سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1361034

له ځوانې او تاندې سياستمدارې ماريا طوطاخېل سره مرکه


2015/05/08

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

 

پوښتنه :- دلوی اومهربانه خدای په سپېڅلي نامه سلام او درنښت هيله ده تاسوبه ښه ياستۍ اغلې ماريا طوطاخېل ، خوشحاله يم چې د خپلې ويب پاڼې په نما ينده ګۍ ستاسوآواز دخپل هېواد ځورېدلواوکړېدلوهېوادوالوته رسوم که دمرکې له دودسره سم ځان قدرمنولوستونکوته وروپيژنې چې ماريا څوک ده ،چيرته زيږيدلې اوپه کومه برخه کې يې زده کړې کړي؟

ځواب:- زه هم په سرکې خپل سلامونه او نېکې هيلې تاسو او د وېبپاڼې ګلونو لوستونکيو ته وړاندې کوم او ډېره زياته مننه ستاسو چې ماته مووخت راکړ ترڅودخپل ژوند زده کړواوتجربو په هکله يوڅه درسره شريک کړم ، نومې ماريا ده ،اصلي هستونګنځای مې د پکتيا ولايت سيد کرم والسوالي ده، په قوم طوطا خېله پښتنه يم زېږيدنه مې کابل کې شوې، ښوونځی مې دمهاجرت په شپو کې له اول ترپنځم ټولګي په کوزه پښتونخوا صوات کې لوستی، له شپږم ترلسم ټولګي مې د پيښورپه ناصربا غ کمپ کې دنجونوپه يوه لېسه کې ولوست او يولسم اودولسم ټولګي مې له مهاجرت څخه بېرته تر راګرځېدو وروسته په خپل هېواد کابل په اومه ناحيه کې دسطا ن راضيه لېسه کې پايته ورساوه په ۲۰۰۴ کال مې دکانکورآزموينه ورکړه چې دکابل دښوونې اوروزنې پوهنتون دپښتوادبياتو څانګې ته کاميابه شوم څلورکاله مې ادبيا ت ولوستل اوس په يوه خصوصي پوهنتون کې دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځۍ د دوهم کاله محصله يم .

پوښتنه :- هغه وخت چې تا يوه هيله ولرله زده کړې دې وکړې اوس با يد پلاراومورته دخپل استعداد ښکارندوي وکړې دنده چې د واخيسته لومړی معا ش چې دواخيست څه دې کړ ؟

ځواب :- کله مې چې لومړی معاش واخيستلو هغه لحظې زما تراوسه نه هېرېږي ځکه ما داهيله نه لرله چې زه دې دنده ولرم او معاش دې واخلم ،ما تنها غوښتل خپل پلار او مورته دا څرګنده کړم چې د ډېرو نجونو او هلکانوپشان هسې د ساعت تېرولو او له کوره د ځآن پټولو په موخه مې دا څوارلس کاله ښوونځيو او پوهنتون ته تللې راغلې نه يم،هماغه و چې هغه معاش مې پلارته ورکړ خو پلارجان مې راته وويل لورې! زه ستا معاش ته هېڅ اړتيا نلرم غواړم ته ځان ورسوې نو ډېره زياته خوشحاله وم چې خودکفا شوم .

پوښتنه :- څنګه کېدلای چې يوځوان يا پېغله په خپل ځان متکي شي لکه دکورنۍ دنوروغړوپه شان پلا ر يامورسره يومټ يا بازوشي دغسې احساس څنګ يوچاته ورکولای شو؟

ځواب:- دادکورنيودنده ده چې دلوراوزوی توپيرونکړي اولادونه هم بايد خپله وړتيا وښايي ترڅودکورنۍ له ملاتړ څخه برخمن شي اودا احساس په کې پيدا شي چې زه هم يوڅوک يم موراوپلارسره مرسته کولاي شم.

