سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286209

له حميرا ايوبي سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2015/19/09

 

د زرلښت ډاټ کام ګلونو لوستونکيو داځل مو بياد ملت د انګړ)پارلمان( دروازه ټکولې او په دې انګړ کې مو د فراه ولايت د خلکو استازې حميرا ايوبي مو غږولې او ستاسو د لوستلو لپاره مو ورسره مرکه کړې هيله ده خوښه مو شي.

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

پوښتنه: دلوی اوسترڅښتن په سپیڅلی نامه ډیرې محترمې وکیله صا حب داچې نن دخپل ویب سایټ له مخې نه تا سوسره پیژند ګلوي کومه خپلوخلکوته ستاسوآوازرسوم ډېرخوشحاله یم د مرکې له دود سره سم که د زرلښت وېبپاڼې قدرمنولوستونکوته ځان وروپیژنۍ ښه به وی ؟

ځواب:- زما سلامونه هم ومنه ښه ر اغلاست درته وایم حمیرا ایوبی یم په ولسي جرګه کې دفراه د خلکو استازې دمعارف اودلوړوزدکړووزارت دکمېسيون غړې یم ،په دینی اوفرهنګی برخه کې دپارالمانی کاکس مشری هم کوم مخکې له دې چې ولسي جرګې ته را شم ښوونکې وم په مختلفوښوونځیوکې شل کلنه کاری تجربه لرم .

پوښتنه :- څه انګېزه درته پیدا شوچې ولسي جرګې ته راغلې په مخکینی دنده موولې بسنه ونکړه ؟

ځواب:- ښوونکې وم مدیره شوم دښوونې اوروزنې په برخه کې مې ډیرې لاسته را وړنې درلودې زړه مې غوښتل چې لوړودولتي پوستونوکې کاروکړم ترڅوخپلو هېوادوالوته لا زیات خدمتونه وکړم همدا سبب شو ځان مې ولسي جرکې ته نوماند کړواودخپل ولایت نه په لوړو رایو کامیابه شوم .

پوښتنه :- آیا په دې ډاډه یاستی چې تاسوواقعآ دملت په رایه ولسي جرګې ته راغلې یاست؟

ځواب:- زماټولې رايې پاکې وې دیوقوم نومانده نه وم والسوالیو،قریو اوکلیوکې دمختلفواقواموپه رایه کا میابه شوې یم.

پوښتنه :- دفراه ولایت نه په ولسي جرګه کې څوغړي دي څونارینه اوڅوښځینه اوآیا هغوی سره ستاسورقابت څنګه دی سالم دی که ناسالم؟

ځواب:- له فراه ولایت نه موږ په ولسي جرګه کې پنځه غړی یو زما په مقابل کې څلورتنه نارینه دی سالم رقابت لرو ،یوله بل سره همکاران یو .

پوښتنه :- دولسمشرحامدکرزی دولت سره په پرتله اوس دولسمشرغنی دولت دی څه فکرکوی اوسنۍ پارلمان له پخوانیو سره څه توپیرلري؟

ځواب:- دافغانستان پارلمان له مخکې څخه ښه شوی دی دوخت په تېرېدوسره به نورهم ښه شی وکیلانوتجربه پیداکړې دنوروهېوادونودپارلمان له غړوسره راشه درشه لري د څودوروپه تیریدوسره به نوراصلاحات هم پکې راشی .

پوښتنه:- په نوروهېوادونوکې پارلمان یاشوراته خلک د حزبونوله خواټاکل کېږی دهرچارایه چې زیاته وه هغه پارلمان ته لاره پیداکوی افغانستان کې دپارلماني ټاکنو لپاره که داسې وشی هېوادبه بهبودلورته لاړشی یاتنزل؟

ځواب:- په اوسنی وخت کې که افغانستان کې وکيلان دحزبونوله خوا خلک ولسي جرګې ته لاره پیداکړی پایلې به يې منفي وي ځکه چې دلته حزبونه قومي اوسمتي دي اودټول هېواد له وګړو استازیتوب نه شي کولای .

پوښتنه:- آیا تاسوخپله دکوم سیاسي حزب غړې یاستی، که یاستی ستاسوحزب څومره مخکې دی اوکه نه یاستی په اوس وخت کې په افغانستان کې دولسي جرګې یا ولسمشرۍ ټاکنوکې دسیاسي حزبونورول څنګه دی؟

ځواب:- زه دکوم حزب غړیتوب نه لرم مستقله یم په افغانستان کې که حزبونه دټول ولس استازیتوب وکولای شی هېوادپه ګټه يې بولم قومی اوسمتی په تاوان .

پوښتنه:ـ دولسي جرګې دټاکنووخت وځنډیده ستاسوپه آنددغه ځنډېدل څومره داساسي قانون سره په ټکرکې دي اوڅومره دافغانستان دملت په ګټه یاتاوان دي؟

ځواب:- هرکارچې قانون سره په ټکرکې وي دهېوادپه زیان دی لکه دټاکنوځنډیدل دادملت لپاره هم یوه لویه ضربه ده ولسمشربا ید د ولسي جرګې ټاکنوته زمینه مساعده کړي .

پوښتنه :- آیاپه راتلونکې کې ځان دولسي جرګې لپاره نوموئ ؟

ځواب:- هوبیاهم ځان نوماندوم دازما مؤکلينو غوښتنه ده .

پوښتنه:- تاسوڅومره ډاډه یاستی هغه ژمنې لکه دنورو وکیلانوپه شان چې له ولس سره موکړي سرته مورسولي دي؟

ځواب:- دکمپاین په دوره کې کومې وعدې چې ولس سره مې کړې وې سرته مې رسولي لکه دهوايي ډګرجوړول ، پوهنتون ته ځمکه پیداکول ،روغتون ته ځمکه پیداکول سرک جوړول اوداسې نور.

پوښتنه :- دفراه ولایت نه پرته که دبل کوم ولایت نه څوک راشي اوخپله ستونزه تاسوسره شریکه کړی تاسوبه هغوی سره لکه دفراه اوسیدونکي په څېر دهغوی دستونزې په حل کې مرسته وکړئ؟

ځواب­ :- زه دملت په کورکې دټول افغانستان استازیتوب کوم هرولایت نه خلک چې ماته راشی دستونزوحل کې ورسره مرسته کوم لاس په نامه ورته درېږم .

پوښتنه:- تاسودمعارف اولوړوزدکړو وزارت په کمیسون کې یاستی   دهغوځوانانولپاره چې په ځینوخصوصي پوهنتونونوکې دی په دې وروستیوکې پرته له دې چې دوزارت له خوا کوم قانونی سند راوړی دپوهنتون دریاست له خوا دهغوی فیسونه اوچتوي څه کولای شی؟

ځواب:- په دې باره کې موږڅوځله دلوړوزدکړودوزیرصاحب سره کیناستوځنې وموغوښتل چې دخصوصي پوهنتونونوفیس دې تعین کړي ځینې خصوصی پوهنتونونه چې ښه امکانات لري لوړفیس اخلی چې نه يې لري کم اخلی.

پوښتنه :- دهېواد وروستی حالات ډیرکړکېچن شوي دي چې ورځ تربلې خرابېږي اوس زموږپه هېوادکې دنورومخالیفینوترڅنګ یوه بله نوې ډله دداعش په نوم راپورته شوې څه فکرکوی چې دوی به دطالبانوځای ونیسی اوکه نه وبه يې نه نیسی دافغانستان لپاره څومرپه زیان دی؟

ځواب:- ټولې ترورېستي ډلې چې دېرش کاله کېږي افغانستان کې راپیداشوې په مختلفونومونو فعالیت کوي دهېوادپه زیان دي دادبهرنیواستخباراتي کړیوکاردی چې نورد طالبانوله نومه ستړي شوي بله ظالمه ډله يې داعش په نوم جوړه کړې اوغواړي خپلوسیاسی اهدافوته ورسېږي .

پوښتنه :- ډیروخت په ولسي جرګه کې ځینې وزیران یا ځینې رئیسان دادارومشران استضاح کیږی یا استجوابیه غونډوته رابلل کېږی دغه څومره په ګټه دی آیا کله چې دوی استضاح شی هغه ځوابونه چې دوی ورکوی ډیريې هغه څه وی چې دبوسولاندې اوبه تیروی خپل ځان تیرباسی مګربیاهم دوکیلانوله خواورته رایه ورکول کېږی ددغه دلیل څه کیدلای شی دغه استضاح څه ګټه لری؟

ځواب:- دقانون مطابق استضاح کول دوکیلانوحق دی باید وزیران راوغوښتل شی هغه بودیجه چې ددولت له خوادوی ته منظورشوې څومره يې دوی مصرف کړې دوکیلانوپوښتنوته دې قناعت ورکونکي ځوابونه ووايي ترڅوداعتماد رایه ترلاسه کړی.

پوښتنه :- ملی وحدت حکومت له پیله تراوسه ډیې ستونزې او کړکیچونه موجودی مثلآ که یوڅوک ولسشر محمد اشرف غنی معرفي کوی اجرایه رئیس ډاکټرعبدالله يې نه منی که ډاکټرعبدالله يې معرفی کړی اشرغنی يې نه منې څه فکرکوئ دغه اختلافات څومره زموږپه زیان دی اوترکومه به دوام کوی؟

ځواب:- په اوسنیوشرایطوکې داجرایه ریاست منځ ته راتلل افغانستان کې یوه ستره اشتباه و غیرقانونی پوست دی هېواد دبحران خواته بیايي له دواړومشرانوزماتوقع داده چې خپل منځي ستونزې حل کړي .

پوښتنه :- په افغانستان کې ډېرخلک دافغان کلمه پښتون ته کاروی تاسوڅه فکرکوی؟

ځواب:- دافغان کلمه دټولواقوامولپاره په یوخاصه جغرافیه کې چې په نوم دافغانستان دی ژوند کوی استعمالیږی یوڅوتنه وطن پلورونکي دې مسایلوته لمن وهی دادهیچا په ګټه نه دی موږباید خپل هویت ته احترام ولرو؟

پوښتنه:- آیاواده موکړی څواولادونه لری اولادونه موڅه کوی؟

ځواب:- بلې واده مې کړی څلوراولادونه لرم یوزوی درې لورګانې دوه لوڼې مې په هندوستان کې محصلې دې دریمه يې دلسم ټولګې زدکوونکې زوی مې دنهم ټولګی زده کوونکی دی .

پوښتنه:ـ په کورکې کارکوی ؟

ځواب:- بلې زه په کورکې کوم خدمت ګارنه لرم کارونه خپله کوم دمېلمنولپاره پخلی اوداسې نور.

پوښتنه :- کومه غذا ښه په خولای شی ؟

ځواب :- ټولې غذاوې چې افغانستان کې مروجې دی زه يې پخولای شم لکه قابلی پلو، منتو، فيرنی، حلوا ، آشک ، توربانجان اودا سې .

پوښتنه :- آیاداسې موکله کړی چې میلمه درکره راغلی وی خواړه موله هوټل نه ورته راوړی وی بیاموورته ویلی وی چې دا ما پخ کړی دی؟

ځواب:- نه داسې مې هېڅکله نه دی کړی زموږدکورخواکې هوټل نشته که سل نفرمیلمانه هم ولرم زه ورته خپله اشپزي کوم .

پوښتنه :- کوم رنګ دې ډېرخوښیږی؟

ځواب:ـ تیزرنګونه ډیرخوښوم لکه سور، شین ، اوسپین ، په ارامورنګونوکې مې یاسمندی رنګ ډیرخوښیږی.

پوښتنه :ـ کوم خوراک دې ډیربدراځی ؟

ځواب:ـ ګلپی اوشلغم مې نه خوښیږی .

پوښتنه :- کوم کتاب دډیرخوښیږی؟

ځواب:-   دشعراوادب کتابونه مې زیات خوښیږی.

پوښتنه:- واده موپه خپله خوښه کړی دی ؟

ځواب:- بلې واده مې په خپله خوښه کړی دی.

پوښتنه :- کله موخاوندوهلی یاستی ؟.

ځواب:- نه خاوندمې هېڅکله نه یم وهلې .

پوښتنه :- زماپه پښتنوکې دې کومه یوه خوښه نه شو؟

ځواب:- ستاټولې پوښتنې مې خوښې شولې.

په ولسي جرګه کې دافغانستان دخلکووکیلې میرمن ایوبی داچې له شته مصرفیتونوسره سره مو زرلښت وېبپاڼې ته وخت وکړ له تاسونه مننه.

ځواب: له تاسوهم مننه چې نن مو زما د زړه خبرې له خپلو خلکوسره شريکې کړې.

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته