سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1413000

له ځوان تاند شاعر ،ليکوال او ژورنالېست حکمت الله نورزي سره د زرلښت ډاټ کام مرکه:


2015/08/10


نورزی: هرډول مبايل مې خوښېږي خوکه څوک يې راته ډالۍ کوي بیا مې نوی ماډل خوښ دی.
قدرمنو لوستونکيو په سلامونو مو هرکلی کوم هيله ده خوښ او صحتمند اوسۍ ، دوستانو په مرکو کې مو داځل يو ښکلی او نقطه چين ځوان اديب حکمت الله نورزی مېلمه دی له ده سره مو د شاعرۍ ،ليکوالۍ او ژوند په بېلابېلو اړخونو خبرې کړي،محترمو دغه تاند شاعر خوشحاله او پراخه ټنډه لري،د ارام،باثليقه  او مؤدب شخصيت څښتن دی ،په خبروکې تل د تعادل ساتلو پلوی دی او دا ځانګړنه پکې شته هم نو راځئ چې ولولو ښاغلی نورزی موږاوتاسوته څه ويل لري.
مرکه کوونکی: رفيع الله روشن


پوښتنه: سلامونه اومينه ښاغلی ! نورزی صاحب زه خومو په بشپړه توګه پيژنم خوکه د زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيوته ځان ور وپېژني خوښ به شم؟
ځواب: علیکم السلام ورحمت الله! ښه راغلاست هر کله راشئ، حکمت الله نورزی یم د قندهار ولایت  میوند ولسوالۍ د چهلګزي د کلي اوسېدونکی د ژوند ۸ سپرلیه مې په قندهار ښار کې تېر کړي دوه درې کاله مې دیني زده کړې وکړې او بيا کابل ته راکډه شولو د محمد صدیق فرهنګ په متوسطه کې مې خپل درسونه پيل کړل او د لیسې زده کړې مې په غلام حیدر خان لیسه کې ترسره کړي ترهغې وروسته مې د کانکور ازموينه ورکړه او قندهار پوهنتون ته ژبو او ادبیاتو څانګې ته بریالی شوم خو د یولړ ستونزو له امله مې و نه شو کړای چې هلته لاړ شم نو په کابل کې د دعوت په پوهنتون کې مې د ژورنالیزم په برخه کې د لیسانس تر کچې لوړې زدکړې کړي.
پوښتنه: ومو نه ويل چې اوس چېرې ژوندی کوئ اوپه کومو چارو بوخت ياست؟
ځواب: اوس مهال د کابل په خیرخانه کې ژوند کوم او د ښوونځي له دور نه مې د ژورنالیزم ډګر ته مخه کړې او له بېلابېلو رسنیو سره مې په بېلابېلو برخو کې له خبره نیولې تر ادبه کار کړی او اوس مهال هم په ټولګټو وزارت کې د مطبوعاتو په برخه کې د پښتو څانګه پرمخ وړم .
پوښتنه: څومره چې زه خبر يم ليکوالي اوشاعري هم کوئ، ايا تراوسه کوم چاپ شوی اثر لرئ کنه،که هو په کومه برخه کې؟
ځواب: هو زه ددې تر څنګ چې ژورنالیست یم ورسره کله کله شعر او نثر هم لیکم تر دې مهال مې یو د نثر کتاب چاپ شوی چې )د هیلو جنازې( په نوم دی یو بل کتاب مې د قندهار دیارلس کلن رسنیز بهیر په نوم چې د دغه ولایت پر رسنیو را څرخې تر چاپ لاندې دی او یو بل کتاب مې چې د ژباړې د تګلارې په اړه دی تر لاس لاندې لرم چې انشاالله ډېر ژر به يې د ایډيټ کارونه پای ته ورسېږي او چاپ ته به ئې ور کړم.
پوښتنه: ډيرښه اوس نو ليکوال هم راته تعريف کړئ او داهم ووايۍ چې ديوه ښه ليکوال ځانګړنې کومې وي؟
ځواب: یوه ټوکه دې هم پکې وي لیکوال باید هغه زموږ د خلکو په اصطلاح حسن غمکش وي، یعنې دی باید هم د ټولنې په هر درد و دردېږي او هم يې په هره هوساینه هوساشي د یوه ښه لیکوال ځانګړنه د هغه موشګافي ده یعنې باید باریک بینه وي او ورسره ټولنیز او داسې ژبه ولري چې هر قشر ترې ګټه واخیستلای شي.
پوښتنه: ايا د شاعر او نثر ليکونکي ترمنځ توپير شته که هو نو په څه کې؟
ځواب: زما په اند د نثر لیکونکي او شاعر تر منځ توپير نشته خو دا یو هنر دی څوک په شعر هغه څه چې ټولنې ته غواړي وړاندې کړي وړاندې کوي او نثر لیکونکی يې په نثر له یوې خبرې باید تېر نه شو هغه دا چې یو شاعر نثر لیکونکی کېدای شي خو یو نثر لیکونکي ته سخته ده چې شاعر شي.
پوښتنه: دمخه مو وويل چې يوکتاب مو چاپ شوی دی او دوه نور اماده دی خو څومره چې مې ستاسوځواب واخسته هغه دوه هم دنثر په برخه کې دي ايا په خپلې شاعرۍ باور نلرئ چې چاپ يې کړئ اوکه شعر لیکل مو محدود دي؟
ځواب: خبره د باور نه ده زه ډېره محدوده شاعري کوم کله کله مې پر ذهن یو څه راشي خو ډېرکله له دې الهامه محروم یم.
پوښتنه: ډېر خلک شعر الهام بولي او وایی چې شعر ليکلو لپاره زده کړه اړينه نده،تاسو په کوم اند ياست؟
ځواب: دا یو حقیقت دی چې باید ټول يې و منو شعر یو الهام دی او دا داسې استعداد دی چې الله ئې ځینو کسانو ته ورکوي ګورئ که پوهنتونو کې و ګورو او د ټولنې نورو برخو ته هم یو نظر واچو داسې کسان هم شته چې هېڅ يې په دې برخه کې زدکړي نه دي کړي خو یو ډېر خوږ ژبی شاعر به وي او یو کس به وي چې تر دوکتورا به يې په ژپه او ادبیاتو کې زده کړې کړي وي خو هغه به شعر نه شي لیکلای یعنې په وزن، قافیه او دې ټولو به پوهېږي خو د شعر لیکلو استعداد به نه لري.
پوښتنه: ومو ویل چې يو کتاب مو چاپ شوی او دوه نور اماده دي د چاپ لپاره کتابونه په خپل مصرف چاپوئ اوکه بل څوک يې درته چاپوي؟
ځواب: لومړی کتاب مې راته زما ورور انجنیر صاحب قدرت الله سداد چاپ کړ او دویم کتاب مې چې د کندهار د رسنیز بهیر په اړه هغه یوه ملګري چې ودانیز شرکت لري هغه ئې د چاپ مسئولیت په غاړه اخیستی.
پوښتنه: هغه څوک چې د ليکلو توان نلري خو د يوه کتاب د چاپ توان لري څه ويل ورته لرې؟
ځواب: هغه څوک چې د کتاب د لیکولو توان نه لري هغوی ته غواړم ووایم کله چې تاسې د یوه لیکوال لاسنیوی کوئ دا هم یو لوي کار دی او په حقیقت کې تر لیکوال ستر کار تاسې کړئ چې د هغه لیکنه مو تر خلکو رسولې.
پوښتنه: د چا له ليکوالۍ څخه متاثره شوي يآست هغه کوم ليکوال دی چې ليکل شوي خبرې يې لولۍ او خوند درکوي او تاسو هم لیکلو ته هڅېږئ؟
ځواب: د هغه لیکوال چې مغرضې لیکنې کوي د هغه له لیکنو مې ډېر بد راځي او زه خپله د ګل رحمن رحماني او د جبران خلیل جبران له لیکوالۍ سره ډېره مینه لرم او ډېر خوند ترې اخلم.
