سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088275

دښاغلی مطيع الله اباسين بريال سره د زرلښت ډاټ کام مرکه.


2015/17/11

له تکړه ،نوښتګراو لفظونو ته ښکلا ورکوونکي، ليکوال، ژباړونکي او مستندو فلمونو جوړوونکي  مطيع الله اباسين بريال سره د زرلښت ډاټ کام مرکه

قدرمنو لوستونکيو سلامونه،مینه او ستاسو دروغتياپه هيله،دوستانو دمرکو په لړ کې مو داځل يوه لوي اباسين ته وردانګلي او له تل څخه مو يې يو بريالی او قېمتي غمی راپورته کړی او دهغه دژوند،فن،هنر او وړتياپه هکله مو تاسوته دهغه له خپلې خولې معلومات برابر کړي دي.
دوستانو که غواړئ چې ژوند مو رنګ او خوند دواړه پيداکړي او په چارو کې مو برياليتوب تر لاسه کړئ نو دامرکه ولولئ انشاء الله چې داباسين بريال له خبرو به ډېرڅه ياد کړئ.

مرکه کوونکي:رفيع الله روشن

پوښتنه: اباسین بريال په سر کې مې سلامونه ومنه ،خوښ يم چې نن ستاسو دزړه خبرې له قدرمنو لوستونکيوسره شريکوم،که د مرکې له دودسره ځان قدرمنو لوستونکيوته ور وپېژني چې ،د بريال صیب مکمل نوم څه ده،د کوم ځای دی،چېرې زېږېدلی،څومره اوپه کومه برخه کې يې زده کړې کړي ،چېرې ژوند کوي اوپه څه چارو بوخت دی؟

ځواب: زه مطيع الله اباسين بريال  د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په زربڼ کې  د کمونستانو له کودتا دوه میاشتې وروسته زېږېدلی یم.
د ژورنالیزم په برخه کې لسانس لرم، د لیډرشپ یا رهبرۍ په برخه کې مې د ملګرو ملتونو په یو پروګرام کې یوکلن بل تحصیلي سند ترلاسه کړی او اوس د بشري حقونو د نړیوال سازمان په یو دوراني تحصیلي سیستم کې د بشري حقونو په برخه کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت یم. په کابل کې اوسېږم، له ځینو بهرنیو تحقیقي مرکزونو سره قلمي همکاري لرم. د ناور په نوم یوه نادولتي موسسه یا نهاد لرم چې په ناامنو سیمو کې د ژورنالیزم د عملي زده کړو لنډمهالي ټریننګونه دایروو. تردې وړاندې له څلورو کلونو راهیسې مې د محور په نوم د یوې خپلواکې ورځپاڼې د ایجاد او چلولو چارې ته اوږه ورکړې وه، او ترڅنګ یې د پوهنې په برخه کې د سرکار مامور وم.

پوښتنه:ترکومه چې ما ستاسو ليکل لوستي ډېر چاڼلي او صاف دي په لږو کلموکې مو ډېر مطلب نغاړلی وي، راز يې څه دی؟
ځواب:  زه په دې باور یم، چې خبره باید نغده وشي، لفاظي د نثر د خوږوالي لپاره هروخت په زړه پورې نه وي، ادعا نه کوم چې زه هم چاڼ او صافو جملو کې خپله خبره رسولی شم، خو هغه څوک چې داکار کوي زما د خوښې لیکوالان دي.
که په هر بل هېواد کې وي اوکه بېرته د خپلې ژبې نثر لیکونکي له نظره تېر کړو، د هغه لیکوال لیکل ډېر د لوستونکي په زړه او دماغ خواږه لګېږي، چې د لیکوالۍ خپل طرز لري. البته هر طرز په زړه پورې نه وي، خو لیکوال چې د کار خبره، د خلکو له روان درک کولو سره، په ځانګړې طریقه کوي خپل خاص مخاطب پیدا کوي. زه ډېر لیکوالان پېژنم چې مينه وال یې خاص دي دا یوازې د لیکوال د عقیدې خبره نده دا د لیکوال له خوا د معلوماتو د انتقال د طریقې يا طرز مسله ده.

