سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286205

له بريالۍ مديرې صحابه مالک خروټې سره مرکه


2015/04/05

له بريالۍ مديرې صحابه مالک خروټې سره مرکه

د زرلښت ډاټ کام ګلونو لوستونکيو او د مرکې دبرخې خاصو مينه والو بيا موپه سلام او درودونو هرکلی کوقدرمنو داځل مودمعارف په برخه کې د يوې فعالې مېرمنې سره دزړه خواله کړي چې تاسوته يې د لوستوپه موخه مخې ته ږدو،دا هغه ځواکمنه مېرمن ده چې دله زده کړو وروسته د ژوند دېره برخه يې د پوهنې په برخه کې تېره کړې اولاهم په همدې برخه کې هلې ځلې اوخدمت کوي.

مرکه کوونکی : رفيع الله روشن

روشن :- دسترڅښتن په سپيڅلي نامه مديره صا حب   که دزرلښت ډاډ کام قدرمنولوستونکوته په مفصله توګه ځان وروپيژنۍ ترڅوهغوي په دې پوشي چې مديره صا حب څوک ده ،زده کړې يې  چيرته کړي،ترکومه حده اوچيرته زيږيدلې ده ؟
صحابه :- ډېره زياته مننه محترم روشن صاحب مخکې لدې چې د ځان په هکله څه ووايم تاسو او قدرمنو لوستونکو ته د زړه له تله سلامونه وايم،زه صحا به مالک  خروټې يم دلغمان ولايت  دقرغيو ولسوالۍ اوسېدونکې،زده کړې مې د پښتو ادبياتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي اوس مهال په کابل کې دسيدنور محمد شاه  مينې دنجونودښوونځي دمديرې په صفت دنده لرم اوهمدلته په کابل کې ژوندکوم. 

روشن:- دا چې ديوې مديرې په توګه  لېسې ته راشي  مخکې موکومه دولتي اداره کې کارکړي؟
صحابه :- بلې دماسټري له اخيستلووروسته مې مختلفې دندې   سرته رسولي چې زيا تره يې دښوونکي په صفت وې وروسته بيا په يوه را ډيوکې چې سهار په خير افغا نستان په نوم وه ريپورټره وم ، ديوه ښځينه ټولنې  د مشره هم پاتې شوې يم دوحدت لېسې مديره  اودا سې نورې دندې مې سرته رسولي دي.

روشن:- ايا د مورنۍ ژبې ترڅنګ  په نوروژبوهم تسلط لري اوکنه او آيا يواځې عملي کارته مودوام ورکړي لکه مديريت يا دنظارت غړيتوب په برخه کې  کله مو قلم ته هم لاس کړي دي يعنې کوم څه مو ليکلي دي ؟
صحابه :- په پښتو، دري ، انګلسي اوروسي ژبو تسلط لرم  دپښتوټولنې غړيتوب لرم چې مېرمن کلتوري ټولنه نومېږي  په اونۍ کې يوه ورځ هلته هغه ښځينه ليکوالې را ټوليږي اوخپلې ليکنې لولي   ځينې وختونه زه هم ليکوالي کوم مينه هم ورسره لرم .

روشن :- ستا سو رشته ادبيات دي ما سټري هم پکې لرې،  مګرجنايي برخه موخوښيږي ددې دليل څه دي  آيا په هېواد کې دښځوپه وړاندې تاوتريخوالي که بل څه  اويا دا چې  له پيله مو دخپلې رشتې خلاف زده کړي کړي دي؟ 
صحابه :-  زه ما رشته ابيات ده دماسټري ترکچې مې ولوستله دا چې جنا يي برخې  سره مينه لرم دليل يې دادی چې په يوه نظا مي کورنۍ کې زيږيدلې يم له ما شومتوبه مې جنايي کتا بونه مطا لعه کړي بل په افغا نستان کې ښځوسره چې کوم تا وتريخوالي کيږي دا هم يو دليل دي.

روشن:- کله دې دپوليسو وردي په غاړه او  ټو پک په لا س کې اخيستي دي ؟ 
صحا به :- دپوليسو ټوپک مې لاس کې اخيستي آما عملي اجرا ‌آت مې نه دي کړي .

روشن:-که چيرته موقع برابره شي په دې وخت کې چې  دهېوا د حا لاتوته په کتوسره ديوې مسؤلې ميرمنې په توګه له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه  په سنګر کې د خپل هېواد دفا ع وکړي څه  کوي؟ 
صحا به :- په ډېرافتخارسره با يد دا ووا يم که چيرته ما ته ضرورت  پيدا شي او وخت راکړل شي يعنې کورنۍ مې مخالفت ونکړي ،زه به په خپل ټول توان سره له خپل هېواده نه دفا ع کوم حتی که قرباني هم شم . 
روشن:- اوس به را ته داووايې چې دغه لېسه کې چې مديره ياست څه موکړي خپله وړتيا را ته وښاياست  د استادا نوسره مو چلند څرنګه دی ؟
صحابه :- دسيد نورمحمد شاه مينې دنجونوښوونځی چې دکابل ښار په اتمه حوزه کې موقيعت لري زه يې مديره يم  دزده کوونکوشمېر يې لسو زروڅخه  اوښتی دا يوه ګڼ مېشته سيمه ده سږني کال نوي جذب شوي شا ګردان دري ديرش ټولګيه تشکيلوي داستادنو سرمعلم اومديرترمنځ يو متقا بل احترا م موجود دي .

