سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1414243

زرلشت حفيظ دافغانستان دادبياتودتاريخ په زرينوپاڼوکې دنوښتونواتله ميرمن


2014/13/09

زرلشت حفيظ دافغانستان دادبياتودتاريخ په زرينوپاڼوکې دنوښتونواتله ميرمن که د افغانستان ښځينه ادبياتو تاريځ ته ځيرشو نو افغانو ښځو په دی ورستيوکې ښه قلمونه خوزولي دي چې دهغو څخه به دمثال په توګه ديوې ميرمنې احساس دنثراودشعرپه ژبه ترڅيړنی لاندې ونيسوچې هغه ميرمن اغلې زرلشت حفيظ بشريار ده ترکوم ځايه پورې چې ما ددې اغلې شعرونه اونثري ليکنې لوستي دي په سراحت ويلې شم چې په ښځينه قشرکې زرلشت حفيظ دافغانستان ادبياتو ته لکه څنګه چې دنوښتونو داتلې ميرمنې په توګه نړيوال زرغون ميډال تر لاسه کړی حقيقت کې رنګيني ليکنې اورنګينه شاعري کړ ې ده
داوياړلې ميرمن دپښتنې ټولنی اودپښتوادبياتو دشلمې اويوشتمې پيړۍ هغه سرمايه ده چې دپام وړ لاس ته راوړنې لري دهغې په ليکنوکې ډيرنوښتونه اورنګينې ترسترګوکيږي که هغه حماسي ، عشقي ،اجتماعي يادجنګ پرضددسولې اواز ده يادمينې اومحبت يوغزل که څه هم زرلشت حفيظ ځانته دجنګ قرباني وايې مګر زه يې دجنګ دلمبونه هغه بريالې شهکاره شاعره بولم چې تر سرو زر وهم خپل دقلم قيمت يې پورته کړې هغې پخپلو ليکنوکې دخپل قلم هغه روح دانسانان په احساساتوباندې ګرځوي چې په لسګونو ناليدلي لوستونکي اومينوال لري که څه هم دزمانې حالاتو هغه پټ مخې ساتلې ده مګر دقلم سرشاري يې دخلکو په زړونو کې ديوې ښاپيرې پنجې خښوي
زرلشت حفيظ دځوانانواونوي نسل په تشويق کې دهيوادپالنی په احساس اودسولې په لاره کې دلا چټک حرکت او دځوانانو په ويښولو کې مهم رول لوبولې دی د ی
دټولنی دحقوق پوهانوپام يې قانون ته په اشاره په ښځوباندې دنارواظلمونو په مقابل کې دخلکونه نيولې ان دوخت تربادشاپوری دشعر په ژبه يې خپل داعتراز اواز رسولې دهغې دقلم ژبه په پښتو،دری انګلسي کې بی له مشکله څرخي
هغه دښه بيلګۍ ډير مثالونه لري چې زما دليکنې لمن تنګه ده چې ديوې مينه والې په توګه ترې قدرداني کوم که څه هم زما شاعري ترهغې پورته نه دی اوزما قلم دهغې په هکله هر اړخيز ليکنه نه شي کولې او نه دا استعداد لرم چې ترې يادونه وکړم مګر بيا هم ديوې افغانې ميرمنې په توګه په څوغريبانه جملوکې ترې مننه کوم اووياړم پرې
وياړ هغه چالره ده چې دوياړونو لپاره خپل احساس دقلم په ژبه دخلکو غوږګونو ته ورسوي او اتلولي دهغه چاده چې پخپل ښو اعمالو،ليکنو، اوخدماتو په مقابل کې دخلکو زړونه يې ترلاسه کړې وي
نوزه په پوره اطمينان وايم چې زرلشت حفيظ سوله پاله ،بشرپاله ، نوښتګره شاعره اوليکواله ده  چې دپښتوادبياتوکې دحماسونه نيولې دسولې اومينې نغمې يې دهر افغان زړه ته لاره کوي 

ثريامکيز استرليا

بېرته شاته