سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1414232

( دزرلښت حفیظ ژوند او شاعري)


2016/25/12

 

                     

مخکنۍ خبرې

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو داصولو مطابق دليسانس دورې په پای کې  هرزده کړیال  په دې مکلف دى، چې په ټاکلې موضوع کې مونوگراف وليکي،دهمدې اصل په بنسټ دفراغت او زده کړې دتکميل په موخه ما هم دآغلې زرلښت حفیظ بشریار پر ژوند او اثارو دخپل توان له کچې سره سمه څېړنه کړې ده، په لنډه توګه مې  لومړى دنوموړې ژوند ليک بيا دشاعرۍ اړخونه او ځينې د شعرونو بېلګې  را اخيستي او په دې توګه مې لومړى ددې اغلې شعر اوبياددې په شعر کې سوله ، جنګ، مينه او ورورولي  په نښه او  وړاندې کړي دي.د اغلې زرلښت حفیظ بشریار په شعرونوکې دغه موضوعات دورايه ليدل کيږي لکه سوله  ، جنګ، مينه ، انسانيت ...چې په يوه کوچنۍ ليکنه يا مونو ګراف کې په ټوله معنى  نه بشپړېږي،خو مونږ تر خپلې وسې په (۳۵)پاڼو کې دغه موضوع وليکله،او ارزښت يې دادی چې په همدې شعرونوکې ادبي ښکلا وې په نښه کړو د هريو شعرهريو بيت يې په جلا جلا ډول په هراړخيزه توګه شرحه اووسپړو په همدې ډول ددې اغلې شعرونه  او ليکنې اوږده بحث ته اړتيا لري .
په درنښت
زه د پښتو ژبې د يوه مينه وال په توګه پدې وياړم چې زموږ خويندې نن سبا د پرون په پرتله يو څه په زياته پيمانه د ادب ميدان ته راوتلې او د قلم مبارزه کوي که څه هم د لنډيو اکثره شاعرانې دوی دي مګر په نوره شاعرۍ کې يې ونډه يو څه کمه ده، خو هيلمن يم چې د زرلښتې خور لاره به نورې خويندې هم تعقيب کړي او له پښتو به سياله، بسيا او دغه راز په خپلو پښو ولاړه ژبه جوړه کړي .
د زرلښت حفیظ خور  په نثر کې تر ټولو ستر کمال دا دی چې شاعرانه پاتې شوې ده، نثرونو یې تر ډیره له پاکې او سپیڅلې شاعرېد زړه نه سرچینه اخلي، او  په خپل شعرونو او لیکنو کې له داسې تخلیق څخه کار اخیستی چې زه یې  په لوستلو کې ژړولی یم . د زرلښت حفیظ خور په لیکونو کې  داسې خبرې راټولې شوې دي چې هر د غوښې زړه به دردمنوي او ژړوي.
هر هغه تخلیق چې د زړه په سپیڅلتیا او د زړه په درد رامنځ ته شي ، د ژړا او اوښکو تویولو په حالت کې ولیکل شي نو اوریدونکي باندې ژور اغیز شیندي، اوریدونکی او لوستونکی هم له ځانه سره ژړوي، نو د ګرانې خور په اثارو کې شاید همدا ځانګړتیا وې وي، چې ما ډیری وخت د ګرانې خور لیکنې تر پایه نه شوای لوستلی، هر ځل یې چې د لوستلو په نیت راواخلم ، د یو څو کرښو په لوستلو مې زړه دردونه واخلي ، سترګې مې ورته راډکې شي او په خپل همدې حالت کې چې کله بیا له ځان سره د لیکوال د لیکلو حالت حس کړم نو د زړه خوږ مې لا زیات شي ، یا رانه مطلب په نیمه کې پاتې شي یا یې تر پایه په دې موخه ولولم چې د وطن مینه مې تازه شي.
په پای کې دا وايم چې زرلښت حفیظ بشریار خور نه يوازې غزلونه ليکي بلکې نظمونه او آزاد شعرونه يې هم په تول پوره دي چې زه مايې د ( دسولې د انتظار ) په نوم شعر زيات خوښ شو دغه راز زرلښت خور د بل هر چا غوندې ځينو پېښو دردولې ده لکه د معصومې فرخندې قتل او دغه شان د ځوانيمرګ پتيال شهادت .چې شعرونه یې ورته هم لیکلي دي . اوخپل درد يې د شعر په نازکه او رنګينه ژبه بيان کړی.
 
د زرلښته حفيظ ملکزۍ لنډه پېژندنه

زوکړه:
زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لورد ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ دقلټک د کلي دملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په قوم ملکزۍ ده پنځه کلنۍ کې دښېوې څخه ننګرهارته د خپلې کورنۍ سره راغلې او میشته شوې ، دزرلښت کتابي نوم زرلشت اوکورنۍ کې ورته زرلښته وايي .

زده کړې:
دننګرهاردالاېې لېسې دولسم ټولګي څخه فارغه شوې.عالي تحصيلات یې د کابل د اجتماعي علومو په پوهنځي کې اودهغې نه وروسته ېې دموراوماشوم په برخه کې د نسايي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات یې په پاکستان کې بشپړې کړي، وروسته تردې کاناډاکې د طبي تحصيلاتو لپاره په با ولي  پوهنتون کې شامله او له همدغه ځایه فارغه شوې، ددې ترڅنګ دلندن دباريوکالج سره دليکوالۍ دميتودڅانګه کې په زده کړه بوخته ده.
دندې:
هغه په اتلس کلنۍ کې دننګرهارجلال ابادښارکې وکيله شوه ، ښځوته دښه خدمتونوپه بدل کې یې دغازي امان الله خان ميډال ترلاسه کړی، زرلښت دپښتوادب لپاره يوه ستره سرمايه ده چې دهرې ورځې په تيريدوسره دهغې قلم نوې پنځونې کوي .
نننۍ او پرونۍ زرلښته :
نن د اغلې زرلښت حفیظ بشریار په هنر غږېږو، د هغې په ژورنالستۍ نه غږېږو، بلکې په هغ څه غږېږو، چې دهغې د ذوق پانګه ده او د هغې دفطرت مستانه مينه ده.
اغلې زلښت چې کډواله وه، هم په وطن کې وه او اوس چې دلرو وطنونو مساپره ده؛ نو هم په وطن کې ده .
دوطن مينه يوازې په فزيکي موجوديت کې نه ده، همدا اوس داوطن له ميلونونو وګړونه ډک دى، خو دفکر او کار ماغزه په کې ډېرلږ دي.
دزرلښت حفیظ په فکري پانګه او هنري ژورتوب کې دوطن سپېڅلې مينه او هېواد پالنه اخښل شوې او ددې له اواره ژوند سره په ګډون يې يوښکلى امتزاج رامنځته کړى دى،او دا پته ددې له شعرونو نه په خورا جوت دريځ کتلى شو:

ماسرې اوښــــکې تویولې
ماسلګۍ، ســـــلګۍ وهلې

خـــپل وطــــن مــې یادولو
له ز ړګې مې ويـنې تللې

یا

زما زخمي زخمي وطنه ملنګ جـــان خــــپـــه دی
ارواح يې بياتازه کووننګ دا فـــغان خــــــــپه دی

په ګران هيوادکې دنفاق د اورلمـــبې جــــــګيږي
دموردغيږې دماشــــــوم زړګی په بم چــــاوديږي

