لکه خزان دی دې وطن کې




د ارمان په څير ګوګل کې به دى ساتم
لکه راز د زړه تل کې به دى ساتم

د بورا غوندې به ځان تر تا لوګې کړم
د شبنم څير په ګل کې به دى ساتم

دا خواره واره زلفان به ول په ول کړم
لکه ټيکه په اوربل کې به دى ساتم

تابه لري د اشوب له سمندره
د وږمې د زړه ساحل کې به دى ساتم




يو د غــــــــرو خلک

يو د غــــــــرو خلک خو په عزت د خپل د قام پوهيږو
په ساده ګې کې په اصول د ژوند تمام پوهيږو

شډل شډل يو خوغيرت مو د ژوندون نښه ده
په فلسفه کې د قانون په ننګ او نام پوهيږو

څنګه به هير کړي دزلمې ځوي د ځيګر زخمونه
د بورو ميندو مونږ د اه په انتقام پوهيږو

لکه ړانده به تيندکونه خوري دوي تل په ﻻرو
د سپينو اښکو د کوترو په پيغام پوهيږو

ګلورين غيږې ته به ستا بيا به پسرلې راولو
لکه د روس به شې نسکور مونږ په انجام پوهيږو





غزل
بيا په ګلو به ښايسته بڼ د افغان شي
خړې سترګې به زموږ دا ګاونډيان شي

نه به وير نه به ژړا وي په وطن کې
ترينه ورک که دا سور مخې بيزوګان شي

پدې للمه د رحمت به باران اوري
هرې خواته به تازه مړاوي ګلان شي

بيا به ويښ کړي خدای د مينې ويده زړونه
يو له بل نه ځاريدل جان او قربان شي

بيا به مينه او رورولي خپل سره پالو
غم ښادې کې سره ټول به ټول خپلوان شي

د نفرت ټکې به ورک له دې ګشن شي
ګډ د سولې په سندرو به مرغان شي

افغانيت پښتونولي که کړو تګ ﻻره
په تقوا ،پرهيزګارۍ پوره ايمان شي

بيا به وزيږوي مور ميړانه ځوي
د پښتون شمله به لوړه په جهان شي

د ميروس نيکه نوم بيا به راژوندی شي
بيا به توره به شرنګار د خوشالخان شي

دا بې ځاله مرغان بيا به سره ټول شي
د وږمې د زړه پوره به لوی ارمان شي

څلوریزه
لا هغسې وړه یم نه پوهیږم
په لیدو دې بې اختیاره شم لړزیږم
ته را ګوري در کتی نه شمه پوه شه
پښتنه یمه حیا راځي شرمیږم

مختار لونګ

بېرته شاته