سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1361039

له زُبيده اميري سره مرکه


2015/26/11


زُبيده اميري: د زده کړومعنوي لاسته راوړندې مې ډېرې زياتې دي او د ستاينليکونو اوتشويق ترڅنګ د سرو زرو دوه مډالونه هم تر لاسه کړي دي.

د زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيو او د مرکو د برخې خاصو مينه والو سلامونه او مينه په دې هيله يم چې بريالي اوسوکاله به ياست، داځل مو له يوې ګلالۍ (ګولډ مډلسټې) متعلمې زُبيده جانې اميري سره مرکه کړې،زبيده اميري ۱۳ کاله عمر لري اوپه همدې ماشوم توب کې يې د خپل ښوونځي او پوهنې وزارت په شمول له بېلابېلو تعليمي ادارو څخه د سرو زرو دوه مډالونه او ډېر ستاينليکونه او تصديق پاڼې ترلاسه کړي دي، له دې سره مو يې د ژوند او زده کړو په برخه کې خبرې کړي دي لوستل يې پر تاسو.

له زُبيده اميري سره مرکه
مرکه کوونکی : رفيع الله روشن

پوښته: سلام ،مهرباني وکړئ د زرلښت ډاټ کام لوستونکيوسره پېژندګلوي وکړئ؟

ځواب: مننه له هرڅه دمخه تاسو او د زرلښت ډاټ کام وېبپاڼې محترمو لوستونکيو او خصوصاً د ښوونځيو زده کوونکيو اوخپلو همزولوته خپل له مينې ډک سلامونه وړاندې کوم.
زه ، زُبيده اميري د انجنير غلام محمد لور اصلاً د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د زاهد اباد دکلي اوسېدونکې يم،فعلاً په کابل کې ژوند کوم او دکابل په اتمه ناحيه کې د سيد نور محمد شاه مېنې د نجونو لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې يم.

 

پوښتنه: دخپلو زده په بهير کې د لاسته راوړنو په هکله مو لوستونکيوسره خپل معلومات شريک کړئ؟

ځواب: د اتو ښوونيزو کلونو په تېرېدو سره ما ځينې لاسته راوړنې لرلي دي او ډېره زياته خوشحاله يم هغه زحمتونه چې ما دزده کړو په وخت کې ګاللي دي نو پايله يې د خدای پاک په فضل او زما د کورنۍ او ښوونکيو په مرسته مثبته ده ،ما ډېر ستاينليکونه،تصديق پاڼي او دوه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي چې يو دټول افغانستان اوبل د ټول کابل په سطحه دی په ۱۳۹۴کال کې مې هغه مډال چې د کابل په سطحه مې اخستی په کابل کې د افغان ترک لېسي له د مدير لخوا او هغه چې د ټول افغانستان په سطحه مې اخستی د پوهنې وزارت د معين لخوا ساينس او رياضي په مضامينو کې د ممتازې زده کوونکې په صفت راکړل شوی دی

.

پوښتنه: څوک درسره ډېره مرسته کوي د زده کړو په برخه کې؟

ځواب: که په حقيقت سترګې پټې نکړم نو له ماسره زما د زده کړو په برخه کې زماټول ښوونکي،د لېسې مديره صاحب اغلې صحابه مالک خروټې چې يوه مهربانه او د نېکو اخلاقو څښتنه مېرمن ده ماته يې تل د مور مينه راکړې،همېش يې زماپه سر د مينې او محبت لاس تېر کړی دی،تل مې تشويقوي او د مشکلاتو په هکله مې راڅخه پوښتنه کوي،هغه يواځې ما نه بلکې ټولو زده کوونکيوته د اولادونو په سترګه ګوري، ټول تشويقوي او ناز ورکوي ،همدارنګه زموږ د ښوونځي معاونه صاحب،زما ټوله کورنۍ او همزولي له ماسره د زړه له تله مرسته او همکاري کوي.

 

پوښتنه: په ټولګي کې د ټولګيوالو رويه له تا او ستا رويه له هغوی سره څنګه ده او په ټولګي کې څوم نمره يې؟

ځواب: اصلاً زه له هغوی سره ښه رويه کوم نو ځکه هغوی هم له ماسره ښه رويه کوي،ترڅو خپله ښه نشو او د يو چا احترام ونکړو او په کوم چا شفقت ونکړو نو نورخلک هم زموږ پروا نه ساتي اوخيال نه راباندې راوړي،نو زه له خپلو ټولګيوالوسره نېکه رويه کوم ځکه هغوی هم له ماسره نېکه رويه اوخه اخلاق کوي او داچې ما د سويې امتحان ورکړی دی نو په اتم ټولګي کې ۳يمه نمره يم له دې  مخکې په اووم صنف کې اول نمره وم.

 

پوښتنه: ايا له چاسره رقابت هم لرې؟

ځواب: هو زماپه خيال که رقابت نه وي نو د يو چا لياقت او تنبلي نه شي معلومېدای نو زه هم له خپلوټولو هغو ټولګيوالوسره چې په درجه کې دي رقابت لرم خو دا رقابت سالم دی او نغواړم له چاسره غير سالم رقابت ولرم ځکه غير سالم رقابت ديو چا د بدو اخلاقو ښکارندويي کوي او انسان په خپله ټولنه کې د خلکو له نظره غورځوي.

 

پوښتنه:څه غواړې چې په راتلونکې کې درنه څه جوړ شي؟

ځواب: داچې زما کورنۍ د طب له رشتې سره دېره علاقه لري او زما هم همدا برخه خوښه ده نو غواړم چې ډاکټره شم.

 

پوښتنه: له چا شکايت لرې او کوم مضمون دې خوښ دی؟

ځواب: له هېچا شکايت نلرم ځکه ټول مې تشويقوی او تر ټولو زيات مې د رياضي مضون خوښ دی

.

پوښتنه: ښوونځی څه ډول تعريفوئ؟

ځواب: ښوونځي عبارت له هغه ځای څخه دی چې ټول زده کوونکي پکې د زده کړو کولو لپاره راټولېږي او دخپلو ښوونکيو د مينې او محبت تر سيوري لاندې ددنيا، اخرت او ژوند په هکله زده کړې په لاس راوړي.

 

پوښتنه:ژوند څه ډول تعريفوئ؟

ځواب: ژوند عبارت له هغه الهي نعمت څخه ده چې انسان ته ورکول کېږي او شکر بايد ورباندې ووېستل شي بل داچې له ژوند څخه بايد په مثبته برخه کې ګټه واخستل شي.

 

پوښتنه: خپله راتلونکې څنګه وينې؟

ځواب:خپله راتلونکې ډېره روښانه وينم ځکه چې ما په ۱۳کلنۍ کې دوه د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل، د سلګونو زرو لويو او وړو زده کوونکيو تر منځ مې د ممتازې زده کوونکې لقب او جايزې وګټلې اوپه خپلو درسونوکې کوښښ کوم نو ځکه پوهېږم چې اينده به مې انشاء الله چې روښانه او ځلېدونکې وي او يواځې زده کړې او تعليم ديو چا راتلونکې روښانه کوي نورهېڅ شي د چا سرنوشت مثبت نشي ارزيابي کولی.

 

پوښتنه:ستاسوپه اند لايق شخص څوک دی؟

ځواب: هر هغه څوک لايق او ذهين دی چې خپل درسونه ووايي او کوشش وکړي،خپله يوڅه ياد کړي او نوروته يوڅه ور ياد کړي .

 

پوښتنه: موږ بايد هر وخت د چا خبرو ته غوږ ونيسو اودچا غوښتنې په نظر کې ونيسو؟

ځواب: موږ بايد همېش د پوهو اشخاصو خبروته غوږ ونيسو او دهغه چا غوښتنې په نظر کې ونيسو چې خبري او غوښتنې يې مشروع او پر ځای وي خصوصاً د خپلو والدينو خبرو او مشوروته بايد په خپل ذهن کې ځای ورکړو،ځکه چې هغوی تل زموږ ښه والی غواړي نه داچې زموږ په بدو روا داره وي.

 

پوښتنه: دخپل ښوونځي په هکله څه وايئ؟

ځواب: زموږ ښوونځی د موقعيت په لحاظ بهترين ځای کی دی او همدا لامل دی چې د زده کوونکو شمير يې هم له ۱۰۰۰۰زرو څخه اوړي، استادان مو هم مسلکي او مجرب دي،د لېسې په مديريت او سرمعلميت کې هم ستونزې نشته ، خو ستونزې هم شتون لري او هغه ستونزې عبارت له دې څخه دي چې درسي ټولګي او سرپناوې کفايت نکوي،ډېر وخت زموږ زده کوونکي د ژمي په يخه او سړه هوا او داوړي په ګرمۍ کې د شنه اسمان لاندې اويا هم تر خېمو لاندې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي نو دا تر ټولو لويه او عمده ستونزه ده.

پوښتنه:د پوهنې وزارت او مسؤولو اشخاصو څخه څه غوښتنې لرئ؟

ځواب: له هغوی نه دا غوښتنې لرم چې زموږ ښوونځي ته دې هم توجه وکړي،زموږ ښوونځي په کابل کې يو له هغو ښوونځيو څخه دی چې د زده کوونکيو نفوس پکې ډېر دی،خو توجه ورته داسې کېږي لکه په يوه لرې او نا امنه سيمه کې پروت ښوونځي،بيخی له پامه غورځول شوی دی او مسؤول اشخاص بايد زموږ دغه ستونزو ته په جدي ډول لاسرسی پيدا کړي.

پوښتنه: ايا کله مو نقل کړی دی ؟

ځواب : نقل مې ندی کړی خو نقل مې ورکړی دی.

پوښتنه: دڅه شی مو خوښېږي؟

ځواب: د لوستلو لپاره مې شعر خوښېږي ، په خوراک کې مې منتو خوښېږي،په هېوادونوکې مې ترکيه خوښېږي،په رنګونوکې مې ابي او ګلابي رنګونه خوښېږي،په څښاکو کې مې اوبه خوښېږي.

 

پوښتنه: هغه ماشومان چې په کوڅوکې ګرځي او درسونه نه وايي څه ورته وايي؟

ځواب: هغوی ته دا وايم چې په دې هسې ګرځېدو خپل ژوند مه تباه کوئ،زده کړې وکړئ،خپله راتلونکی اوسرنوشت په خپله وټاکۍ اوکله چې تاسوغواړئ راتلونکې مو روښانه اوسي نو زانونه د زده کړو په درنه او قېمتي ګاڼه سمبال کړئ،دهغوی کورنيوته دا وايم چې په ځان سختي تېره کړي ،وچه ډوډۍ وخورئ ،خو د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې کوشش وکړئ،هغوی د علم په جامه سمبال کړئ ترڅو په راتلونکې کې تاسوته خېرواې ونکړي او دا ومني چې تاسو (والدينو) يې خپل مسؤوليت په سمه توګه ادا کړی دی.

زرلښت ډاټ کام: ډېره مننه چې دمرکې لپاره حاضره شوې.

زُبيده: له تاسو څخه هم ډېره مننه چې په کابل کې مو د زرګونو زده کوونکيو له منځه زه د مرکې کولو لپاره غوره کړم او زما د زړه خبرې مو زما هېوادوالو او زما همزولوته ورسولې خوشحاله اووسئ.

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته