سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426858

د صحابه مالک خروټې ژوند پاڼه


2015/07/09

 
صحابه مالک خروټې د حيات الله حرکتي لور او د مرحوم مفتي ملا ګل خان لمسۍ ، د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ د چهار باغ کلي اوسېدونکې په خټه پښتنه ده ، له نن څخه ۴۷کاله وړاندې په پلازمېنه کابل کې دې نړۍ ته راغلې ،خوشحاله او پراخه ټنده ،خوږه ارواح، ميانه قد اوپه غوښو اباد وجود لري وزن يې د ۷۰ او ۷۲ کيلو ګرامه  ترمنځ ده.
پلار يې نظامي صاحب منصب و خو اوس تقاعد شوی دی ،د شپږ وروڼو او درې خويندو له منځ څخه د کورنۍ په اولادونوکې پنځمه غړې ده له کوچنيوالي يې له زده کړو سره بې کچې علاقه لرله، يوآځې صحابه نه بلکې د کورنۍ ډېری غړي يې،په ادبياتو،اقتصاد،شرعياتو ،حقوقو او نورو برخوکې  د لېسانس او ماسټرۍ ترکچې زده کړې.
سره له دې چې په ښوونځي کې د شاملېدو لپاره قانوني سن شرط وي خو له تعليم سره د بې کچې مينې له وجې صحابه  څلور کلنه وه چې د ښوونځي په دروازه يې پښه کېښوده او د زده کوونکې نوم يې خپل کړ او لومړنۍ زده کړې يې د کابل ښار سيد نور محمد شاه مېنې په توتيا ابتدايه ښوونځي کې پيل کړې،صحابې ليسه په امنه فدوي کې ولوستله او د کارنکور له ازموينې وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنخي ته بريالۍ شوه ،داچې صحابه خروټې يوه ذهينه او لايقه زده کوونکې وه نو له نېکه مرغه د روسيې هېواد په تحصلي برسونوکې له ازموينې ورکولو وروسته يې نوم په برياليو کسانوکې و ،هماغه و چې  خپلې لوړې زده کړې يې د روسيې هېواد د والګاګراد  ښآر په( انسايتوت سيرافيمويج) پوهنتون کې د پښتو ادبياتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې ورسولې.
صحابه د پښتو سربېره په دري ،انګليسي او روسي ژبو روانې خبرې کوي ،سره له دې چې زده کړې يې په ادبياتوکې کړې دي خو له جنايي برخې سره ډېره علاقه  لري او دليل يې هم دا وړاندې کوي چې نوموړې په  يوه نظامي کورنۍ کې را لويه شوې نو همدا وجه ده چې ډېر وخت جنايي کتابونه مطالعه کوي.
وروسته له دې چې صحابه له شپږ کلونو وروسته د روسيې هېواد څخه خپل ګران هېواد افغانستان ته د ماسټرۍ له سند سره ستنه شوه په  ۱۳۸۰هـ ل کال يې واده وکړ چې تراوسه يې د واده ثمره شپږ اولادونه څلور زامن  او دوه لوڼې دي چې مشر ځوی يې عبدالله نومېږي.
صحابه مالک خروټې تر دې دمه په بېلابېلو مختلفو ځايونوکې دندې اجراء کړي دي چې ډېری يې د معارف په چوکاټ  کې دي.
لومړۍ دنده يې د ښوونکې په توګه پيل کړه تر څه مودې وروسته پاکستان ته مهاجره شوه او هلته په يوه ښوونځي کې د سرښوونکې په صفت مقرره شوه ، صحابې خپل ژوند د معارف په برخه کې مخکې وړه چې بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه  اودلته د افغانستان د مختلفو ملتونو په نامه د ښځو ديوې ټولنې  استازې په توګه وټاکل شوه ،تر لنډې مودې وروسته د افغانستان دښځو چارو ټولنې رئيسه وټاکل شوه ترڅنګ يې د زن حق و عدالت په نامه د يوې مجلې مسؤول مديره شوه.
داچې د صحابه مالک خروټې مينه له ژورنالېزم سره هم ډېره زياته وه نو د (Good morning Afghanistan) په نامه له يوې رادېو سره يې د پرېډيوسرې،پرزېنټرې او راپورترې په صفت هم دنده اجراء کړې ده.
د څه وخت په تېرېدوسره دکابل ښار د معارف رياست دنظارت غړې شوه اوپه دې پسې  پرلپسې ډول  په کابل ښآر کې د وحدت نجونو لېسې،امنه فدوي دنجونو ليسې چې په خپله هم له همدې لېسې څخه فارغه ده د مديرې په صفت پاتې شوې ده او وروستۍ دنده يې چې لايې هم پر مخ وړي د سيدنور محمد شاه مېنې د نجونو لېسې مديريت دی.
صحابه مالک يوه له هغوکسانوڅخه ده چې تل په خدای او عقل باور لري،د چا په کار کې يې مداخله کول بد راځي.
صحابه مالک ددې ترڅنګ چې يوه بريالۍ مديره او د معارف په چوکاټ کې ځلېدلې اوپه لوړو زده کړو سمباله څهره ده ،دشعر ،شاعر او ادب لويه مينه واله هم ده چې دهمدې مينې له وجې په کابل کې دمېرمن کلتوري ټولنې غړيتوب هم لري،دخوښې وړ خواړه يې کباب ،دخوښې وړ څښاک يې شيدې،دخوښې وړ کتاب يې عظيم الشان قران،دخوښې وړ هېواد يې سويډن،دخوښې وړ ولسمشر يې ډاکټر نجيب الله دی،دخوښې وړ شخص يې فيدل کاسټرو،دخوښې وړ سندرغاړی يې ډاکټرصادق فطرت ناشناس،دخوښې وړ رنګ يې تور اوشين،دخوښې وړ فون يې ايفون 6 دی،دخوښې وړ کلمه يې اعتماد ده او د ژوند قهرمانه يې خپله کورنۍ ده.
تراوسه يې څلورو بهرنيو هېوادونوته سفرونه کړي چې په لاندې ډول دي:
روسيه، بلغاريا،ازبکستان اود امریکا متحده ایالات  
 

رفيع الله روشن

بېرته شاته