سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362643

له قهرمان اوتکړه ورزشکار احمد ولي هوتک سره مرکه


2015/27/04

احمد ولي هوتک: له مينې کولو ځکه وېره لرم چې د ورزشي کارونو مخه مې ډپ نکړي
د فري فايت لوبو له قهرمان اوتکړه ورزشکار احمد ولي هوتک سره مرکه


مرکه کوونکی: رفيع الله روشن


روشن :- سلام ښاغلي توتک ! زه خوموله نوم اوڅېرې سره آشنايم که دزرلښت ډاډ کام قدرمنولوستونکوته ځان وروپېژنۍ خوشحا له به شم .
هوتک :-  دواکمن څښتن په سپېڅلي نامه  زما نوم احمد ولي  دي او هوتک تخلص کوم دفري فايټ دملي ټيم غړي يم. 

روشن :- هوتک صا حب دامو را ته ونه ويل چې زوکړه موچېرته شوې زده کړې موکوم ځا ي کې  کړي اوس وخت په څه کارونو بوخت ياست؟
هوتک:- دلغما ن ولايت يم کا بل ولايت کې مې زوکړه شوې عبدالشکوررشا د ليسې نه فارغ شوي يم په څلورم ټولګي کې وم چې ورزش ته مې مخه کړه تراوسه هم دغه برخه مخکې وړم.

روشن :-   دفري فايټ لوبې په هکله که راته معلومات راکړي ؟
هوتک :- فري فايټ آزاده  لوبه ده دا لوبه دپنځه برخونه تشکيل شوې لکه بوکس، کيک بوکس ، پهلواني اودا سې نور فري فايټ ته دورزش مورهم ويلای شو.

روشن :- موږنورې لوبې هم لروتاسوپه څه خاطر  دغه برخه وټا کله ؟
هوتک :- ښا غلی روشن صا حب لکه څنګه چې دنوم نه پيداده فري فايټ يا ازاده مبارزه ما هم وغوښتل چې مبارزه وکړم همدې سره مې ورځ په ورځ مينه زيا تېده کله چې دفري فايت لوبې فدرا سيون افغانستان ته را غي په را تګ ېې زه خوشحاله شوم اوپه دې لوبه کې شامل شوم دلومړي ځل لپاره ددې لوبې کټونګي په افغانستان کې هم زه وم دسروزرومډال مې وګاټه .

روشن :- هغه وخت چې لوبې دې نه وې شروع کړې په کلي کې دې ما شومان وهل؟
هوتک:- هاهاها روشن صا حب نه ماشومان مې نه وهل ځکه په هغه وخت کې دومره تکړه نه وم ،کله چې زه ما شوم وم زما هدف اوموخه دا وه چې زه به دافغانستان په  نوم بهرنيو سيا ليو کې لوبېږم او دخپل هېواد په نوم به ويا ړونه ثبتوم  همداسې وشول.

روشن:- هغه وخت چې تاسو ديوکلب يا فدراسيون له لوري  په رسمي توګه لو بوته معرفي شوۍ لومړنۍ لوبه مو له چاسره وه او آياګټونکي تاسې شوئ  که ستا سو مقابل لوری؟
هوتک:- زما لومړۍ لوبه په دا خل دهېواد کې له تنکيوزلميانوسره وه چې  له نېکه مرغه ګټونکي يې زه وم له هغه وروسته ډېرتشويق شوم اوزما مينه څوچنده زياته شوه .

روشن:- ډيری ورزش کاران دټولنې په خلکوباندې فيګورځي ځينې وخت بدمعاشي کوي ،هسې خلک ځوروي  آياتاسوهم له دې جملې ياستۍ؟
هوتک:-   زه دهغوورزش کارانوله جملې نه يم چې خپل ورزش نه ناوړه استفاده وکړم اويا دټولنې په خلکوفيګورولاړشم زما آرزو دا ده چې هېواد ته وياړورپه برخه کړم نه داچې په هېواد کې دخلکو او خپلو هېوادوالو زړونه له ځان او ورزش څخه تور کړم.