دغه وحــــشي دغم  وختوته نوراثره نه کيږي
خاونده ولې نور زمـــــــــونږه توبه نه قبــــليږي

دوطن عشق کې ليونی په قـــــــبرستان خپه دی
ارواح يې بياتازه کووننګ دا فغـــــان خپه دی

زموږوطن کې دجـــــنګونولوی سنـــــــــګر وګورئ
په سروګولومودماشـــــــوم زخــــــــــــــمي ټټروګورئ

نورمودميندوپه سلګوکې شـــــــــــيمه پاتې نه شوه
ديزيدجنګ دی کربلاکې لوی محــــــــــشروګوری

خيبـــــــردغم نارې وهي پښتنونســـــــتان خپه دی
ارواح يې بياتازه کووننګ دا فغــــــــــان خپه دی

پښـــتنوشور د افـــغانيت  دننګ  سړي  غواړي
دملنګ جان په پل روان هغـــــــــــه زلمي غواړي

چې دخوشـــــحال او د احمـــــد په ارادومـين وي
لکه ميرويس  هســکه شملې په زندګي غواړي

زمونږ دميندوفريادوته خوشحال خان خپــه دی
ارواح يې بياتازه کوو چې ملنګ جان خـپه دی

پښتــــنوجوړه کړئ جــرګه مــلي تړون وغــواړئ
زمـــــونږ دټولو مليــتونو پيوســــــتون وغواړئ

چې نوردغـــــــم اودويرنوکيســـــې پاتې نه شي
دنوي عــــصر تقاضــادژوند مظـــــمون وغواړئ

حفيظ دسولې اوازپورته کړه افغان خــــــپه دی
ارواح يې بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی
موږ وړاندې وویل، چې آغلې زرلښت حفیظ د وطن په عشق کې شاعري کړې ده؛ روانې ناخوالې یې په خپلو شیرینو تورو ننګولې او د خپل زړه دردیې له همدغو ناخوالو له کبله بللی دی.
په دې پورته بیتونو کې یې هم پر وطن له تورتمونو شکایت کړی، وطن یې زخمي زخمي ګڼلی، د اتفاق راوستو پر لار یې تللې ککرۍ خپه ګڼلې، له نفاق یې سر ټکولی، روانه د چاودنه او بمونو دوره یې د ماشوم ځوانۍ ته رسېدو پر وړاندې بلا یاده کړې، لوستونکو ته يې دنده سپارلې، چې هېواد کې د جنګونو سنګرونه وګوري او بیا د ماشوم زخمي ټټر ته ځير شي، چې په سرو ګولیو غلبېل شوی. شاعرې دا وضعیت د کربلا له واقعاتو سره ورته بللی او تر دې چې د میندو او خویندو سلګۍ یې ستړې او بې شیمې انځور کړې دي.
زرلښت حفیظ دغه شعر د پولې اخوا او دېخوا روان ناورین ته وقف کړی او دغه وضعیت یې د ټول پښتونستان د غم لامل بللی. هغې له زلمیو غوښتې چې د ملنګ جان پر پل پل کېږدي، د خوشال او احمد شا بابا د ارادو د پلي کېدو محصلین اوسي، د عنعنوي (ملي) جرګې پر جوړولو یې ټينګار کړی او په دې سره یې د ملیتونو د پیستون غوښتنه کړې.
آغلې حفیظ شعر پر دعا او هیله پای کوي او د غم و ویر د کېسو اختتام ته سترګې غړوي.

زرلښت حفيظ د شهيدانو دچم شاعره
زرلښت حفيظ د شهيدانو دچم شاعره  د مېندو مترنمه الله هو للوللو، خپل ماشوم سنګارول، په مينه ورکتل اوخوږې ماشومانه خبرې ورته کول يوه ښايستوکې شاعرانه دنياګۍده.دادنياګۍ ترپلرونو او سړيوډېره دښځو او مېندورسېدلې ده.که شاعرله خيال،مشاهدې او د ژوندله پېښوسره داسې مينه وکړي لکه موريې چې په صداقت اواخلاص له خپل ماشوم سره کوي نو د داسې شاعر شعر به په ټوله معنی يوښکلی شعر وي.
يوه لوی سړي ويلي دي:
څوک چې ژړلی نه شي هغه شعرنه شي ويلای.ډېرښه يې ويلي.تاسوبه دې ټکي ته ځير شوي ياست چې ځينې خلک ترځينونورويې ډېرحساس وي.کله چې يوه په زړه پورې اوښکلې خبره اوري ،اوياله يوې هنري پېښې اوصحنې سره مخ کيږي په سترګوکې يې اوښکې راځي.
د داسې حساسوخلکوفطرت زيات شعر،هنراولطيفه فنونوته جوړوي.که حقه خبره وکړوددرداودخوشحالۍ اوښکې ترنارينه وودښځوډېرې اوپه طبيعي ډول راځي.زمامطلب دادی که چيرې داسې حساسې نجونې اوښځې شعراوبل هرهنرته په فطري اوصميمانه ډول زړونه راټول کړي نوباوردی چې شهکارونه به وپنځوي.دااوږدې خبرې مې دقدرمنې خوراونازولې شاعرې زرلښت حفيظ دشعرونودراتلونکي کتاب دپاره وکړي.درنې اوعزتمنې پښتنې شاعرې د خپلې شاعرۍ کتاب تيارکړی اوپرګرانو لوستونکيو يې پېرزوينه کړې ده.دشاعرې خورداشاعري ماته په څودليلونوښکلې ، خوږه او صميمانه ښکاري .
۱- يوخود دې کتاب شاعره ښځه ده ښځه موروي مور داولادله زړه ترهرچاښه راځي.هغه متل دی چې وايي:د مور زړه په زوی او د زوی په وچ کاڼي.تاسوبه ډېرډېر اورېدلي وي چې دشاعرشعراودهرهنرمندتخليق دشاعراوهنرمندداولادحيثيت لري.چې داسې ده نودا يوه شاعره اوهنرمنده ښځه يامورلکه څنګه چې دخپل ځيګرله ټوټې سره يې زړه تړلی وي کيدای شي همداسې دزړه پيوندله خپل تخليق سره هم پيداکړي.چې دمينې اواخلاص دا پيوند د دوی شعراوهنرته ښکلااويوطبيعي خوندورکولی شي.
٢-دقدرمنې شاعرې خوربله ځانګړنه داده چې له خپل وطن مهاجره ده،چې له اوو سمندرونو او زرګونوغرونو هاخوا له ګران افغانستان لرې په کاناډا کې اوسېږي.
شاعره خور د خيال په پښيبلو پښو د خپل ماشومتوب په کوڅوکې ګرځي اوياهم په خپلوستړيوخوبونوکې کله کله وطن ته راپېښه کوي.داخيالي اورويايې راتګ يې هم خوشحالوونکی ځکه نه دی چې لاخوزمونږپه وطن کې دغم اوداضطراب ويره خوره ده اوداطمينان ښاپيرۍ خدازده په کومه ورکه جزيره کې خوب وړې ده.کله چې زمونږ شاعره په دې رويايي اوخيالي سفرکې وطن ته راپېښه وکړي،  نو خپل شعرونه د ماشومانو له اوښکو او سلګيو ډکوي، چې بيا له خپل شعرسره لکه دشهيدمورپه چيغوچيغوژاړي.پخپله شاعره دشهيدانودچم اوسيدونکې،د ورارې خورلڼه ،دبورې خپله اود شهيدانوخورده ځکه خويې په شعرونوکې زمونږدوطن دلويودردونويادهم راغلی دی.
٣-پاتې دې نه وي چې داشاعره دطب ډاکټره هم ده.تل يې له ناروغانوسره کاروي.پر زخمونوپټۍلګوي،ددردونودرمانګره ده،اودناراموناروغانوترڅنګ لکه بله شمع ترنيمو شپوولاړه وي.يوه ډاکټره شاعره نوبايددپيام پټۍ هم ولګولی شي.يوه ډاکټره شاعره بايد دټولنې دردونودرمان هم وکړای شي.ماچې دشاعرې شعرونولوستي نوداپيامي برخه هم پکې شته.
٤-يوه بله شاعرانه خبره داهم ده چې داشاعره دګلونوله روزلوسره هم ډېره مينه لري.
دشعرونوليکل اودګلونوروزل هم يوڅه تناسب يوله بله سره لري .دشهيدانودچم شاعرې ګرانې خورزرلښت ته دې خدای دشعرونودومره ګلونه ورکړي چې زموږپردرديدلي وطن دشعرونواوګلونوپسرلی راولي. (الف ـ ج مخونه)
آمين
دورورۍپه مينه
کاروان
کابل افغانستان      
يو وخت چې اغلې زلښت په وطن کې وه، دوطن له خړو خاورو، سپېرو غونډيو، دغرونو په تړواو ناوونو او دځنګلونو په لمنو کې دخپلې ورکې په لټون سربداله او لالهانده وه، اوس چې د مړو او ماڼيو په وطن کې ده، شاعر ذهن يې لاهم دبيار په شنو دېرو، د ادوړ په خړو کندو او د سپين غر په سترګبرېښنو لمنو ښخ دى، که څوک ورسره لږ هم کېني؛ نو به يې له يوې خړې غرنۍ پښتنې پرته چې همداشېبه له ګودره منګی په لاس راغلې وي بل څه ونه مومي او همدافطري عادت او اخلاق ددې شاعرۍ ته ورننوتی، ددې دزړه ژورو ته يې لار موندلې او دا يې دوطن شاعره کړې، دخلکو شاعره کړې يې ده او هره شېبه له لمنځو او نښترو او څېړيو او ګورګورو او مماڼوسره په خبرو يې کليوال اوسيمه وال هم په خبرو راوستي:

