سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362655

د تړون اونيزې دولسمه ګڼه له چاپه راووته


2015/13/10

 

تړون اونيزې دولسمه ګڼه له چاپه راووته چې په بېلا بېلو سياسي، فرهنګي، ادبي او په زړه پورې جالبو معلوماتو سمباله ده. سرليکنه يې د (( ناامنۍ او انديښنې )) تر سرليک لاندې کښل شوي ده چې په سيمه او افغانستان کې په روانو ننګونو او نه امنيو بحث شوى دى.

ليکوال ليکي چې: د افغانستان سوق الجايشي موقعيت ته په کتو هر څوک غواړي چې دغه با ارزښته نقطې ته ځان ورسوي، ځکه د سيمې او هيوادونو نيک بختي د دې خاورې په نيک بختۍ کې پټه ده. دى په دې نظر دى چې تر څو پورې د نړۍ هيوادونه د افغانستان د جاري ناخوالو په وړاندې د مبارزې لپاره سره يو نه شي تر هغې د سيمې او نړۍ هيوادونو ته پراتې ننګونې او ګواښونه له منځه تللى نه  شي.

همدارنګه خوستيان د کندوزيانو په غميزه کې ځانونه شريک بولي، په نړۍ کې د امريکا نظامي اډې، تړونونه، خوست محبس له ښو امنيتي تدابيرو برخمن دى، د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزه بېلاروسۍ ليکوالې سويتلانا وګټله، د ادب مينوالو لپاره د رنګينې پاڼې تر سرليک لاندې د پښتوژبې شاعرانو شعرونه، غزل او جالب معلومات راټول شوي دي.

د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه کابل کې د بيهقي او کتاب ښار په کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي

سپين روان

بېرته شاته