پوښتنه: دهېوادپه اوسنيوحا لا توکې دولسمشرغني په دوره کې دښځوله ونډې را ضي يا ستي ؟

ځواب:- دښخوونډه ښاغلي کرزي صا حب په دوره کې هم وه موږ ښځينه والي درلوده وزيره مودرلودله په اوسني دوره کې هم شته له ښځينه معينانونيولې آن تر وزيرانوپورې شته رضا يت لرو.

پوښتنه :- که تاسوته د وزارت وړانديزوشي تا سوبه دافغان مېرمنو ژوند دبهبود لپا رلومړنی ګام څه وي ؟

ځواب:- ما ته که داسې وړانديزوشي لومړنی ګام به زه دتعليم په برخه کې اخلم خپلوخويندوه ته به ددرس ويلو زمينه برابروم ورونوته مراجعه کوم هغوي ته قناعت ورکوم لکه څنګه چې خپل زامن مکتب ته لېږي بايد لورهم ولېږي اوکوم توپيرونه کړي .

پوښتنه :- سره له دې چې مستقل حکومت لرو دوه ولسمشران لرودهېواد په ځان کړومراسموکې يا په لاريونونو کې دبل هېواد بيرغ وړل کېږي دا مشکل دولس ده که دهغه هېواد چې بيرغ يې زموږهېوادکې وړل کېږي اوکه زموږ دمشرانو؟

ځواب:- دا يوبغاوت دی مسئول دولت دی چې زمينه يې برابره کړيده پردي پا لنې ته اوخپل خلک سم نه شي رهبري کولاي جفا اوملي خيانت دي دا سې کسانونوم به تاريخ کې په تورکرښو وليکل شي.

پوښتنه:- دافغانسان تاريخ موحتمآ لوستلي له يما رانيولي ترغني پورې چې دا دهېواد مشران پا تې شوي له اريانانيولې ترافغا نستان پورې دافغا نستان لپاره مودا سې کوم قا طع ولسمشرڅوک په نظررا غلی که هو څوک اوکنه وي دافغانستا ن ددغسې بحراني حالاتوايستلو څخه دسمون په لورڅوک يوقابل شخص بولي؟

ځواب:- دادوخت اوحالاتوپورې تړلې خبرې دي هرمشر په خپل وخت کې يوڅه کړي ، هو هرڅوک مثبت او منفي اړخونه لري، ډېرو به دهېواد د جوړښت لپاره ګامونه پورته کړي وي او ډېر دي چې هېواد يې په لوی لاس د نورو په ولکه کې ورکاوه چې تراوسه يې کړکېچونه او لانجې لا پراته دي، خو زماپه آند داؤود خان يو قاطع مشرؤ خپل کارونه يې عملي کول .

پوښتنه :- څه فکرکوي که حالا ت همداسې جاري اوسي اوسنی دولتي اداره به څومره دوام وکړای شي؟

ځواب:- حا لات با يد داسې پرې نه ښودل شي کنټرول شي مخاليفينونوسره سوله وشي ټول په يو ټغرراټول شي اودهېواد په آبادولوکې ونډه واخلي که داسې ونه شي جنګونه زورواخلي دولتي اداره کمزوري کيږي اوپاي به ېې سقوط وي.

پوښتنه :- دولسمشر کرزي دورې نه نيولې ترننه پورې د سولې لپاره په ډيرو ځايونوکې دفترونه پرانيستل شول د سولې دخبرولپاره په ډيرولګښتونوپه چين ، قطر، امارتوکې ناستې وشوې خو کومه نتيجه ېې ورنکړه اوس په اسلام آباد دکې مخامخ وشوې له طا لبانوسره څومره هيله من ياستي؟

ځوا ب:- له طالبا نوسره سولې خبرې په چين ، اماراتواوقطرکې شوې په ډيرولګښتونو اما بې نتيجې اسلام آبادکې هم نتيجه نه ورکوي ځکه هغوی تل د سولې خبرو لپاره بهانی ګوري او اوس خو تر ټولو لويه بهانه د طالبانو د امير ملا محمد عمر وژل دي ، ددې ترڅنګ دهغوی په منځ کې لوی درز چې د مشر په سر رامنځته شوی دی داهم ډېر وخت نيسی ،بل دا چې هغوي ډيرشرطونه لري چې دټولومنل ېې دولت ته ستونزمن دي لکه دقانون اساسي نه منل اودجنګ سالارانو محاکمه کول اوداسې نور.

