سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286189

له لېمه نيازۍ سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2015/26/09


 
زما ښوونځی ورانوې  .....  زه به ډاکټره نه شم
خو دا په یاد ولره  .....     سبا به ته ناروغ شې
                        ««««««««
 خیال مې د دنګو غرو شاهین دی
افسوس پر دې چې وزر ماتی پروت دی
یو خوا جګړې بل خوا رواج ځپلی

««««««««««««««««««««««««««««
د زرلښت ډاټ کام زړه ته راتېرو لوستونکيو او په ځانګړې توګه د ادبي مرکو مينه والو د وخت په تېريدو درته سلامونه او هرکله وايم،هيله ده وختونه مو په خوښۍ تېرېږي ،محترمو!  دمرکو په لړ کې مو داځل د ادب داسمان له ستورو څخه يوه تانده،پياوړې  پښتنه شاعره اغلې لېمه نيازۍ سره د زړه خواله کړي ،راځۍ د ليمه نيآزۍ خوږې خبرې او د شعر اوشاعرۍ په هکله اند ولولۍ.

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن


روشن : اغلې لېمه نيازۍ سلام دې وي پر تاسو!  داچې نن له تاسو سره يم او ستاسو دزړه خبرې چې د شعر اوشاعرۍ په هکله يې لرئ تر هېواد والواو نړيوالو  رسوم خوښ يم ،که سر کې لوستونکيو ته ځان په مفصله توګه ور وپېژني خوښ به شم؟
لېمه: عليکم سلام اجازه راکړئ چې زه هم په خپل نوبت سره تاسو او دزرلښت وېبپاڼې محترمو لوستونکيو ته د زړه له کومي سلامونه ووايم خوشحاله يم چې نن مو زموږتر جونګړې قدمونه ستړي کړل او زه مو ددې لايقه وبللم چې خپلې خبرې له تاسو اونړيوالوسره شريکې کړم.
لېمه نيازۍ يم د لغمان ولايت الينګار ولسوالۍ دنازيانو د کلي اوسېدونکې  ،خاپوړې مې په خپل کلي کې کړي دژوند لومړي شپږ کلونه مې ،هماغلته په شا پرېښودل،بيا کابل ته راکډه  شولو تر دولسمه زده کړې مې د رابعه بلخي په لېسه کې وکړې،ترهغې وروسته دکانکور ازموينې له ورکولو د کابل دښوونې اوروزنې پوهنتون دمعاصر تاريخ څانګې ته بريالۍ شوم خو داچې  هغه وخت مې ددې رشتې لوستلو اماده ګي نه لرله ،نو تصميم مې ونيو چې) B B A ( )اداره اوتجارت( برخه ووايم ځکه غواړم په راتلونکې کې يوه رهبره و اوسم،نو مې له هغې پوهنځۍ چې ورته بريالۍ  شوې وم تعجيل واخست اوس د مريم لوړو زده کړو مؤسسې  دلومړي کال محصله يم ،ترڅنګ يې د مېرمن بهير کلتوري ټولنې غړې يم او له څو کالو راپدېخوا په مسلسله توګه ورته راځم او ددې ټولو په څنګ کې خلک راته شاعره او ليکواله هم وايي.
روشن: ايا اړينه ده چې بايد تاسې شاعره اوسۍ او شعر وليکۍ؟
لېمه: نه زه د شعر نړۍ ته په تصادفي ډول راغلې يم څوکاله دمخه ما شعر نه پېژانده اونه مې هم ورسره علاقه لرله خو کله چې  په اوم ټولګي کې زده کړياله وم  دشعر په نامه مې يوڅه وليکل او بيا مې خپل پلار ته وښودل هغه ډېره تشويق کړم ،زما پلار ماته هغه وخت هم دماشومې په سترګه نه کتل فکر يې کاوه چې زه يوه لويه او مفکره يم،د لومړي شعر له ليکلو وروسته يې زه له ځينو همفکره دوستانوسره معرفي کړم چې له هغې لارې ما مېرمن بهير ته لاره وموندله او تر ننه يې لاروۍ يم.
روشن: ډېر تعريفونه به مو دشعر په هکله لوستي او اورېدلي وي تاسوله خپله انده ورته څه تعريف لرئ؟
لېمه: شعر دزړه خبرې دي ،هغه خبرې چې خوږ والی او يو ډول خوندور درد ولري چې د خوښۍ اوخفګان په وخت کې د يوه شاعر له خولې را وځي.
روشن: ستاسو په اند ديوه شي منعکسول د انځور په بڼه په شعر کې څنګه دي؟
لېمه: د انځور په ډول د يوه شي منعکسول يا په شعر کي په طبعي لحاظ انځور کښل شعر ته قوت او  ځواک وربخښي انځور دشعر ظاهري او باطني ښکلاده ،همدارنګه له انځور پرته وزن، اهنګ،رديف ،قافيه او جمله بندي هم په نظر کې نيول مهم دي او له خپله انده يې ډېر اړين بولم.
روشن: د يوه عادي وګړي اوشاعر ژوند څومره توپير لري؟
لېمه: کېدای شي يو شاعر يو عادي وګړی شي خو عادي وګړی نشي شاعر کېدای،ځکه عادی وګړی خپل ژوند په ډیره ساده توګه مخته وړي، دډېرو لوړو ژورو خيال نه ساتي خو شاعر اندک رنجه وي، نازکخياله وي ،په ډیره کوچنۍ خبره متاثره کېږي او په ډېره کوچنۍ موضوع لوی فکر کوي.
روشن:ايا د شعر لپاره زده کړه اړينه ده اوکنه؟
لېمه: بلې زده کړه په هره برخه کې اړينه ده خو زما په اند د شعر ليکلو لپاره زده کړه ډیره مهمه ځکه نده چې ډېر وګړي شاعري کوي خو زده کړې نلري ،مګر بيا ډېر وګړي ډېرې لوړې زده کړې لري خو شعر نشي ليکلای،شاعري فطري اوالهي لورېينه ده ،الهام دی ،په زور نه ليکل کېږي هر هکله چې يو څوک  دشعر ليکلو په مود کې اوسي، عاطفه ولري ،احساس ولري  او زړه يې له يوه چا يا يوې پيښې متاثره شي شعر ليکي هغه که لوستی وی او که نا لوستی،خو دا اړينه ده چې شاعري يې په فطرت کې اغږل شوې وي هرڅوک يې ليکلی هم نشي.
روشن: تر اوسه مو په څومره تعداد کې شعر ونه ليکلي او ايايواځې شعر ليکۍ اوکه نورې برخې مو هم تعقيب کړي دي؟
لېمه: ما ډېر کم شعرونه ليکلي دي تر اوسه يې شمېر له شلو لوړ ندی ،ډیر شاعران دی چی هغوی د ځان لپاره هدف ټاکي چې په مياشت ،کال ياورځ کې دې بايد دومره شعرونه وليکي خو زه بيا هسې نه یم، د شعر تر څنګ مقالې هم ليکم ،ډیر وخت له دري څخه پښتو ته ژباړې کوم.
روشن:  د چا له شاعرۍ څخه متاثره يې؟
لېمه: هو اړينه ده چې يوڅوک په يوه کار کې له چا متاثره شي او ډیره اړينه هم نده ډیر خلک خپل سبک لري،زه تر ډیره د استاد اسمعيل يون له شاعرۍ څخه متاثره يم او د هغه کلامونه مې خوښېږي.
روشن: داوسنيو او پخوانيو شاعرنو پرتله څنګه کوئ؟
لېمه: په اوسنيو او پخوانيو شاعرانوکې تکړه شاعران شته او ول، او داسې شاعران هم لرو چې سره پرتله يې کړو ځکه موږ په نويو کې ډیر ښه شاعران لروچې هغو به انشاء الله د پخوانيوشاعرانو تشه ډکه کړي.
روشن: ایاټولې خبرې شعر کېدای شی؟
لېمه: نه هره خبره کې عاطفه ،احساس اومینه نه وي اوکله چې په خبرو کې عاطفه نه وي احساس پکې نه وی، ښکلا اومينه نه وي نو هغه شعر ندی،شعر هغه دی چی په شاعر ،لوستونکي اواورېدونکی کي تغير راولي هیجاني يې کړي.
روشن: د شعر په برخه کې موڅوک ډیر تشويقوي؟
لېمه: تر ټولو ډیره مې پلار جان تشويقوي،دبهير غړې مي تشويقوي او همدارنګه مي د مېرمن بهير مشره ساهره شريف ډيره تشويقوي جې اړينه بولم مننه ورڅخه وکړم او خپله استاده يې هم بولم.
روشن: د شعر ښاپېرۍ موکله ملګرتيا کوي يعنې څه وخت کې شعر ليکۍ؟
لېمه: اصلاً د شعر له ښآپېرۍ سره زه ملګرتيا پالم هغه يې ډېره نه پآلي ځکه خو مې شعرونه هم کم دی کله چې خپله وغواړم  نو شعر ليکم .
روشن:دکوچنيوالي قهرمان مو څوک دی؟
لېمه: زما خور مسعوده نيآزۍ او ورور مې ميلادجان نيآزی.
روشن:په زړه پورې سياستمدار مو څوک دی؟
لېمه: مېرمن شکريه بارکزۍ.
روشن: تر ټولوښه عادت مو څه دی؟
لېمه: سلام ورکول .
روشن:د ضعف نقطه مو څه ده؟
لېمه: بد چانسي.
روشن: منځنی اولاد مو څه نومېږي؟
لېمه: واده مې ندی کړی نو ځکه خو اولاد هم نلرم.
