سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409470

افغانې ښځې دوحشت په منګول کې


2015/07/03

هسې خوهره ورځ دښځودمساوي حقوق لپاره تل دافغانستان دهرنوې نظام راتګ سره نارې سورې پورته کيږي داچې په رښتينې توګه داحقوق افغانوښځوته ورکړ شي ناممکن دی يوهيوادکې چې ٤٣کاله جنګ تيرشوې وي اوګمرا ناصالح بچيان يي غيردغم اوبيسوادی نه ورته بل ميراث نه وي پريښې نوهغه هيوادکې دښځوحقوق څه چې دنارينه وحقوق هم محفظ نه پاتی کيږي تيرکال دنړۍ لوړطاقت هيوادونوپه مالي لګښت هڅه اوزيارچې زمونږ دهيواد دښځوژونددښه کيدوپه مقصد روان دی سره له دی چې دښځوژوندکې بهبود رانغله لاپسې هره ورځ دغوږونو پزه،شنډۍ حتی دښځودحياځايونوپه پريکولوکې هم بدجنس نارينه ګان صرفه ونکړل دماشوموانجنوپرجسم تجاوزدتاريخ شرمونکې کيسه بللې شودپلارانو تجاوزپه
 لورګانوباندې بله دبی شرمې کسيه ده چې لاپسې روانه ده دښځينه ليکولاانوترمينځ ناقص خصومت اودفيسبوک پاڼی مسنجرله لارې نارينه وسره ناندرې وهل چې ولې ښځينه ليکوالې ياشاعرې ته اوږده  اوږده کامنتونه ليکي بله دبيشرمې بيلګه ده چې  څلورو تنه نارينو په شکايتونو کې ديوې داسې ښځينه شاعرې خبرې ترمونږ رسولي  چې مونږ يې هيڅ تصور نه کاوه که داسی کړنه بياتکرارشومونږ يې دمسجونو سره ويبپاڼی ته يې پورته کوو
په محاکموکې درشوت ،فساداواخلاقي جرمونوشميرخپل اوج ته رسيدلی هغه ښځې چې دحق غوښتنې لپاره اوازپورته کوي دننګرهارې ژورنالستې په سرنوشت اخته کيږي چې دعدالت دروازې  پرمخ تړل شوي سهارنه ترمخامه پورې سرګردانه دخپل سرنوشت معلومه ولوپسې ګرځي لنډه داچې دافغانوښځودژونداوکار په برخه کې نه يواځې چې پرمختګ نه دې  راغلې  لاپسی کړ کيچن شوې  دوحشت په منګول کې دزجراوشکنجولاندې دزلت ژوند تيروي    دافغان حکومت ته دشرم وړ خبره ده چې داغلې زرلښت حفيظ خبره ترڅوچې قانون پرټولو يوشان تطبيق نه شي ګناه اوزنابه دټولنی نه ورکه نه شي ښه به داوي چې حکومت پخپل قانون کې دحرکت قوه زياته کړي
                                                                                          

ګلالۍ طوطاخيله

بېرته شاته