سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1451116

ښايست


2015/22/11

 


د ښايست په اړه هر څوك او هر دين او مذهب بېل بېل تعبيرونه او معيارونه لري، قرآن نېكي او نېك عمل د حسنه او حسنى (ښايسته او ښكلا) په نامه يادوي، د كافرانو په اړه فرمايي چي دوى حسنى تكذيبوي، راشئ وگورو چي ښايست څه دئ؟ ولي يو څه تر بل زيات ښايسته راته ښكاري؟

آيا ښكلا او ښايست زموږ د سليقې انتخاب دئ او زموږ د ذهن زېږنده؟ يعني دا موږ يو او دا زموږ سليقه ده چي يو څه ته ښايسته وايو او بل ته ناښكلى، د خپلي سليقې شى راته ښكلى ښكاري او د بل د سليقې شى راته بد رنگى؟ يو زموږ مينه راپاروي او بل كركه؟ كه نه ښايست زموږ له ذهن او سليقې بهر شته والى لري؟ آيا ښايست دقيق نظم دئ كه موزون ترتيب؟ له ښه نظم نه ښايست راټوكېږي كه له موزون او دقيق ترتيب نه؟ طبيعت ښايسته دئ كه موږ ته ښايسته ښكاري؟ كه طبيعت ښايسته وي او په هغه كي د ښكلا بې شمېره مظاهر زموږ د ذهن زېږنده نه وي نو دا ښايست چا وركړى؟

دا د طبيعت په پراخي لمني كي، هر لوري ته او په هر گام كي د ښكلا او ښايست بې شمېره مظاهر د څه نښه گڼلى شو او موږ ته څه پيغام لري؟
كه زه د يوه ښكلي ماشوم له خندا، موسكا، غږ، لاس پښو خوزېدا دومره خوند اخلم چي زړه مي راتخنوي، ما هڅوي چي په غېږ كي ئې واخلم او پر مخ او تندي ئې ښكل كړم، دا د ده ځانگړتيا ده كه زما د سليقې او ميني تقاضاء؟ دى ښكلى دئ كه ما ته ښكلى ښكاري؟ په ده كي داسي څه شته چي زما مينه راپاروي كه زه په زړه كي داسي مينه لرم چي د خړوبولو لپاره ئې ده ته ورنږدې كېږم؟

آيا دا مينه دې ته ورته ده چي كله زه تږى وم نو له اوبو خوند اخلم خو كه تږى نه وم همدا خوندوري اوبه راته بې خونده ښكاري؟!! كه داسي نه وي نو د ده د ښكلا او زما د ميني تر منځ دا تناسق او تړاو څنگه رامنځته كېږي او چا رامنځته كړى؟ كه زما مخي ته يو ښكلى انسان ولاړ وي، څېره ئې، سترگي او باڼوگان ئې، وروځي او وېښتان ئې، قد او ونه ئې، هر څه ئې زما عُجب او حيرانتيا راپاروي، زه ئې تر نورو ښايسته گڼم؛ خو كه د همدغه ښايسته انسان پر پزي گوته كېږدم، لږ ئې پيته كړم، يوې خوا بلي خوا ته ئې كږه كړم، وروځي ئې لږ لاندي باندي كړم، غوږ ئې لږ كوږ كړم، د خولې وښكي ئې يا لږ كش كړم يا ئې لږ لاندي باندي كاږه كړم، نو گورم چي د هغه ښايست زيانمن كېږي، هر تغيير د ده ښايست له منځه وړي. آيا د دې معنى دا نه ده چي ښايست يا دقيق نظم دئ او يا موزون ترتيب، داسي چي په دې نظم او ترتيب كي هر بدلون هغه له منځه وړي؟!! كه همدغه ښايسته انسان ته خيرني جامې ورواغوندم، پر مخ او وېښتانو ئې لږ دوړي او ايرې وشيندم، وروځي ئې ورسپيني او غاښونه ئې ورتور كړم، او سرې شونډي ئې ورژېړي كړم، څومره به بد ښكاري او هر څوك به ترې كركه كوي؟!!

