سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409392

افغان مېرمنې د ستونزو په لوموکې


2014/15/10

افغان مېرمنې د ستونزو په لوموکې

ښځه د هرې کورنۍ او ټولنې د قوي مټ په توګه  د درنښت اواعتماد وړ موجود او په ډيرو ټولنوکې د بشري او مدني حقونو لرونکې ده او د ديني علومو، ټکنالوژۍ او د بشر په نننيو اقتصادي پرمختګونوکې يې  د نارينه وو ترڅنګ ونډه هم ارزښتمنه ده په ځانګړي ډول په دي وروستي يوه لسيزه کي يي واقعاً د پام وړ کارونه تر سره کړي دي.
که   تاريخ ته نظر وکړو جوته به شي چې ښځه په ټولنه کې ارزښتمنده قشرده د دنيا,نوابغ اوقهرمانان د ښځې په غيږ کې لوييږي.
راځو دي ته  چي ټول انسانان  د فطرت، خلقت او طبيعت له پلوه ديو شان  حقوق او آزادي لرونکي دي او هيڅوک حق نلري  چې دغه حقوق او آزادۍ  له چا څخه   واخلي خو په تاسف سره بايد وواي، چي زموږ په هيواد (افغانستان) کي دي اصل ته څوک هم درناوي نلري او ښځه د يوه حيوان په توګه پيژني دوي فکر کوي چي ښځه تنها د نفسي او جنسي خواهشاتو د اشباع په توګه کاريږي او دهمدي اړتيآوو دپوره کولو وسيله ده.
د اسلام په مقدس دين کې څوارلس سوه کاله وړاندي ډير په وضاحت سره د انسان حق او آزادۍ بيان شويدي خوپه ډيره  خواشيني سره بايد ووايو چي زموږ افغاني ټولنه کي ښځي لاتر  اوسه  د اسلامي حقوقو او آزاديو څخه محرومي پاتې شويدي او ډير ناپوه خلک شته چي کله هم ديته چمتوندي چي ښځه دي له نارينه ووسره اوږه په اوږه دکار کولو او له هغوي سره د اړتيا په وخت کي مرسته کولو جوګه وګڼي.
د افغان ميرمنو ستونزو په هکله په مدني قانون كې په دې ټينګار شوى چې هېڅوك نشي كولاى له ۱۶ كلنۍ څخه كم عمره نجونې واده كړي، خو په شريعت كې كله چې نجلۍ بالغه شي، پخپله كولاى شي چې د واده لپاره تصميم ونيسي او كه چېرې په زور او جبر سره ودېږي، نجلۍ دا حق لري چې هغه رد كړي.خو خوبيا هم په افغانستان تر ننه په کم عمر کي د نجونو ودول  يو عرف او دود  دي ،په افعانيي ټولنه کي  د انجونو ساتل ننګ او عيب ګڼل كېږي
ښځه اونارينه دټؤلنې په جوړښت کې يو شان رول لري خو په افغاني ټولنه کي د ښځو رول ته په درنه سترګه نه کتل کيږي .
نړۍ ورځ په ورځ پر مخ ځې، اخلاق، فکرونه، غوښتنې او اړتياوې هم ورځ په ورځ بدلون مومي، خو موږ لاهم په ډيرو پخوانيو فکرونو ولاړ او تمرکز مو په هماغو عنعناتو ولاړ دي.
لدې سره سم پر ښځو ظلم او د هغې نوعيت هم بدلون مومي.نن هم ښځه مظلومه ده. ، نن ښځه د خاوند سره د فکري مخالفت له کبله ټکول کيږي، پزه، غوږونه او د بدن نور غړي ترې پرې کيږي کله چې په يوه کورنۍ کې تاوتريخوالي زيات شي نو ښځه نه غواړي چې له خپلې خواښې ؛ خسر ؛ لېور ؛ او اندرور سره ګډ ژوند وکړې چې ځينې ښځې بيا په دغسې حالاتو کې وهل او رټل کيږي او ډيري خو يي دهمدي ګناه پربنا وژل کيږي.
