سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360934

نويد محبت: هنر ته دراوتلو سبب مې دمېرمنې وفات کېدل و.


2015/26/05

نويد محبت: هنر ته دراوتلو سبب مې دمېرمنې وفات کېدل و.


   ترټولو لويه تېروتنه مې هنر ته راوتل و.
له ځوان سندرغاړي نويد محبت سره مرکه

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

روشن: سلامونه اوښې چارې ښاغلی محبت هيله مې داده چې دصحت له خوږو به برخمن يې د زرلښت ډاټ کام ګلونه لوستونکي غواړي چې تاسې په پوره توګه وپېژني نو مهربانۍ وکړۍ پېژندګولي ورسره وکړئ؟
محبت: ډېره زياته مننه ګران روشن صيب په سرکې خو خپلې جونګړې ته ستاسو د راتګ په خاطر درته هرکلی وايم بيا مننه کوم د زرلښت ډاټ کام له مشرتابه او ددې پاڼې له لوستونکو څخه زما نوم نويد محبت دی اصلاً د ښايسته لغمان يم او اوس مې د ژوند بېړۍ په کابل کې روانه ده يعنې په کابل کې ژوند کوم،زده کړې مې په کوزه پښتونخوا کې تر لسم ټولګي کړي دي چې بيا مې د نورو هېوادوالو اومهاجرو افغانانوپشان د اقتصادي ستونزو په وجه ونکړای شوې نورې زده کړې وکړم،ترهغې وروسته خپل هېواد ګران افغانستان ته را ستانه شولو او لامې هم بيا زده کړې ندي پيل کړي،خو غلی هم نه يم ناست زه سندرو ويلوته له درد څخه راوتی يم،کوم کورنۍ يا پلارنۍ کسب مونه دی ،زه د سندرو ويلوترڅنګ فارمسېست هم يم اوبيا تردې وړاندې يو تکړه اوماهر ګلدوز او خياط هم .

روشن: ولې ډېری سندرغاړي يواځې تر لسم ټولګي زده کړې کوي ايا له لسم څخه هاخوا سختې وي اوکه يوه سندرغاړي لپاره تر لسم ټولګي زده کړې معيار دی؟
محبت: ای کاش هرچا خپل قسمت په خپله ټاکلی اوهرچا په خپله خوښه ژوند کولای شوی اوياهم چا ورته پرېښودای،نه! د سندرو ويلو لپاره لسم ټولګي معيارنه دی ډېری سندرغاړی دي هېڅ زده کړې نلري خو ښې سندرې وايي اوبيا زه په دې وياړم چې دمسافرۍ په ژوند کې مې  په نشته امکاناتوکې تر لسم ټولګي زده کړې وکړې د پاکستان لسم ټولګی دافغانستان د دولسم ټولګي سره برابر دی  وايي ماهي چې هروخت له اوبو راوباسې نو تازه وي انشاء الله چې داد ژوند ستونزې مې يوڅه راکمې شي نو زده کړې پيلوم.

روشن: دمخه مو يادونه وکړه چې دزده کړو مخه مو مجبوريت او درد ډپ کړه نو هغه مجبوريت اودرد څه و ؟
محبت: خدايه په دې حقيقت څنګه سترګې پټې کړمه
تاراته ژوند راکړی تا راته شباب راکړی

روشن صيب!  دا حقيقت زمالپاره ډېر سخت دی خو کاش په پټولو يې زما زړه سکون او ارام موندلای شوای هغه داسی ده چې ما ډېر په مينه اومحبت سره واده وکړ،درې اولاونه لرم چې يو مې زوی دی او دوه لوڼې دي خو بد بختانه چې زما مېرمن زماخدای له ما څخه واخسته هغه وفات شوه،نو دهغې درد او غم نور لماڅخه د ژوند کولو طريقه ورکه کړه،نږدې و چې زه هم خپل ژوند پايته ورسوم خوبيامې له فکر څخه کار واخست اوله ځانسره مې وويل چې که زه هم ځان ووژنم اويابل کوم کار وکړم نو زما اولادونه به څنګه کوي ددوی پالنه به څنګه کېږي هماغه ووچې ما هنر ته مخه کړه خو هنر ماته دژوند يوه امساء وګرځېده زه يې له تنهايۍ څخه وژغورلم يونوی ژوند يې راته راکړ.

روشن: نوکله چې موهنر ته مخه کړه کورنۍ درسره مخالفت نه کاوه؟
محبت: هنر ته په راوتلو زه له ډېرو تهديدونو سره مخ شوی يم خو دا تهديدونه زما دخپلې کورنۍ لخوانه بلکې زما دترونو اونورو دوستانو لخوا و،هغوی به تل راته ويل چې تا موږ وشرمولو،تا خلک په مونګ پورې وخندول خو ای کاش هغوی زما دزړه په درد پوهېدای ،زماخپلې کورنۍ به چې زما حال ليده نو هغوی به څه نه راته ويل،دازمالپاره ډېره سخته وه چې درې کوچني اولادونه راته راپاتې شول په داسې حال کې چې يو يې د شل ورځو و،شپه او ورځ به يې چيغې وهلې نودهغوی پالنه هم له دومره لوی غم سره دومره اسانه خبره نه وه،خو زماهماغه ترونه اوس ماپه غېګ کې نيسي ماښکلوي بخښنه رانه غواړي او راته وايي چې ته زموږ افتخار يې.

