سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362660

د تړون اونيزې څوارلسمه ګڼه له چاپه راووته


2015/24/10

د تړون اونيزې څوارلسمه ګڼه له چاپه راووته
د تړون اونيزې څوارلسمه ګڼه له چاپه راووته چې په علمي، ټولنيزو، سياسي
او ادبي موضوعاتو ښکلي شوي ده.
سرليکنه يې د حقې لارې قرباني تر سرليک لاندې ليکل شوي ده.
په سرليکنه کې راغلي چې د عاشورا لسمه د اسلام په تاريخ کې د حق او باطل
تر منځ د انتخاب پيغام دى. د هجرت په يوشپېتم کال د محرم په لسمه د کربلا
په ميدان کې د حضرت حسين(رض) څخه يزيد د بيعت غوښتنه وکړه چې تر څو د هغې
خلافت ومني، او ژوند يې وژغورل شي، خو حضرت حسين(رض) سره د خپلو دوه اويا
ملګرو په ډېر تاکيد دا خبره ردوله چې له يزيد سره بيعت وکړي، ځکه دوى د
يوه اسلامي امارت لپاره د يزيد په وجود کې هغه جواهرات نه ليدل کوم چې د
دې مقام لپاره ضروري او اړين وو.
نو همدا وه چې د يزيد ٤٠٠٠ فوځيانو او حسين چې دوه اويا تنو يې ملتيا
کوله جګړه ونښته او امام حسين د خپلو دوه اويا ملګرو سره يو ځاى د کربلا
په دښته کې په شهادت ورسول شو د ليکوال په نظر د دې شهيدانو شهادت موږ ته
دا راښيي چې بايد د سر په بيه هم د حق په خلاف د باطل پلوي ونه کړو.
په دې سربېره د پوهاند محمود سوما جنازه په خوست کې خاورو ته وسپارل شوه،
په خوست کې ادبي بڼدراونه او کلتورې هڅې ډېرې شوې دي، د چين او برېتانيې
ترمنځ سياسي او اقتصادې اړيکو پراختيا موندلې، يو تن زده کوونکي اتوماټيک
ور جوړ کړی، امريکايي زده کوونکي 'د سي آی اې د مشر برېښناليک هک کړی'،
د لنډو جالبو کرښو تر سرليک لاندې د نړۍ حيرانونکي خبرې او د رنګينې پاڼې
په سرليک د پښتو ژبې د شاعرانو ښکلي غزل ځاى لري.
د تړون اونيزې مينوال کولاى شي چې تړون اونيزه د خوست ښار د ټولو کتاب
پلورنځيو، د پکتيا ولايت د ټولو کتاب پلورنځيو او په کابل کې د بيهقي
کتاب پلورنځى څخه ترلاسه کړي.
د تړون اونيزې اداره

سپين سهار

بېرته شاته