پوښتنه :- په ولسي جرګه کې دښځينه وکيلانهو په هکله را ته وغږيږه څومره ېې خپل مسئوليت سرته رسولی دي؟

ځواب:- په ولسي جرګه کې په تېره دوره کې هم ښځوونډه درلوده اوس ېې هم لري ځينې دګوتوپه شمار وکيلاني دي چې خپل مسئوليت يې ادادکړي لکه شکريه بارکزي ، آرين يون، سايره شريف اوفوزيه کوفي .

پوښتنه :- که چيرې ما ريا طوطا خيل ولسي جرګې ته راشي خپل شعاربه جاري وساتې اوکه عمل کې به ېې ثا بته کړې ؟

ځواب :- هرڅوک چې داوړتياولري اوهغه شرايطو باندې برابروي کولاي شي ځان ونوموي زما حق دي چې ځان ونوم اوخپلو خلکوته خدمت وکړم نه دا چې زرې موټروکې چکرې ووهم اود با ډيګاردانوترشاه ووسم عملي کارونه کوم.

پوښتنه :- ماريا طوطا خيل به دپارلمان له ګټلووروسته له خپلو مؤکلينوسره څه ډول برخورد ولري څوورځې وروسته به يو مؤکل ته دليدو او ستونزې اورېدو وخت ورکړي ؟

ځواب:- ماريا طوطاخيل به هغووکيلانوڅخه نه وي چې موکلين ېې په اونيويا مياشتوونه شي ليدلاي هروخت به له خپلو موکلينوسره راشه درشه ولري اودهغوي ستونزوته به دحل لاره مومي.

پوښتنه :- کا بل ، نيمروز ، زابل، پکتيا اوننګرهار درته فرق لري؟

ځواب:- زه دکابل ، نيمروز، پکتيااوبل هرولايت چې وي توپيريې نه کوم مينه ورسره لرم خلک ېې په ما ګران دي ،

پوښتنه :- که په نورستان کې دښځوچارورئيسه شې ښځوته به خدمت وکړې ؟

ځوا ب:- په نورستان کې که دښځوچارورئيسه شم حتمآ به خدمت وکړم دا وطن زما موردي په ما حق لري زه ځا ن پردي نه بولم خدمت ته ېې ملاتړم .

پوښتنه :- کوم خوراک د ډيرخوښيږي؟

ځواب:- بدون له سبزي ټول خوراکونه په مينه خورم .

پوښتنه :- کورکې څوک ډېره مينه درکوي؟

ځواب:- په کورکې له ماسره ډيره مينه پلارکوله چې بدبختانه سيوري يې اوس زما په سرنشته .

پوښتنه :- ته په کورکې له چاسره ډېر حسد اوکينه لرې؟

ځواب:- له هيچاسره حسد نه لرم جديم ټول را نه شکا يت کوي.

پوښتنه :- دضعف نقطه دې څه شي ده ؟

ځواب:- څوک مې چې خبره ونه مني غوسه کيږم.

پوښتنه :- داسې وخت کله راغلې چې په کورکې دې په چاوارکړي وي؟

ځواب:- تراوسه داسې وخت نه دي راغلې چې په کورکې مې په چاوارکړي وي.

پوښتنه :- ته چاوهلې ېې ؟

ځواب :- په ماشوم توب کې مې ډيروهل خوړلي دي شوخه وم .