روشن: له کومه وخته سندرې وايي او څومره سندرې دې ويلي؟
محبت: له څلورو کالو راپه دېخوا سندرې وايم تر دې دمه مې ۳۲ سندرې ويلې چې له دې جملې څخه ۳ سندرې تصويري دي او دانورې يې اډيو يا صوتي  دي،داځکه چې زه تمويلوونکی يا سپانسر نلرم چې دسندرو دکلپ کولو په برخه کې راسره مرسته وکړي.

روشن: په هنري برخه کې څوک خپل رقيب بولۍ؟
محبت: زه پخپله له هېچاسره رقابت نه کوم خوپه دې پوهېږم چې ډېررقيبان لرم.

روشن:راتلونکې کې دهنر په هکله څه فکر کوي څه پلانونه لرې؟
محبت: زه هنر ته دزړه له درده راووتم خوکله چې مې وکتل چې په دنياکې دومره ډېر غمونه او مشکلات دی،دلته لماڅخه ډېر دردېدلي او کړېدلي خلک شته، دهغوی غمونوته په کتلو  زما غمونه اومشکلات ټول راته ډېر کم ښکاره شول، نو مې پرېکړه وکړه چې زه بايد دخپل هنر پرمټ خپلو ځوانانو سره مرسته وکړم،هغوی له مايوسۍ څخه وژغورم،له مخدره موادو څخه يې مخه ونيسم، خو په تاسفر سره بايد ووايم چې زه شايد ونه شم توانېدلی.

روشن: څنګه به ونه شې توانېدلی علت به يې څه وي؟
محبت: علت يې دادی چې زه له خپلو افغاني ټلوېزيوني چينلونو،راډېوګانو،تجارانو او نورو څخه ډېرې ګيلې لرم داځکه چې زه غواړم خدمت وکړم،زه په خپله سندره کې نجونې نه ګډوم،عبس او فاحش توري نه کاروم،هغه سندرې وايم چې زما دولس درد پکې دوا کېږي زما سندره دغه چينلونه نه نشروي مګر هغه کلپونه چې يو بهرني سندرغاړی يې وايي اوياهم افغانی سندرغاړی وی خوچې نجونې يې پکې نڅولې وي هغه په کراتو کراتو نشرېږي ايا تاسو ووايۍ چې زما ګيله حق ده اوکنه؟

روشن: د سندرې لپاره شعر څنګه انتخابوۍ پخپله اوکه څوک مشوره درکوي؟
محبت: کله چې سندرې لپاره شعر ټاکم ملګري ډېر راته وايي چې دپخوانيو ولسي شاعرانو لکه ملنګ جان،محمدنور اوياهم نور شاعران لکه رحمان بابا ددوی شعرونه راته ټاکي خو زه بيا ځانسره فکر کوم چې هغوی خو ډېر ستايل شوي او يادونې يې شوي داسمه ده هغوی ډېر پرشخصيته اومنلي شاعران دي خو اوس بايد ځوان نسل ته هم توجه وشي دهغوی شاعري بايد وويل شي په اوسنيو شاعرانوکې هم تکړه او ښه شاعران شته چې د ولس درد باندې پوهېدای شی او له حالاتوسره سمه شاعري کوي نوبيا دځوانو شاعرانو ښه شاعري انتخابوم.

روشن: ايا داسې هم کله شوي چې سندره دې ويلې وي خوبيا دې نه وي خوښه شوي؟
محبت: هو بلکل داسې شوي دي خو داچې څنګه شوي بيآ هم خبره په دې کې ده چې زه څوک نلرم چې زما تر لاسونو لاندې اوږې راکړي ما اوچت کړي،زه يو ګلدوز يم   دخياطۍ سنتې څخه خپلو اولادونوته روزي پيداکوم نوپه دې ستنه به زه څومره کار وکړم چې ميلمه هم وپالم،مړی او ژوندی هم وکړم،هنر هم پرې مخکې يوسم،زه ډېر ملګري لرم حتی لوی لوی تجاران پېژنم زنګونه راته وهی چې محبت صيب ډېرښه روان يې زه وايم چې هو مننه تاسو ماته ډېره مينه راکوی خو کاش يواځې خبرو اوتشويق ماته هرڅه راکولی شوای ماسره هېچا مرسته نده کړې چې زه دخپلې سندرې لپاره ښه او سمه موسيقي وکاروم کله چې زما سندره له ويلو وروسته زما اويادخلکونه خوښېږي عمده دليل يې هم همدادی چې بې کيفيته موسيقي پکې کارول شوي وي ښه موسيقي په  ۵۰۰ اوله هغې په پ،رته ډالرو کېږي خو ماسره سل ډالر وي نوڅنګه به زما سندره ښه راشي او داهرڅه فکر کوم زه په يواځې ځان نشم کولای،ماهمېش ويلي چې زه دخلکو دپښو خاورې يم خو زماخلکو زه رښتيآهم پرتې خاورې بللی يم او له پاسه يې پښه راباندې ايښې اوتېر شوی دی.

روشن: اوس سندرغاړي هم دومره ډېرشوي چې له شماره وتي دي له دې سره دسندرو کيفيت له منځه نه ځي؟
محبت: روشن صيب يواځې دسندرو نه بلکې دهنر خوند او کيفيت له منځه ځی ورسره څلور کاله وشول چې زه سندرې وايم له ماسره ۵۰۰ سندر غاړي راوتي دي خو زه ګورم چې يو يادوه پکې ځلېږي دانور ټول له منځه ځي خو بيا هم زه له خپلو ټلويزيونونو او افغانانو څخه ګيله کوم چې تاسې ولې داسې يوه سندره نشروي چې هغه په اورېدلو نه ارزي،موسيقي ته يې نه ګوري اواز يې په نظر کې نه نيسی،خوبياهم دوی هغه نشروي،زه چې کله کوم ټلوزيون ته ولاړ شم نوهلته وايي چې ځوان ،تاند ،،،، سندرغاړي نويد محبت خوکله چې کوم کنسرت وي بيا نويد محبت دچاپه يآد نه وي حتی يو زنګ ورته نه وهي خو هاغه کنسرت کې له تاجکستان،پاکستان،ايران اونورو ملکونو څخه سندرغاړي راولي چې دلته ورته په قيمتي هوټلونوکې اطاقونه هم نيسی،موټرې هم ورکوي ،کله چې بېرته ځي نو ښې ډېرې ډالرې هم ورته جېب کې اچوي او هرډول مصارف پرې کوي خو کله چې ستا افغاني سندرغاړي دهغوی ملک ته ورځی نو هېڅ اهميت نه ورکوي نو زه وايم چې په يوه مرکه کې زه پياوړی سندرغاړی يم بيا نو نويد محبت چې افغاني سندرغاړي دی څوک يې ولې په کنسرت کې  نوم هم نه اخلي،څه موده مخکې دڅو سندرغاړو سندرې د ايوارډ اخستو لپاره کانديدې وي زما هم يوه سندره پکې وه چې ماشوم ته مې ويلې وه،هغه سندرې چې عبسيات پکې ويل شوي وو وټاکل شوې خو زما سندره له لېست څخه ووېستل شوه اخر ولې له دهرچاپشان له سندرغاړو سره هم دمور اوميرې سلکو  کېږي.

روشن:ايافکر نکوۍ چې تنها دغه ډول تش په نوم سندرغاړو او موسيقۍ ترڅنګ نور هم ډېرڅه شته چې ټولنه خرابوي؟
محبت: ولی تاسو وګورۍ همدا زموږ افغاني چينلونه دي چې ټول بهرنيو هېوادونو په ټېکه اخستي دي ټول بهرني اومبتزل سريالونه خپروي زه به لس دامثالونه ورکړم چې همدې سريالونو څه ډول فحشا خوره کړې زموږ په هېواد کې دهمدې سريالونو برکت دی چې نن يوه انجلۍ له کوره دښوونځي په نامه وځي خو بيآ له خپل يآر سره په پارکونو او چکر ځايونوکې چکرې وهي،يوه نجلۍ لس ياران لري،پردی کلتور او عنعنات دومره غالب شوي زموږ په هېواد کې چې نوره يې اندازه نشته او داټول دهمدې ټولوېزيونونو په وجه کېږي،دوی اصلاً افغانان ندي دوی که چېرې ځان افغان او مسلمان بللی نوبيا يې په پردي کلتور څه کول ولی په افغانستان کې فلمونه نشته،افغانستان کې سينما نشته اوپه افغانستان کې هنرمندان نشته.

روشن: کله مو تېروتنه کړې؟
محبت: هو زما تر ټولو لويه تېروتنه دهنر ډګر ته راوتل دي.

روشن: کله کله د قران تلاوت هم کوئ؟
محبت: بلکل هو تلاوت هم کوم او په فکر کې لرم چې راتلونکې کې قران کريم په خپل اواز کې ثبت کړم او
خپلو مينه والوته به يې وړاندې کړم.

روشن : مننه چې مو دزړه خبرې راسره شريکې کړې.
محبت: مننه له تاسو چې د خبرو اوزړه د درد دښکاره کولو چانس مو راکړ.

رفيع الله روشن

بېرته شاته