روشن:- وموويل چي تاسو دري ديرش ټولګيه تشکيل کړي مخکې له دي چې تاسودلته راشي دټولګيو تشکيل څومره اودغه ځای ته دزده کوونکو را تګ څنګه وو؟
صحابه :- ښه پوښتنه ده هغه وخت  دلته درسي خونې کمې وې څلورکاله په خوا شپږخونې موجودې وې بيا په هېواد او پوهې يو مين شخص راغي چې هيڅ نوم اوشهرت يې معلوم نه دي هغه چې زده کوونکي  وليدل په خېموکې ناست دي، ددې لېسې شاګردانوته يې يوڅوخونې جوړې کړې له هغه وروسته مې دپوهنې وزارت سره اړيکه ونيوله دپوهنې وزارت دالمان دسفارت په مرسته يوڅونورې درسي خونې جوړې کړې چې اوس درې ټايمه زده کوونکي   لېسې ته را ځي .

روشن :- په ټوله کې دمعا رف ستونزوبا ندې که را ته رڼا واچوې چې کومې ستونزې لري؟

صحابه :- عمده ستونزې دادي چې يوښوونکی ټولګي ته ننوځي با يد ټولو شاګردانونه دتير لوست پوښتنه وکړي دهغوی له ستونزوځان خبرکړي بدبختانه دوخت کمی دی، بل امنيتي ستونزه ده زيا تره ښوونکي يوولايت نه بل ولايت ته ځي اوهلته ښوونځيوکې درس ورکوي هغوي له خپلې کورنۍ لرې کيږې اودې ته ورته نورې ستونزې هم شته .

روشن:- دولسمشرکرزي په دوره کې دپوهنې دپخواني وزير له کارونوڅومره راضي يا ست څومره کارونه يې کړي  ؟
صحابه:- دښاغلي کرزي صاحب په دوره کې دپوهنې لپاره ډيرزيات کارشوي يونوښت ؤ شخصي ښوونځۍ منځته راغلې اوډيروخلکوخپل ماشومان شخصي اودولتي ښوونځيوته وليږل او افغانستان دټول ولس لپاره يې ښه ثمره درلوده.

روشن:- ولسمشرکرزي يونفرؤ خودپوهنې لپاره يې زيات کارکړي چې اوس يې زموږهېوادوال ښوونځيوته دتګ دکمښت احسا س نه کوي څومره تمه لري په داسې حال کې چې اوس دوه ولسمشران لروهغه ستونزې چې دولسمشر کرزي راپاتې  دي دپوهنې په برخه کې دغه دوه ولسمشرا ن به يې پنځوکالوکې ترکومه حده حل کړي؟ 
صحابه :- زموږددوولسمشرانوتر منځ دومره اختلافونه موجودي چې باورمې نه شي  دپوهنې دستونزودحل لپاره کومه معقوله لار اويا وخت پيدا کړي. 

روشن:- هغه مېرمنې اوپلرونه چې خپل اولادونه له تعليم نه منع کوي که څه هم دغه ګراف زموږپه هېوادکې په وروستي لسيزه کې زيات دي هغوي ته څه ويل لري په لنډه توګه که ووايې څه ډول کولاي شو هغوي ته قنا عت ورکړو ترڅوخپل ما شومان ښوونځۍ ته پريږدي؟ 
صحابه :-   روشن صاحب دا يوه عمومي ستونزه ده له پلازمينې نيولې آن ترولايتوپورې چې زياتره اغيزه يې په نجونوباندې ده ټولومحترموکورنيو نه دا هيله کوم چې خپل ماشومان له تعليم نه لرې ونه ساتي هغوي ته دې خنډ نه ګرځي پرې دېږدي چې خپل درسونه ولولي هغه که په مسجد کې وي يا ښوونځۍ کې دموراوپلارمسؤليت دادي چې خپل اولادونه په سمه توګه وروزي.

روشن:ـ ديوې ميرمنې په توګه راته ووايه چې په افغاني ټولنه کې زموږزياتره  ميرمنې له کوموستونزوسره مخ دي ؟
صحابه :- دافغانۍ ميرمنوپه مخ کې ډيرې ستونزې پرتې دي لکه تاوتريخوالي دځينوکسانوله خوا  مزاحمت کول دامنيت نه شتون .

روشن:- دافغان ميرمنوپه وړاندې دغه ستونزې څنګه حل کيداي شي؟
صحابه :-  دپوهې دسطحې لوړوالی پکارده دنارينواوښځينه ؤ لپاره ترڅودوي خپل حقوق وپيژني په سمه توګه يوبل ته متقا بل احترام ولري .

