سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1290214

د تړون اونيزې پنځه لسمه ګڼه له چاپه ر اووته


2015/01/11

د تړون اونيزې پنځه لسمه ګڼه له چاپه راووته چې په بېلا بېلو علمي، ادبي، فرهنګي، سياسي، او تولنيزو موضوعاتو ښکلي شوي ده. سرليکنه يې د اړمنو سره د مرسته تر سرليک لاندې کښل شوي ده. په سرليکنه کې راغلي چې د تيرې دوشنبې ورځې د زلزلې له امله په هيواد کې يوسلو پنځلس تنه مړه، پنځه سوه شپږ پنځوس تنه ټپيان او د بې ځايه شويو کورنيو شمېره اوه زره شپږ سوه ديرش ښودل شوي ده، چې ډيرى وګړي لا د حکومت مرستو ته سترګې غړوي، دا زلزله په داسې حال کې وشوه چې افغان وګړي د ژمنيو ګواښونو سره هم لاس او ګريوان دي، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې سږ کال په افغانستان کې څلور مليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري خو نه نړيواله ټولنه د دې وس لري چې دې ټولو اړمنو ته مرسته ورسوي او نه هم افغان دولت، چې دا زلزله خو يې لا پريږده.

ليکوال په افغان ولس غږ کوي چې هر څوک دې تر خپله وسه سر له اوسه د دې اړمنو سره مرسته او همکاري وکړي او د ژمنيو ناورينونو او خاطراتو دې اړمن خلک وژغورل شي.

په دې سربېره د زلزله ځپلو خلکو سمبالښت د افغان دولت له وسه تېر کار دى، د قران پوهنې درې ورځنۍ دوره بشپړه شوه، په خوست کې د لمريزې برېښنا د توکو سوداګر اندېښمن دي، په نهاره اوبه څښل وزن کمولى شي، په زړه پورې جالب معلومات او د رنګينې پاڼې تر سرليک لاندې د پښتو ژبې شاعرانو ښکلي غزل او شعرونه ځايول شوي دي.

د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه کابل کې د بيهقي او کتاب ښار په کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.

اداره

بېرته شاته