سوله د ژوند سندره
اوس هــــــــــــم ګلونه ننـــــګرهـــــــاريادوم
خــــــــــپل دځوانۍ دمـــينې هـــــــار يادم
دکونړســيند سره نــــــــــــــــــغمه نغمه يم
د مــــــــاشومـــــــــــــتوب ګـرم بازاريادوم

اوس دپاميــــــرڅــــوکه مې ډيرياديږي
تل دسپين غــــر په نښـــــتروکې ګرځم
وطنه ستادعــــشق ملنګه شـــــــــــــــومه
ستـــــــــاديادونو ګل دروکې ګــــــــرځم


سپين غــــــــــره ته به داســــې وايي کنه
چې د مودو افســاني هيرشـــــــوې رانه

درته د مـــــــــــــــينې غـــــــــزل نه ليکمه
د نښـــــــــتروترانې هيـــــــــــرشـوې رانه

وطنه  اوس هم ګيله مــــــــــــــــنده يم زه
ته د جــــنګو سنګر خــــــــوږ منده يم زه

ســـــوله را وغواړه مـــــــونږ څاريي کوو
دا ډيــــر کلــــــــونه انتــــــــــظار يې کوو

کله پغمــــــان کله مــــــزار ته ځــــــــــمه
خيال کې سخي صـاحب دربارته ځمه
په کې د ورکی ســــــولې سـوال کومـه
دا ډيـــــر کلونه انتــــــــــــــــظار کـــومه

سهــارما ښام خداې ته ســــجده کومه
د پاکې مـــــــــينې ايــــــــراده کــــــــــومه
وايـــم چې اورد نفاق ورک کړئ خدايه
د ســــــولې سوال مـــــــخ په قبله کومه

کونډيا نې ژاړي، يـــــتيم پلارغواړي
معيوب خپل ژوندلره خوږ يارغواړي
په هر قدم کې هديري جـــــوړې شـوئ
ســـــــولې راتګ ته هــــــم يولار غواړي

مشرانو ســـــــوال کوم جرګه جـــــرګه شئ
دا مـــــرور وروڼه پخـــــــــــــلا کړئ ســـــــره
ســــوله د مـــــــــــينې په ډالۍ کې ورکړئ
کينــئ په يو ټغرســــــــــلا شـــــئ ســــــــره

ســوله د ميــنې په الهـــــــــــــــــــام راوړئ
يو ه خــــــــوږ زيرې په جـــــــــــانان راوړئ
چې جنګ د ماتې غشي وخوري په زړه
داســـې شيـــــــــــبو ته امتــــــحان راوړئ
ســـــــولې وئيل   دژوند ســـــــندره يمه
ځـــــانته مې خپل کړئ جـــادو ګره يمه
د خپــــــلواکي دژوند الهــــــــــام درکوم
د جنـــــګ رقيب  يم نغــــــــــمه ګره يمه

ځانته ته مې وغواړئ نګار مـــــې کړئ
د پګړۍ ول ګل د دستـــــــــــار مې کړئ
ســــوله  د حفيظ د مينې ګل يم خلکو
د هـــــــــــرافغان دژوندسـينګارمې کړئ

اغلې زرلښت  نن هم نه ده بدله شوې، هيله شته چې سباته به هم بدله نه شي. دا پته موږ ته ددې له شاعر ذهن نه لګېدلى شي. ددې له څېرې نه هم لګېدلى شي او ددې له کړو وړو نه هم. بهر ته زموږ ډېر هېواد وال تللي، ډېر بيا سيمې ته نه دي راغلي او ښايي چې راهم نه شي؛ خو اغلې زرلښت داسې ده، لکه چې هډو بهر ته تللې نه وي، لکه چې همدلته وي، لکه  چې په  سپينغره  کې وي، لکه چې دبيار په غونډيو ناسته وي او دځنګله انځوريزې سترګې دشعر په ژبه انځوروي.
داد زرلښت حفیظ بشریار کمال دى. چې هر چېرته ده، همدلته ده، لکه دوحدۀ الوجود دپېرويانو چې فنافي الله دي، زرلښت فنافى الوطن ده :

اې دوطن ياده
راشه خياله راشه اباسيـــــــــــن باندې مې واړه وه
کلکه پښتنه يمه کنړ سيــــــــــــند باندې مې واړوه

زه د افغــــــــان کورکې سلســـــــله د تاريخونو يم
پرخه دباران يم هلـــــمندســــيند باندې مې واړوه

ستادپادشايي د تاج تخـــــــــــــت نه توبه ګاره يم
ستادميــــنې نوم يم هري سيندباندې مې واړوه

ستا دغه زخمي ټوټۍ ټوټۍ بدن نه جـــار شمه
مينه دغــــــيرت يم  امو سيند باندې مې واړوه

ستا دعشق ملنګه يمــــــه خيــاله ليونې د کړم
ستـــــادمينې خال يم په جبين باندې مې واړوه

ستا د خمــــــاري مينې د ميـــــنې مستانه يمه
زه دحفيظ خيال يم خپل ائين باندې مې واړوه

او يا داچې :
سهار پاڅمه  هم  ستـــــــــا په  انتظا ريم
تورو شپو کې هم خـــــــوبوکې ناقرار يم

زما دګران وطن د ميــــــنې خــــريدار يي
ځکه  هرګړۍ قـــــربان درنه جار جار يم

د ملکنو فاصلې ته  خيـــــــــال   ونکړی
هغه  ژبه  مې چــــــــې کړې  وفا دار يم

دا د دوه زړونودمينې پيوستــــــــون ته
بل وطن په توروشپوکې هم ناچـــــــاريم

اغلې زرلښت  يووخت د درد او غم ، وېرې، وحشت،  ډار، لوټ او تالان، وينو، جنګونواو ننګونو شعرونه ويل،دا منتظر وه،چې د آزادۍ لمر ژر راختونکى دى او داهر څه به په يوه ښايسته شاعرانه فضا بدل شي، بيابه دا دمينې سندرې نغوږي،دعشق سندرې او دمحبت او الفت سندرې،  خولکه چې په ازل کې يې دانه وه، پرټول هېواد دوېرې او وحشت خپور ټغر لاهم خپور پاتې دی او په تېره ددې سيمه ننګرهار؛ خو يې داسې داور او بارودو په لوګيو لوغړن کړل، چې دې ته دپخواني او اوسني توپير ګران شو، ځکه خو په چيغو سر شوه، په نارو سر شوه، په فرياد شوه او په کوکارو سر شوه :
زمادسولې ارمان

زما دسولې ارمـــــــان  دامـــــيدونو غوټې
دهر شهيــــــددوينی د ارمــــــانونو غوټې
دهــرزانګوماشـــوم ته ارام او خوب دپاره
د بشــــــــريت نړۍ ته  دګلابـــونو غوټې

دجنګ دګرمولمبوداختـــــــــــــــــــــتام په هيله
دبشريت ژوندون ته د ښـــــــــــــــــه ارام په هيله
په ټوپکيـــــــــــانو باندې اوازدســـــــولې کوي
دنړۍ ټول خلکو ته داحـــــــــــــــــــترام په هيله

چې دنړۍ مينـــــدې جنګوکې بورې نه شي
لکه افغانې ښځې ويرته مجــــــبورې نه شي
جنګ خوبلاده خـــلکوجنـــګ تباهي راولي
جنګ بشريت لره تل ستـــربدمرغي راولي

زما دسـولې ارمان خواږه خــــيالونه غواړي
دجنګ معيبو لره خپي او لاســــونه غواړي
چې په بمـــــــــونو باندې کورونه يې ونړيدل
داسې بی کورو لره نـــــــــوې کورونه غواړي

زما دســــــــولې ارمان دهــــــــــرانسان دپاره
دطبعيت غږه کې دښــــــــــــــــکلاګان دپاره
چې نه دژبۍ فرق وي اونه تعــــــبيض دنژاد
دپيــوستون زيرې وي دټول جـــــــهان دپاره

زما دسولې ارمان هرپښــــــتون ځوان دپاره
زما د سولې ارمان پښتــــــــــــونستان دپاره
زما دسولې ارمــــــــــان ټول ماشومان دپاره
د دريدلومـــــــــــيندو ښکلي بچـــــيان دپاره

زمادسولې ارمــــــــــان دهرا فغــــــــان دپاره
راځئ چې يوشوســــــــره نوم دانســان دپاره
په نړۍ غږ وکړوچې مـــونږه ســــــوله غواړو
زرلښت هم سوله غواړي دټول جهان دپاره
د زرلښت ليکوالي اوشاعري:

     زرلښت حفیظ بشر یار ډيره وړوکې  وه چې دشعر او شاعرۍ ښاپيرۍ ترگوتو ونيوه او کرار يې دمينې سندر بول کړه، که څه هم زرلښت حفیظ په اوسني پيرکې د حماسي شاعرۍ شاعره گڼل کيږي خو په شعرونو کې جوت فکر او پيغام شتون لري، ديوې جدا لارې یعنې د سولې، مینې او انسانیت دلارې شاعره ده، شعر یې په ښکلا ييز اړخ سربيره جوت مانيز اړخ هم لري او دا هغه خصوصيات دي چې ډيرى ادب پوهان يې دلويو شاعرانو خاصه او ځانگړنه په گوته کوي،کله چې ددغه اغلې شاعري له نظره تيروو پر کوم واقعيت چې ډير باوري کيږو هغه دادى چې دى يو فطرى شاعره ده او شاعري يې په فطرت کې گډه ده،داخبره ځکه کوم چې پخپله اغلې زرلښت حفیظ هم په همدې نظر ده او ښه شاعري هغه شاعري گڼي چې فطري وي.
 داسې ډير خلک وينم چې په ډير کم عمر کې ډیر ښه شعرونه وايي اوډير خلک دي چې تر ډيره کاله پورې کوښښ کوي،خوبيا هم يو ښه شعر نه شي ويلاى،زه ددې طرفدار يم چې بعضې خلک فطري شاعران وي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي،خو بعضې خلکو ډير تحصيل کړی هم وي،ډير کوښښ هم کوي ډېر زحمت هم وبآسي ان داسې خلک مې ليدلي چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تيروي او بالاخره په ظاهره په غزل کې کوم نقص نه وي خو ليکن هيڅ خوندنه لري داځکه چې فطري شاعر نه وي .
     ښاغلي افضل شوق چې د کوزې پښتونخوا لیکوال، شاعر او ژورنالست دی، پخپله یوه لیکنه کې د اغلې حفیظ په هکله داسې وایي :
  ((زرلښت حفیظ یو داسې شاعره ده چې زه ورته د سولې انساني او پښتني ژغ وایمه یانې په ښځینه ځان یې داسې نارینه کار ته ملا تړلې ده چې زموږ شمله ورو هم سر ته نه شو رسولای، هغه همتګرې پښتنه ده ، ډېره زیرکه، ډېره روشن فکره، ډېره زړَوره ، ډېره په زړه صفا او صادقه او پښتو ته جوړېدلې دسولې په ارمان داسې ارمانجنه شاعره ده چې خپل ټول احساسات یې په پښتني ویاړ د سولې ، مینې او انسانیت دلارې لوګی کوي)).
  شوق صاحب د اغلې حفیظ دشعرونو رنگينېرا په ګوته کوي هغه وایي :
((اول دا چې هغه وچ په وچه پښتنه ده ، په لیکنو کې یې پښتو ځانته تر هر څه نیږدې کړې ده، شاید چې داسې به یوه هم لیکنه د هغې نه وي چې پښتو دې یې پکې نه وي نازول شوې .دویم داچې هغه لکه د خپل تخلص (بشریار) انسان دوسته هم ده. انسانیت ته یې دغسې اوږې ورکړي دي لکه دا زه چې په هره لیکنه کې خپل قام یاني پښتون د انسانیت سره غېږ په غېږه لیدل غواړم نو زرلښت حفیظ خور مې هم زما د ژوند د خوبونو په شان پښتانه په انساني نړۍ کې مخته وتې او مخه ور غواړي، نو ځکه یې زما په رنګه مشکل پسنده شاعر هم د غښتلي فکر د لارې ملګری کړو. دریم داچې زما دغه نیازبینه خور نه یوازې د خپلې مینې جذبې بلکې درسته انساني مینه د سولې و رنځ ته لوګی کوي لګیا ده.))
 داغلې زرلښت حفیظ شعرونه په ډيره روانه ،سليسه او معياري پښتو ليکل شوي دي. که څه هم چې اغلې په خپل شعر کې محلي اصطلاحات کارولي دي او ان کله ناکله دګرامر په برخه کې هم خپل شعرونه او لیکنې په خپله لهجه ليکلي،مگر له دې سره سره د زرلښت حفیظ شعرونه دپښتو معياري شعرونو يو ډېر لوړ مثال دی.
د زرلښتې ماشومتوب په هميشه بهارولايت ننګرهارکې تير شوې دی،  هغې په ١٣کلنۍ کې په شعرويلو پيل وکړ. زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره ډېره مينه لري،اووايي دژوند هره شيبه ورته ډيرارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ سره ډيره مينه لري  .
په جنګ کې لويه شوې چې خپله ځانته دحماسوشاعره وايي، خوخلک يې دسولې قهرمانه اودپښتوادبياتو کې دنوښتنواتلې ميرمنې په توګه ترې يادونه کوي، چې په دېتوګه یې  په ٢٠١٤کال کې د سولې اوانسانيت نړيوال زرغون ميډال هم ترلاسه کړی دی  .
اغلې ثريامکيز ددې په هکله داسې وايي:
( زرلشت حفيظ دافغانستان دادبياتودتاريخ په زرينوپاڼوکې دنوښتونواتله ميرمن ده )

