سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9740
ټول لیدونکې
1215673

دآغلې دکلمې په اړوند یوه یادونه :


2015/15/03

ډیر و دوستانو پوښتنه کړې ده چې و لې په پښتو کې دمیرمنو او ښځو لباره دآغلې کلمه ددرناوي او احترام لپاره کاروله کیږي .
لکه چې موږ په پښتو کې دنارینه وو لپاره دښاغلي کلمه داحترام او درناوي لپاره کاروو نو دمیرمنو لپاره هم ددرناوي او احترام لپاره دآغلې کلمه کاروو.
که څه هم دآغلي کلمه دښکلي په مانا هم راغلي ده ،خو پښتو کلاسیکو شاعرانو په دواړو ماناوو کارولی ده هم دښکلي او هم د قدر او درناوي وړ په مانا .
دآغلې کلمه دپښتو د کلاسیکو شاعرانو په شعرونو کې هم کارول شوې ده چې زه به دپښتو ژبې د ځینو کلاسیکو شاعرانو دشعرونو بیلګې راوړمه :
۱- دشیخ تیمن رحمة الله علیه په شعر کې . شیخ تیمن د ۵۵۰ هجري په شا او خوا کې ژوند کاوه چې دپټې خزانې مولف محمد هوتک دده یو شعر دخپله پلارداود خانه اوریدلی و او په پټه خزانه کې یې راوړی دي ، زه دشیخ تیمن علیه الرحمه دشعر هغه برخه راوړمه چې دآغلې کلمه یې پکې کارولې ده :
د څښتن پار دی هیر مې نه کړې
آغلیه مخ چې په یا نه کړې
اوربل دی پریښووی واته کړې
پر ما د بل اور کړوون راغی
ږغ سو ناڅاپه چې بیلتون راغی
دشیخ تیمن په دې شعر کې اغلی دښکلي په مانا کارول شوی ده.
۲- دښکارندوي غوري د پسرلي په بوللې ( قصیده ) کې هم د آغلې کلمه دوه ځایه راغلې ده . ښکارندوي غوري د۵۸۰ هجري په شاو خواکې ژوند کاوه .ښکارندوي غوري وایی:
د مسیح په پو به مړو ژوندون بیا موند
پسرلی مګر مسیح شو په پوکړونه
له مړو خاورو یې آغلی ګل راویوست
وچ بیدیا او غر ئې کړله جنتونه
او بیا وایی:
په هر کال اټک د ده ښه راغلې کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي ځلمي چې زغلي هند ته
نو آغلیه پیغلې کاندي اتڼونه
چې دښکارندوي په دې بیتونو کې دآغلې کلمه هم دښایسته او هم دمحترمې لپاره کاروله شوې ده .

لطيف ياد

بېرته شاته