روشن:-   کله چې کورته ولاړه شې چې ډيره ستړې اوسې خپل زړه په څه شي خوشحا له وې ؟
صحابه :- کله چې زه کورته ولاړه شم په کورکې تنها يمه اولا دونه مې بهروتلي وي بيا دهغوي لپا ره پخلي کوم  په دې خپل زړه خوشحاله وم .

روشن:- څواولادونه لرې اوڅه کارکوي؟
صحابه :- شپږاولادونه لرم څلورزامن اودوه لورګانې دي درې زامن مې ښوونځي کې دي يويې فارغ شوي  وظيفه لري لورګانې مې واده شوي دي .

روشن :- په هېوادونوکې موکوم هېوادخوښ دي ولايتونوکې موکومولايت خوښ دي رنګونوکې موکوم رنګ خوښ دي په خوراکونوکې کوم خورا ک اوکتابونوکې کوم کتاب خوښ دي؟ 
صحابه :- په کتابونوکې ادبي کتا بونه خوښوم په هېوادونوکې روسيه ولا ياتوکې لغمان خوراکونه ټول خوښوم رنګونه مې هم ټول خوښ دي .

روشن:- کله چې صحا به خروټې کوچنۍ وه کومې لوبې ډيرې کولې ؟ 
 صحابه :-روشن صيب که لوستونکي ونه خاندي نو حقيقت وايم، زه چې کله کوچنۍ وم  د هلکانو لوبې مې ډېرې خوښې وې ګوډي پران  بازي،يا پتنګ الوزول، يخما لک چيندرو او داسې نورې  لوبې مې ډېرې کولې .

روشن:- ولې دې لغما ن ډيرخوښ دي؟
صحابه :-   ځکه  خوښيږي چې هلته زما پيدا يښت شوي موراوپلارمې لغمان کې اوسيږي ښکلې هوالري کليوالي ژوند يې زما خوښ دي .

روشن:- کله چې په ښارکلي  يا لاره کې ديوې ميرمنې سره مخ شې چې هغه لاس درته ونيسي سوال کوي څه ډول احساس کوې ؟
صحابه :- داسې ميرمنوسره زه ډيره مخ شوې يم زياته  خپه کيږم ،کله کله خو ډېره ژړا هم راشي.

روشن:ـ ډ يردې خوښيږي له کومه سې خلکوسره اوسيږي ؟ 
صحابه :- مشرانوسره کارپوهانواوهغوخلکوسره چې په ژوند کې ډيرې ستړياوې ليدلې وي ترڅودهغوي له تجربونه زه ګټه پورته کړم اوعملي کړم  .

روشن:- که مادرته چانس درکړي واي ې مانه هم يوه پوښتنه وکړه کومه پوښتنه دې کوله ؟

صحابه :ـ تانه مې داپوښتنه کوله چې ستاسوعلاقمندي له څه شي سره ده ځواب يې هم غواړم.

روشن:ـ زه به ديوژورنالست په صفت تاسوته ځواب ووايم مينه مې له دې سره ده چې هېواد کې دبنديانوحال وڅېړم اودهغوي له ستونزوڅخه خبرشوچې دوي سره څه ډول چلند کيږي دزندا ن دمسؤلوکسانوله خوا. 
روشن :- په ژوند کې به ډيرې خاطرې لرې يوه خوږه اويوه ترخه خاطره دې راته ووايه ؟ 
صحابه :-  په ژوند کې ترټوله ترخه خاطره مې داده چې دوه ورونه مې ژوندي ورک شول هيڅ مړي اوژوندي پيدا نه شول خوږه خاطره مې دا ده چې خپل درسونه مې  په عالي پرته له کومې ستونزې درجه پاي ته

ورسول بهرني سفرونه مې هم درلودل  د اولادونو مې په سمه توګه روزنه اوپالنه وکړه.
روشن: دځان او نورو ښځينه وو لپاره دې کوم نومونه خوښ دي؟
صحابه: د ځان لپاره مې خپل نوم خوښ دی داځکه چې زما ګران نيکه راباندې ايښی دی او د نورو نجونو لپاره مې (لېمه او پښتنه نومونه خوښېږي.

روشن :- زما په پوښتنوکې دې کومه بده راغله اوکومه دې ډيره خوښه شوه ؟
صحابه :-  ستاپه پښتنوکې مې کومه يوه هم بده را نه غله خوپه دې پوښتنه دې ډيره زياته خوشحاله شوم چې مانه دې زماترخه خاطره وپوښتله .

روشن:مننه چې د لس زره زده کوونکو په شتون کې مو لس زره او يو ( ماته) ډېر څه را زده کړل .
صحابه: مننه له تاسو څخه روشن صيب چې د نورو خلکوترڅنګ مو دمعارف د وضعيت په هکله زما نظر واخست ژوندي اوسئ.

 

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته