سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449292

له ځوان،تاند او خوږ ژبي شاعر،ليکوال او ژورنالېست بشير دريځ سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2015/12/07


 

مرکه کوونکی : رفيع الله روشن


دوستانو سلامونه اومينه ستړي مشئ او هيله ده چې به ښه اوسئ،دادی دمرکو په لړ کې د بشير دريځ تکړه شاعر ليکوا او پياوړی ژورنالېست مېلمانه يو او له لوګره درسره غږېږو،داچې ځوان دريځ تاسوته له خپل شاعرانه مزاجه څه در پېرزو کوي راځئ دهمده له خولې يې ولولو

.
روشن: سلام ښاغلی بشير دريځ زه او لوستونکي ستا د روغ صحت تمه لرو ، دمرکي له دود سره سم د زرلښت ډاکام لوستونکيوته ځان ور وپېژنۍ؟

دريځ: مننه خوشاله ووسئ ژوند مو غواړم او زموږ جونګړې ته ښه راغلاست او هر کله راشئ،نوم مې بشير دريځ د لوګر ولايت اوسيدونکی دا خلک راته ليکوال او شاعر وايي.
روشن: زده کړې مو چېرې کړي،په کومه برخه کې اوپه څه چارو بوخت يآست؟

دريځ: مننه له نن څخه ۱۵ کاله وړاندې مې د لوګر ولايت په مرکز کې خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې او له وروسته د ښوونځي تر څنګ مې ورسره ديني زده کړې هم وکړې او په ۱۳۹۱ لمريز کال کې مې د کانکور ازموينه ورکړه او په ۲۶۹ نمرو د کابل پوهنتون د عربي څانګې ته بريالي شوم.
او دندې مې تر ډېره  په رسنيو کې کړي دي پيل مې په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې د خوست ولايت د ولس غږ راډيو څخه کړی دی او تر دم ګړۍ مې په ګڼ شمېر رسنيو کې کار کړي دي هغه هم په چاپي او هم غږيزه رسنيو کې

روشن: په خپله وينامو چې خلک درته شاعر او ليکوال وايي،تاسو څه وايي وچې شاعر او ليکوال يآست؟
دريځ:هغه وايي او زه يې منم چې پرېږده خلک دې ومني که چيرې شپه او ورځ زه دا چيغې وکړم چې زه يم زه يم خو چې ته مې ونه منې زه به کله زه شم،کيدي شي ځکه څوک چې په ځان کې دومره هنر ونه لري نو بيا کله ورته خلک وايي چې شاعر يا ليکوال.

روشن:نو بيا لوستونکيوته داهم ووايه چې د شاعرۍ په برخه کې دې څومره کار کړي او دليکوالۍ په برخه کې دي څه کړي ،يعنې کوم ليکي اثر هم لري ؟
دريځ:بلې ولې نه د شاعرۍ په برخه کې مې يو شعري کتاب په ۱۳۹۰ لمريز کال کې چاپ کړي دي په نامه دې ( اوښکې مې درونيسه ) او همدا راز په ۱۳۹۳ لمريز کال يو کتاب چې د نورو ملګرو شعرونه هم پکې وو زما هم ول پکې په نامه د ( ومان ياران ) چاپ کړي دي او همدا راز دوه ناولونه او يوه بله شعري ټولګه هم لرم چې په وخت سره به يې چاپ کړم او ليکنې مې هم په ګڼ شمېر چاپ خپرونو کې چاپ شوي او له ويب سايټو څخه خپرې شوي دي  او اوس مهال زه خپله دوه چاپي رسنۍ هم لرم چې مسؤوليت يې زما په غاړه دي.

روشن: ستاسو رسنۍ په کوم نوم دي او کوم فعاليتونه پکې کوئ،بل داچې يواځې په خپل ولايت ( لوګر)پورې محدودې دي اوکنه افغانستان شموله دي؟
دريځ : مننه غږيزه رسنۍ چې مونږ يې لوګر کې لرو او زه هم پکې کار کوم د ملي پيوند په نامه رآديو ده او همدا راز د کوم اخبار مسوليت چې لرم يو د ( ملي هيلې ) په نامه ده او بل هم د ( بڼکه ) په نامه ده ملي هيلې او ملي پيوند يوازې د لوګر لپاره خپرونې کوي او بڼکه تر يو شمېر ولايتونو رسي او هڅه به مو دا وي چې په راتلونکي کې يې نور هم وغځوو.

روشن: ديوه ځوان په صفت خپلې ټولنې ته خدمت کول څومره خپل مسؤوليت بولې اوترکومه حده دي دا مسؤوليت ادا کړي دي؟
دريځ:د ټولنې مسوليت زما خپل مسوليت ګڼم ځکه غواړم خپله ټولنه نن چې په کوم ډول ده په راتلونکي کې يې ونه وينم او ډېره هڅه مې په ځانګړي ډول په ادبي برخه کې چې خپلې ټولنې ته کار وکړه د لومړي ځل لپاره ما په لوګر ولايت کې يو خوځښت پيل کړو چې د هغه له لارې مونږ ۱۵ ورځې وروسته اوس هم مشاعرې کوو او همدا راز د همغه خوځښت له لوري همدا ( بڼکه ) اخبار هم چاپوو نه يوازې داچې ما يوازې په ادبي برخه کې ډېر کار کړي بلکې په نورو برخو کې مې هم تر خپله وسه هڅه کړې چې چاته مې خير ورسېږي دا زما له وسه څه کېدل هغه مې کړي دي

روشن: تر اوسه مو دڅومره خلکو اوپه خاصه توګه د ځوانانو ملاتړ تر لاسه کړی دی.؟
دريځ:زه څه ووايم هغه خلک چې غونډو ته راځي او يا هم کله کله زمونږ لاسنيونه کوي کېدای شي شمېر به يې زما په اند تر ۵۰ يا ۶۰ تنو ورسېږي هغه خلک چې زه باور پرې لرم او لاسنيونه مې کولاي شي دومره به نه  وي.

روشن:څه موده مخکې تاسې په يوه ټلويزيوني سيآلۍ کې هم ګډون کړی و که دهغې په هکله لوستونکيوته معلومات ورکړئ.؟
دريځ:ولې نه په دواړو سترګو روشن صيب دې سيالۍ ۷ مياشتې ونيوې او د افغانستان له ۲۴ ولايتونو څخه شاعرانو پکې ګډون کړي وو چې يو کس له هغوي څخه زه وم سيالۍ ډېره ښه وه او ډېره روانه هم وه له دغو ۴۰۰۰ زرو کسانو څخه چې په دې سيالۍ کې يې ګډون کړي وو زه له دغو ټولو څخه تر دوه بهترينو هم روارسېدم له خپلو خلکو ډېره مننه کوم چې ماته يې رايې راکړې او زه تر دو بهترينو ورسولم خو داچې ولې لومړي نه شوم زما ټول هغه خلک چې ماته رايه راکړې وه ښه پو شوي دي او نه غواړم زياتې خبرې پرې وکړم

روشن: که دامسئله روښآنه شي چې ولې تاسې لومړي مقام وانه خست نو ستاسومينه وال او هغه خلک چي رايه يي درکړي وه په حقيقت به وپوهېږي؟
-------------
دريځ : څوک چې په ريښتيني ډول مينه وال دي او چاچې رايه راکړې هغو ټولو ته معلومات شته داچې زه که چېرې په دې تړاو خبرې وکړم کيدي شي زيات ملګري به يې مخالف وي او وايي به چې څه ضرورت چې تاسې خپل ځان خلکو ته دومره بې کسه وروپېژنده زه له ټولو مننه کوم چې ماته يې رايه راکړي او راته ژوندي دې هم وي له تاسو سره  .

روشن: له دې هرڅه سره سره څومره په دې خوشحاله يآست په دې سياليوکې مو دوهم مقام وګاټه او ايا کله چې سيآلۍ پيل کېده داتمه دې لرله چې تر دې مرحلې به راوسېږې؟
دريځ: دويم نه بلکې ماته خو چې څومره جوتېدله او څومره مې چې رايې وي ځان راته لومړی  ښکارېده خو داچې دوی دويم اعلان کړم څه خبره نه ده ځکه په دې خپرونه کې ۴۰۰۰ څه کم او زيات خلکو ګډون کړي وو خو دا چې زه تر دويمه پکې راغلم زما او زما د هېواد لپاره وياړ دي او پاتې شوه خبره د تمې زه چې هر کار پيل کوم په دې نيت يې نه پيل کوم چې تر يوه حده پکې لاړ شم زه غواړم چې پاي ته يې ورسوم تل يوې هيلې پسې دوه يا هم درې ځلې هڅه کوم نه د هغو خلکو په څېر چې غواړي کور ته ورته هيلې راشي .

روشن: د خپل برياليتوب راز په څه کې بولې؟
دريځ: يوه جمله کې به يې درته ووايم هغه داچې زه تل هيلو پسې ګرځم او تل هڅه کوم چې خپلو هيلو ته ورسېږم زما په اند همدا به وي .

روشن: ژوند څه ډول راته تعريفوې؟
دريځ: ژوند ته به څه تعريف ورکړو خو بيا هم داچې تاسې پوښتنه وکړه زه به درته د خپل زړه خبره وکړم هغه دا چې ژوند زما په اند يو چاته خير رسول او ژوند يانې د خدای بندګي او همدا راز ژوند ته ګڼ شمېر نورې ماناګانې هم ورکولاي شو .

روشن: له خپله انده دځوانانو اساسي ستونزې او د حل لارې چارې په څه کې دي؟
دريځ: زما په اند داچې ولې ځينې ځوانان بې کاره دي او يا هم خپلو هيلو ته نه رسيږي ددې ټولو ستونزه راته په دې کې ښکاري چې هر ځوان هره هغه هستۍ چې عمر يې تر ځوانۍ رسېږي ښه به وي چې لومړي  يو کس هيلې ولري او يوازې په هيلو هم نه کېږي تر څنګ يې بايد لږ نه بلکې ښې زياتې هڅې هم وکړي او بل چاته کور ته،  کار يا دنده نه راځي ښه به وي چې پسې وګرځي او هلې ځلې پسې وکړي .

روشن: څنګه کولي شو خپل هدف په اسانۍ سره تر لاسه کړو؟
دريځ: دا کار به ناشوني وي چې خپله موخه په اسانۍ تر لاسه کړو ځکه هر کار چې وي بايد انسان هلې ځلې وکړي او ځان ورته ورسو ي هغه وايي:
بې زحمت راحت نشته زما وروره
که عزت غواړې زحمت درلره بويه

روشن: تاسو مخکې له دې چې دريځ شئ همت وئ ولې مو دريځ ته بدلون ورکړ؟
دريځ: ولا تاسې هم داسې پوښتنې کوي چې سړي خلکو ته سم له بېخه ورپېژنۍ ههههههه ټوکه مې وکړه ولې نه دابه هم درته ووايم داچې يو نيم خلک وايي چې نوم د هر چا دی خو زه دا نه منم زه غواړم چې نوم د يو چا ووسېږي نو په همدې اند ما وغوښتل چې خپل لنډ نوم بدل کړم او دا چې مخکې له دې چې دريځ نه وم ما به کله چې چاته وويل چې همت يم هغه به ويل کوم همت ؟ خو اوس له دې ستونزې سره نه مخ کېږم که چاته ووايم چې دريځ يم هغه ته معلومېږي چې پلاني دي  نو په همدې اساس مې وغوښتل چې خپل لنډ نوم بدل کړم .

روشن: واده مو د چاپه خوښه کړئ؟
دريځ: په خپله خوښه او د زړه په خوښه زړه راته داسې وويل چې پلانۍ سره واده وکړه .

روشن: له واده کولو وروسته ترټولو ډېره مينه له چاسره کوې؟
دريځ: مخکې مې هم ورسره کوله او اوس يې هم ورسره کوم هغه بل څوک نه دي خوږه مور مې ده .

روشن: ايادکور په کارونو کې له کورنۍ سره مرسته کوې،که هو نو په کومو کارونوکې؟
دريځ: نه ولا ياره مونږ دومره مصروف يو باور وکړه چې کور ته ځم په دې ارمان يم چې اوس دومره موقع راته پيدا شي چې لږ سترګې پټې کړم او لږ ويده شم خو نه کېږي .

روشن: که اشپزي کولی شې نو کوم خواړه ډېرښه پخوې؟
دريځ: ولا کله چې مسافر يم هر څه چې مخې ته راشي پخه وم يې او هغه د چا خبره بريک نه پرې نيسم

روشن: له کومو خلکوسره ګرځېدل خوند درکوي؟
دريځ: ريښتيا به ووايم خلکو خو ډېر دي په دې نړۍ کې خو چې زه غواړم ورسره وګرځم هغه زما د ژوند ملګري هغه خلک دي چې شاعران وي او په مينه خبرې وکړاي شي دا شرط مې ورته ځکه کېښود چې ځينې شته تش په نوم شاعران ان تردې چې مينه هم نه پېژني او زه تل په اند دي چې مينه د خدای ډېره لويه لورينه ده او تر څنګ يې بايد ګټه هم ترې واخيستل شي .

روشن: کوم فلم ډې ډېر کتلي دي؟
دريځ: ډېره علاقه نه لرم چې فلمونه وګورم خو بياهم ځينې ځينې سريالونه مې کتلي او اوس يې هم کله کله ګورم .

روشن: په خپلو عادتونوکې دې کوم يو بد راځي.؟
دريځ: دغه عادت مې اوس ډېر بد راځي مخکې مې بد نه راته هغه دا چې زه ولې په هر چا ډېر ژر باور کوم او ورسره ډېر  ژر ملګرتيا کوم په داسې حال کې چې د هغه په تړاو به هېڅ ډول معلومات هم نه لرم  خو بيا هم دا زما زړه نو ......

روشن: کوم کتاب ډېر مطالعه کوې؟
دريځ: تل هڅه کوم چې د ليکوال په نوم کتاب مطالعه نه کړم يانې په دې مانا چې پلاني خان ښه سړي دي بايد د هغه کتاب وکتل شي خو زه نه غواړم چې د چا کتاب دې په نوم ولولم زه غواړم هغه کتاب مطالعه کړم چې په هغه کې هنر وي او تر څنګ يې ماته ګټه ورسېږي، خدای وکړي چې هغه ليکوال بيخي د چا په زړه ځای ونه لري خو چې کتاب يې ګټور وي ماته دا مهمه ده

روشن: کومې پوښتنې غوسه کړې؟
دريځ: خداي دې نه کوي چې ستاسې پوښتنې به ما په غوصه کوي ټولې ډېرې ښکلې پوښتنې وې او روشن صيب له تاسو څخه هم بايد مننه وکړم ځکه چې تاسې ياست غواړئ خپل ځوانان خپلې ټولنې ته وروپېژنۍ خداي مو تل راته ژوندي لره  تل بريالي او سر لوړي ووسې.

روشن؟ څه پيغام لرې؟
دريځ: زما يو پيغام او تل يې وايم او هيله هم لرم چې پوره شي او تر خپله وسه هڅه هم کوم چې خدای مې دا ارمان پوره کړي هغه داده چې په ګران هېواد کې مې سوله راشي او دغه جنګونه چې نن روان دي پاي ته ورسيږي او نور زما بېچاره ولس په ژړا او درد کې ژوندتېر نه کړي او تل يې خندا په خوله ووسي .

روشن: مننه
دريځ: بيا هم له تاسو ټول ټيم څخه مننه کوم چې ماته مو وار راکړ  روشن دې خدای لري .

غزل
ولې ناپوهه يې نادانې ولې نه پوهېږې
سترګو دې وخوړمه ورانې ولې نه پوهېږې
سترګې څوک څنګه وژني؛ څنګه درملنه کوي ؟
ته لا خبره نه يې ګرانې ولې نه پوهېږې
دلته پوره د بانک پيسې ټوله کړه ويې غواړه
پېغلې خرڅېږي نه ارزانې ولې نه پوهېږې
مخه يې ونيسه د سيند په غاړه کلکه کينه
هيلې د زړه مې در روانې ولې نه پوهېږې
بنګړي به خدای درکړي، غنمو وږې مه ټولوه
لوونه مه کوه دېقانې ولې نه پوهېږې
په تا ژوندی دريځ داستا په نوم ساګانې اخلي
مه ځه زما د زړه درمانې ولې نه پوهېږې
بشير دريځ
غزل يوو مې وړې او رامې وړې څه ستړی يم
 نن د مــــــــــــينې نه يم له زړه ســــــتړی يم
اوس چـــــــــــاته د زړه د قــــــــــــرار نه يمه
اوس راته خــــــــــــوږېـــږی باڼه ستړی يم
تا زمـــــــــا په مخ کې سترګې پټې کړې
 ستـــــرګو مې ژړل زړه وېل زه ستړی يم
نــــــن يې خپــــــــــلې هيلې راتـــــه ووېلې
داسې لــــکه ژونــــد نه چې ښه ستړی يم 
بشير دريځ

رفيع الله روشن

بېرته شاته