 د دې معنى دا ده چي په ښايست كي ډېر دقيق تناسب، عميق نظم، ژوره انځورنه او رنگَوَنه مراعات شوي، د رنگونو انتخاب او مناسب رنگونه يو د بل خوا كي اېښودل ئې هم يو اهم عنصر دئ، كه دا انتخاب او تناسب مراعات نشي ښايست له منځه ځي.
كه له يوه عادي سړي پوښتنه وكړې چي په انسانانو كي نارينه ډېر ښايسته دئ كه ښځينه، نو كه شرم ونه كړي ځواب به ئې دا وي چي ښځه تر سړي زياته ښايسته ده!! خو كه ورته ووايې: په مارغانو كي نارينه ئې ښايسته وي او كه ښځينه ئې؟ د مارغانو گڼ شمېر جوړې ورته يادي كړې، لكه چرگان، طاوسان، هيلۍ، مرغۍ، ښارو (مينا)، زركه او ... نو ځواب به ئې له ځنډه پرته دا وي: نارينه، نارينه، نارينه او نارينه، كه گڼ شمېر حيوانات ورته ياد كړې بيا به هم درته وايي: نارينه ئې ښايسته دي، نارينه ئې ښايسته دي. د داسي حيوان او مارغه نوم به وانه خيستى شي چي نارينه ئې تر ښځينه ښايسته نه وي!! پوښتنه دا ده چي آيا د انسان په اړه د ده قضاوت صحيح دئ، همدومره عادلانه او له كوم شخصي غرض لوړ چي د نورو په اړه ئې كوي؟ كه نه دلته او د انسان په اړه ئې قضاوت له ځانگړو عواملو اغېزمن شوى او د حقيقت خلاف غلطه پرېكړه ئې كړې؟ گواكي حقيقت دا دئ چي په انسانانو كي هم د ټولو نورو ژوو په څېر نارينه تر ښځينه ښايسته وي. خو ده دلته او د انسان په اړه د خپل عقل او ښايست پېژندني استعداد او مَلَكې په حكم نه بلكي د شهوت تر اغېز لاندي پرېكړه كړې ده، كه خپل عقل د شهوت له اغېز نه آزاد كړي او بيا د قضاوت پر كرسۍ كښېني نو يقيناً چي د انسانانو په اړه به همغه قضاوت كوي چي د ټولو نورو ژوو په اړه ئې كوي.

كه ورته ووايې: ښځه ولي سينگار كوي، سترگي توروي، شونډي او اننگي سره كوي، پر تندي او زني خالونه ږدي، رنگه رنگه جامې خوښوي، گاڼې اغوندي...؟ سينگار ته خو هغه څوك اړ وي چي څه كمى احساسوي، غواړي دا كمى پوره كړي، په ډول ډول سينگارونو سره غواړي هغه تشه ډكه كړي چي د نارينه په پرتله ئې په خپل ښايست كي احساسوي.
په نورو ژوو كي د نارينه او ښځينه تر منځ توپير په دې كي وي چي د ښځينه په پرتله د نارينه قد لوړ وي، اندامونه ئې مضبوط وي، څه بڼكي او وېښتان ئې تر ښځي زيات وي، په مرغانو كي د نارينه بڼكي ډېر رنگونه او انځورونه لري او ښځينه ئې هم د رنگونو له پلوه او هم د انځورونو له پلوه ساده او كم رنگه وي.
د انسان د نارينه او ښځينه تر منځ پر نورو توپيرونو علاوه نارينه پر مخ ږيره لري او پر بدن وېښتان، داسي لكه د زمريانو نارينه چي تر زنې لاندي او د غاړي شاوخوا كي زيات وېښتان لري، دا توپېرونه فطري دي او په دې كي ډېر ستر ستر علمي بنسټونه، مصلحتونه او حكمتونه په پام كي نيول شوي، دا يو فطري ضرورت دئ چي د ژوو په هري جوړې كي د ښځينه جوړښت له ساده والي او كم رنگوالي سره توأم وي، د دې عكس حالت د فطرت خلاف حالت دئ، په دې كي هر راز تبديلي مضره او خطرناكه ده، بدي پايلي لري، دا تبديلي داسي ده لكه له فطرت سره جنگ، داسي ده لكه د يوه ډېر ماهر رسام په يوه مهم انځور كي چي كوم ماشوم په خپل پنسل او قلم سره لاسوهنه كوي، گوتي د رنگ په بوتل كي منډي او د انځور له پاسه ئې راكاږي. له انسان پرته نور ژوي خپل فطري حالت ثابت ساتي او په هغه كي بدلون نشي راوستى، يوازينى مخلوق انسان دئ چي كولى شي له فطرت سره د مخالفت دريځ غوره كړي او هغه څه وكړي چي د ده د فطري غوښتنو خلاف وي. خو هغه نه پوهېږي چي له فطرت سره جنگ څومره بد عواقب لري، نه پوهېږي چي دا جنگ دى له كوم تور، سپېره او كرغېړن عاقبت سره مخامخ كوي. لكه څنگه چي انسان په داسي حال كي چرس، ترياك، هيروئين، سگريټ، شراب او نور مضر توكي كاروي چي د ده صحت او سلامتيا ته تاوان رسوي، همداراز دى د ښايست په هيله پر خپل ځان داسي ملنډي ووهي چي هم ئې ښكلا له منځه يوسي او هم ئې انساني وقار. يوه بېلگه ئې له غربي لنډغر او گنده فرهنگ متأثر شوي هغه مقلد او بد سليقه زلميان دي چي تنگ تنگ شړېدلي كوبايي پتلونونه اغوندي، پر مخ، ږيري او وېښتانو هره ورځ بېلي بېلي خندوونكې ملنډي وهي، په غاړه كي ئې زنځير، په لاسونو كي ئې بنگړي، د پتلون پايڅې ئې سپخېدلې، د زنگنو او كوناټيو برخي ئې شړېدلې، كوږ كوږ به روان وي او ...

بله بېلگه ئې هغه څوك دئ چي پر خپلي ږيري ملنډي وهي!! كله يو ډول كله بل ډول، كله له بره او كله له لاندي ئې تراشي!! هغه څېره څومره بې مالگي او حتى كركجنه ښكاري چي ايراني ډوله ږيره ئې وي، له لاندي او بر نه ئې په مستقيمه ليكه وهلې وي، نرۍ كرښه ئې پر خپلي ژامي جوړه كړې وي، يا ئې د خپلي خولې شا وخوا د وېښتانو يوه دائره جوړه كړې وي، يا ئې د لاندنۍ شونډي لاندي تر زنې پوري څو وېښتان پرېښي وي، د سر وېښتان ئې له سرښناكي مايع نه په استفادې سره نېغ نيغ او شخ شخ ودرولي وي، او ... نه پوهېږم دا خلق د سليقې له پلوه څومر بد سليقه دي!! د ښايست پېژندني له پلوه څومره ناپوه او بدتميزه دي، له اخلاقي پلوه څومره پرېوتي دي، په ړانده تقليد كي څومره غرق دي، څومره پر ځان ملنډي وهي، نه پوهېږي چي الله تعالى هر څه ښايسته پيدا كړي، د هر څه طبيعي حالت ښايسته دئ، هر تغيير ښايست له منځه وړي، هغه ځوانكى څومره ښكلى او ښايسته ښكاري، ښايي په نړۍ كي تر هر ښايسته زيات ښكلى او ښايسته، چي ږيره ئې نوې رسېدلې، په غنم رنگي سپين نوراني مخ كي ئې د رښتيني ايمان، تقوى، متانت او ډاډه زړه نښي له ورايه برېښي!!

 زه هغي مېرمني ته حيران يم چي خپلي وروځي نرۍ كوي، د وروځو، سترگو، شونډو، او د مخ د نورو برخو تر منځ هغه طبيعي او فطري تناسب له منځه وړي چي د ښايست اصلي برخه ده، همغه تناسب چي په ښايست منتج شوى، او ښايست يعني همدا تناسب، دوى نه پوهېږي چي ښايسته انځور هغه دئ چي د رنگونو تر منځ ئې دقيق او موزون تناسب وي، په انځور كه له يوه رنگ نه بل ته تگ ئې تدريجي وي، د غنمي مخ او تورو وروځو تر منځ بايد يوه داسي غيرمستقيمه كرښه وي چي له يوه رنگ نه بل ته انتقال په تدريجي توگه تأمين كړي، د وروځو وېښتان داسي وي چي لومړنۍ او برنۍ برخه ئې په نريو نريو خفيف رنگه وېښتانو پوښل شوې وي، ورو ورو ئې وېښتان لوى او رنگ ئې غليظ شي، د منځنۍ برخي وېښتان ئې تر ټولو زيات لوى، پړېړ او تك تور وي، همغه ترتيب چي په فطري توگه د وروځو په جوړښت كي مراعات شوى، په مستقيمي ليكي او په مستقيمه ليكه بېل شوي رنگونه د ښايست او دقيقي انځورني مغاير كار دئ. طبيعت ځكه ښايسته دئ چي نه مستقيمي ليكي لري او نه په مستقيمه ليكه بېل شوي رنگونه، كه تاسو يوه گل، يوې وني، په ونو او بوټو پوښلي يوه غره ته ځير شئ او زړه راښكونكي ښايست ته ئې پام وكړئ دا هر يو به ځكه درته ښاسيته برېښي چي د ښايست همدا اصل په كي مراعات شوى. كه د يوه ښايسته گل پاڼي ته ځير شئ وبه گورئ چي د پاڼي د بيخ او سر رنگ په تدريجي توگه له پاخه او غليط رنگ نه ساده كمرنگه حالت ته تغيير كړى، همدغه تناسب هغې ته او ټول گل ته ښكلا او ښايست وركړى.
د انسان په مخ كي د وروځو، د سترگو د لاندي باندي منحني ليكو، د پزي د سر او سپږمو منحني ليكو، د برنۍ او لاندنۍ شونډي منحني ليكو او نورو ليكو تر منځ خاص تناسب په پام كي نيول شوى، د وروځو تراشل، نرۍ كول او په مستقيمه ليكه د ږيري لاندي باندي برخي خرېيل دا تناسب له منځه وړي او ښايست ته زيان رسوي.
الحمد لله ما په ځوانۍ كي ږيره پرېښوده، د ږيري له پرېښودو وروسته او هغه مهال چي د لومړي ځل لپاره مي هينداره خپل مخ ته ونيوله او خپلي څېرې ته ځير شوم له ځان سره مي وويل: هغه څوك څومره كمعقله دئ چي د ښايست او وقار دا مهم عنصر په خپل لاس له منځه وړي او ږيره خرېيي!! له هغه وروسته تر نن پوري د ږيري له لاندي او باندي كرښي د يوه وېښته كمول مي هم نه خوښېږي.
نارينه وو ته مي مشوره دا ده چي د الله تعالى له لوري دركړل شوي ښايست باندي قناعت او اكتفاء وكړئ، يوازي دومره تصرف وكړئ چي په فطري ښايست كي د تغيير په معنى نه وي، مه د ښځو په څېر جامې اغوندئ، مه سينگار كوئ او مه گاڼه كاروئ.
ښځو ته مي نصيحت دا دئ چي پر هغه ښايست قناعت او اكتفاء وكړئ چي ستاسو عليم او حكيم رب دركړى، سيالي دي تاسو هغه څه ته ونه هڅوي چي په خپل فطري ښايست كي د تغيير په معنى وي، شيطان لوړه كړې ده چي انسان به دې ته هڅوي چي په الهي خلقت او فطرت كي تغيير راولي، قرآن د شيطان وينا داسي بيانوي: وَ لأُضِلَّنَّهُمْ وَ لأُمَنِّيَنَّهُمْ وَ لاَمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكنَّ ءَاذَانَ الأَنْعَمِ وَ لاَمُرَنهُمْ فَلَيُغَيرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَ مَن يَتَّخِذِ الشيْطنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسرَاناً مُّبِيناً * يَعِدُهُمْ وَ يُمَنِّيهِمْ وَ مَا يَعِدُهُمُ الشيْطنُ إِلا غُرُوراً * أُولَئك مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَ لا يجِدُونَ عَنهَا محِيصاً * النساء: 119-121
او حتماً به ئې تېرباسم او حتماً به هيلي په كي راولاړوم او خامخا به ورته امر كوم نو د څاروو غوږونه به غوڅوي او هرومرو به ئې گمارم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چي له الله پرته شيطان دوست ونيسي نو په ښكاره تاوان سره ئې تاوان وكړ. وعدې ورسره كوي او هيلي په كي راولاړوي او شيطان خو له تېرايستو پرته څه وعده نه ورسره كوي. دوى همغه دي چي مېشت ځاى ئې دوزخ دئ او له هغه نه به د خلاصون چاره نه مومي.
د شيطان ملگري د هغه رټل شوي شيطان په تحريك دا كار كوي چي په څو خبرو ئې لوړه كړې:
• د الله د بندگانو يوه برخه به هرو مرو په دام كي غورځوم.
• له سمي لاري به ئې تېرباسم.
• په كږو لارو تگ به ورته ښايسته كوم، داسي چي له هغې ډېري هيلي او طمعي ولري او رنگين رنگين خوبونه ورته وگوري.
• په دې به ئې گمارم چي د خپلو بتانو لپاره څاروي په نخښه كړي او غوږونه ئې ورغوڅ كړي.
• او په دې به ئې گمارم چي الهي سنن بدل كړي، د فطرت خلاف گام واخلي، د الله د مخلوق په جوړښت كي تغيير راولي.
په دغو څو لنډو جملو كي د شيطان ټول هغه خبيث كارونه په گوته شوي چي په خپلو ملگرو ئې ترسره كوي. د شيطان ملگرتيا او ټول هغه كارونه كول چي د شيطان د حزب غړي ئې بايد ترسره كړي، له سمي لاري انحراف او كږېدل او په كږو لارو كي خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كول، شرك، د دروغجن معبود لپاره قرباني، له فطرت سره جنگ او د هغو الهي سننو د بدلولو هڅه چي د ټولو مخلوقاتو په پيدايښت او جوړښت كي مراعات شوي. دا چي گورئ څوك سالم او پاكيزه جنسي تعلقات پرېږدي او ناولې لاري او غير فطري طريقې غوره كوي، دا د همجنسانو تر منځ غير فطري جنسي تعلقات، د خپل فطرت خلاف هغه مخدره مواد استعمالول چي بې سده ئې كړي او د خپلو حواسو اداره كول له لاسه وركړي، دا چي نارينه غواړي ځان د ښځي په څېر كړي او ښځه ځان د نارينه په څېر، په لباس كي هم او په حركاتو او سكناتو كي هم، دا چي نارينه ږيره خريي، هره ورځ د خپل مخ د پوستكي په مليونهاوو حجرات رېبي، لنډه موده وروسته ئې مخ گونځي گونځي شي، د زني لاندي غوښه ئې راوځړېږي، دا همغه له فطرت سره جنگ دئ چي شيطان خپل ملگري ورباندي گماري، دا چي گورئ څوك د دروغجنو معبودانو لپاره په انسان، حيوان او حتى په خپل ځان ظلم كوي، څوك د څاروي غوږ غوڅوي، څوك ځان وهي، څوك رياضتونه په ځان مني، څوك رهبانيت ته مخه كوي او څوك له نكاح ډډه كوي، دا هر يو په حقيقت كي د شيطان هغه قسمونه رښتيني كوي.
عجيبه ده چي څوك په دې عالم كي (ښكلا) او (ښايست) احساسولى شي، خوند ترې اخلي، ستاينه ئې كوي او مينه ورسره كوي خو سره له دې له هغه ذات نه انكار كوي چي دا ښايست او ښكلا ئې په طبيعت كي پيدا كړې!! نه پوهېږو چي ستا (عقل) څنگه مني چي دا ټوله هستي، په دې كي بې شمېره ښكلي او ښايسته مخلوقات، په هري برخي كي ئې د (علم)، (هنر)، (دقت) او (هدف والي) خورې نښي، له (عليم)، (قدير) او (حكيم) خالق پرته پيدا شوي؟! په يوه (مصنوع) او (جوړ شوى) شي كي د (علم) او پوهي نښي موږ دې ته اړ باسي چي ووايو: پيداكوونكى ئې پوه دئ، د (دقيق) او (ظريف) انځورني نښي موږ ته وايي: پيداكوونكى ئې ماهر رسام دئ، په ظرافت پوه دئ، كه څه هم موږ نه د دې توكي (پيداكوونكى) ليدلى او نه د دې ښكلي انځور (رسام)، فقط د ده په (پيدا كړي) شي كي مو د ده د لاس آثار ليدلي، زموږ عقل له آثارو د خالق، صانع، رسام او مصور په شته والي باور كوي. آيا دا هري خوا ته تر سترگو كېدونكې ښكلا او ښايست، كمال او جمال، نظم او دقت او دا چي گورئ هر څه داسي سم او ښكلى پيدا شوى چي په هغه كي معمولي تغيير د هغه ښكلا او ښايست ته تاوان رسوي، آيا دا ټول په دې شهادت نه وركوي چي د دې عالمونو (رب) د ستاينو وړ او له هر عيب او نقص منزه او پاك ذات دئ؟!!

ګلبدين حکمتيار

بېرته شاته