روشن: کورنۍ مو له څو غړو تشکيل ده؟
لېمه: له نهو.
روشن: دکورنۍ څومه غړې يې؟
لېمه: څلورمه.
روشن: که د ځآن لپاره نوم انتخابېدای کوم نوم دې ټاکه؟
لېمه: همدا خپل نوم مې ډېر خوښ دی ځکه چې مور مې راته انتخاب کړی دی.
روشن: پلار مو څه دنده لري؟
لېمه: پلار مې د فزيک د څانګې پروفيسور دی او دعلومو په اکاډمۍ کې سر څېړونکی دی.
روشن: کله دې  پلار او  موروهلې يې؟
لېمه: پلار نه!  خومور مې وهلې يم.
روشن: کله چا تقدير کړې يې؟
لېمه: هو دښوونځي په وخت کې د ښوونځي امر يو کپ او ستاينليک راکړی .
روشن: کوچنيوالی وختونه مو یادېږي؟
لېمه: هو يادېږي مي زما يادښت  ډیر ښه دی ان هغه وختونه او کيسي مې اوس هم په ذهن کې دي چې په ماشومتوب کې به مې مور راته کولې.
روشن: په زړه پورې خاطره دې کومه ده؟
لېمه: کله چې زما داشعر :
زما ښوونځی ورانوې ««« زه به ډاکټره نشم
خو داپه ياد ولره ««« سبابه ته ناروغ شې
په انګليسي ژباړل شوی و او په نيويارک ټايمز مجله کې نشر شوی و اوبياترما راورسیده او دهمدې شعر په برکت يوه بهرنۍ ژورناليسته افغانستان او ان زما ترکوره راورسيده او بيا زما همدا شعر د )پيوټر( )شاعر(په نامه يوه سل کاله پخوانۍ مجله کې زما له انځور سره چاپ شوه دامې خوږه  خاطره ده.
روشن:څه دې خوښېږي؟
لېمه: په خوراک کې مې ماهي ،په څښاکو کې اوبه،په هېوادونو کې افغانستان،په ولايتونوکې کابل،په رنګونوکې تور،مبايل هغه چې چارج ډېروخت وساتي،خلک هغه چې لوستي او بادرکه وي.
روشن:څه ارمان لرې؟
لېمه: دا ارمان لرم  په کاناډاکې دنيآګارا په نامه يو ابشار دی چې هغې ته ورشم او له نږدې يې وګورم.
روشن: په کور کې څوک درسره جنګ کوي؟
لېمه: يو ورور مې دی ،کله چې مې مور ماته کوم امتيآز راکړي نو دی رخه کوي خو په ما بيآ ډیر ګران دی.
روشن: د خوښې وړ سندرغاړی مو څوک دی.
لېمه: ښاپېرۍ نغمه.
روشن: مننه چې خپلې مصروفې شېبې دي زرلښت ډاټ کام ته ورکړې او زما هرې پوښتنې ته مو په پوره حوصله او مسکا ځوابونه راکړل.
لېمه: مننه له تاسو چې زموږ تر جونګړې راغلۍ او زما د زړه خواله مو له ګلونو لوستونکيو سره شريک کړل خوښ اوسئ.
غزل
زما وجود کې که دا مینه ده او شور ده
خو سکروټې او سپرغې هم لري اور ده
اور د ظلم د کنګل وزر اوبه کړي
او دا مینه خوره شوي لور په لور ده
په شغلو مې سوځوم وجود د بدو
په خوبانو مې لبیک ده او سرور ده
زما د شور به څه غوغا وي که څرګند شي؟
چې سکوت کې مې له ورایه دومره زور ده
زمانې سینه د ظلم په ډب ډب کړه
ګویا دا یې لا اول ځلې پیغور ده
زما د ښو ځواب یې ولې کړو په بدو؟
که مې پلار که  مې میړه اوکه مې ورور ده
که کمزورې وای تراوسه به ژوندې وم؟
شهامت غیږه راکړې په هر کور ده
تاوتریخوالی مې نه وژني  او نه دا مري
له ازله مې په ژوند لکه ناسور ده
لیمه نیازۍ
«««««««««««««
غزل
ستا په یاد هغه شیبه د خیال او فکر
چې شوه موږ ته خاطره د خیال او فکر
څوک مصنف وه څوک شاعر واړه لګیا ول
ځکه وه هلته جګړه د خیال او فکر
که قلم او کاغد وسوزي بیا ګوره
ځوانیمرګه مړه ډیوه د خیال او فکر
باغ د ژوند به دې سمسور شي بیا به یی وینې
که راتاو شې پرې څپه د خیال او فکر
بیا مې سوزي د ښوونځې په بیلتانه کې
ټیټه شوې ده شمله د خیال او فکر
که د نن او صبا ګورې نو بیا غوږ شه
ما لیدلې اینه د خیال او فکر
اې هېواده ضروري به دې ودان کړم
دا لیمه او دا وعده د خیال او فکر
لېمه نيازۍ

رفيع الله روشن

بېرته شاته