سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286192

دهيوادله منلی او وتلی ولسي مشهورسندرغاړی شاه ځوان منورسره ادبي مرکه


2015/08/06

 دهيوادله منلی او وتلی ولسي مشهورسندرغاړی شاه ځوان منورسره ادبي مرکه  نيټه

 کاشکی زه ماشوم وی په هيڅ نه پوهيدلی
پاچا وی د خپل سر بل پا چا می نه منلی

ښاغلی ميامحمدبشرياردښاغلی شاه ځوان منورسره ادبي مرکه کړی اوزرلښت ډاډکام ته يي استولی ده چې مرکه کټه مټه ستاسو مخې ته ږدم ٠ دپښتوسندرغاړودابديت اوهنريت رازدشعر په انتخاب کې دی شاه ځوان منورهغه سندرغاړی دی چې دکلام په انتخاب کې له دقت څخه کار اخلي٠
محترمولوستونکواومينه والوته په ډيره مينه بلنه ورکوم چې دشاه ځوان سره مرکه ولولئ خوندتری واخلئ ښه يي وپيژنئ اوله هنری ژوندسره يي بلدشئ

ميامحمدبشريار:- سلامونه اشناجوړاوپه خيرکه لومړی خپل ځان راوپيژنی چې تاسی دګران وطن دکومی سيمی څخه ياست؟
ځواب:-بشريارصاحب  وعليکم سلام زه شاه ځوان منور دبادام منور ځوی دننګرهارولايت دکوزکنړ خيوی ولسوالۍ دشګی په کلی کې زيږيدلی يم اوس دجلالابادښارپه اوله ناحيه کې ژوند کوم٠

پوښتنه :- دسندرودونياته څه وخت اوڅنګه راغلی ستاسو مشوق څوک وه؟
ځواب :- دموسيقی ميدان ته په١٣٦٣ لمريز کال کې راغلی يم دسندرو وجه دحالاتو مجبورتياوه٠

پوښتنه :- تراوسه پوری موڅوسندری ويلی دی ستاسوڅوالبمونه بازارته راوتلی دی ستاسو نوی 
البوم څه نوميږی اوکله به بازارته راووځی ؟
ځواب :- دسندرواندازه ماته هم نشته په زرګونوسندری می ويلی دی ځماتر زرونه زيات البمونه دوکانی شته نومونه يي ځمانه هيردی ٠

پوښتنه:- دکوم شاعرشعرونه زيات خوښوی ؟
ځواب :- ماته ځما دوطن ټول شاعران دقدر وړدی هغه شاعردټولونه زيات خوښوم چې په شعرکې يومطلب ولری٠

پوښتنه :- ستاسواستاذ څوک دی اياشاګردان هم لری؟
ځواب :- استاذ می خپل پلار خدای بخلی منوردی ځماداوازتقليدکونکی ياځما شاګردان ترلسو سندرغاړو پوری شته ٠

پوښتنه:-  کوم موسيقی الات غږولی شی؟
ځواب:- په موسيقی الاتوکې ارمونيه غږوم ٠

پوښتنه :- ستاسو کمپوز څوک جوړوی ؟
ځواب:- محلی طرزونه زيات خوښوم اوما هم ډيروسندروته کمپوزونه جوړ کړيدی ٠

پوښتنه :-په هنر مندانو کې مودکوم هنرمند هنر ډيرخوښ دی؟
ځواب :- ټول هنرمندان ماته دقدروړدي ٠

پوښتنه :- دښځينه سندرغاړوسره مو ګډی سندری ويلی دی که مو ويلی دی دچاه سره ؟
ځواب :- ښځينه سندرغاړوسره ډيری البمونه شته  سندرغاړی نازيه اقبال سندرغاړی خماری زرڅانګی ستاره يونس او وږمی سره ٠

پوښتنه :- ستاسوپه نظرهنردټولنی په بيدارولوکې څومره رول لری؟
ځواب :- په ټولنه کې هنر اصلاحی رنګ لری٠

پوښتنه :- که يوڅوک وغواړی چې ښه سندرغاړی شی بايد څه وکړی ؟
ځواب:- يوسندرغاړی دخپلی ښی ايندی دپاره بايددخپل استاذ احترام اودخپل هنر احترام وکړی٠

پوښتنه :- دهنرپه څنګ کې نورڅه کسب وکمال لری ؟
ځواب :- علاوه دموسيقی نه بل مسلک نلرم ٠

پوښتنه:- تحصيل مو کړيدی ؟
ځواب :- لس کاله می تعليم کړيدی ٠

پوښتنه:- دپښتونه علاوه په نورو څوژبودی سندری ويلی دی؟
ځواب : دپښتونه علاوه په دريو ژبومی سندری ويلی  دری  اردو اوپشه هی٠

پوښتنه :- دپښتو هنر په ترقی کې ده اوکه په نزول کې ؟
ځواب :- دپښتو ژبی هنر مخ په زاوال دی٠

پوښتنه  :--په اخرکې دپښتو هنردښه والی دپاره څه وړانديزلری؟
ځواب :- زه دهنر په ميدان کې خواری کوم چې خپل هنر مخ ته بوځم خو دافغانستان داوسنیو شرايطو په وجه نشم کولی٠
 

له ګران سندرغاړی شاه ځوان منور څخه ډيره مننه چې خپل قيمتی وخت يي دمرکی دپاره مصرف کړو٠
 ميامحمدبشريارصاحب له تاسو څخه هم مننه٠
   

 شاه ځوان منور اوساربان منور ګډخوندور اوپه زړه پوری مجلس لاندی واوری اوخوندتری واخلی٠

 

 

ميامحمدبشريار

بېرته شاته