سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362620

که ښځوهم ناموسي وژنې کولی یو نارینه به هم ژوندی نه وی پاتې:لایبه یوسفزۍ


2015/17/10

 

افغان ځواک:د لوی افغانستان اونیزې درنو لوستونکو دا ځل مو د لوی افغانستان نیول شوې سیمې د پښتونخوا له تکړه او مبارزې پېغلې اغلې لایبه یوسفزۍ سره مو دهغې په ژوند، اند او په روانو حلاتو مرکه کړې ده هیله ده چې خوښه موشي.

پوښتنه: لایبه یوسفزۍ څه وخت او په کوم ځای کې نړۍ ته سترګې پرانستي او زده کړې یې ترکومې کچې کړي دي؟

ځواب: بسم الله الرحمان الرحیم ډېره مننه د لوی افغانستان له ټولو کار کونکو څخه چې لوی افغانستان پرمخ وړي او همدا رنګ د لوی افغانستان ټولو لوستونکو ته زه ما له اړخه ډېر ډېر سلامونه او مینه الله دې موږ دلوی او سوکاله پرمختللي افغانستان خاوندان کړي، ستا سو د پوښتنې په ځواب کې به زه څه ووایم ماته په بل چاباندې خبرې کول ډېر اسانه دي خو په ځان باندې خبرې راته بیخي ګرانه خبره ده ځکه چې که ته ټول حقیقتونه وایې نو خلک به داسې فکر کوي چې لایبه خپل صفت کوي زه نو اوس په یو دوه کې حیرانه یم چې څه وکړم ماته په ځان باندې خبرې کول ګران دي که تاسې له مانه تېرشئ او په رونو حلاتو راسره خبرې وکړئ دا به ښه وي.

پوښتنه: اغلې لایبه موږ پوهیږو ستاسې کړنې له چاڅخه پټې نه دي موږ وایو چې د لوی وطن ټولې پښتنې پېغلې او ځوانان ستاسې له کارونو او فکر نه خبرشي او بل دا په پښتنو کې یو ډول د شرم خبره ښکاري تاخو ډېر بریدونه مات کړي دي راځه دا برید هم ماته کړه د ځان په هکله په نوره دونیا کې کتابونه لیکلی شي او  ډېر څه خلک د ځان په هکله وايي دا خبره بغیر له موږ تاسې نه هېچرته د شرم خبره نه ده نن دا جرت هم وکه؟

ځواب: ستاله دې خبرې سره بلکول موافقه یم هیله ده چې زما خبرې څوک زما صفت ونه ګڼي زه له نن څخه ۳۲ کاله وړاندې په پښتونخوا کې  په علم او ادب مینه کورنۍ کې پیداشوې یم او د پلار راته ځانګړې پاملرنه وه نو پردې اساس ما وکولی شو چې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې وکړم زما روزنه په یوه ښه ماحول کې شوې ده ماته د ټولو بغاوتونو زمینه خپل پلار برابره کړې وه بلکې زه د پلار لور نه بلکې لکه زوی داسې وم زما روزنه د علم او ادب په کور کې شوې ده ځکه خو هغه کارونه هغه بریدونه ما مات کړل ما هغه منفي دودونه چې د پښتنو د کلتور برخه ګرځيدلي دي ما لومړی په خپل کور کې او بیا مې په ولس کې د هغې دودونو پرخلاف مبارزه پیل کړې ده، د ژوند ترپایه غواړم چې د خپل لر اوبر افغان ولس په خدمت کې ووسم زه فخر کوم، چې دداسې پلار لور یم چې د هغه ارمانونه پوره کول مې خپله اساسي دنده کرځولې ده.

پوښتنه: اغلې لایبه یوسفزۍ تردې دمه مو په کوموبرخو کې دندې ترسره کړي دي او دمګړۍ په څه بوخته یې؟

ځواب: دا پوښتنه ځوابول راته سخته غوندې ده خو خیر زه دا خبرې پر دې اساس هم کول غواړم چې زه خلکو ته وښایم چې ښځې له چانه کمې نه دي او بل ښځوته به هم یو مثال وي چې موږ هرڅه کولی شو موږ د ټولنې په جوړولو کې پوره پوره مرسته کولی شو او له موږ پرته بلکې له ښځو پرته یوه ټولنه هم بشپړه نه ده ښځه د ټولنې نیمه برخه جوړوي کله چې یوه ټولنه له نیمې برخې څخه محرومه وي نو هغې ته موږ بشپړه ټولنه نه شو ویلی،د ژورنالیزم په برخه کې ما ډېر کارونه ترسره کړي دي چې حتا مانه ډېر هیر شوي هم دي خو کوم چې راته په زړه کيږي هغه به درته ووایم، ما په مختلفو ټلویزونونو کې په مختلفو پروګرامونو کې کار کړی دی او پرمخ مې وړي دي زه د مختلفو خپرونو پرزنټره پاتې شوې یم زه  د ډېرو مختلفو سیاسي، ټولنیز او ادبي خپرونو پروډیوسره پاتې شوې یم کیمره مې چلولې ده ما د بې وزلو لپاره یو پروګرام په یوه چینل کې چلو ما د ادبي خپرونه پرمخ وړې ده ما د هنر برخه کې مختلف پروګرامونه کړي دي ما پرافغانانو مختلف ډول پروګرامونه کړي ما څیړنیز ریپوټونه هم جوړ کړي چې ماته په کې ډېرستاینلیکونه راکړی شوي دي، په مختلفو ډاکومینټریانو کې مې کار کړی دی او جوړې کړې مو هم دي پریوډیوسره یې هم پاتې شوې یم هغه که کورني دي که بهرني ما له دې نه پرته د ښځو په مشکلاتو او ژوند باندې هم ډېر پروګرامونه کړي دي ما تل غوښتي چې د مظلومانو غږونه تر چارواکو ورسول ما تل د ظلم په مقابل کې د مظلوم غږ ته انعکاس ورکړی دی ما تل د حقیقت په ویلو ځان هېڅ رحم نه دی کړی ما ځان ته هرډول مشکلات پیدا کړي دي خو حقیقت ته مو ویلی دی حق ته مو حق ویلی دی که یې رالنډه کړم تور ته مې تور او سپین ته مو سپین ویلی دی ما ځان د ټولنې سترګې ګڼلی دی ما چې څه لیدلي دي هغه مې بربنډ کړي دي که ښه و ښه مو یاد کړي دي که بد و بد مو یاد کړي دي تاته پته ده چې دا کارونه بیا زموږ په معاشره کې سخت دي او بیا دیوې پښتنې پېغلې لپاره خو بیخي سخت وي خو ما دا ټولې سختۍ د خپل ولس لپاره په ځان هر وخت منلې دي  له ټلویزیون پرته ما په ډېرو اخبارونو کې هم کار کړی دی د ډېرو اخبارونو لیکواله پاتې شوې یم ما ډېرې لیکنې کړي دي سیاسی ادبي او ټولینز مسایل مې څېړلي دي  په میدان مې مبارزه کړې ده په سوشل میډیا مې تاسې ګورئ زه خپل فکر ته کار کو م زه هغه څه وایم چې څوک یې د ویلو جرت نشي کولی زه فخر کوم چې زما په وړاندې هر ډول دیوال دویوال نه دی پاتې شوی هغه ما په خپل فکر قوت د منطق او د دلیل په قوت مات کړی دی او دا مبارزه مې دوام لري.

