سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496644
|
زرلښت حفيظ دسولې او صميميت د شاعر کتاب2014/14/08
زرلښت حفيظ دسولې اوصميميت دشاعرکتاب
که څه هم چې افغاني مېرمنې تل په ډول ډول ستونزو کې را ښکېلې وي،نه شي کولاى خپله هغه وړتيا او استعداد ټولنې ته ديوه کدر په توګه وړاندې کړي او په ټولنه کې ترې نورې خويندې ،ميندې،پوه اوناپوه هغه ګټه پورته کړي، چې دوى يوه مثبت لوري ته ثوق کوي،خوبياهم داسې ډېرې په خپلې خاروې،خلکواوچاپېريال مئينې مېرمنې هم شته،چې په خپل ژوندکې دپرتو ستونزو پروړاندې يې سينه سپرکړې ده اوله خپلو نازکو لاسونويې ديوې الماسي تورې په توګه کار اخستى دى، خو مبارزه يې جاري ساتلې ده،دغه شان ،موفقې،اهل کاراورسالت پېژندونکې،مېرمنې اونجونې موپه هېوادکې ډېرې شته،خودوى لکه لعل په ايروکې ،دخپل رسم،کلتو اوعنعنوخلاف کړنو،تاويلو،ماويلو په خاطر پټې دي،چې له جملې څخه يې دهېواد نموتي ليکواله،اديبه اوشاعره خورآغلې زرلښته حفيظ ده،چې ماشاءالله ددې دډېرو پنځونوشاهدان دافغانانوسربېره دنړۍ په کچه خلک دي،ددې له دې هاندونوموږ کولى شو پوه شو،چې پرخپل هېواد اوهېوادوالو څومره مئينه ده،څومره دهغوى په درد دردېدلې اوپه غم يې غمجنه شوې ده،زرلښته تراوسه پورې ډېر چاپ شوي اوچاپ ته چمتو اثار لري،چې که ولوستل شي ،نو لوستونکى به په هېواد کې دتېرې شوې او اوس موپه مخکې پرتې ستونزې لکه دهندارې پرمخ چې ورته ګوري وويني،که څه هم چې هغه له خپل هېواد څخه ډېره لرې دمسافرت په چاپېريال کې ژوند کوي،خوبيايې همدډېرو افغانانوپشان خپل هېواد ندى هېرکړى،خپل ولس ترې له ياده ندى وتى،،هغې لکه ديوې تاريخ پېرژندونکې په څېردغه حالات دشعر،داستان،مقالو اوادبي ټوټو په ژبه بيان کړي دي. ![]() رفيع الله روشن |