پوښتنه: د ښه ليکلو لپاره معيار څه بولئ؟
ځ: که دا پوښتنه له تخنیکي اړخه ځواب کړو، نو ډېر ولولئ، هغه هېر کړئ، او بیا ولیکئ. ډېر ولیکئ  تمرین وکړئ او لکه د یو کسب د زده کولو لپاره د لیکوالۍ ریاضت ضرور دی. روسی مشهور ناول لیکوال ماکسیم ګورکي د مور په ناول سریزه کې لیکي ((‌ددې کتاب د لیکلو لپاره مې د پښ د کار روزګار د انځورولو لپاره دوه میاشتې د پښ شاګردي وکړه)).
بله د ښو معیارونو خبره ده؛ په لیکوالۍ کې خلاقیت، ابتکاري ديد او صداقت لومړني معیارونه دي. لومړي دوه یې که نه وي ته به یو یادښت نګار وې، خو که وروستی یې ونلرې لکه یو دینداره سړی چې پرهیزګاره نه وي. لیکوالي په مسوولیت ولاړه ده، هیڅ لیکوال ځان ته اجازه نشي ورکولای هغه څه ولیکي چې د سپیناوي، یا حقیقت لپاره یې ثبوت ونلري، او یا هغه څه ولیکي چې د ټولنې نظم ګډوډ کړي. د تجربو پربنیاد د پخو لیکوالانو او لوستونکو ترمنځ یې رابطه د پیر او مرید شي . بل طرف ته د بې ضرورته او غیرمطلوبو مسایلو په اړه په لیکلو د وخت ضایع کول د لیکوال نیمګړتیا شمېرل کېږي. لیکوال باید خپل مخاطب وپېژني، چې چاته یې لیکي. سوژه وپېژني چې ولې یې انتخابوي او له خلکو سره د موضوع تړاو څه شی دی. او د وړاندې کولو هغه طریقه انتخاب کړي، چې لوستونکی فکر وکړي، یو چا له لاسه نیولی یم او په دغه صحنه کې مې ګرځوي. لیکوال د تیاتر د سټیج ممثل دی، فرق یې دادی، چې هلته په حرکاتو خلک متاثر کېږي او دلته په الفاظو.

پوښتنه: د چا له سبک څخه په ليکلوکې متاثره ياست او ډیر کوم کتابونه مطالعه کوئ؟
ځ: زما د لیکوالۍ او لوست تجربه په ژورنالیزم راپیل شوه او په همدې برخه کې تر لیکوال ډېر موضوعات راته په زړه پورې وي. کله مې د یو محقق تحقیق خوښ شي، کله د بل ژورنالست راپور. ما له نورو ژبو ژباړل شوي کتابونه مطالعه کړي، چې د لیکوالۍ له اړخه د لیکوال او ترجمان دواړو د لیکوالۍ د طرز شراکت پکې شته. اوس چې مې انګریزي مطالعې ته مخه کړې زما د خوښې لیکوال یو ندی، یو یې تربله ښه دی. داسې احساس کوم د فرانسوي لیکوالانو انګریزي ته ژباړل شوي کتابونه مې متاثر کوي، ددوی په هنر او د موضوع په ارایه کې کشش ډېر دی.
پخپله ژبه کې مې د اسدالله غضنفر، شهرت ننګیال، شپون صیب د لیکنې طرز خوښ دی. د اسدالله غضنفر د لیکوالۍ ځانګړتیا بیا داهم ده، چې د فکر انتقال هم کوي.

پوښتنه: ژوند څه ډول راته تعريفوئ؟
ځ : ژوند مينه ده، موقع ده. انسان باید له ژوند دومره خوند واخلي چې هغه د مرګ سختي وارزي. پوهېږئ مرګ ډېر سخت دی!

پوښتنه: ستونزه په خپله پيداکېږي او که شخص يې ځانته پيداکوي؟
ځ : په دواړو یې باور لرم.

پوښتنه: ديوه ځوان ليکوال په صفت موخپل مسؤوليت په ټولنه کې څومره ادا کړی ؟
ځ: دا قضاوت زما حق ندی.

پوښتنه: ايا هرڅوک که وغواړي ليکوال کېدای شي؟
ځ: هرڅوک که وغواړي لیکوال کیدای شي. لیکوالي ژبه ده، یو ګونګی نجار به ښې دروازې جوړې کړي خو د نجارۍ د مسلک د پراختیا لپاره د نجار د تجربو انتقال مهم دی دا کار نجار لیکوال کولای شي. زموږ ټولنه کې د مسلکونو یوه مغالطه ده، دوه ډاکتران به مثال کړو؛ یو یې دداخله ناروغيو ډېر مجرب متخصص دی، هره ورځ لس شل کسان ورته راځي، د مرضونو د تشخیص یو خارق العاده ځواک لري. دی ګوري چې زیاتره ناروغۍ له محيطي شرايطو یا ناپاکۍ رامنځ ته کېږي. هره ورځ یو نوی مریض چې په ورته ناروغۍ مبتلا کېږي تداوي کوي، خو دا هنر یې نه زده چې خپلې تجربې، پیغام او حل لارې ولیکي چې د عواملو په مخنیوي سره  په ټوله ټولنه کې دغسې یوه ساري ناروغي مهار شي. دویم ډاکتر هر کاره دی، د زده کړې پروخت یې ډاکتري خوښه وه، د عکاس په لاس کې چې کمره وویني عکاسي یې خوښه شي او د لیکوال په لاس کې یې د شاعرۍ کتاب خوښ دی. هغه د طبابت پرځای لنډې کیسې لیکي. نو په دې ځای کې مهم ټکی دادی،‌چې لیکوالي موضوعي شي.

پوښتنه: له شعر اوشاعرئ سره څنګه یاست،شاعري هم کوئ اوکنه،که هو تراوسه کومه شعري ټولګه لرئ؟
ځ: نه کله مې هم دا هوس ندی کړی. په اورېدو کې یې هم ډېر بېغوره یم.

پوښتنه: ایا دخپلو نثري ليکنو کوم چاپ شوی اثر لری؟
ځ: زما د کار ډېره برخه مستندې ډاکمنټرۍ دي. زه د فلم د برخې او تلویزیوني ژورنالیزم کارکوونکی یم. تراوسه مې د افغانستان په تاریخي، تفریحي او سیاحتي سیمو ۱۲۳ ساعته مستند فلم یا داکمنټري جوړه کړې چې د افغانستان له بېلابیلو تلویزیوني چینلونو خپره شوې. په همدې عنوان د تحقیقاتو یو چاپ کتاب هم لرم. دویم مهم تحقیقات چې هم د فلم په بڼه دي او هم د کتاب خو لایې کتاب چاپ ندی، پښتانه په هند کې کلکسون دی. دا تلویزیوني او متني تحقیق په هندوستان کې د نسلي‌ او په ژبه پښتنو ژوند، دود دستور، د تاریخي لیږد سلسله، د ژوند اوسنی حالت او کلتور ترسیموي. داکار ما په هندوستان کې د افغانستان او هندوستان سفارتونو دګډ فونډیشن په مالي ملاتړ ترسره کړی دی.
د تاریاکو جګړه او رواني جګړه مې دوه نور تحقیقي اثار دي، چې لا یې د چاپ وخت ندی رارسېدلی.

