سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409409

د شهیدي فرخندې د سپېڅلي روح په یاد :


2015/23/03

د شهیدي فرخندې د سپېڅلي روح په یاد  :
ما تاسي ته د خورګلوی لاس در اوږد کړ خو ستاسي د ورور ګلوی لاس ماته را ونه رسید !
نارې او چیغي مي کړې خو زما د وجود درد تاسي ته ونه رسید !
کله يې پوښتل چي د چاه لور د چا خور يې ؟ نوم دي څه دی ؟ د چاه په مذهب يې ؟
سپین مخ مي ، په خپلو سرو وینو ، د ورور په درنو لاسونو له درنو څيړو ژړا وکړه .
درد مي در لود ، ټپم مي درلود ، ورور مي درته وویل ، پلار مي درته وویل ، کاکا مي درته وویل ، ماما مي درته وویل خو ونه سو .
د ډبرو باران وو ، د جود درد وو ، د اسلام ږغ وو ، د حق مرګ وو !
ما نه ویل چي ما ژوندی پرېږدۍ ، ما خپل ږغ آه آه کړ تر څو تاسي له ماپوښتنه وکړی او زه پوه سم چي پر څه مي سنګساره وی ؟
ای وروره ! خیر دی که دي زه د پلار د ویني څخه نه وم .
ای وروره ! خیر دی که دي زه د مور له ویني څخه نه وم
اما د اسلام په نوم خودي خور وم ، د اسلام په نوم خو یو انسان وم ؟
ډبري درنې وې ، کلکي وې ، ډیر وزن يې درلود .
تر ډبرو لاندي درد ډیر وو خو ستا زړه تر ډبري ډیر سخت او بد تر وو !
ولاړم بیا را نغلم - دا ظلم دي یاد کې اوسه
ولاړم بیا را نغلم - دا ظلم دي یاد کې اوسه
(( ژباړه ))

عزيزپوپل

بېرته شاته