سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391771

د مارچ اتمه نېټه د ښځو دنړیوال پیوستون ورځ


2015/08/03

 
د مارچ اتمه د افغانستان ټولو پتمنو او غیرتي ښځو ته دزړه له تله مبارکي وایم!
نیکمرغه دې وي د مارچ اتمه نېټه د ښځو دنړیوال پیوستون ورځ!
د مارچ اتمه چېرته او څرنګه رامنځته شوه؟
ځواب دادی: د مارچ اتمه نېټه په( ۱۸۷۵) مېلادي کال کې دامریکا د نیویارک په ایالت کې د ټوکر اوبدلو ښځینه کارکوونکیو، د تنخوا د زیاتیدو او کار د شرایطو د ښه کېدلو لپاره په لاریون لاس پورې کړ. چې د امریکا پولیسو لاریون کوونکو باندې حمله وکړ، اوهغوی یې
وځپل. یوشمېر ښځې یې ټپیان او بندیان کړل.
د ښځو د دې لاریونونو په پایله کې د دوی دحقونو مسله لومړی ځل راپورته شوه.
ـ لاریونونه به هرکال په ښکاره او پټه په کارخانو کې کېدل، چې څو لسیزې وروسته په (۱۹۰۷) مېلادي کال
د مارچ په (۸) نېټه دامریکا د نساجي فابریکو کارګرانو د ښځو د لس ګړیو کار په وړاندې پراخ لاریون وکړ .
چې د دوی سره نرانو هم ملګري و.
ـ په (۱۹۱۷) م کال د مارچ په (۸) په روسیه کې د کارخانو د رخصتیو او کارګرانو د ایستلو پرضد مظاهرې وکړې، چې د روسیي د انقلاب د رامنځ ته کولو کې یې
ډېر اغېز درلود .
ـ چې په ( ۱۹۶۰) م لسیزه کې دښځو د سازمانونو له ودې سره اتم د مارچ یو ځل بیا ځانګړی ارزښت وموند.
په (۱۹۷۵) م کال د مارچ اتمه نېټه د ملګرو ملتونو د
سازمان له خوا د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه.
ـ دوه کاله وروسته یانې په ( ۱۹۷۷) م کال دیونسکوسازمان هم دا ورځ د ښځو د ورځې په توګه په رسمیت وپیژندله .
چې له همدې نېټې وروسته په ټوله نړۍ کې دا ورځ د دولتونو، سیاسي ګوندونو او سازمانونو له خوا لمانځل کېږي.
یادونه: د محمد ظاهرشاه د پاچاهي په دوره کې چې (۴۰) کاله یې حکومت وکړ، خلک او په ځانګړي ډول سره ډېرو
لږو ښځو ښوونځي ته تللو لاس رسی درلود؛ داځکه چې
پوه ښځې بیا د دولت لپاره ستونزې جوړوي بیا خپل حق او
د نورو حق پیژني.
ـ داود خان چې د نظامي کودتا د لارې سیاسي واک ته
ورسید تش په حمهوریت یې اعلان کړ. چې د محمد ظاهر د شاهي حکومت سره یې هیڅ توپیر نه درلود. (۵) کاله یې
حکومت وکړ، همغه د حاکمو طبقو یې دولت جوړ کړي و.
د غوایی د ( ثور) انفلاب چې سیاسي واک یې د حاکمي
طبقې څخه بزګرانو، خواربکښانو او کارګرانو ته ولېږداو.
د غوایی انقلاب په (۱۳۵۷) کال بریالیتوب ته ورسید.
انقلابي دولت د نورمحمد (تره کي) په مشري (۸) ګڼه
فرمانونه اعلان کړه، چې (۷)ګڼه فرمان یې د ښځو د حقونو په هکله و ؛ چې هر پېغله کولای شي چې په خپله
خوښه بې له زور څخه د ژوند ملګری غوره کړي او دهغه
سره واده وکړي. چې د هېوادوالو له خوا یې تود هرکلی وشو. چې هیڅ چا نشو کولای چې په لور باندې ولور (پیسې) واخلي .
د افغانستان په (۵۰۰۰) کلن تاریخ کې چې هر افغان ورباندې وباړي. کومه بېلګه چې د ښځو حقونو ته دومره پاملرنه شوي وي په تاریخ کې نشته . لکه: خلقیانو چې د
ښځو درناوی کړی دی.
ورپسې د روسانو د یرغل او د دوهم شاه شجاع ببرک
دوره وچې هغه ته بوازې کابل پاتې و؛ او په ارګ کې
روسانو ور څخه ساتنه کوله.
د ببرک نه بیا تر کرزي پورې چې په میلونونو ډالر د امریکا
او دناتو دغړو هیوادونو له خوا مرستې وشي، هیځ بنسټیز کار نه دې شوي.
د دې ورځې د لمانځلو موخه داده؛ چې په ټوله نړۍ کې
د ښځو درناوی او احترام وشي، او دهغوی حقونه ورته
ورکړل شي.
ښځه په هره ټولنه کې نیمایي برخه جوړوي ، د نرانو
تر ځنګ په فابریکو، دولتي ادارو، ښوونیزو او لوړو زده کړو په اډانه کې او د ژوندانه په بیلو ډګرونو کې د هېواد
د پرمختګ او سمیورتیا لپاره د نرانو سره یو ځای اوږه په
اوږه کار کوي.
له بده مرغه چې دا ورځ زما په ګران هېواد افغانستان
کېد دولتونو د کمزورتیا له امله لاتر اوسه چې (۲۱) پیړۍ ده، د ښځو انساني او اسلامي حقونو درناوی نه
کېږي.
د ښځو سره هرډول غیر انساني چلن د نرانو له خوا کېږي. لکه: د پزې او غوږونو پریکول، وهل، ټکول،
په بدو کې ورکول، خرڅول، وژل او نور.
په دې هیله چې غني او عبدالله دولت په کلیو او لرې
سیمو کې د ښځو انساني او اسلامي حقونو درناوي
په خبروکې نه ،بلکې په عمل کې پلی کړي.په نرانو او ښځو کې عمومي پوهاوی رامنځ ته کړي.
د کب ( ۱۶/ ۱۲/ ۱۳۹۳) لمریزکال
او د مارچ ( ۷/ ۳/ ۲۰۱۵) مېلادي کال
مننه.

صلاح الدين ارغوان ساپي

بېرته شاته