پوښتنه: ځوان شاعران او ليکوالان له پخوانيو هغو سره څنګه پرتله کوي؟
ځواب: یاره دا خو دې داسې پوښتنه وکړه چې اوس هغه پخواني شاعران رانه خفه نشي خو خیر که رښتیا ووایم اوس ځوانانو کې هم ښه شاعران شته خو که له پخوانیو سره ئې پرتله کړو نو د اوس شاعران ځينې ئې د هغوي له سیوري لرې دي یعنې ښه شاعري کوي خو ځينې ئې لا تر اوسه په هغه ګودر او مړوند پسې ګرځي.
پوښتنه: هرهغه څوک چې د ورځني مارکېټ دګرم ساتلو لپاره ليکوالي اوشاعري کوي يعنې دڅو پيسو لپاره داکار کوي څنګه يې ارزوئ؟
ځواب: هغه کسان چې دغه کار کوي هغوي اصلاً داسې الفاظ نه ورته لرم چې د هغوي غندنه پرې وکړم.
پوښتنه: څنګه کولی شو په خپله ټولنه کې کتاب لوستنه عامه کړو؟
ځواب: اوس به ډېره ستونزمنه وي چې په دې د ټکنالوژۍ په قرن کې کتاب لوستنه دود کړو خو یوه لاره ئې شته چې الکترونیکي کتابتونونه ورغول شي او په هغوی کې بېلابېل کتابونه د لوستلو لپاره کښېښودل شي تر څو په انلاین ډول کتابتونونه فعالیت پيل کړي او یوازینۍ لاره به وي د کتاب لوستنې لپاره.
پوښتنه: له خپله انده فيسبوک اونورې ټولنيزې شبکې څنګه ارزيابي کوي ايا په هماغه ډول ورڅخه استفاده کېږي چې ورلپاره جوړې دي؟
ځواب: فیسبوک، ټویټر او داسې نورې ټولنیزې شبکې ښه دي خو تر ډېره بریده په هغه ډول چې بايد ترې ګټه واخیستل شي نه اخیستل کېږي ځوانان د دې پرځای چې د دې نه مثبته ګټه پورته کړي تاوتریخوالي، قوم پالنې او داسې نورو مسائیلو ته لمن وهي.
پوښتنه: ډيری ځوانان دي چې په مستعارو نومونو ادرسونه جوړوي اوبيا خپل ملګري ورباندې ځوروي چي دغه ځورونې بیا شخړو او ان په لویو دښمنيو اوړي ستاسو وينا څه ده هغو خلکوته؟
ځواب: د حضرت محمد (ص) فرمايي: وايي لعنت دې په هغه نر شي چې له ځانه ښځه او لعنت دې په هغه ښځې شي چې له ځانه نر جوړوي، نو زه دې ځوانانو ته وایم هیڅکله داسې عمل مه کوئ چې خدای مه کړه الله او د هغه رسول در نه ناراضه وي. 
پوښتنه: نورزی صیب څو ودونه مو کړي او څو اولاونه لرئ؟
ځواب: ههههههه یار مسکین څو ودونه کوي خو یو وي یو واده مې کړی او یو زوی د محمد یاثر په نوم لرم.
 پوښتنه: په ژوند کې موهغه څوک چې ورڅخه بل درته ګران نه وي څوک دی؟
ځواب: په ژوند کې راته د خدای او رسول وروسته مور او پلار ډېر ګران دي.
پوښتنه: مينه څه ډول تعريفوې او ايا مينه دې کړې که هو له چاسره اوڅنګه؟
ځواب: مینه هغه ژوره اړیکه ده چې له مخې يې یو دبل خاطر ته د نه زیانمنولو هڅه کوو او زه مې له خدای سره ډېره مینه لرم نو ځکه د الله په خاطر د هغه هر پيداشوي او یا هم هسک شوي ته احترام لرم.
پوښتنه: ترټولو بد دوست دې څوک دی؟
ځواب: تر ټولو بد دوست مې هغه څوک دی چې د خپلې کورنۍ درناوی نه کوي.
پوښتنه: په ژوند کې ډېر څه شي ته اهميت ورکوې؟
ځواب: په ژوند کې تر ټولو زړه ته ډېر ارزښت ورکووم او تر ډېره بریده هڅه کوم چې د یوچا زړه لاسته راوړم.
پوښتنه : کله مو ژمنه ماته کړې؟
ځواب: یاره که نه ووایم نو مبالغه به مې کړې وي هو ژمنه مې ماته کړې خو په غلطۍ کې یعنې یا رانه هېرشوي او یا په یوه بل شي بوخت شوی یم.
پوښتنه : هغه څوک چې په وعده وفا نکوي څه ورته ويل لرې؟
ځواب: یاره ته هم په موږ سپيني سپیني کوې، ژمنه ماتول د منافق یوه ځانګړنه ده او په دې هیله چې دغه ځانګړنه په ځان کې پیدا نه کړو.
پوښتنه: د خوښي وړ ،رنګ،خوند، بوی،هېواد،ولایت،کتاب،عادت،مبايل،موټر،شخص او لباس دې کوم دی؟
ځواب: په رنګونو کې مې سپين او تور رنګ ډېر خوښ دی، په خوړو کې وریجي او لوبیا، په هېوادونو کې مې عربستان ډېر خوښ دی او تل وایم که مې قدرت لرلای مابه د مکې او یا مدینې په ښار کې ژوند کړی وای، ولایات مې ټول خوښېږي خو په خپل قندهار کې ځان ډېر ارام احساسوم، له دیني او ادبي کتابونو سره ډېره مینه لرم، کله چې په یوه مجلس کې ناست اوسم په هرڅه خپل نظر ورکوم او خبرې کوم، مبایل چې هر ډول وي خوښ مې دی خو بیا که څوک ئې راته ډالۍ کوي بیانو نوي ماډلونه  خوښوم، تر موټر زیاته د آس سورلي خوښوم چې پر آس ناست اوسم او منظره وکړم په لباسونو کې مې خپل وطني قندهارۍ جامې خوښې دي لويې او خامک لرونکي جامې.
پوښتنه: دخوښې وړ سياستمدار موڅوک دی؟
ځواب: د حضرت محمد (ص)، حضرت عمر (رض) او سلطان سلاح الدین سیاست مې ډېر خوښ دی.
پوښتنه: دخوښې وړ ولسمشر موڅوک دی؟
ځواب: هغه ولسمشر مې ډېر خوښ دی چې په نظام کې يې امن او اسلامي قانون جاري وي.
پوښتنه: دخوښې وړ جمله موکومه يوه ده؟
ځواب: کس مهم نه دی چې څوک دی مهمه داده چې حق وايي دا جمله مې ډېره خوښه ده.
پوښتنه: ايا نشه کوئ؟
ځواب: نه شکر الحمدالله.
پوښتنه: دبريا راز موپه څه کې دی؟
ځواب: شکسته نفسه یم غورور مې نه خوښېږي.
پوښتنه: که چانس درکړم له ماکومه پوښتنه کوې؟
ځواب: هو زما پوښتنه به له تاسې نه دا وي چې د هر چا نه دومره سختې پوښتني کوئ که نه هههههههه؟
پوښتنه: زما پوښتنوکې دې کومه يوه خوښه نشوه؟
ځواب: تاسې خپله د قدر وړ یاست ستاسې هره پوښتنه مې خوښه شوه خو دې یوې پوښتنې دي راته تشویش پیدا کړ چې تاسې ویل څو ودونه مو کړي زه ډېر خواشینی شوم چې بې وخته مې عمر خوړلی ههههههههه.
پوښتنه: چاته او کوم پيغام لرې؟
ځواب: زما پيغام ځوانانو ته دی او هغه دا چې له دوي نه هیله کوم چې کومې تفرقې ته چې په دې وروستیو کې یو شمېر پردې پاله لمن وهي د هغوي د لاس اله  نه شي.
مننه چې وخت دې راکړ.
ستاسې نه مننه کوم چې زحمت مو وایست او زه مو ددې وړ وبللم چې خپل قیمتي وخت راسره تېر کړئ

رفيع الله روشن

بېرته شاته