سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088265

له تکړه شاعر،ليکوال او ژورنالېست رفيع الله روشن سره د عصمت الله صالح مرکه


2015/08/11

 
له تکړه شاعر،ليکوال او ژورنالېست رفيع الله روشن سره د عصمت الله صالح  مرکه
د رنګینې شېبې ادبي خپرونې ګرانو کتوونکو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ، له زیاتو خبرو تیریږو، له ژمنې سره سم دادی دا تاسې او داهم له تکړه ژورنالېست رفیع الله روشن سره زموږ دهمکار په زړه پورې مرکه:
 
عصمت الله صالح : ځوان ژورنالېست او ليکوال رفيع الله روشن صاحب د رنګينې شېبې ادبي خپرونې ته ښه راغلاست؟
روشن: مننه صالح صيب اجازه راکړئ چې زه هم خپل له مينې ډک سلامونه تاسو اود چک ادبي بهير رنګينې شېبې خپرونې قدرمنو لوستونکيوته وړاندې کړم خوښ اوسئ.


عصمت الله صالح : که ځان په بشپړ ډول ګرانو کتوونکو ته وروپېژنئ؟
روشن: مننه له اره د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ ،عزيزخان کڅ د استاد ګل پاچا الفت د کلي اوسېدونکی او له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې په کوزه پښتونخوا پېښور ښار د بډه بېرې کمپ کې د هجرت اوجهاد په چاپېريال کې دې نړۍ ته راغلی يم،له تېرو لسو کالو راپدېخوا مې په مرکز کابل کې له بېلابېلو تصويري،غږيزو،چاپي او انلاين رسنيوسره دندې اجراء کړي دي او اوس مهال په افغانستان کې د زرلښت ډاټ کام خبريال او استازی،دافغان باور اوونيزي مسؤول مدير او دافغانستان دملي اسلامي محاذ مرکزي دفتر د فرهنګي کمېټې مرستيال يم.

عصمت الله صالح : که مو د خپلو زده کړو په باره کې ګرانوکتوونکو ته معلومات ورکړئ؟
روشن: لومړنۍ زده کړې مې په کور کې له خوږې مورجانې او خوږ پلارجان څخه کړي،په ۱۳۷۳هـ ل کال په لغمان کې د استاد ګل پاچا الفت لېسه کې شامل او په ۱۳۸۵هـ ل کې ورڅخه فارغ شوم،ترهغې وروسته مې د انګليسي او کمپيوټر ځينې کورسونه ولوستل،په ۱۳۸۷کال کې مې د افغانستان د ژورنالېستانو اوخبرنګارانو په ملي ادتحاديه کې يوه دوره ۳ مياشتنۍ او يوه دوره دوه مياشتنی کورسونه تعقيب کړل،په ۱۳۸۸کال د برهان په انسستتيوت کې شامل او په ۱۳۹۰کال مې ورڅخه دژورنالېزم ديپلوم ترلاسه کړ او اوس د اهزر لوړو زده کړو مسؤسسې د حقوق او سياسي علومو پوهنځۍ دادارې او ديپلوماسۍ څانګې د څلورم کال وروستي سمستر محصل يم.


عصمت الله صالح  روشن صيب ديوه آزاد ژورنالېست په توګه که د ژورنالېزم په برخه کې څه ناڅه خبرې وکړئ؟
روشن: د تعريف له مخې په انځوريز،غږيز،چاپي او انلاين بڼه،د ټولنې،سيمې او نړۍ حقيقتونو،پېښو او ستونزو ته په يوه بې طرفانه فضاکې انعکاس ورکول او تر خلکو رسولوته ژورنالېزم وايي،ژورنالېزم هنر او ژورنالېست هنرمند دی او زه ژورنالېزم د يوې سپېڅلې دندې په صفت پېژنم ورته ژمن يم اووياړم چې ژورنالېست يم.

عصمت الله صالح : ډېرښه، روشن صيب نن ورځ داسې ژورنالستان ليدل کېږي چې د دوه اوونيز کورس له ويلو وروسته په يوه ميډيا کې ناست وي او ژورناليستکي قوانينو ته هم توجه نه کوي ستاسو په نظر د ژورنالېزم په ډګر کې د داسې کسانو شتون کومې پايلې لري؟
روش:صالح صيب هر هغه څه چې له حده واوړي کيفيت او کميت يې له منځه ځي،هو ستاسوخبره سمه ده نن يواځې د ژورنالېزم په برخه کې نه بلکې په نورو ډېروبرخوکې هم همدا سې چارې روانې دي، د څو ورځو لپاره ورکشاپ داير شي نو بيا ورڅخه،ژورنالېست،ښوونکی،مستري،ډرېوراو ...... جوړ وي چې ياد کسان نه دهغه مسلک په لارو چارو اونه يې په اساسي اصولو پوهېږي او دا ټولنه او هېواد پرځای ددې چې له بحران څخه يې وباسي له بحران او ستونزو سره يې لاس اوګرېوان کوي او زموږ لويه بدبختي همداده چې هېڅوک په خپل مسلک کې کار نه کوي اونه هم په هغه برخه کې چې څه ناڅه زده کړې يې پکې کړي پوهېږي.

عصمت الله صالح : ليکوالۍ ته مو کله مخه کړه؟
روشن: له نن څخه نهه کاله وړاندې مې په ليکلو پيل کړی،په بېلابېلو برخوکې ليکل کوم او تر ننه هم دا لړۍ روانه ده.

عصمت الله صالح : محترم روشن صيب څومره آثارو ته مو د چاپ بڼه ورکړې (چاپ شوي)؟
روشن: په بېلابېلو برخوکې مې څلور کتابونه چاپ شوي،چې عبارت دي له ،(بې مور) دلنډو کيسو ټولګه،( درې ورځې څوخاطرې) يونليک،(وروستی ارمان) ناول ، (شفق پرګلابونو) شعري ټولګه او څلور نور اثار مې چاپ ته چمتو دي.

عصمت الله صالح : مطالعې سره څنګه ياست او دچا آثار مو زيات لوستي دي؟
روشن: ددې لپاره چې ځان په پوهه سمبال کړو مطالعه ورته بهترين مېتود دی،زه هم ډېر وخت مطالعه کوم او مطالعه هم په هغه برخه کې کوم چې غواړم څېړنه پکې وکړم،ډېر وخت ښوونيز کتابونه لولم هغه که د هر ليکوال وي.

عصمت الله صالح : مننه روشن صيب شعر او شاعري مو کړې اوکنه؟
روشن: وايي چې اوسې نو په خوی به دهغو شې ،زما ناسته ولاړه له شاعرانو او ليکوالانوسره ده ،هو شاعري مې هم کړې ځکه چې له شعر سره دېره مينه لرم.

عصمت الله صالح : ډېره مننه محترم روشن که د خپرونې په دې برخه کې ستا يوه ادبي ټوټه وګورو څنګه؟
روشن: په دواړو سترګو صالح صيب زه به د احساس تر عنوان لاندې يوه ادبي ټوټه له تاسو او قدرمنو لوستونکيوسره شريکه کړم:
احساس
ادبي ټوټه
کله چې به ته راسره وې دسپوږمۍ د کمي احساس مې نه کاوه ،داځکه چې ستا مخ به د هغې د رڼا ځواب وايه، خو اوس چې ته نه يې نو څرګنده ده چې دستورو په رڼا خو بسنه نه کېږي ځکه هغوی په خپله رڼا تنها ځان نورو ته ورښيي خو ستا دمخ رڼا کې دومره ځواک و چې زما او ستا ترڅنګ يې نور هم ډېر څه را په نښه کول.
بېګاه دشپې تر نيمايي ويښ پاتې شوم ستا هغو ټولو خبرو به مې په ذهن کې انګازې کولې کله چې به مې غوښتل يوه شېبه دې دخيال نيلی بلې نړۍ ته وځغلوم او لاسونه به مې درنه را تاو کړل،يابه مې ستا ګوتې په خپلو ګوتو کې تاوې کړې نو تابه په مسکا راته ويل :
ګوره چې بيا دې ګوتو شيطانت پيل کړ.
مابه درته ويل نو چې شيطانت کوي خو ويې وهه کنه!
تابه راته ويل ستا لاسونه د شوخو ماشومانو په څېر دي چې د نيولو هڅه يې وکړم نو رانه تېښته کوي.
ستا دې او دېته ورته نورو ډېرو خبروته مې له ځان سره ډېر وخندل او کله کله به ورپسې خفه شوم ،هغه چې تابه راته ويل چې زه به هر وخت له تاسره اوسم ،تا رښتيا ويلي و،ته هر وخت راسره يې خو راسره نه يې ،په هغه ډول چې زما پکار يې هسې راسره نه يې مګر زما فکر او دماغ دې ټول د ځان کړی دی هغه هېڅ وخت زما په واک کې نه وي هر وخت چې وغواړي تاته اوازونه کوي خو کاش تا هم کله يو اواز ورته کړی وای.
اوس ماته دا فرق نه کوي چې وريځ وي اوکه باران،ستوري وي اوکه سپوږمۍ ،يخ وي اوکه ګرمي،شپه وي اوکه ورځ زمالپاره ټول يو ډول توره تياره ګرځېدلي دي داځکه چې بې له تا يم.

عصمت الله صالح : ډېرښه، محترم روشن صاحب تاسې خوهم يو ليکوال ياست، کتابونه مو چاپ شوي، که د ليکوال په اړه خپل معلومات له موږسره شريک کړئ، ليکوال يعنې څه؟ هرڅوک کولای شي يوه ليکنه وکړي؟ څنګه بايد په هنري ډول ليکنه وشي؟
روشن: ليکول د ټولنې د سترګو په مثال دی،په سترګو خلک ليدل کوي او ليکوال هغه څه ليکي چې لوستونکي پکې ځان ويني او داچې هرڅوک ليکل کولی شي کنه، معلومه ده چې نه يې شي کولی که داسې نه وای نو اوس به د باسواد او بې سواد ترمنځ فرق نه و، دواړه به په يوه تله کې تلل کېدل او داچې څنګه په هنري ډول ليکنه وشي بايد ووايم چې هرهغه څوک چې غواړي ليکل وکړي اړينه ده چې د ليکوالۍ په فن او هنر پوه شي ترڅو هغه وشي کولی چې ليکل په کومو تورو پيل اوپه کومو پای ته ورسوي،څنګه خپله ليکنه روانه کړي اوڅنګه خپل مطلب تر نورو ورسوي.
عصمت الله صالح : دهنري ارزښت په باره کې څه ويل لرئ؟
روشن: داچې هنري ازښت څه دی د ځينو پوهانو خبرې درته راوړم: هنر د انسان د ژوند يوه اساسي اړتيا ده .هنرد ټولنيز فعاليت یوغوره ډول دی چې دانسان د ودې او شخصيت په پيدايښت کې مهمه ونډه لري .
هنر ته دانسان ګروهنه ډېره ژوره ده ،او له تاريخ څخه وړاندې تراوسه پورې له ورايه ښکاري .
هغه څه چې له لومړني بشر څخه پوهېږو،هغه دهنر دوستۍ مطالعه ده، زما په اند په هنري ازښت دپوهېدو لپاره به دابسنه وکړي.

عصمت الله صالح : ډېره مننه محترم روشن صاحب د چک ادبي بهير په اړه څه نظر لرئ، زموږ دخپرونو په اړه که کوم نظر لرئ له ګرانو کتوونکو سره يې شريک کړئ؟
روشن: مننه کوم صالح صيب د چک ادبي بهير په هکله به درته ووايم چې دا اقدام يې د ستايلو دی چې غواړي دخپل هېواد هغه څهرې چې لکه لعلونه په ايرو کې پټ دی دوی يې روښانه کوي او دهغوی دشخصيت،علميت،هنر اوفن په هکله معلومات له خلکوسره شريکوي.
عصمت الله صالح : مننه، د خپرونې د پای شېبې دي ځوانانو ته مو څه پيغام دی؟
روشن: فکر کوم ځوانانولپاره به د پيغام اړتيا نه وي ځکه چې ځوان په دې پوهېږي چې کوم کار بايد وکړي اوکوم بايد ونه کړي،خوبيا هم هغو ځوانانوته غواړم يوڅه ووايم چې خپله انرژي اوځواک په عبس کارونو او بې لاريو مصرفوي دوی بايد دخپلې ټولنې په جوړښت کې پوره ونډه واخلي،کوچنيانوته لارښوونې وکړي چې زده کړې وکړي ،سمې لارې ته يې راو بولي او خپل ژوند ته مثبت لوری وټاکي.

عصمت الله صالح : تکړه ژورنالېست او ليکوال رفيع الله روشن ډېره مننه چې له موږ سره مو په دغه خپرونه کې برخه واخيسته؟
روشن: مننه له تاسو چې له هېوادوالو سره د خپل زړه دخبرو شريکولو چانس مو راکړ.
داچې عصمت الله صالح :  هره اوونۍ تاسې له یوه لیکوال، شاعر او ژورنالېست سره آشنا کوي دې د هدف یوازې د همدې کسانو پېژندل دي بل هېڅ کوم هدف نلري.

عصمت الله صالح : ستاسو په چوپړ کې

 

عصمت الله صالح

بېرته شاته