پوښتنه: څنګه کولی شو د يوچا له ذهنه پوچوالی لرې او په مثبتوکړنو اوخبرو يې سمبال کړو.
ځ: دوې مسلې مطرح دي : اول موږ چې څه وايو خپله ورباندې باور لرو؟
 
دویم داچې موږ چې څه وايو مخاطب مو څومره پېژندلی دی؟
د فکري مثبت بدلون لپاره تغیرات د افرادو په سطحه وخت ضایع کوونکي وي. د همدې لپاره ټولګي او اجتماع ګانې د تعلیمي او ذهني بدلون لپاره ایجاد شول. د مثبت فکر د انتقال قاعده داده، چې اول په خلکو کې له ژوند سره مینه پیدا کړو او خلک امیدواره کړو. اروا پوهان وايي، مثبت فکر سازي‌ له هغه وخت راشروع کېږي چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي. ښوونځي، موثر چاپېریال، ښه تعلیمي تحصیلي نصاب، سالم او مثبت فکر لرونکی استاد دا د انسانانو د فکري مثبت بدلون محرکې قوې دي. له بده مرغه په افغانستان کې داسلسله ټکنۍ او کاواکه وه. ځکه خو تاسې داسې سوال کوئ، چې د یو چا له ذهنه پوچ افکار څنګه وباسو. هغه نسل چې د عمر له لحاظه وړاندې تللی د مثبت فکري بدلون لپاره یې احزاب او فکري نهضتونه ډېر کار کولای شي. دې لپاره سالمې برنامې، بحثونه، ګډې ناستې، رسنیزې معلوماتي او فکري برنامې خپل تاثیر لري. خو که د افرادو په سطحه بحث مطرح وي نو لومړنی کار دادی، چې په ځانونو کې زغم وروزو، مقابل لوری درک کړو، په تدریجي بدلون باور ولرو او منطق مو پیاوړی وي. مثبت نظریې کشش لري، خو په دې شرط هغه افکار چې د انتقال هڅه یې کوو خپله ورباندې مسلط وو. 

پوښتنه:  ځيني خلک تلویزونونه دذهنيتونو دودې لپاره تر استاد هم ښه ميتود تاسو يې څنګه بولئ؟
ځ: پخپله برخه کې هو؛ ځکه چې تصویري او غږیزې رسنۍ د تبلیغاتو وچ وسایل ندي، هنر ورسره ګډ دی، هنر، رنګونه او غږونه حتمي ده، چې تاثیر کوي. خو داهم مه هېروئ، چې رسنۍ که د منفي او تخریشوونکو افکارو په ولکه کې راغلې ترګټې یې تاوان زیات دی. که یو سندرغاړی د چرسو مشوقې سندرې وايي، تاوان یې پرخپل ځای ډېر دی. یا بل ښه مثال ځینې بهرني سریالونه دي، چې دکلتوري یرغل څپې یې غښتلې کړې دي.

پوښتنه: هغه څه چې ديوې ټولنې کلتور او ثقافت محوه کوي څه يې بولئ؟
ځ: د هنر او تفریح په لفافو کې نغښې مبتذلې بیګانه ګمراه کوونکې خپرونې. د فرهنګ منجمد پاتې کېدل. د کلتور خونې د فعالیتونو په ټپه دریدل، د فرهنګي غونډو نشتوالی، د ملت په منځ کې له فرهنګونو څخه غرضي استفاده او د برترۍ په انګېزه په هېواد کې د ننه د یوې او بلې سیمې، قوم، ژبې په عنوان د یو بل په مقابل کې د ارزښتونو درول. د خلکو ترمنځ په مشترکو فرهنګي ارزښتونو بې باوري. د عصري ژوند په پلمه خپل کلتور پردي لباسي فرهنګ ته تسلیمول یا بهرني کلتوري یرغل ته زمینه مساعدول.

پوښتنه: ستاسو له انده کوم يو بهتر دی ړوند که نالوستی؟
ځ : ړوند لوستی.

پوښتنه: په ژوند کې له لوړو ژورو سره دمبارزې کولو لپاره بهترينه وسله څه بولئ؟
ځ: حوصله، تدبیر، مثبت فکر، او امید.

پوښتنه: ستاسوپه اند که مينه شته نو نفرت ولې پيداشوی؟
ځ: چېرته چې مينه نشته هلته نفرت دی. دا دوه جلا انتخابونه دي. تاسو دواړه په یوځای یا یو فرد کې نشی لیدلای.

شخصي پوښتنې
پوښتنه: کوم هېواد،کوم ولايت،کوم رنګ،کوم خواړه،کوم کتاب اوکوم موټر مو ډېرخوښ دی او ولې؟
ځ: خپل هېواد. (( دا غرونه مې هډوکي دي- داخاوره مې بدن دی)). پل پل خاوره مې خوښه ده. پوخ شین رنګ. اشکې مې خوښېږي. د تمدن تاریخ. په هغه ملي بس کې مې سپرېدل خوښ‌دي، چې خلک یې په پیاده رو کې ولاړ وي او کلینر ټکټونه ویشي او میده شرنګېدلې پیسې په کرایه کې اخلي.

 پوښتنه:څه شئ مو ژر غوسه کوي؟
ځ: څوک چې خپل کار او خپل موقعیت نه پېژني

پوښتنه: څو ودونه مو کړي ،څو اولادونه لرئ او کشر اولاد مو ځوی دی که لور نوم يې هم راته ووايه؟
ځ:  یو واده مې کړی، څلور ماشومان لرم، کشرۍ مې زوی دی، چې یوماشت مخکې پیدا شوی، اجمل نومېږي.

پوښتنه:څه شي ته په څه شي ترجېع ورکوې؟
ځ: امن ته په هرڅه ترجیع ورکوم

پوښتنه: هغه څوک ده چې له پرېشانيو دې لرې ساتي؟
ځ: زما د ماشومانو وړوکې دنیا. چې شپه کور ته ستون شم او ستړی ذهن او اندامونه راټول کړای شم.

پوښتنه: د برياليتوب راز دې په څه کې دی؟
ځ: که بریالی وم نو بیا ویلی شم، چې چلنج ماتوم. کار چې راوسپارل شي او ویې منم چې دا دنده ترسره کوم بیا یې ترسره کوم.

پوښتنه: نشه کوئ،که هو کومه؟
ځ: نه
پوښتنه: په عادي حا لات کې څومره اوبه څښي ؟
ځ:  زیاتې

پوښتنه: د ضعف نقطه مو څه ده؟
ځ: چې ماشوم وم له یو غره راغورځېدلی یم. هغې زما په روان منفي‌ تاثیر کړی، ذهن مې یې ځپلی دی. خو شرايطو ته د تسلیمۍ لپاره به مې لویه د ظعف نقطه له خپلو ماشومانو سره بې کچې مینه وي.

پوښتنه: هغه راز چې نه غواړې چاته يې ووايې؟
ځ: نو چې نه غواړم ووایم تاسو ته به یې هم ونه وایم.

پوښتنه: له کوم ډول خلکوسره دې ناسته ولاړه خوښه ده؟
ځ: چې روشنفکران وي، خبره او عمل یې یو وي، چې مېړني وي، لکه هغه افغانان چې تاریخونه یې په اړه وايي، قول او لوظ یې یو و.

پوښتنه: ايا داسې ملګری هم لرې چې په ملګرتوب يې پښېمانه يې؟
ځ: زه اوس لږ د سیاست تمثیل کوم، ملګرۍ یقیني ندي، مشترکات پکې خپل تاثیر لري، ما د ژوند په هره مرحله کې د هغه وخت مطابق یو دوه ښه ملګري لرلي دي او په ملګرتیا یې ترڅو چې ژوندی یم ویاړم. زه ژوره کینه په زړه کې نه ساتم.

پوښتنه: که چانس درکړم نوله ما کومه پوښتنه کوې؟
ځ: په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره دې عمل او اراده څومره سره برابر دي؟

پوښتنه: زما پوښتنوکې دې کومه يوه خوښه  نشوه؟
ځ: دا پوښتنه چې وايې ،نشه کوې؟
 

رفيع الله روشن

بېرته شاته