سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088411

د تړون اونيزې اتمه ګڼه له چاپه راووته


2015/09/09

 

د تړون اونيزې اتمه ګڼه له چاپه راووته چې په کې بېلا بېلو سياسي، فرهنګي، علمي، ټولنيزو او ادبي موضوعاتو ته ځاى ورکړل شوى دى چې د هر ډول ذوق لرونکي لوستونکي تنده خړوبه کولى شي. په لومړي مخ کې يې سرليکنه (افغان با استعداده ځوانان څه غواړي، څه ورکول کيږي؟ ) تر عنوان لاندې ليکل شوي ده چې د افغان ځوانانو په استعدادونو او وروستيو برياوو رڼا اچول شوي، ليکوال وايي چې:" افغان ځوان نسلونه تل د پرديو له خوا په غلط لوري سوق شوي په داسې حال کې چې دوى له هر بل ملت څخه زيات طبيعي وړتياوې او قابليتونه لري چې ښه بېلګه يې په نړۍ کې د کريکټ سيالۍ دي چې له تنګو کوڅو او رنجو جوړ پنډوسکو بيا تر نړيوالو ميدانونو ورسيدل چې اوس يې د نړۍ وتلي لوبډلې هر وخت د ځان لپاره يو کواښ بولي."

ليکوال له نړيوالې ټولنې ګيله کوي چې د افغان ځوانانو دا برياوې د نړۍ لپاره د سولې او امن پيغام لري خو دوى بيا هم افغان ځوانان په سالمه طريقه نه دي حمايه کړي.

په دې سربېره په کابل کې د ريکا شپږمه ناسته ترسره شوه، افغان ١٩ کلنو د اسيا غوره ليګ اتلولي وګټله، ستاسو زړه څومره دى؟، برېښنايي جرمونه، خوست او کريکټ نه بېليدونکي نومونه او د رنګينې پاڼې تر سرليک لاندې د مخکښو شاعرانو شعرونه او غزلونه په کې ځاى شوي دي.

د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه کابل کې د بيهقي او کتاب ښار په کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.

 

بېرته شاته