پوښتنه :- د کوچنيوالي يوه خاطره راته ووايه ؟

ځواب:- ما شومه وم زموږيودوست وفا ت شوي ؤ زه ورباندې ډيره ګرانه وم کورکې ټولو ژړل ماورته ويل مه ژاړي سباه به بيرته راشي په دې نه پوهيدم چې مړي بيرته نه راځي .

پوښتنه :- له مرګ نه ويره لرې ؟

ځواب :- مرګ نه ويره نه لرم .

پوښتنه :- د ۲۰۰۱ کال په پرتله اوس چې کله دانتحار،حملې، ټکر او وژنو خبر اورې څه احساس کوې ؟

ځوا :- اول به دتمانچې له ډزه هم ويريدم خو اوس هره ورځ د راکېټونو ،بمونو، ټکرونو،وژنو،تښتونو او بېلابېلو پېښو خبرونونه دومره زيآت شوي چې نور ورسره عادت شوې يم اوکومه ورځ چې ارامي وي راته د حيرانتيا وړ ښکاري.

پوښتنه :- کله دې په سلاح ډزکړي؟

ځوا ب:- په سلاح مې ټريننګ کړی اوهماغه وخت مې ډزې هم ورباندې کړي .

پوښتنه :- که اړتيا پيښه شي دخپلوورونوسره يوځاي په سنګرکې وجنګيږې ؟

ځواب:- داړتيا په صورت کې له خپلووروڼوسره څنګ په څنګ سنګره ته ځم او دځان لپاره يې ويآړ هم بولم.

پوښتنه :- کوم رنګ ، کوم لباس ، کوم کتاب ، کوم ولايت ،کوم هېواد اوکوم خوند دې خوښيږي؟

ځواب:ـ رنګ تور، لباس سنګين ، کتاب تاريخ ، ولايتونه ټول، هېواد افغانستان، خوند داوبو خوښوم سره له دې چې خلک وايي اوبه خوند نلري خو ماته ډېر خوند راکوي.

پوښتنه :- په عادي حا لات کې څومره اوبه څښي ؟

ځواب:- په عادي حالات کې اته ګيلاسه اوبه څښم.

پوښتنه :- مشراولاد موڅه نومېږي ؟

ځواب :- ماتراوسه واده نه دي کړي.

پوښتنه : غواړې دژوند ملګري دې کوم ډول څوک وي؟

ځواب :- دژوند ملګري مې بايد همنظرهم فکره وي اوما سپورټ کړي .

پوښتنه :- که چانس درکړم يوه پوښتنه له مانه وکړې کومه پوښتنه کوې ؟

پوښتنه :-هغه خلک چې دميرمنې اوخورپه وړاندې احسا س نه لري هغوي ته ستاسو پيغام څه ده ؟

ځواب:- زما پيغام دادی چې خپلوخويندواومېرمنوته دقدرپه سترګه وګوري هغوی درک کړي ځکه چې خور ،مور، مېرمن او لور ستاسوهمکارۍ ته اړتيا لري .

پوښتنه :- هغه څوک چې په هېواد کې سوله نه غواړي له خدايه ورته څه غواړي؟

ځواب :- څوک چې هېوا د کې سوله نه غواړي خدای دې هغوۍ ته دنيکۍ هدا يت وکړي ترڅوپوه شي او له جنګ څخه لاس واخلي دسولې لاره خپله کړي .

پوښتنه :- زه ما پوښتنوکې دې کومه يوه بده راغه ؟

ځواب :- ستاه پوښتنوکې مې يوه پوښتنه هم بده نغله خوهغه مې ډيره خوښه شوه چې زه ما دژوند په هکله مووپوښتل.

مننه چې ما او لوستونکيوته دې وخت ورکړ.

مننه له تا او لوستونکيو چې زه او زما خبرې مو تحمل کړې.

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته