سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409440

افغانه محصله پيغله قدسيه دمحصل دورځې قرباني شوه


2014/17/11

افغانه محصله پيغله قدسيه دمحصل دورځې قرباني شوه په ډيرتاسف بايدووايم چې زماهيواد دمرګونو په ځاله بدل شويده نن په داسې حال کې چې دنړۍ په هيوادونوکې دمحصل ورځ تجليل کيږي چې متاسفانه زما دهيوادمحصلين دخپلې  يوې ځوانې محصلې پيغلې قدسې دويراوماتم داوښکو په تويولوباندی داورځ نمانځي
٢١کلنه پيغله قدسيه دارواح پوهنی دپوهنځي دڅلورم کال محصله وه هغه نه يواځې دارواح پوهنې محصله وه بلکۍ  دخدای (ج)کتاب قران مجيدحافظه هم وه اودهغی دپوره حفظ دپاره يې زيار ايسته هغه روازانه چې درس ويلوته تله داکتاب به يې سينې پورې کلک نيولې وه
  هغې په داسې حال کې دشهادت    جام يې نوش کړه چې اسلامې حجاب يې په تن درلود اوقران مجيديې زړه پورې نيولې وه کوم چې تاسې په دی تصويرکې ګور ئ
دی رقم قتلونو اومرګونوته ځانمرګي په کومه سترګه ګوري ايادا اسلامې عمل دی؟
اوياداسلام دبدنامولولپاره هڅي راونې دي ؟ 
 زه په داسې حال کې چې ددی ټولوجنايتونوپرضدخپل داعتراض اوازپورته کوم دغه جنايتکارانوته دا وايم دانسانانوخدای تاسي نه بل څوک دی هغه ژوندچې خدای خپلوبنده ګانوته ورکړی تاسي تری مه اخلې
کنه  دقضاوت ورځ به راشي بيګناه شهيدان به ټول جنت ته ځي اوتاسي به دجهنم خواته
دپيغلې قدسې په شمول ټولوبيګناه شهيدانولپاره جنت فردوس غواړم کورنيوته يې صبرجميل دخدايه غواړم 
 ديوې دايمې سولې دراتګ په هيله دالله لورته لاسونه لپه کوم  ياالله زماپه هيوادوالوباندی ورحميږه  امين  ٠

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته