سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1337994

دښې اوتکړه ممثلې محترمې سویتا


2015/30/05

دښې اوتکړه ممثلې محترمې سویتا

دښې اوتکړه ممثلې محترمې سویتا ژوند لیک کومه چې شاد ګل لا لا ته ترخه ورکوسخت خوند کوي س:
ګرانو لوستونکو! کله چې د لومړي ځل لپاره ما هغه ولیده نو پوه شوم چې دا نجلۍ د تلویزیوني ، راډیویي او سینمایي فلمونو او تیاتر لپاره مستعده او مناسبه هنرمنده کېدای شي .دفتر ته مې راوغوښته او ورته مې وویل چې تاسو به د سینما او تیاتر ستوری شئ .هو! همدا سې شوه .زما وړانوینه سمه راوخته .آغلې سوینا یو وخت زموږ د تیاتر او سینما پیاوړې لوبغاړې شوه .قدرمنه سویتا جانه اصلا د وردګو ولایت ده ، په ۱۳۵۲ ل کال کې د کابل ښار په یوې منوره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .خپلې زده کړې یې د کابل ښار د مریم په لیسه کې پای ته رسولي .په ۱۳۶۹ ل کال کې د افغانستان د راډیو تلویزیون د هنر اوادبیاتو د پښتو ډرام او داستان څانګه کې په کار لګیا شوه او له هماغې لومړۍ اوونۍ څخه څرګنده شوه چې سویتا د راډیو افغانستان د راډیویي ډرامونو په تمثیل کې بریالۍ ده .د کار په لومړۍ اوونۍ کې یې د ( مومن خان او شیرینو ) په راډیویي ډرام کې تمثیل وکړ چې ښاغلي شهسوار سنګروال لیکلی او ارواښاد ف . فضلي ډایرکټ کړی و .محترمې سویتا جانې د راډیو افغانستان او ټلویزیون د هماغه وخت په ډېرو تمثیلي ټوټو کې په پوره بري سره کار وکړ .د هغه جوړه همکار ممثلین لکه حاجي کامران ، خاکسار صیب ،اطرافي صیب او یو شمېر نور له سویتا جانې سره د ګډ تمثیل څخه تل راضي او خوښ ول .هغې په دوه تلویزیوني فلمونو ( ۱ ـ د کونډې ځوی . ۲ ـ اختطاف )کې ډېر پیاوړی رول ولوباوه .سویتا د ستیژ پر سر له زیاتو تیاترونو برسېره له افغانفلم سره هم همکاري درلوده . هغې د ( اراده ) ، ( عروج )، (د کوڅو سرګردان ) ، الماس سیاه ) په نامه سینمایي فلمونو کې په پوره بري سره ښایسته تمثیل وکړ.د دې ترڅنګ آغلې سویتا چې یو وخت یې ( هوسا ) تخلص کاوه او بیا یې دغه تخلص بدل کړ ، د قیس فلم سره هم په څه دپاسه دولسو فلمونو کې کار وکړ .په ۱۹۹۴ ز کال کې زموږ دغه مهربانه ، مستعده او ګرانه همکاره د خپل وطن پرېښودو ته اړ شو او پيښور ته مهاجره شوه او هلته یې له بی بی سي راډیو سره د ( نوی کور ، نوی ژوند ) د راډیویي ډرام تمثیل راپیل کړ چې ترننه ورسره همکاره ده .سویت جانه د افغانستان د تیاتر ، تلویزیون او سینما ویاړ او روښانه ستوری دی .الله دې تل هوسا ، سرلوړې او ښاده لري .
 

هيوادوست

بېرته شاته