سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1414239

د تړون اونيزې يولسمه ګڼه له چاپه راووته


2015/05/10

تړون اونيزې د خپلو خپرونو په ډګر کې يولسمه ګڼه هم له چاپه راويستله، چې
منځپانگه يې په سياسي، فرهنګي، ټولنيزو ادبي او علمي مطالبو ښکلي شوي
ده.
سرليکنه يې (( د بري راز ښه ښوونه او روزنه ده )) تر سرليک لاندې ليکل
شوي ده او ليکي:" اروپا چې اوس د تمدن او پرمختګ زانګو بلل کيږي په
څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کې د تيارو او جهل کور وو، هيچا دا توان نه
درلود چې د دې بدمرغيو او نه انډوليو په وړاندې ودريږي. کله چې د عربو په
ځمکه د اسلام زرينې وړانګې خپرې شوې نو د معياري او بنسټيزې ښوونې او
روزنې لپاره يې پرمختللي او نه زاړيدونکي نورمونه او اصول وړاندې کړل.
همدا رنګه په اروپايي ټولنه کې چې کله د رنسانس دوره پيل شوه نو تر ټولو
مخکې يې د ښوونې او روزنې لپاره اصول او معيارونه جوړ کړل چې دا په خپله
دې معياري ښوونې او روزنې په ارزښت دلالت کوي.
ليکوال زياتوي چې په نننۍ اسلامي نړۍ کې روانې بدبختۍ او په شا تلنه ټول
د معياري ښوونې او روزنې د بنسټونو نه شتوالى دى.
په دې سربېره کندوز بېرته ونيول شو خو د جګړې تاثيرات لا پاتې دي، نظامي
ماته د فکري ګډوډۍ محصول دى، د دويمې نړيوالې جګړې ځاني تلافات، تړونونه،
اففانستان وپيژنئ، همدارنګه د شعر او ادب مينوالو لپاره د رنګينې پاڼې تر
سرليک لاندې د پښتو ژبې مشهورو شاعرانو غزل او شعرونه پکې ځاى شوي دي.
د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب
پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه

سپين روان

بېرته شاته