اثــــار:
الف منظوم:
١-  ځوانیمرګ ارمان ........ شعري ټولګه
٢- د سولې انتظار ........... شعري ټولګه
 ٣- شرقي ښکلا د غرب په ماڼیو کې ...... شعري ټولګه
ب منثور:
١- ښځه دژوند  په هندارکې ... لنډو کیسو مجموعه ... لمړی ټولګه کاناډا کې چاپ شوی .
۲ ـ  زرلښت مجله  .. کال کې درې وار چاپیږي
۳ ـ مرحوم افضل شوق د سولې او صمیمیت شاعر
۴ ـ نور جهان ناول
ناچاپ اثار:
۱ ـ دښاغلی کاروان چنار خبرې کوي دری ژباړه
۲ ـ زما ژوند
۳ ـ زمامورته ډالۍ
۴ ـ سوله مې ارمان
۵ ـ پلچرخي زندان
۶ ـ دژوند خوږې لمحې
۷ ـ ښځينه امراض
۸ ـ ستاعلاج ماسره نشته .... ( داکتاب رواني نارواغانوته ډالۍ ده)
۹ ـ زه دجنګ قرباني يم
۱۰- نظیفه څنګه دکیږۍځوان ته واده شوه؟!

موسکا ستانکزۍ د اغلې زرلښت حفيظ دسولې اوصميميت شاعر په کتاب یوه کوچنۍ لیکنه کړې چې په لاندې ډول ده .
 که څه هم چې افغاني مېرمنې تل په ډول ډول ستونزو کې را ښکېلې وي،نه شي کولاى خپله هغه وړتيا او استعداد ټولنې ته ديوه کدر په توګه وړاندې کړي او په ټولنه کې ترې نورې خويندې،ميندې،پوه اوناپوه هغه ګټه پورته کړي، چې دوى يوه مثبت لوري ته ثوق کوي،خوبياهم داسې ډېرې په خپلې خاروې،خلکواوچاپېريال مئينې مېرمنې هم شته،چې په خپل ژوندکې دپرتو ستونزو پروړاندې يې سينه سپرکړې ده اوله خپلو نازکو لاسونويې ديوې الماسي تورې په توګه کار اخستى دى، خو مبارزه يې جاري ساتلې ده،دغه شان،موفقې،اهل کاراورسالت پېژندونکې،مېرمنې اونجونې موپه هېوادکې ډېرې شته،خودوى لکه لعل په ايروکې،دخپل رسم،کلتور اوعنعنوخلاف کړنو،تاويلو،ماويلو په خاطر پټې دي،چې له جملې څخه يې یوه هم  ليکواله،اديبه اوشاعره خورآغلې زرلښته حفيظ ده،چې ماشاءالله ددې دډېرو پنځونوشاهدان دافغانانوسربېره دنړۍ په کچه خلک دي،ددې له دې هاندونوموږ کولى شو پوه شو،چې پرخپل هېواد اوهېوادوالو څومره مئينه ده،څومره دهغوى په درد دردېدلې اوپه غم يې غمجنه شوې ده،زرلښته تراوسه پورې ډېر چاپ شوي اوچاپ ته چمتو اثار لري،چې که ولوستل شي،نو لوستونکى به په هېواد کې دتېرې شوې او اوس موپه مخکې پرتې ستونزې لکه دهندارې پرمخ چې ورته ګوري وويني،که څه هم چې هغه له خپل هېواد څخه ډېره لرې دمسافرت په چاپېريال کې ژوند کوي،خوبيايې همدډېرو افغانانوپشان خپل هېواد ندى هېرکړى،خپل ولس ترې له ياده ندى وتى،هغې لکه ديوې تاريخ پېرژندونکې په څېردغه حالات دشعر،داستان،مقالو اوادبي ټوټو په ژبه بيان کړي دي.
  که د اغلې زرلښتې حفيظ په ادبي کړنو موږپه تفصيل سره وغږېږو نوله امکانه به وتې خبره نه وي چې پوره کتاب به پرې وليکل شي،خوداچې زمادالنډه ليکنه يې ګنجايش نلري،په همدې بسنه کوو،او يواځې ستاسوپه لاس کې په دې کتاب،(دسولې اوصميمت شاعر) چې دپياوړي اوسوله خوښوونکي شاعرمرحوم افضل شوق پرژوند ليکل شوى دى ،دهغه شاعرۍ،ليکوالۍ او دژوند په لوړو ژورو باندې پکې بحث شوى دى،څوخبرې کوو.
هغې په دې کتاب کې افضل شوق هغه شان ستايلى دى،څرنګه چې بايد ستايل شوى واى،ترکومه چې مادشوق صيب شاعري لوستې ده،ډېرازاد شعرونه لري،خو واقعاً په زړه پورې اوله يوه درد اواحساس څخه ډک دي،چې په ډېروکمو شعرونو کې به يې دسولې کليمه نه وي راوړل شوي،هغه خپل شعار سوله ګرځولې وه،او اوس ددې کتاب ليکوالې(زرلښتې حفيظ)هم دمرحوم شوق صيب لاره خپله کړې ده او غواړي چې دالاره تعقيب کړي،ترهغې چې خپل هدف ته ورسېږي،داهم دسولې ډېره مينه واله ده،ډېره شاعري يې يواځې دسولې لپاره وي،يوکتاب يې هم چاپ شوى دى،(دسولې انتظار)شعري ټولګه ده،که څه هم چې مانه ده لوستې،خو له نوم څخه يې معلومېږي چې دسولې لپاره پکې دشعرونو تله درنه وي،په هرحال،نه غواړم خبرې مې نور وغزوم،دلته يې لمنه رانغاړمه ولې چې بياخبرې کليشه يي کېږي اوخونديې کمېږي،نو زه آغلې خورته په دې لاره کې دلابرياليتوبونو اولاسته راوړلوپه خاطر دپاک اولايزال رب په دربار کې ددعالپاره لاسونه اوچتوم اوتاسو دکتاب لوستوته رابولم .
هو نیازګلې پښتنې سمه خبره کړې ده دغه پښتنه زرلښته واقعي هم د خپل نامه په شان خپل داسې په ښځینه نزاکتونو د پښتو او پښتونولۍ څنګ ټینګ کړی دی، چې سړی ورته هک اریان پاتېکیږي.  چیرته سهېلي امریکه یانې کاناډا چېرې چې شپه د ورځې څخه روښانه او ورځ یې د خوب د ټاپوګانو څخه هم یو په لسه رنګینه وي او چیرته بیا زموږ خړپړلوی افغانستان  چې پکې نن سبا شپې د تورو او سرو پټ مخو د وهشتونوراج وي اود ورځې پکې د بې پښتو تروریستانو د وینو د شېطاني لوبوغوبل .. خودغه تورسرې خور ده چې د پښتنې مینې په خاطر سره زر په خاورو بدلوي او خپلو سپېرو پښتنو د سباؤن دپاره په ویښو سترګو داسې پرُامیده خوبونه نه یوازي ویني بلکې ورته په نره ښېګړه غواړي چې خپله هر احساس او هره پښتني  جذبه ترې جار وي هم  .