دبشريت ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د حديث مفهوم دى چې (د علم لاس ته راوړل په هر نر او ښځه مسلمان باندې فرض دي)، نه پوهيږم چې په دي ټولنه كې د انجونو تعليم حاصلول په كوم دليل جائز نه دي؟ د يو هلك په شان د يوي نجلۍ د تعليم حاصلول د يو فرد دعلم حاصلول نه وي بلكي په راتلونكي وخت كې د يوي كورنۍ ودانيدل او خوشحالي لاس ته راوړل وي دا هغه اسلامي  حق دي چي ښځو ته يي ورکړي خو بيا افغاني مرد سالاري ټولني  له ښځودا حق  اخستي .
د ميراث نه وركول د پخوانيو جاهلانو عادت ؤ چې د كور مشر او يا جنګياليو ته به يي ټول ميراث وركاوه خو کله چي د اسلام دمبارک دين زريني وړانګي د نړي پرمخ پريوتي هغه ټول وحشي رواجونه له منځه ولاړل او الله تعالى په قران کريم کې ويلي چې (ميراث د الله له خوا فرض شوى او د هغه حق دى نو ځكه څوك نه شي كولاي چې بل د ميراث نه محروم كړي) خو اوس هم په افغاني ټولنه كې د ښځو د ميراث وركولو مثالونه ډير لږ دي. د طلاق مسئله هم بايد وڅيړل شي، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په جائزو او روا شيانو كې تر ټولو چې الله يي بد ګڼي طلاق دى او بل ځاي كې فرمايي چې كله په ځمكه طلاق واقع شي نو عرش ولړزيږي. پکار داسي ده  يو مسلمان چې تر څو كولاي شي بايد ترى ځان وساتي اوکه بيا هم څوک له هغو شرايطو پرته چي د طلاق لپاره په شرعي ډول راغلي مخالف عمل وکړي لري نده چي د  الله د قهر او غضب موجب به وګرځي. له دي  سره سره يو حق چې اسلام د سړي د طلاق په بدل كې ښځى ته وركړى خو په افغانۍ ټولنه كې ډير بد او د ښځى نه اخيستل شوى د( خلع ) حق دى
ښځه مورده ،خورده، لورده اودکورميرمن يعني دکور څراغ دي په ښځي کور روښانه دي سره له چي ښځه دومره ځانکړني لري خو بيا هم کله چي په کور کي په يوي مهمي مسلي بحث کيږي  د دي سربيره چي دي څراغ يعني ښځي ته د نظريا مشوري حق نه ورکول کيږي بلکي د خبرو سپکاوي يي  هم کيږي.
د بشريت له پيله د انساني فکر او مختلفو جنسونو ترمنځ توافقي کړنې او ټکرونه د دوي ترمنځ را پيدا شويدي. نران چې په فزيکي ټوګه د ښځو څخه غښتلي دي هر وخت د ښځو پر وړاندې له پولو اوښتي دي.
دغه ټول  مشكلات چې نن يې مونږ وينو له دى كبله دي چې مونږ اول افغانان يو او بيا مسلمانان، كله چې اسلام افغانستان ته راغې مونږ ومانه خو په پوره توګه مو نه دى منلى. نو اوس په ځينو ځايونو كې چې د اسلامي احكامو او زمونږ د پښتو تصادم راشي نو كله اسلام منو او كله خپله پښتو. د بيلګې په توګه ميراث، د ښځو حقوق او انتقام اخيستنه كې مو پښتو منلى او اسلامي احكام مو نه دي منلي، خو په ميلمه پالنه كې چې د اسلام او پښتو برابرى دى ځكه مو نو اسلامي اوامر منلي دي. دا هم بايد په ګوته كړم چې اسلام ښځې ته د هغې د خلقت يا پيدايښت او فطرت سره سم حقوق وركړي او وجائب يې ورته سپارلي دي .
داچي څنګه موږ له شته مشکلاتو راوتلي شو زما په فکر بايد په افغاني ټولنه کي هغه نارينه چي ښځوته دهغوي دمقام اومنزلت په معيار په احترام سره قايل شي،ښځوته دهغوي حقوق ورکول شي،له زده کړو بي برخي نشي، د ورور لخوا د ګناه کولو په صورت کي په (سوره)بدو کي ورنکړل شي او هغه څه چي يوه ميرمنه يي په شرعي لحاظ حقداره ده ورڅخه برخمنه شي.

خاطره علي خيل

بېرته شاته