سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286198

له ځوان او نوښتګر شاعر محمد ظاهر عادل سره مرکه


2015/04/09

 

د زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيو په سلامونو مو لمانځم،ګلونو داځل مو دمرکې په لړ کې يو بل نوښتګر او تکړه شاعر محمد ظاهر عادل غږولی،دا ځوان شاعر د ډېر خوږ احساس څښتن او مينه ناکه څهره ده او داچې موږاو تاسو ته د ويلو لپآره څه لري راځئ چې مرکه يې ولولو!

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

پوښتنه: ډېر محترم او زړه ته راتېر عادل صاحب په سلامونو دې هرکلی کوم او د زرلښت ډاټ کام په استازيتوب غواړم ستاسو خبرې هېوادوالو او نړيوالوته ورسوم، نو که له هرڅه دمخه د قدرمنو لوستونکيو ته ځآن ور وپېژني چې عادل څوک دی، چېرې زېږېدلی،زده کړې يې کړي اوکنه که کړې يې دي څومره اوپه کومه برخه کې او څه دنده لري؟

ځواب: سلام ته مو علیکم سلام یوه نړۍ مننه چې زه مو یاد کړم کور مو ودان ،زما نوم محمد ظاهر دی او عادل تخلص کوم د محمد کبیر زوی او د ملک عبدالرشید لمسی یم ، په ۱۳۶۳ کې د ننګرهار ولایت په لمړی ناحیه کې زیږدلی یم .لمړنی او متوسطه زده کړی مې د ننګرهار په لیسه کې ترسره او بیا په ۱۳۸۴ ل کال کې د مهاجرت په شپو ورځو کې په پېښور کې د ایمل خان بابا لېسې فارغ شوم چې وروسته بیا په یو خوصوصي انسټیټوټ کې مې د متوسطه طب زده کړې وکړي او ورسره مې د ژورنالیږم مسلکي زده هم کړی اوسمهال په جلال اباد کې د یو خوصوصي د لوړو زده کړو په موسسه کې د معالحوي طب محصل یم او په جلال اباد کې د انوېژن )د تللووېښتانو د حل (دفتر مسوول یم.

، پوښتنه: عادل صیب رشته مو طب ده خو يآست شاعر ایا شاعری او ډاکټري سره اړخ لګوي؟

ځواب: شاعري خو مسلک نه دی دا یوه فطري پدیده ده . دا یو احساس دی چې کېداې شي په رشته کې هر واوسې خو احساس بیا ورسره پوره اړخ لګوي نو شايد زه ما دا احساس به هم پياوړی وې چې شعر ته مې مخه کړې او لاهم په دې لاره مزل کو.

پوښتنه: څوک دې مطالعه کړ چې ورڅخه متاثره شوی او شاعرۍ ته دې مخه کړه؟

ځواب : زه د وخت او د حالاتو څخه متاثر شوم ترڅو یو څه ولیکم داسې کوم شخص يا شاعر نشم يادولی چې ورڅخه متاثره شوی دی اوسم.

پوښتنه: ډېری شاعران شعر الهام بولی او وایی چې په زده کړواو علم پورې اړوند ندی تاسو په کوم نظر یاست؟

ځواپ : دا زما شخصی نظر دی چې د یو حادثې په شکل رامنځ ته کېږي . ځکه چې کېداشي یو چاپخوا یو تصور کړی وي خو په هغه وخت او زمان کې ورته دا زمینه برابر نه و چې هغه د یو کاغذ پر مخ ولیکي . خو چې کله بیا په وخت ورته هماغه تصور د یو حادثې په شکل څرګند کړي نو بیا کولای شي شعر ولیکي ، او د ښه شاعري لپاره مطالعه او سواد ښه وي.

. پوښتنه: عادل صیب د شعر لپاره کوم يو ښه بولۍ مصنوعي اوکه طبعي ښکلا او په شعر کې انځور څنګه ارزوئ؟

ځواب : د شعر لپاره طبعي ښکلا ښه ده ، او په شعر کې انځورګري داسې ده لکه چې شعر ژوندی وي او ساه اخلي يا په بله ويناپه شعر کې انځور د انسان په وجود کې د رګونو معنی ورکوي که رګونه شتون ولري نو د بدن غړيوته وينه رسېږي او ژوند کولی شي کنه ژوند يې ناممکن دی .

