سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452430

د تړون اونيزې ديارلسمه ګڼه له چاپه راووته


2015/18/10

 

د تړون اونيزې د خپلو خپرونو په لړ کې ديارلسمه ګڼه له چاپه راووته چې په
بېلا بېلو سياسي، فرهنګي، ادبي، علمي او ملي موضوعاتو ښکلي شوي
ده.سرليکنه يې يوه موضوع دوه ليدلوري تر سرليک لاندې کښل شوي ده.
د سرليکنې منځپانګه د اکتوبر ١٥ د کليوالو ښځو په ورځې څرخي، او پکې ليکل
شوي چې افغان ميرمنې په شرعي او ټولنيز لحاظ درې مقامونه لري، خو نړيوال
ورته د محکوميت په نظر ګوري. ليکوال زياتوي چې: په افغانستان کې ډېر
سيمينارونه، کنفرانسونه په دې نوم جوړ شول چې افغانو ښځو ته حق نه ورکول
کيږي او د دوى حقوق تر پښو لاندې کيږي.
د ليکوال په اند چې که دوى په رښتيني ډول غواړي چې د ښځو د ژوند کولو
سطحه لوړه شي او د کړاوونو څخه يې راوباسي نو لومړى دې د دوى سړيو لپاره
سالم مصروفيت پيدا کړي چې هر مازديګر په خوښۍ کور ته ستانه شي.
د دې تر څنګ سوله د افغانانو په اراده پورې اړه لري، په خوست کې لويه
اجتماع جوړه شوه، تړونونه، د امير شير علي خان تاريخي تېروتنې، که داسې
وشي نو هر څه به سم شي، رنګينه پاڼه، په زړه پورې معلومات او د لنډو
جالبو کرښو په نوم ليکنې ځاى لري.
د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب
پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه
کابل کې د بيهقي او کتاب ښار په کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.

سپين روان

بېرته شاته