سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1290084

اختریزی لنډی


2014/29/07

ګرانو لوستونکو ! هیله ده لاندی څو اختریزی لنډۍ می کمکی اختر ته ( برګ سبز تحفه درویش ) و منی :   اختر خو راغی روژه لاړه ـــ ليلا بۀ څوک په سرو منګلو ښکاروينه
اختر خو بی نکریزو راغی ــــ زه به می سری شونډی تر یاره پوری وړمه
اختر پۀ ورځ دې لاس سره نکړه ــــ یار دی رانغی که نکریزی ګرانی دینه
اختره ژر ژر را رسیږه ــــ زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
اختر نژدې دی ياره راشه ـــــ د دروازی پر ځای به غیږ در خلاصومه که په اختر کی ته رانغلی ــــــ زه په سرو لاسو د چا غیږی ته ځمه په اختر تا ته سینګار ښایی ـــــ چی دی اشنا کلونه پس درته راځینه یار می اختر کی مسافر دی ــــــــــــ زه په نکریزو دیوالونه رنګومه ته د اختر په سهار راشه ــــــــــــــ په سرو لاسو به سلامی ولاړه یمه په اختر ډیر مه راته ګوره ــــــــ مور می میره ده په ما کلی خبروینه اختر د کومی کوڅی راغی ـــــــ ور سره نسته په نکریزو سره لاسونه ستا د اختر مبارکۍ ته ــــــ زه به په تور پیکي کي سره ګلونه ږدمه لاس می ایله که خوله می واخله ـــــ لاس می میرې او شونډي ما سری کړي دینه کاشکي نکریزي د اختر شم ــــــــ چي هره پیغله مي پر لاس تر شونډو وړینه اختر ملنګ کچکول یی راوړ ـــــــ له ما نه غواړي د نکریزو خیراتونه اختره څومره بختور یی ـــــــ چی چټی پیغلی هرکلی لره درځینه نکریزی لږ غوندی لمدی کړه ــــــ زه می پر لپو د لالي نوم رسمومه رنګ د نکریزو جنتی دی ــــــ په سرو لاسونو تور اوربل شانه کومه

حاجی محمد نوزادی

بېرته شاته