 لکه په دې لاندېني نظم کې چې واي :
پښتو
زما خــــــوږ ه ژبه دحــــيا پـــــــښتو ده
زما د هيــــــلو تمنـــــــا پښــــــــتو ده

زما هدف خو ويـــــــښول دقام دي
په خپل وعدو باندې وفا پـښتوده

ماته بنګړي او لونګ مــــــــه يادوه
چې مــــاته ژبه داشنا پښـــــــــــتوده

نور مو په هـــــغه دغه مــــه بــېلوئ
د ميليـــــــتونو تقاضا پښــــــــتو ده
زه خو يوه ښځه يمه دخــــپل ټولنې
زمـــا دژوند ټوله معـــــنی پښتوده

چې ويــــښوی دا خــــــوبولې دونيا
د غـــــيرتونو د دونــــيا پــــښتو ده

چې راکــــــــوي راته د سولې زېری
لکه دلـــــمر سترګه ســبا پښتو ده

چې جوړوي د(حفيظ) ښکلې دونيا
دا دټولنــــــــــۍ ارتقــــــا پښـــــــتو ده
(۲۴ـ۲۵مخونه)   
نظم :
دنظم لپاره يوډېرعام تعريف دادى چې ((په لغت کې ملغلرې په تارکې اچولوته وايي ،په اصطلاح کې هغه کلام چې وزن اوقافيه ولري نظم بلل کېږي.)) 
استادمحبوب شاه ارزومند دعميدفرهنګ په حواله ليکي. ((دنظم لغوي ماناپه هکله داسې څرګندونه شوې: اوډون،دملغلروپييل،دنثرخلاف له موزون اوقافيه والې ويناڅخه مراددى))      
 دا اوداسې نورتعريفونه دډېروليکوالوپه اثاروکې موندل کېږي استادلال پاچاازمون ليکي: ((لغوي مانايې دملغلروپييل يابرابرول دي.نوموړى زياتويپه پخوانيوکتابونوکې نظم په اصطلاحي ژبه وزن اوقافيه لرونکي کلام ته ويل شوى.دغه اصطلاحي تعريف دعربي عروضوپربنسټ راوړل شوى،خوکله چې په څېړنوکې نوى والى راځي اوڅېړونکي دغربي ليکنومطالعه کوي، نوپرعربي اغېزسربېره دوى ترغربي اغېزلاندې دنظم اساسي توکى وزن وباله،نوتعريف يې هم داسې رالنډکړ،هغه کلام ياويناچې وزن ولري نظم بلل کېږي))          
دنظم ډولونه:
دپورتنۍ يادونې پربنسټ څرنګه چې وخت په وخت په څېړنوکې نوى والى راځي نوادبپوهانو هم نظم په بېلابېلوډولونوويشلاى،چې په لاندې توګه ترې يادونه کوو:
 ١- مقفى(قافيه لرونکى):په دې ډول نظم کې پروزن سربېره قافيه هم شرط ده.
 ٢– قافيه وال اورديف وال نظم:دې ډول نظم ته يوشمېرڅېړونکي پابندنظم هم وايي،په دې نظم کې پرقافيه سربېره رديف هم راوړل کېږي،پخوانيونظم څېړونکيورديف هم دنظم اساسي توکى ګاڼه،خووروسته اختياري وګڼل شو.
٣-ازادنظم : دادنظم هغه ډول دى،چې سخت يادقيق وزن اوقافيه ونه لري،يادمسروترمنځ برابرښت په کې نه وي،کېداى شي يوه مسره يوه څپه وي اوبله مسره دوه ياتردووزياتوڅپوڅخه جوړه شوې وي.
٤- نيمه ازادنظم :دادنظم هغه ډول دى چې مسرې يې دڅپوله مخې يوشان وزن ترپايه غوره کړي اوترډېره دقافيې له باره هم خالي وي،خوپه يونيم ځاى کې دمسروترمنځ دهمغږۍ اوموسيقيت پيداکولولپاره دبندونواوکړيوپه پاى کې قافيه وال کېږي يادسجعې په څېرهماهنګي پيداکوي .

شعر
دشعردتعريف اوپېژندنې په اړه هم ډېرى ادبپوهانواوليکوالوڅرګندونې کړي دي. استادمحبوب شاه  دشعردتعريف اوپېژندنې په اړه دګڼوليکوالوتعريفونه رااخيستي نوموړى دعبدالباري اشناپه قول دشعرلغوي تعريف په اړه ليکي : ((شعراصلاًعربي کلمه ده چې دشعورڅخه ماخوذده،چې مانايې پوهه اوپوهېدنه ده .ځينې ګومان کوي چې داکلمه له اره عربي ريښه نه لري اوعربي به نه وي چې دوى يې د(شير)دکلمې معرب بولي چې په عربي ژبه کې يې د(اواز)او(نغمې)مانالرله اومصدريې شعورو،خوددې نظريې اساس خيالي دى،مګردعربي والي په برخه کې دنظرياتوزياتوالى شته.
په اصطلاح کې :
شعرهغه موزون کلام دى، چې په قصدسره وويل شي.
شعرهغه موزون کلام دى،چې دانسان په احساساتوکې تحرک پيداکوي.
(( شعريوخيالي قول دى،چې داورېدونکي په زړه کې بې دهغه له اجازې ځاى ونيسي.))                 
نوموړي استاددې ته ورته ډېرتعريفونه په خپل کتاب کې راټول کړي يوبل ځاى ليکي: ((شعرپه کره ښکلي اواهنګينه ژبه دفکراوخيال عاطفي تړون دى.)

