سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286232

زرلښته حفيظ ژوندپاڼه (( زرلشت حفيظ))


2018/15/05

 

زرلښته حفيظ ملکزۍ دملک حفيظ الله لوردننګرهاردښېوې ولسوالی دقلټک دکلی دملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په قوم ملکزۍ ده پينځه کلنۍ کې دښېوې څخه ننګرهارته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده دزرلښت کتابي نوم  زرلشت اوکورنۍ کې ورته زرلښته وايي . دننګرهاردالاېې لېسې دولسم ټولګي څخه فارغه شوې.عالي تحصيلات ېې د کابل دټولنيزوعلومو په پوهنځي کې اودهغې نه وروسته ېې دموراوماشوم په برخه کې دپاکستان دپاراميډيکل انستيتوت دنساېي وﻻدي برخه کې خپل تحصيلات  يي بشپړه کړه اوهلته دناصرباغ دټاڼی څنگ روغتون کې شپږ کاله په همدی رشته کې کار وکړورسته بيادUNSR په مرسته دمحاجروکيمپ نه دخپل مسلک له لارې خپلې کورنې سره کاناډا ته لاړه اوهلته دسسکچوان موسجاښارکې دمولتي کلچراودانګريزي ژبۍ په زده کړه بوخته شوه اوترهغې وروسته دکاناډا دالبرتا ولايت کالگري ښارکې په Bow Valley College کاليج کې بياهم خپل طبی  تحصيلاتونه ورسته دمګړۍ روغتون کې کارکوي. اوددی ترڅنګ دلندن دباريوکالج سره دليکوالې دميتودڅانګه کې په زده کړه بوخته ده  اوکالگري ښارکې دروغتون ددندی ترڅنگ په calgary.redfm.ca کې دافغان غږ راډيودپښتواودري پروگرامونومسول مديره هم ده چې بعد له وخت نه هلته هم کارکوي زرلښته حفيظ بشريار واده کړې دری زامن دوه لورگان لري  

په اتلس کلنۍ کې دننګرهار ولايت جلال ابادښارکې  دښځودښاري شورا مسوله اوپه ورته وخت کې دخلکووکيله هم وه هلته دښه خدمتونوپه بدل کې  دولايت مقام لخوانه دغازي امان الله خان ميډال ورته ورکړل شوه زرلښته حفيظ بشرياردپښتوادب لپاره يوه ستره سرمايه ده چې دهر ې ورځې تيريدوسره دهغې قلم نوې پينځونې کوي دزرلښتې ماشومتوب په هميشه بهارولايت ننګرهارکې تيره شوې ده هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړي . زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره ډېره مينه لري اووايي دژوند هره شيبه ورته ډيرارزښت لري شاعر ي او ليکوالي سره ډيره مينه لري په

  په جنګ کې لويه شوې  چې خپله ځانته دحماسوشاعره وايي خوخلک يي دسولې قهرمانه اودپښتوادبياتو کې دنوښتنواتلې ميرمنې په توګه ترې يادونه کوي چې تردی عنوان په ٢٠١٤کال کې د سولې اوانسانيت نړيوال زرغون ميډال ترلاسه کړه

زرلښته حفيظ دافغانستان اودنړۍ نورو هيوادنوکې افغان ځوانان  اونوي نسل په تشويق کې دهيوادپالنی په احساس اودسولې په لاره کې دلا چټک حرکت او دځوانانو په ويښولو کې مهم رول لوبولې ده چې هرکال  په افغانستان کې يو ځوان ته دسروزرو دوه قلمونه د تحفه په شکل دسولې لاروې په نوم ورکوي اوددی ترڅنگ خپل دراډيومعاش په بی  وزلوځوانانو ويشي 

ديارلس ستاينليکونه دوه ميډالونه اويوايوارډ دهغې دکاري ژوندټوله ثرمايه ده 

زرلښته حفيظ په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې دکاناډا هيواد ديوې خيريه ټولنۍ لخوانه دسولې ايوارډ ترلاسه کړه په دی ورستيوکې دزړه دناروغې له امله ځوريږي 

دټولنی دحقوق پوهانوپام يې قانون ته په اشاره په ښځوباندې دنارواظلمونو په مقابل کې دخلکونه نيولې ان دوخت تربادشاپوری دشعر په ژبه يې خپل داعتراز اوازرسولې دهغې دقلم ژبه په پښتو،دری انګلسي کې بی له مشکله څرخي

هغه دښه بيلګۍ ډيرمثالونه لري

 اغلې ثريامکيز دده په هکله داسی وايې زرلشت حفيظ دافغانستان دادبياتودتاريخ په زرينوپاڼوکې دنوښتونواتله ميرمنه ده

داوياړلې ميرمن دپښتنې ټولنی اودپښتوادبياتو دشلمې اويوشتمې پيړۍ هغه سرمايه ده چې دپام وړ لاس ته راوړنې لري دهغې په ليکنوکې ډيرنوښتونه اورنګينې ترسترګوکيږي که هغه حماسي ، عشقي ،اجتماعي يادجنګ پرضددسولې اواز ده يادمينې اومحبت يوغزل که څه هم زرلشت حفيظ ځانته دجنګ قرباني وايې مګر زه يې دجنګ دلمبونه هغه بريالې شهکاره شاعره بولم چې تر سرو زر وهم خپل دقلم قيمت يې پورته کړې هغې پخپلو ليکنوکې دخپل قلم هغه روح دانسانان په احساساتوباندې ګرځوي چې په لسګونو ناليدلي لوستونکي اومينوال لري که څه هم دزمانې حالاتو هغه پټ مخې ساتلې ده مګر دقلم سرشاري يې دخلکو په زړونو کې ديوې ښاپيرې پنجې خښوي

زرلشت حفيظ دځوانانواونوي نسل په تشويق کې دهيوادپالنی په احساس اودسولې په لاره کې دلا چټک حرکت او دځوانانو په ويښولو کې مهم رول لوبولې دی دی

دټولنی دحقوق پوهانوپام يې قانون ته په اشاره په ښځوباندې دنارواظلمونو په مقابل کې دخلکونه نيولې ان دوخت تربادشاپوری دشعر په ژبه يې خپل داعتراز اوازرسولې دهغې دقلم ژبه په پښتو،دری انګلسي کې بی له مشکله څرخي

هغه دښه بيلګۍ ډير مثالونه لري چې زما دليکنې لمن تنګه ده چې ديوې مينه والې په توګه ترې قدرداني کوم که څه هم زما شاعري ترهغې پورته نه دی اوزما قلم دهغې په هکله هراړخيز ليکنه نه شي کولې اونه دا استعداد لرم چې ترې يادونه وکړم مګر بيا هم ديوې افغانې ميرمنې په توګه په څوغريبانه جملوکې ترې مننه کوم اووياړم پرې

وياړ هغه چالره ده چې دوياړونو لپاره خپل احساس دقلم په ژبه دخلکو غوږګونو ته ورسوي او اتلولي دهغه چاده چې پخپل ښو اعمالو،ليکنو، اوخدماتو په مقابل کې دخلکو زړونه يې ترلاسه کړې وي

نوزه په پوره اطمينان وايم چې زرلشت حفيظ سوله پاله ،بشرپاله ، نوښتګره شاعره اوليکواله ده  چې دپښتوادبياتوکې دحماسونه نيولې دسولې اومينې نغمې يې دهر افغان زړه ته لاره کوي دډير معلومات دپاره لاړشئ ډيرڅه به په کې ولولئ دزرلشت چاپ شوي اثار

ځوانيمرګ ارمان

شرقي ښکلا

دسولې انتظار

دسولې اوصميميت شاعر

دنورجهان ناول

ښځه دژوندپه هنداره کې لمړۍ جلد

ښځه دژوندپه هنداره کې دوهم جلد

 اونهه نورچاپ ته تيار کتابونه لري                                                               دخورولې په مينه ډاکتره ګلالۍ طوطاخيله فرانسه

ډاکتره ګلالۍ طوطاخيله

بېرته شاته