روشن:- تراوسه مودهېوادنه بهر په بين المللي لوبوکې کوموهېوادونوسره ګډون کړی؟
هوتک:- ۲۰۰۸م  کال څخه تر ننه ( ۲۰۱۵) پورې   پنځلس لوبوکې مې ګډون کړی له مختلفو هېوادونوسره اکرايين ، ترکيه ، روما نيا ، هندوستان ، ايران اوپا کستان يا دونه کولای شم  شپږ دسروزرو مډا لونه اودو کمربندونه مې  را وړي هېواد ته .

روشن:- کله چې دلوبې ميدا ن کې خپل رقيب سره مخامخ کېږي څه ډول احساس درته پيدا کېږي؟
هوتک:- زه چې کله دلوبوميدان ته کوزشم خوشحالي احساس کوم په دې خا طر چې دافغا نستان په نوم لوبېږم ځان باندې باورلرم داسې وايم دلوبې ګټونکي يم رقيب به شکست مني  او د لوی خدای شکر دی چې همداسې کېږي زه يې تل پرخپل رقيب غالب کړی يم اوهغه يې راته مغلوب کړی.

روشن:- خپل دبرياليتوراز په څه کې ويني؟
هوتک :- دخپلې بريا راز مې د هدف ټاکل دي، هدف مې ټا کلي وي لاسته راړلو لپاره ېې ډيره هڅه کوم دخداي(ج) نه راضي يم چې استعداد يې راکړي اوهرې لوبې ته پوره چمتوالي نيسم.

روشن:- څومره دخپلوهېوادوالو له خوا چې له کومې لوبې را ګرځې تقديرکيږې اوکله چې دوي ستا مخې ته را ځي دغه څه روحيه درکوي اوکه نه ؟
هوتک:- له ټولو محترموهېوادوالوڅخه دزړه له کومي مننه کوم دوي ما ډېرهڅوي تشويقوي مې اوداددوي ددعاوبرکت دي چې دهرې  لوبي ګټونکي يم .

روشن:- په دوزره شپږم کا ل کې تاسوته  دفدراسيون له خوا ۹۰۰افغانۍ معاش درکول کېده  آيا اوس هم په همدې تنخوا کارکوي که څه بدلون په کې راغلي .
هوتک:- دفدراسيون له خوااوس زموږتنخوا کې دپه خوا په پرتله درې سوه افغا ني بدلون راغلي چې ټولې دولسوه افغاني کيږي په دولسوه افغانيوکې دوسوه بيرته فدراسيون را نه اخلي اوزره افغاني موږته پاتې کيږي له فدراسيون نه خوښ نه يم   .

روشن:- دغه اتوکالوکې ستاسو معاش کې زياتوالي نه بلکې کموالي راغلي  دغه پيسې فدراسيون ته را ځي نه اوکه را ځي دوي ېې خپلو جېبوکې اچوي دا را ته روښا نه کړه  ؟
هوتک:- په اتوکا لوکې داوالمپيک کمېټې ته چې ټولوورزش کا را نو ته معلوما ت شته پنځه ميلونه ډالره کمک را غي اودې کې يولک ډالرهم دالمپيک لپاره ونه لګول شول ټول هغه دولتي کسانو  جيبونوته ولويدل.

روشن:- څه کول پکاردي ورزش کارانوته همداسې چپه خوله چې ناست دي همداسې دې پاتې وي اوکه دخپل حق دترلاسه کولولپاره اواز پورته کړي؟
هوتک:- موږڅودګوتوپه شميرکسان يوچې خپل آواز موپورته کړي خوټول داسې نه دي هغوي ويره لري دالمپيک نه وايي که داسې وکړو المپيک به راته ستونزې جوړې کړي په د ې خاطر چپه خوله دي .

روشن:- دادورزش کارانوغلي کيناستل په دې معني نه دي چې دوي خپل ځان سره جفا کوي؟
هوتک:- دورزش کارانوغلي کيناستل ددوي لخوا له  ځان المپيک اوحتي افغانستان سره جفابولم ما په واروار دا خبره تکراکړې ده چې را ځي خپل حق واخلو تاسوته معلومه ده چې وا يي په يو ګل نه پسرلي ګيږي.

روشن:-دافغا ن ورزش کارانوعمومي ستونزې که را ته په ګوته کړي چې هغوي په کوموبرخوکې ستونزې لري؟
هوتک:- دافغان ورزش کا را نوستونزې ډېرې دي موږ کله چې بهر لوبوته ځو دنورووزش کارانوامکا نا ت ګورو زموږ امکانات دهغوي په نمايي هم نه دي همدلته جوتيږي  زموږستونزې چې ډيرې دي.

روشن:ـ په تيره دوره کې ورزش کارانوسره دولت پوره همکاري نه کوله اوس چې دولسمشر غني په مشري نوي دولت منځته راغلي ستاسوحق پوره نه درکول کيږي څومره تمه لري چې تاسوته به خپل حق پوره درکړل شي؟
هوتک :- ښا غلي روشن صا حب موږدولت نه دا هيله کوچې زموږ حق راته په سمه توګه وسپا ري ظلم اوزياتي دې نه کوي را سره ځکه موږدافغانستان په نوم وياړونه راوړواودافغانستان نوم اوچت ساتو،موږ کله هم داسې فکر ندی کړی چې ما لوبه وګټله او دا وياړ تنها زما دکورنۍ ده،بلکې دا وياړ موهمېش د هېواد په نوم کړی دی،تل مو دهېواد ملي بيرغ رپانده ساتلی ،تل مو دغه بيرغ د لوبې په پيل اوپياې کې ښکل کړی دی خو کاش دغه دولت هم موږ ته يوڅه اهميت راکړی،له دولت څخه هېڅ دښه کېدو تمه نه لرم ځکه ولسمشر کرزی هم ژمني کولې خو بيا يې په ياد نه وي او ولسمشر غني هم دهغه په پل روان دی.

روشن :- آيا داسې هم کله شوي چې په لوبه کې ټپي شوي ياست ؟
هوتک:- په دوزره يولسم کال کې زما پښه ژوبله شوه دوه کا له ورزش نه لرې پاتې شوم دولت کومه پاملرنه را ته ونه کړه خوشبختانه خداي(ج) ما ته صحت را کړبيا مې ورزش ته مخه کړه ،

روشن:- په لوبوکې دې په عمومي توګه ډيرې لوبې ګټلي اوکه بايللې دي؟
هوتک:- پنځلس لوبوکې مې ګډون کړي څوارلس لوبې مې وګټلې اويوه لوبه چې پښه مې ټپي شوي وه له لا سه مې ورکړه البته يادونه کولاي شم چې دا بهرني لوبې وې.

روشن:- هوتک صا حب په کورکې موڅوک ډيرتشويقوي ؟
هوتک:- ټوله کورنۍ ما تشويقوي اوزما په وياړونووياړي زهم له خپلې کورنۍ سره ډيره مينه لرم تل دا هڅه کوم چې خوښي را وړم کورته خصوصآ زما مورما ډير تشويقوي دهغې داحسا ن پوروړي يم .

روشن:- اوته په کورکې له چا سره ډيره مينه کوې ؟
هوتک:- زما مينه په کورکې دټولوسره زيا ته ده مورسره مې ډېره مينه کوم کورنۍ کې ما شوما ن هم راباندې ګران دي هغوي سره هم مينه کوم.

روشن :- هوتک صا حب خلکوسره ډيرې پوښتنې پيدا کيږي چې احمدولي څوودونه کړي دي؟
هوتک:- ښا غلي روشن صا حب زه تراوسه مجرديم واده مې نه دي کړي حتي په دې با ره کې مې فکر هم نه دي کړي وبه ګورو چې دخداي ( ج) رضا څه ده .