 دشعردتعريف په اړه استادمحمدصديق روهي  داسې څرګندونه کړې ده: ((شعرهغه نقاشي ده،چې حرکت هم لري  اوداسې موسقي ده،چې په کلماتوکې نغښتل شوې ده.شاعريوازې خپله عقيده ښکاره کوي.وعظ نه کوي.))           
 داستادالفت هم دغې موضوع ته پام شوى اوډېرپه زړه پورې تعريف يې په خپل کتاب کې ورته راوړى چې ليکي: ((شعرهغه ويناده چې الفاظ يې ښکلي وي اوويونکى په کې فکر،پوهه،ذوق،دزړه هيجان اودروح قوت سره ګډکړي،دارازکلام نظم وي که نثر،شعردى.
نه شعر:هغه ساده بيان دى،چې احساسات اوباطني هيجان ورسره ګډنه وي اوفقط دمطلب څرګندونه کوي))     
ددغه پورته څرګندونوڅخه دې نتيجې ته رسېږو،چې شعرپه وزن لرونکي اهنګ دمفکورې اوتخيل عاطفي ترکيب ته ويل کېږي.
په پورته ډول دشعرپه برخه کې دادبي کره کتونکيونظريې وړاندې شوې،ښايي شعرتريوې اندازې پورې پېژندل شوى وي.اوس به دشعراونظم په توپيرباندې دځينونقادانونظرونه وړاندې کړو.
دنظم اوشعرترمنځ توپير:
له پورته تعريفونوڅخه څرګندېږي چې په شعرکې مونږداصفتونه موندلاى شو،(خيال،فکر،عاطفه اواهنګ).اوس خبره دشعرکوو((ځينې شعرپوهان شعردلغوي ماناپه رڼاکې دموشګافۍ يواصل بولي.دموشګافۍ نه مطلب په شعرکې د(استعارې،کنايې،مجاز...بديعي خواوې راوړل دي))   
دلته که له دغه خواووسره داهنګ خبره ورګډه شي نودشعريوتوکى به يې موندلى وي،که دفکرخبره پرې ورزياته شي نوبياخوشعردخوندترڅنګ دژوندلاره ونيوه له دې ځايه خبره دزيارصيب تعريف سره غوټه کېږي.
په کلماتوکې موسيقي،دعقيدې ښکاره کول اووعظ نه کول،حرکت لرونکې نقاشي،هغه صفتونه دي چې مونږيې په ښه شعرکې موندلاى شوچې هغه، بياهم اهنګ،خيال،فکر،اوعاطفه ولري.دلته هم داستادروهي دخبرې تصديق کېږي.استادازمون دنظم اوشعردتوپيرپه باب ليکي : ((نظم يوچوکاټ دى اوشعرددغه چوکاټ منځپانګه،دنظم اساسي توکى وزن ګڼل شوى،خودشعر،خيال،فکر،عاطفه،احساس اواهنګ ،نوپه هرهغه چوکاټ  کې چې که هغه نظم وي اوکه نثرچې دغه توکي موجودوي هغه ته شعرويلاى شو)).     


افغانه ښځه په يوشتمه پيړۍ کې

دادوه نظمونه نوي دي، چې هلته کاناډاکې دزرلښت درې مياشتنۍ مجله کې چاپ شوي. دافغانوښځوپه ورستيوغميزو باندی ليکل شوي، چې زمونږپه ټولنه کې دهغونارينه ودظلمونوبيانګر یا ښکارندویدي، چې په بیلابیلوبهانواوپلمودښځوپه مرۍ چاړه تیره وياو یا پزه يې ورته پرې کوي غوږ ترې پرې کوي،ژبه يې ورته پرې کوي وژني یې اوبياپه داسیې پلمه قاتل دمحبس نه دڅورپوپه بدل خوشېکیږي، چې ويلیې دغه ښځه ګناه کاره وه، زنايې کوله. ځکه مې مړه کړه. دلته دکنړۍ پيغلې ګلنارې قضیې ته اشاره شوې چې هغه ووژل شوه خوقاضي مجرم ته براعت ورکړ. هغه ازادګرځي اودې ته ورته نوروپيښوته چې تاسې يې دسرپه سترګوګورئ په يویشتمه پيړۍ کې دنړۍ ښځې فضاته لاړې خوافغانې ښځې پخپل کورنوکې دکوردغړولخوادجنايتونوسره مخ دي .


افغانه ښځه
دخــــــپل ښايست په تهمـــــــــتوکې سوزم
افغانه ښـــــــــځه يم لمـــــــــــــــبوکې سوزم

چې خدای قســــــمت کې راته څه ليکلی
زه دوحشــــــــــــت په جـــــزيروکې ســــوزم

خدايه داســــــــــــتادغه مغـــــــروربندګان
لتامنکردي دا دځمـــــــــکې خـــــــــدايان

دکليـــــــــــــمۍ ژبه يې پرې کـــــــــړ ه رانه
چې ماښـــــــــوده پرې خپـــــل بچوته قران

افغانه ســــــتا دغــــــــــــــــــيرتونو کور کې
په يويشـــــــتم پيړۍ کې ســــــياله نه شوم


دحکومـــــــــت قاضي مې هــــــم ګرم ګڼي
خــــــــدايه بی غمه دجنـــــــــــجاله نه شوم

څوک رانه پوزه څوک مې خوله پرې کوي
څــــــــــــوک مې مرې په پڅ چاړه پرې کوي

دلته انصـــــــاف خلکونه ورک ده خدايه
څوک په سنګـــسار دژونداثره پرې کوي

زما دميـــــــــــنې خــــــــــــــدايه تاته وايم
زمونږ قســــــــمت به بدلــــــــوی او کنه

څوک چې په ښځـــــو باندې ظلم کوي
دوې ته جــــــــــــزا به ورکـــــــوی اوکنه
دا هم د یوې بلې پښتنې پیغلې د ژوند کیسه ده، چې د لوړ ولور اخیستلو قرباني ده، او تر اوسه یې ژوند تریخ تیريږي. دا پیغله شمایله نومیږي،چې د خپل ترور زوی باندې مینه وه، او غوښته یې چې د ژوند ملګری یې جوړ شي ، خو غماز بیا دا ونه زغمل او دا د مینې داستان یې ګډ وډ کړو . غماز چې د شمایلې پلار دی، د پیسو حرس یې د مینې او رحم سترګې ړندې کړي. او یاده پیغله یې د لوړ ولور په اخیستلو بل ځوان ته ورکوي نور مو لاندې نظم ته رابولم تر څو په پوره داستان وپوهیږئ .
بدقسمته ښځه
چې پيدا شومه  دادا په مــــــــا خــــــــپه شو
هم زړه ادکۍ نيا په مــــــا خـــــــــــــــپه شوه

دقسمت داول ورځ تــــــــندۍ کې ګــــونځه
توبه توبه ټول دونــــــــيا په مـــــــا خپه شول
****
چې لږ لويه شوم ما وويلې مــــــــــورکۍ ته
دمکـــــــتب دشوق کيسه خــــــــپلې ادې ته
مــــــــــورکۍ وويـــــــل بابا نه به دی پوښتم
بابا وويل نورغــــــوږ مه ږده دې انجلۍ ته
****
دمورکې ستــــــرکوته اوښــــکه ژړا زه شوم
خوارقســـــــــــــمته دډيرخولوواويلازه شوم
په وې وې باندې مې پيـل دژوند سبا شوه
تر هغه چې دځـــــوانې  يوه ښـکلا زه شوم
****
دهــرځوان د زړګي ميـــــنې ته کيسه شوم
دهر زړه دميــــــنې ښکلې تلوســـــــــه شوم