پوښتنه: دا دومره کارونه او یوه لایبه او هغه هم پښتنه؟

ځواب: ما چې کله خپله ټولنه مطالع کړه کله چې ما په خپله ټولنه کې دا هرڅه ولیدل نو زما چې له خپلې ټولنې سره مینه وه نو ما په ځان شپه ورځ کړې او ورځ خو هسې هم راباندې  ورځ وه د ستړیا احساس مې ځکه نشو کولی چې ما ته تر خپل ځان خپله ټولنه خپل ولس خپله پښتو او خپل پښتانه زیات ګران و کله چې دې ارمان د ژوند نه په لوړه بیه و یعنې که تاسو د ځان لپاره خپل هدف دومره ستر ټاکلی و چې ستا ژوند د هغه په وړاندې هیڅ هم نه و نو ته کولی شې چې هغه ترلاسه کړې هغه هدف چې د ژوند څخه یې ارزښت کم وي اکثره نه ترسره کیږي ځکه چې مینه جذبه ده او ماباندې د خپل ولس مینه دومره حاکمه وه چې ما هیڅ کله هم د ستړیا احساس نه دی کړی او بل زه ځوانه وم خپلواکه وم او هدفونه مې ځان ته معلوم کړي و لار ورکې نه وم زه پوهېدم چې زه دڅه لپاره او د چالپاره ژوند کوم زما له فکر سره په ټکر کې داسې نوکرۍ ما له لاسه ورکړي چې حتا بل هر چاته که داسې موقع په لاس ورغلی وی له هرڅه نه به ورته تېریدل خو ما هیڅ کله د خپل فکر خلاف عمل نه دی کړی.

پوښتنه: تراوسه مو واده نه دی کړی؟

ځواب: واده زما د ژوند هدف نه دی او نه و کیدای شي واده د نورو پيغلو او ځوانانو لپاره یو هدف وي خو زما لپاره واده د ژوند ضروریات دي نه هدف ما چې تردې دمه واده نه دی کړی ددې یوازینی لوی لاعمل دا دی چې هغه څوک چې زما له فکر سره یې فکر په ټکر کې وي او یا ما لکه د نورو پښتنو پیغلو د سپینو دیوالونو په مینځ کې قیدول غواړي، نه مې غوښتل،چې داسې څوک  دې زما د ژوند ملګری شي چې زما د فکر او د هدفونو مخه دې ډب کړي زه غواړم چې خپلې ټولنې ته هغه کارونه وکړم چې څوک یې جرت نشي کولی داسې نه ده چې زه چاغوښتم نه زه ښکلې یم تعلیم لرم فکر لرم سوچ لرم زه د خپل فکر او سوچ سره برابر څوک به د ژوند ملګری کوم اوس مې تقریبا کوژدن  شوې ده هاهاهاهاهاها له دې نه زما هوډ دخپلو هدفونو په وړاندې ډېر ښه معلومیږي چې زه خپلو هدفونود رسیدلو لپاره څومره ځواکمن هوډ لرم.

پوښتنه: تقریبا کوژدن؟

ځواب: هاهاهاهاهاها

پوښتنه: لایبه یوسفزۍ د نارینه ضد پېغله ګڼل کیږي رښتیا؟

ځواب: او بلکول زه د هغو نارینه و ضد یم کوم چې د ښځو ضد دي هغو نارینو سره زما هیڅ کار نشته کوم چې ښځې ته حق ورکوي کوم چې ښځه د ټولنې نیمه برخه ګڼي زه داسې سړو ته احترام لرم او ستاینه یې کوم زه په دې نوم مشهوره یم چې لایبه یوسفزۍ د نارینه و ضد ده او یایې نارینه بد راځي خو حقیقت داسې نه دی زما فکر جګړه د منطق او د دلیل جګړه ده او دا له هغو خلکو سره ده کوم چې د ښځه یا د کور او یا د ګور ګڼي، ته فکر وکړه زه دې خلکو ته وایم چې ښځو پاندې تعلیم وکړئ ښځو ته خپل کورنه لکه قید خانې مه جوړه وی ځکه چې دا خپله د سړو سره مرسته ده دا موږ چې نن نیمکړي یو خو زموږ یوه برخه فلج ده موږ اجازه ده ورکړې چې زموږ نیم وجود له موږ سره ملګری شي د ژوند په کارونو کې زه تاته یو مثال راوړم که چېرته په کور کې یو ماشوم ناروغ وي او خاوند د کور نوکرۍ ته تللی وي هغه که راځي ورځ یې  خراپيږي تنخوا کې به د هغې ورځ پيسې ورنه ګرځول کیږي که چېرته دوی په ښځو تعلیم وکړي که چېرته دوی ښځو له وخت ورکړي چې له دوی سره مرسته وکړي نو دا مشوم خو ښځه هم ډاکتر له بوتلی شي دوی ته ښځه یو شی ښکاري پښتنو ټول عمر په ښځه شک کړی دی په داسې حال کې چې سړی څنګه وي هغه نورو ته په همغه نظر ګوري دوی فکر کوي چې ښځه به رانه وتښتي ښځې د خپل عزت خیال خپله ښه ساتلی شي او کومه ښځه چې د خپل عزت ساتل نه غواړي د هغې عزت خاوند هم نشي ساتلی دا یوه خبره ډېره مهمه ده چې کله به پښتانه پوهیږي نه خپله پوهیږي نه د چا اوري او نه یې له چا نه زده کوي عجب قوم دی زه خو ورته حیران صاحب حیرانه یم، ګوره په سعودي عرب کې هرکال په زرګونو نجونې له پوهنتون څخه فارغیږي سعودي عرب خو هغه ځای دی چې له هغې نه بل معتبره ځای نشته زموږ سړي خپله خراب دي دا خبره درته سپینه کوم که چېرته ناموسني وژنې ښځو کولی یو نارینه به ژوندی نه وی پاتې زه خو ګورم زه خو هرڅه له نیژدې نه ګورم چې ښارته ځم د خلکو به سترګې راکې داسې خښې کړي وي چې ته فکر کوې بربنډه روانه یم او یوله بله خبره چې  زما خپله تجربه ده دا کوم خلک چې ځان ته شیخان او ډېر پریزګاران وايي دوی تر نورو ډېر ښځوته ګوري دوی ولې پردو خویندو میندو ته ګوري چا ورنه تپوس کړی دی؟ ظالمان نه پوهیږي ښځه مور ده ښځه خور ده ښځه دژوند ملګرې ده څومره خوږې خوږې ریشتې ښځه اونر سره لري خو بیاهم چې خبره شي نه ښځه ټیټه ده ماته خو په همدې غوسه راشي چې ښځه ټيټه ده بیا خو نر هم ټيټ دی ځکه چې ښځه مور ده مور دې چې ټيټه چې ته ورنه پیدا شوی یې نو ته لا سوک یې چې وچت به یې زما مبارزه ددغه شان خلکو پرخلاف ده زموږ مولایان خو ټول د پنجاب له خوا روزل شوي دي او همدا دنده ورکړل شوې ده چې بس پښتانه پرمختګ ونه کړي پنجاب کې دې لوڅې ګرځي ټول علما ورته ګوري خو که پيښور کې کومې نجلي نه لوپټه وښویده بس قیامت به جوړ وي.

پوښتنه: د لوی افغانستان یا د هغه تاریخي افغانستان چې احمد شاه بابا موږ ته په میراث پريښودی و له امو تر اباسینه فکر او خیال درسره شته داسې احساس درسره کله کله پیداکیږي چې دوجود یوه ټوټه رانه بیله شوې ده ؟

ځواب: دا خبرې بل چاته وکړه داخبرې او دا ډول پوښتنې ځکه مانه مه کوه چې زه پښتنه یم او پښتني فکر لرم دا حساس چې چاسره نه وي هغه پښتون نه وي هغه افغان نه وي زه د مارګلې دعوې لرم ما ته یادشي یوه ورځ راته یوې پنجابۍ وویل چې ته ولې وایې چې تر دې ځایه لوی افغانستان دی زه په مارګله ولاړه وم نو هغه وايي موږ خو پاکستانیان یو او نیکونه نیکونه مو دلته اباد دي موږ له هیڅ کوم ځای نه نه یو راغلي ما ورته وویل چې تاسې د خپل ځان په اړه لږ سوچ وکړئ نو بیا تاسې هم پښتانه یاست خپله ژبه مو هیره کړي وي هغه چې پنجابۍ وه هغې ته مې هم دا احساس ورکړ زه فخر کوم چې پښتنه یم زه فخر کوم چې افغانه یم زه فخر کوم چې مسلمانه یم زه ددې ټوټه شوي وجود د کنډلو لپاره هڅه کوم او دا دهرپښتون فغان دنده ده زموږ موره یوه ده زموږ پلار یو دی زه چاسره تعصب نه لرم او د سیاست لار مې هم د بل چا لار نه ده د فخر افغان باچاخان لار زموږ لاره ده هغه چې موږ ته په لاره کې کوم مشالونه روښانه کړي دي په هغې به لاره به قدم اخلم خو هیڅ کار بیا هم وایم چې بې له ښځو نه شي کیدای ښځو باندې باید تعلیم وکړو.

پوښتنه: د کالاباغ ډیم د جوړیدو خبر اورو؟

ځواب: د کلاباغ ډیم څوک نشي جوړولی ځکه چې دا اجازه موږ چاته نه ورکو زموږ سیمې دي او زموږ یې اختیار لرو نېشنل عوامي پارټي ددې په مقابل کې روښانه دريځ لري بل یوازې نیشنل نه بلکې سیندیان بلوچان یې هم نه مني دا کار د پښتنو د تباهۍ سبب کیږي او موږ ژوندی قوم یو پنجابی به هیڅ وخت بریالی نشي چې موږ دې تباشو موږ یې په وړاندې ولاړ یو د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د کلاباغ ډيم د جوړیدو مخنیوی کو.

پوښتنه: افغانستان ته راغلې که راغلې یې څه احساس دې کو

ځواب: هو درې څلور ځلې راغلې یم او هغه خو زما خپل کور دی بس څه احساس به مې کو سړی چې   خپل کور کې کوم احساس کوي دغه احساس ما هم کړی دی الله ج دې په کې سوله رواولي او دښمنان  دې  ورته په ورته تکلیف واړوي چې زموږ له درده خبرشي.

پوښتنه: ورستی پيغام؟

ځواب: زما هیله زما ارمان زما ټوله هڅه همدا ده چې زه لومړی د پښتون په کورکې سوله راولم پښتانه باید په خپلو ښځوباندې تعلیم وکړي او ښه په مینه ژوند دې ورسره تېر کړي ظلم تشدد زیاتی دې ورسره نه کوي بدي   خپله وکړي خپله لور او خور دې بدو کې نه ورکوي بدي دې نه کوي لور  او زوی ته دې مور او پلار په خپله خوښه نه د هغو په  خوښه وادونه وکړي دا ژوند خو ولاکه دومره وي چې موږ یې په جنجالونو تېر کړو زه غواړم چې د هرپښتون او دهرافغان او بیا د هرمسلمان په کور کې خوشحالۍ وي سوله د ژوند ضروریات وي پرته له سولې هیڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی جګړې دې ورکې شي افغانان باید سره یو موټی شي او د سولې په راوستو کې دې هرډول هڅه او هاند وکړي او دد ښمن په مقابل کې باید ټول لراوبر افغانان یو موټی ووسي زموږ ارمان مینه خورول دي د هرچا لپاره په مینه ژوند غواړم د ټولو انسانانو خوشحالي خپله خوشحالي ګڼم او غم یې خپل غم او ستونزې یې هم خپلې ستونزې نو که زه یې د حل لارې په سوشل میډیا باندې ښایم څوک دې نه خفه کیږي.

 

دافغان ځواک له ويبپاڼی نه په مننه

بېرته شاته