روشن :- په ټولنه کې مطرح کسان هغه که هنرمندان وي يا ورزش کا ران زايا تره وخت دنجونونه شکا يا ت کوي اووا يې چې نجونې دوي ته زنګو نه وهي مزا حمت ورته کوي دمينې اظهار ورته کوي احمدولي هوتک سره هم کله دا سې شوي دي؟ هوتک:-  ښا غلي روشن صا حب زيا تروخت زه هم دا سې ورته پيښوسره مخامخ کيږم خوما ورته خا صه پا ملرنه نه ده کړې او نه ېې ورته کوم زه غواړم دخپل هدف په لوري وا لوزم په دې خا طر چې خپل ټا کلي هدف تر لا سه کړم .

روشن:- په خورا کونوکې کوم خورا ک ډيرخوښوې ؟ هوتک:- په خورا کونوکې ټول خورا کونه خوښوم با يد انسا ن کبرونه کړي خوقا بلي ډيره خوښوم ورزش کا ران با يد ښه خوراک وکړي ترڅودبدن مقاومت ېې زيا ت وي .
روشن:- کوم هېواد دې ډيرخوښ دي ؟
هوتک :- په هېوا دونوکې مې دهندوستان هېواد ډيرخوښ دي ځکه چې خلک ېې يوملي احساس لري ملي ګټو ته زيا ن نه رسوي په دې خا طرورسره مينه لرم .

روشن:- کله چې اوزګاراوسي دفسبوک کارول هم خوند نه درکوي موزيک هم بيا څه کوې ؟
هوتک :-  په وزګار وخت کې چې نورکا رونه تمام  شي بيا يواځيتوب غوره کوم اودتفريحي لپاره يوښا يښته ځاي ته ځم ترڅوهغه ستړيا مې له منځه لا ړه شي.

روشن:- مطا لعه هم کوې مينه ورسره لرې اوکنه ؟
هوتک:- مطا لعه  کوم شعرونه لولم دمختلفوشا عرانو شعرلوستلوسره مې ډيره مينه ده اوخوند ترې اخلم .

روشن:- ولې له مينې ډا ريږې علت ېې څه ده را ته وې وا يه ؟
هوتک :- له مينې په دې خا طر ډاريږم چې په ورزش کې را ته ستونزې پيداکوي اويوځانګړي وخت غواړي علت ېې هم دا بولم .

روشن:- کله دې هم دا سې فکرکړي چې يووخت به زه مړشم با يد ځينې کارونه وکړم دا سې څه دې ذهن ته را غلي دي؟
هوت :ـ مرګ نه خوخلا سی نشته زه غوا ړم هغه کارونه وکړم چې دهېواد ، ټولنې اوټولوخلکوپه ګټه تما م شي اوتلپا تې واوسي خدا ي [ج] نه کمک غواړم .

روشن :- که چانس درکول شواي واي چې په ځا ن دې نوم ايښي وا ي کوم نوم دې ټاکه ؟
هوتک:- ما ته که چا نس را کړل شوي واي ( ولي ) نوم مې ټا که خواحمدولي نوم هم خوښوم .

روشن:-  دوروستي پوښتنې په عنوا ن با ندې خپلو هېوا دوا لو ته څه پيغام لرې اودولت نه څه غواړې ورزش کا رانوته څه ويل لرې ؟
هوتک:- ټولوقدرمنوهېوا د والوته مې دا پيغام ده چې ورزش سره مينه پيدا کړي له نورومصروفيتونوسره په ورځ کې شل دقيقې يا نيم سا عت ورزش وکړي ترڅوصحتمنداوسي ، دولت نه دا غوښتنه لرم چې ورزش کا رانوته سمه پا ملرنه وکړي اوستونزې دې نه ورته جوړوي ورزش کا رانونه دا هيله کوم چې ورزش نه دې ناوړه استفا ده نه کوي .

روشن:- هوتک صا حب مننه چې له مصروفيتونوسره سره مو دزرلښت ډاډکا م قدرمنولوستونکوته وخت ورکړاوخپلې قهرما نيا نې موورته ثا بتې کړې . 
هوتک: ژوندی اوسې روشن صيب ستاسو هلې ځلې د قدر وړ دي زه په تاسو غوندې ځوانانو وياړم تل اباد اوسئ.

رفيع الله روشن

بېرته شاته