سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509870

د لوی اختر مبارکې


2014/03/10

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ټولو درنو مشرانو، ملګرو، دوستانو او مؤمنو افغانانو ته د لوی اختر مبارکې وړاندي کوم

الله ج دي د اختر ورځې پر تاسي او ستاسي د کورنۍ په غړو په خوښې سره تیرې کړي.

الله ج دي موږ ته نور د خوشالۍ اخترونه نصیب کړي، نږدې ۷۰ داسي اخترونه افغان ولس تیر کړل، چې ډیری کورنۍ د اختر په مبارکو ورځو کې د ویر په ټغر ناست وی، دا اختر به هم ډیری داسي کورنۍ وي چې د کور غړې به يې له دوی سره داځل د اختر په خوشالیو کې نه وي، او د کور په نور غړو به يې ویر پروت وي، ډیری ناویاني به دا اختر لاسونه نه سره کوي، خپل د ژوند شریک به يې د جنګ جګړې قرباني شوی وي، ډیری میندي به داځل د اختر ورځ په چېغو بدرګه کړي، او ډیری پلرونه به تر خپلو سترګو اوښکې توی کړي.

يا الله موږ ته ارامي راولي، نور له موږ څخه پر موږ تپل شوي د پردیو جګړه لیري کړي، او نور موږ افغانان د بهرنيانو له غلامي او مخامخ مداخلې څخه ازاد او خلاص کړي.

په دي تمه چې دغه اوږده د ویر اخترونه نور الله پر افغان ولس ختم کړي، هیواد راته ازاد او د خوشالۍ او خوښیو اخترونه مو نصیب کړي.

الله ج دي ټولو هغو کورنيو ته د زړه صبرجمیل نصیب کړي، چې په دي اختر کې به ددوی د کور ځينې غړي ورسره نه وي.

الله ج دي د افغان ولس د وینو قرباني قبوله کړي، او الله ج دي د حاجیانو حج او دعاوي د هیواد او مسلمان په حق کې قبولې کړي.

مننه او درنښت

ورور مو

نظرمحمد مطمئن

نظرمحمد مطمئن

بېرته شاته