چا باڼه راته ستـــــــــــايل اوچـــاهم سترګې
چې څراغ دپينـــــځو ګوتوافــــــــسانه شوم
****
مــــــــرکو او د جـــــرګو ګـــــرم بازار شــــــو
توبه توبه ټول دونيا مې خريدار شــــــــــــو
د هر چا په خـــــــوله کې زمــــا و صـــفتونه
مرکو باندې مې ســـــــــــتړي عـــــــــالمونه

بيا هم نيا او هم دادا زمــــــــا واکدارشول
دولور پيســــــــــــوطلب ته طــــــرفدار شول

بی له دې چې  څوک له مـانه تپوس وکړي
ځما کوژده اوبيا واده هــــــم را تيــــار شول
****
په سروستـــــرګو مې ژړل چې  واده نه کړم
وه  ابې او اې  دادا ځان به  مـــې مړه کړم
ما ويل چې ددې کور زه مـــــــذدوري کړم
ته چې ما خرڅوې زوړ ســــــړی به څه کړم؟
****
دادا وويل په ټوپـــــــــــــک دمــــــــــــــړه کوم
ددې کورپه مـــــــــــذدورې د نه ســـــــــــاتم

ښځينه جنس دشـــــــــــرمونو يوه ټوټه وي
زه مجبوريم دا خپــــــــل شرم خوندې کوم
****
بله لاره راته پاتې نه شــــــــــــــــوه خــــــدايه
څله اوښــــــــــــــکې تويومه زه بيـــــــــــځايه

يا خو دلته يا خو هلـــــــــــته مذدوري کړم
اې قسمته زه کمبــــــــــــــــخته زندګي کړم
****
د واده نه مـــــــــــــــــې ډيرپاتې شــول غمونه
د ميړه او زما دخـــــــــــواښې پيـــــــــــغورونه

دلغــــــــتو د ســــــــــــــــــــوکانو ګــــــــــذارونه
په نهاره تورې شپـــــــــــې اومـــــــــــــاښامونه
****
ژوندمې تيرشـــــــــــــــــــوه په ژړا اوتراوتر يم
دحيوان غوندې ســــــــــــــــــودا دسودا ګر يم
نه دقدرنه دعــــــــــــــــــزت ځاې مې پيدا شو
بد قسمته يمه ښــــــــــــــــــــځه يمه  تورسريم
*****
زرلښت وليده افغانې ښــــــــــــــــــځې خوارې
شپه اوورځ چې ددســــــــــتورپه وير کې ژاړي

دنړۍ ښځۍ سپــــــــــوږمــــــې پلورې درومي
خـــــــــــــــو زما د وطن ښــــــــــځې دي  ناچارې
 
وړانديزونه
زرلښت حفیظ بشریار او ورته نور ډېرې ځوانې شاعرانې چې په شعریت کې یې رنګ او خوند تر ډېرو اوچت دی په هغه کچه چې  باید وستایل شي، نه دي ستایل شوي. په دې اړه غواړم د اطلاعات او کلتور وزارت، د پوهنتونونو استادانو، ادبپالانو، فرهنګپالانو، ځوانانو محصلینو او نورو اړوندو ادارو ته لاندې څو وړاندیزونه ولرم.
۱ – د پوهنتون له استادانو هیله لرم، چې د ژبې او ادب فارغینو ته تر ډېره د پخوانیو لیکولانو او شاعرانو پر ځای د ځوان خوځنده او فعالو لیکولانو په اړه د پایلیک موضوع غوره کړي. زما له نظره په دغه کار سره څو ښېګڼې سرته رسولای شو؛ لومړی دا چې ځوانه طبقه مو خپلو ادبي او فرهنګي کارونو ته لا هڅول کیږي، کارونه یې ستایل کیږي، لیکوال پر ځان ډاډ او باور ترلاسه کوي، د نښتونو لټنه کوي، لاسته راوړنې یې خوندي ساتل کیږي، د ژبې او ادب لویانو ته ورپېژندل کیږي او په دې سره راتلونکې کې د ادب تاریخ ښه ماخذ کرځېدلی شي.
۲ – اطلاعات او کلتور وزارت او نورو اړوندو مسولو ادارو ته وړاندیز کوم، چې د زرلښت حفیظ بشریار په څېر هغه ځوانې شاعرانې او لیکوالانې چې قلم یې ښه الفاظ، ملي نغمې، پښتنه جامه او درنې کرښې کښي، د غونډو، مشاعرو او مناثرو په ترڅ کې وستايي. دا د ځوانو او ښځینه لکوالانو د هڅونې تر ټولو غوره لار ده.
۳ – ادبپالو او فرهنګپالو ته وړاندیز لرم، چې د ښځينه او ځوانو لیکوالو پر نا چاپ شویو اثارو پانګوونه وکړي؛ دوی په دې کړنې هم له لیکوالو سره خپله مینه څرګندولای شي او هم خپل لګښت بېرته د کتابونو په پلورلو سره راګرځولای شي. لیکوال ته د فرهنګپالو او ادبپالو تر ټولو ښه ډالۍ د هغه د اثارو چاپول دي.
۴ – ځوانانو او د ژبې محصلینو په خاصه ښځینه محصلینو ته مې په دې برخه کې وړاندیز دا دی، چې د خپلو زده کړو پر مهال لږ تر لږه له ښځينه شاعرانو او لیکوالانو سره ښې اړیکې ولري؛ دا کار ځکه باید ترسره شي، چې د ارواپوهنې له نظره هر جنس خپل جنس په ښه توګه درک کولای شي. هغه محصلین چې د ژبې او ادب په برخه کې پر زده کړو بوخت دي؛ له ځوانو شاعرانو او لیکوالانو سره اړیکې پرې مسلکي تاثیر باسي او هم یې د دې ډګر فعال ساتي.
 
پايله
ځينې وخت سړى فکرکوي چې کېنه اوبس چې څه دې ذهن ته راځي ليکه يې خوداسې نه ده.توري راټولول اودهغې څخه جمله جوړول پوره زړه چاودون دى.انګريزي متل دی: هره ليکنه چې بې زحمته وليکل شي په زحمت لوستل کېږي.
که څه هم په پيل کې دغه موضوع راته اسانه برېښده ولې هغسې نه وه،په هرصورت.
په دې رساله (مونوګراف)کې په ترتيب سره دسريزې ترڅنګ دزرلښت حفیظ بشریار لنډه پېژندنه،نظم اوشعرپېژندنې په باب لنډمعلومات راغلي دي ،ددې څخه مې موخه داده چې له يوې خوادلوړوزده کړو  دوزارت امرپرځای اوله بلې خوادلوستونکيوپام د زرلښتې خور شاعرۍ ته واوړي اودنوموړې دشاعرۍ نورې برخې راوسپړي .ددې رسالې په ليکلوکې ماترخپلې وسې پورې زيارويستلى له معتبرواخځلیکونو څخه مې استفاده کړې ده، موضوع مې نوې ده چې تردې وړاندې پرې بل چاکارنه دى کړى.په پاى له ټولولوستونکيوڅخه هيله کوم چې په دې ليکنې به خامخاله ماڅخه ډېرې خطاګانې شوې وي،ځکه دازمالومړۍ ليکنه ده اوانسان نيمګړى دى.که چاته په کې کومه نيمګړتياښکاره شوه،هيله لرم چې په لازمومشورومې بدرګه کړي.

ګل آغا (رحیمي)

بېرته شاته