پوښتنه: ستاسو شاعري ډیری په کوم فور م کې ده او ايا يواځې شعر ليکۍ اوکه نورې نثري ليکنې هم کوئ؟

ځواب: داسې کوم ځانګړی فورم نه لرم سپین شعرونه، غزل ، نظم او داسې نور مې لیکلي، او په نثري لیکنو کې مې لنډې کیسي لیکلي او ځنې ادبې ټوتې مې هم ليکلي .

له خپله انده راته د يوه شاعر ژوند څه ډول تعريفوئ؟

ځواب : زما په اند دا چې د شاعرانو ژوند څنګه وي ډیری شاعرانو به درک کړي وي زه وایم چې حقیقيي شاعران ښه غریبانه او مخلصانه ژوند لري نور زه ورته کوم خاص تعریف نه لرم او دشاعر ژوند د يوې معما په ډول دی چې ډېر وخت په خپله هم ورته د حل لاره نه ورځي.

پوښتنه: د خپلې شاعرئ اويا نثري ليکنو کومه چاپ شوې ټولګه لرئ؟

ځواب : تر اوسه پورې چاپي اثر نه خو د چاپ لپاره زما د لنډو کیسو ټولګه او دوه نور کتاپونه چې مې ژباړلي دي اماده دي .

پوښتنه: ستاسوپه فکر کله چې څوک غواړي کتاب چاپ کړي کوم ټکي بايد په نظر کې ونيسی؟

ځواب : لمړی خو دی دا په نظر کې ونیسې چې ټولنې ته یې ګټه شته او که نه او بیا دې چې په کومه زبه لینکه کوي ژبې ته زیان ونه رسوي يعنې د ژبې ،سيمې،حالاتو او کردار په نظر کې نيول اړين دي.

پوښتنه: سره له دې چې شاعران کله کله ډېر بغاوت کوي اوځان دومره خود مختاره بولي چې هسې پکار نه وي نو بيآ ولې ډېر وخت شاعر په وړه خبره خفه کېږي؟

ځواب : زما په اند ټول شاعران نه خو اکثر یې نازک مزاجه وي ځکه خفه کېږي .

ايا کله مو په فرمايش شعر ليکلی؟

ځواپ : یو څو ځلي راته فرمایش راغلی خو لیکلی مې نه دي

پوښتنه: ولې موپه فرمايش شعر ندی لیکلی اوهغه څوک چې فرمايشی شعرونه ليکی څه ډول ارزوئ؟

ځواب : فرمایشي شعر يو ځانګړي فکر او هنر غواړي چې زه په کې تمبل یم ، که موضوعي وي بیا هم ښه ده خو اکثر فرمایشي شعرونه په تعصف سره یکبار مصرف وي .

پوښتنه: ايآ تراوسه مو کوم سندرغاړي شعر د سندرې په ډول ويلی دی ؟

ځواپ : نه .

پوښتنه: اوس وخت ځينې په نوم شاعران د بازار لپاره شاعري کوي هغوی ته څه ويل لرئ ؟

ځواب: ورته دا ویل غواړم ، چې کوم فکر او وخت په دې بیهوده او بې معناو شعرونو ضایع کوئ ، که همدا فکر او خیال د ټولنې په ګټه وکاروئ نو د عزت خاوندان به شئ.

پوښتنه: ولې اوسنۍ شاعري د پخوانۍ په پرتله ډېر عمر نلري او تنها د څو ورځو لپاره د خلکو په ژبه وي او نوره مري؟

ځواب : زه درسره په دې کې موافق نه یم ، په اوسني وخت کې هم مونږ داسې شاعري لرو ، خو خیره دا ده چې موږ مړي لمانځو او ژوندي مو له یاده وتې وي .

پوښتنه: زړه څنګه راته تعريفوې؟

ځواب : د انسان په وجود کې یو سپیڅلی او پاک ځای ته زړه وایی.

پوښتنه: مشر اولاد مو څوم ټولګي کې دی او د کشر اولاد نوم مو څه دی؟

ځواب : مشری اولاد مې زوی دی چې تر اوسه د ښونځي دتلو جوګه نه ده او کشری زوی مې عبدالرحمن نومېږي .

پوښتنه: واده کول په کوم عمر کې ښه وی او ايا واده کول ضرورت دی حق دی اوکه جبر؟

ځواب : واده کول خو د سنت طریقه ده ، که د ځوانی په عمر کې وي ښه ده.

پوښتنه: کوم رنګ مو زيات خوښ دی؟

ځواب : ټول رنګونه مې خوښیږي هر رنګ ځان ته ښکلا او خوند لري .

پوښتنه: دخپل ژوند قهرمان څوک بولئ؟

ځواب : زه مې د خپل زوند فهرمان خپل خوږ پلار بولم .

پوښتنه: ډېره مينه څوک درکوي؟

ځواب : مور او پلار .

پوښتنه: د خوښې وړ شخص دې څوک دی؟

ځواب : حضرت محمد )صلی الله عليه وسلم( .

پوښتنه: که د ځآن لپآره نوم ټاکل کېدای د ځآن لپآره به مو کوم نوم ټاکلی وای؟

ځواب: د محمد ظاهر پرځای به مې عبدالظاهر نوم ټاکلی وای .

پوښنه: کوم حالت کې ډېر غوصه کېږي؟

ځواب : د یو ناروا کار په لیدلو سره غصه راځي.

پوښتنه: هغه فلم چې ډېر مو لیدلی وی؟

ځواب: هندي فلمونه باغبان او دل والی.

پوښتنه: په زړه پورې اداکارمو څوک دی؟

ځواب:په افغانستان کې ممنون مقصودي او په هندوستان کې امیتاب بچن .

پوښتنه: نشه کوی؟

ځواب : نه شکر دی

پوښتنه: زما په پوښتتنوکې دې کومه بده راغله؟

ځواب: نه خدای دې نه کړي يوه مې هم بده رانغلله .

پوښتنه: که چانس درکړم او له ما پوښتنه وکړې نو کومه پوښتنه کوې؟

ځواب : زما پوښتنه ،خلک خو ډیر خو د مرکې لپاره مو ولې زه انتخاب کړم .

زما ځواب: سل او زر ګلونه وشي په چمن کې ـ پکې يو نيم د ليلا پېکي ته ورشي

ـ یوه نړۍ مینه مننه

پوښتنه: په وروستيو کې شاعرانوته څه ويل لرې؟

ځواب : درنو شاعرانو ته مې دا پیغام دی چې راشئ داسې اشعار ولیکئ چې د دې دردیدلي او کړیدلي اولس د درد دوا شي .

مننه چې له ډېرو مصروفيتونو سره سره مو له ستړي ژونده زرلښت ډاټ کام ته هم شېبې وروبخښلې.

غزل

دا ته چې نه یې ځان لیدلو ته اثره نه لرم 
داسې هم نه ده چې کوټه کې آینه نه لرم

په کلیمه دې ترېنه سر په سینه کیښودلو 
زه د میږي په مرګ هم دومره حوصله نه لرم

تا ته ده خلاصه ته کولی شې هر وختې راشې
زه مې په زړه کې کومه بنده دروازه نه لرم

بغیر له تا یمه ځوړند لکه تصویر په دیوال 
یمه ژوندی خو د وجود یوه حصه نه لرم

تا باندې خدای پیژنې لار د محمد در ښایې
زه د ملا ګلابه نور تاته کیسه نه لرم

لپې یې پورته وي اسمان ته او له خدایه غواړي 
د مور دعا ده چې په ژوند ګې حادثه نه لرم

ما نه اوس مه غواړی ملګرو د ظاهر غزلې
چې مې په یاد پاتې شي هغه حافظه نه لرم

غزل

  دا به تیر شي چې په تور کې زندګي ده

 راشه زما د زړه په کور کې زندګي ده

 ها پخوا وختونه لاړل افسانه شول

 په دې ښار کې اوس په اور کې زندګي ده

 د ځوانی غرور به مات شي چې مرګ راشي

 داسې نه ده چې په زور کې زندګي ده

 راشه هر وختې همداسې راته ګوره

 ستا د سترګو په ټکور کې زندګي ده

 کله ښکته کله پورته کړه په لیچو

 د ظاهر په دغه شور کې زندګي ده

 

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته