سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1451148

له تاند،هڅاند او ځانګړي سبک لرونکي شاعر خيرالله صادق سره مرکه


2015/05/12

دوه بیته
دزړه له درده مې په سترګو کې لمبه جوړه ده
زمادستړی ژوند همدغسې قيصه جوړه ده
وخت می په سه هنر يوه يوه په واروژني
دزړه دهيلومې په زړه کې هديره جوړه ده
صادق

قدرمنو لوستونکيو پوهه،ذکاوت او وړتيا د ستر الله جل جلاله له لوري وي او چاته يې چې خوښه شي ورکويي يې داځل مو د زرلښت ډاټ کام دمرکو په لړ کې له همداسې يوه ګلالي تاند او دخام عمر لرونکي شاعر ښاغلي خير الله صادق سره مرکه کړې چې الله جل جلاله پرې ځانګړې پېرزوينه کړې،ښاغلي صادق د عمر له پلوه کوچني خو د ذهن او استعداد له پلوه ډېر لوي او دډېر عمر څښتن دي،دهغه شاعري او ليکوالي واقعاً په زړونو تاثير کوي،نو تاسو يې د خبرو لوستلوته رابولم داتاسې اودا هم خيرالله صادق.

مرکه کوونکي: رفيع الله روشن

پوښتنه: سلام ښاغلي صادق که ما او لوستونکيوته ځان راوپېژني مهرباني به مو وي؟
ځواب: ډېره زياته مننه کوم ښاغلي روشن زما سلامونه ،مينه او درنښت هم تاسې او دزرلښت ډاټ کام قدرمن لوستونکي قبول کړئ،هيله ده چې د روغ صحت څخه برخمن اوسئ.
خيرالله صادق يم د ښکلي لغمان ولايت ،قرغيو ولسوالۍ د عزيزخان کڅ اوسېدونکي يم.

پوښتنه: که لوستونکيوته ووايئ چې څومره زده کړې لرې ،په څه چارو بوخت ياست او چېرې ژوند کوئ؟
ځواب: د استاد ګل پاچا الفت له لېسې څخه فارغ يم،اوس د کانکور ازموينو لپاره اماده ګي نيسم او تراوسه کوم خاص کاروبار هم نه کوم ځکه ،زما عمر خولا دومره ندي مګر هغه خلک چې کاري تجربې اووړتيا لري په اوسني دولت کې بېکاره ګرځي، اوکه زما پشان نوي فارغ شوي زده کوونکي د کار لپاره چېرې مراجعه وکړي نو لومړي خوورته څوک کار نه ورکوي اوکه پيداشي نوبيا يې دکاري تجربې پوښتنه په سر کې شرط وي،نو کومه دنده نلرم او په خپل کلي کې ژوند کوم.

پوښتنه: کله کله مو په ټولنيزه شبکه (فيسبوک ) کې شاعري لولم څه باعث شو چې حتي له تاندې ځوانۍ څخه يې هم مخکې درباندې اغېزه وکړه او شاعر يې کړئ؟
ځواب: روشن صيب شاعر خو ځانته نشم ويلي ځکه چې د شاعرئ مقام ته رسيدل ډېرې هلې ځلې او سختۍ ګالل غواړي،خو زه هم د شاعرانو په تقليد کله کله کرښې توروم  او هيله لرم چې يو وخت شاعر شم او کومې کرښې چې اوس د شعر اوادب په نامه توروم ددې لامل هم دادي چې ډيره ناسته ولاړه مې له شاعرانو او ليکوالانوسره ده او فطرتاً مې ددغه قشر خلک خوښ دي او طبيعت مې ورسره اړخ لګولي دي،ددې ترڅنګ تاسوته به هم معلومه وي دغه ختيځې سيمې لکه کونړ،ننګرهار،لغمان او نورستان يو ډول شاعرانه ابوهوا او فضا لري او ډېر ژر په چا اغېزه کوي کله کله خو د سړي مکالماتي خبري هم شعر وګرځي نو شايد زما دشعر ډګر ته راوتلو کې هم دسيمې دا ځانګړتياوې اثر ولري.

پوښتنه: شعر مو د چا له خولې وپېژاند او دچا شاعري ډېره لولې؟
ځواب: لومړي ځل مې په ښوونځي کې د پښتو مضمون استاد لخوا شعر وپېژانده او ډېر وخت د بېلابېلو شاعرانو شاعري لولم هرڅوک چې شاعري يې په مخه راشي نو دخپل شوق اوعلاقې له مخې يې لولم خو ډيرکله بيا غواړم د سيد شاه سعود او صاحب شاه صابر شعرونه ولولم ځکه چې په هغوکې ډېر کيف موم.

پوښتنه: صادق صيب ستاسوپه اند محيط او چاپېريال په شاعرۍ او ليکوالۍ څومره مؤثريت لري؟
ځواب: لکه څنګه چې د ژوند په بېلابېلو ابعادو کې يوه چاره هم بې اغېزې نه وي نو په همدې ډول په شاعرۍ او ليکوالۍ کې هم محيط  بې اغېزې ندي که يوشاعر په يوه محيط کې ژوند کوي که هغه محيط هرڅومره ښکلي وي ،رنګين وي، نو دهغه شاعري به هم هماغومره ښکلې او په زړه پورې وي او لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه چې ځينې سيمي قدرتي شاعرانه وي نو هغه ماحول هماغه شان په طبعي ډول انځورګري شوي وي او داپه شاعرئ مستقيماً اغېزه کوي

.
پوښتنه:وايي چې شاعر بايد عاشق وي تاسو څنګه ؟
ځواب: بلې روشن صاحب زه هم په همدې اند يم او باور لرم چې داسې کوم څوک به نه وي چې هغه دې عاشق ونه اوسي،ځکه هغه څوک چې عشق اومينه ونلري فکر کوم يواځې کالبُت يا جسد دي ځکه ژوند او کړه وړه ټول په مينه اومحبت مخته ځي،خو دا مينه بيا داسي نده چې يواځې يوه شخص يا يوه شي سره وي،مينه له هېواد سره هم کېږي،له دوستانوسره هم کېږي،له کورنۍ سره هم او له هرچاسره چې زموږ زړه پرې سکون او د ارامښت احساس کوي مينه کېږي او زه هم شايد عاشق اوسم ځکه په ټولنه کې د خلکوترمنځ ژوند کوم نو حتماً به ورڅخه متاثره کېږم.

پوښتنه: يواځې دشعر په ليکلو موبسنه کړې که په نورو برخوکې هم ليکل کوئ؟
ځواب: نه يواځې زه نه بلکې موږ ټول په يوه شي کله بسنه او قناعت کوو،د شعر ليکلو ترڅنګ لنډه کيسه،ادبي ټوټه او نور نثري ليکنې هم کوم

.
پوښتنه: ستاسو په نظر شاعر بايد د کومو خصوصياتو لرونکي اوسي؟
ځواب: د يوه شاعر مزاج بايد ډېر نرم وي هغه بايد ډېر سله رحم وي او ددې ترڅنګ بايد د ويښو او خوځنده احساس لرونکي اوسي ځکه چې شاعر ډېر ژر متاثره کېږي او په ډېر کم څخه خفه اوخوشحالېږي،نو شاعر بايد يوه عامه مفکوره ولري ځه چې شاعر د ټولنې د سترګو په نامه هم يادېږي .

پوښتنه: ايا هرڅوک شاعر کېداي شي؟
ځواب: زما په اند هرڅوک شاعر نشي کېداي او داځکه چې موږ شعر يوه الهي لورينه اوالهام بولو، او ددې هرڅه ترڅنګ شعر ليکل يو ځانګړي استعدادي اووړتيا غواړي نو ويلي شم چې هرڅوک شاعر نشي کېداي ،خو داسي ويلي شم چې يو شاعر کېداي شي هرڅه وکړاي شي خوهغه څوک چې شاعر نه وي شعر به ونه شي ليکلي

.
پوښتنه:له ځانه پرته مو د چا شاعري ،ليکوالي او هنر خوښ دي؟
ځواب: که دروغ ونه وايم اوله مبالغې هم تېر شم نو لوستونکيوته وايم چې د رفيع الله روشن ليکوالي مې ډېره خوښه ده په ځانګړي ډول د هغه نثري ليکنې او تل د فيسبوک له لارې يې صفحه تعقيبوم او په دې انتظار يم چې کله به هغه لنډه کيسه، ادبي ټوټه يا کومه مقاله پورته کوي چې ويې لولم.

پوښتنه: خپله شاعري اوليکوالي له خپلې کورنۍ سره هم کله شريکوې؟
ځواب: نه له هغه وخت چې د شعر اونثر په ليکلو مې پيل کړي دي تراوسه مې په خپله کورنۍ کې چاته ندي وړاندې کړي  داځکه چې زموږ په کورنۍ کې يواځيني کس يم چې شاعري اوليکوالي کوم او خوښ مې دي،هغوي خبر دي چې زه شعر ليکم خو کله مې نظر نه دي ورڅخه غوښتي اونه مي هم په دې خاطر چې دهغوي خوښ يايي بد راشي ورته اورولي دي

.
پوښتنه:سره له دې چې لا خو د تاندې ځوانۍ په مرحله کې يې په ژوند کې دې د خوښيو برخه درنه ده که د ناخوالو؟
ځوب: که رښتيا ووايم نو زماپه همدې کم عمر کې د ناخوالو برخه زياته ده داځکه چې په زړه کې ډېر ارمانونه لرم او داچې ژوند ستونزې او مشکلات ډېر ولري نو هرڅوک نشي کولي په خوښي اواسانه توګه خپل هدف ته ورسېږي نو همدا لامل دي چې ناخوالې مې پر خوښيو زياتې دي

.
پوښتنه: کورنۍ مو له څو غړيو تشکيل ده؟
ځواب: زموږ کورنۍ له ۸ غړيو څخه تشکيل ده.

پوښتنه: غواړې مېرمن دې د کومو صفاتو لرونکې اوسي؟
ځواب: روشن صيب ډيره جالبه پوښتنه هاهاهاها غواړم مېرمن مې باسواده وي،دښواخلاقو څښتنه وي او زماپشان عاجزه خوي ولري.

پوښتنه: که واده وکړې اوخداي  اولاد درکړي نوم به يې څه وي؟
ځواب: که لومړي اولاد مې هلک وي نو نوم به يې ( اميد)وي اوکه نجلۍ وي نو نوم به يې ( هيله ) وي.

پوښتنه: په څه شي غوصه کېږې؟
ځواب: ترڅو چې مې وس رسېږي نه غوصه کېږي خو زړه ماتوونکې خبره مې ډېر غوصه کوي.

پوښتنه: کوم رنګ دې ندي اوکوم خواړه نه خوښوي؟
ځواب: ټول رنګونه او ټول خواړه مې خوښ دي؟

پوښتنه: که ولسمشر شې لومړي کار به دې څه وي؟
ځواب: که ولسمشر شم لومړي کار به مې داوي چې يوه اهل اوپه کار پوهه کابينه به جوړه کړم ځکه چې کابينه په دولت کې د تهداب حيثيت لري که تهداب سم راشي نو ټول منزل سم راځي اوکه تهداب يې سم نه وي نوټول منزل به هره شېبه د نړېدوله وېرې سره مخ وي.

پوښتنه: که هرچا دځان لپاره نوم ټاکلي تاسو کوم نوم غوره کاوه؟
ځواب: ( احساس

)
پوښتنه: له ماڅخه کومه پوښتنه لرې؟
ځواب: نه له تاسو پوښتنه نلرم خو مننه درڅخه ډېره کوم چې زه مو ددې وړ وبللم چې د زړه خبرې مې له هېواد والو او نړېوالو سره شريکې کړې بس همدومره.

پوښتنه: کومه پوښتنه دې خوښه نشوه؟
ځواب : روشن صيب ټولې پوښتنې دې له يوې بله ډيرې خوندورې وې داسې کومه يوه مې پکې پيدانکړه چې زما دې خوښه نشي

.
مننه چې زرلښت ډاټ کام او لوستونکيوته مووخت ورکړ.
مننه له تاسو چې تردې ځايه مو قدمونه ستړي کړل .

غزل
اوس دی هم شته دپخوانۍ مينې اثارسترګوکې
راپسې وړې په هری خواچی داسی څارسترګوکې
دزړه ددرد شورپسی واخيستی لمبه لمبه شوی
نم دی دسترګو کړلو وچ بېرته ايسار سترګو کې
په تصوردخاوری خاوری اميدو کی ډوب شوی
زما درته خيال و چی راو دی کتل جارسترګوکې
ای دبدرۍ له ښکلا جوړی کر ېشمې د حسن
لمبې ترې مه پورته کوه مه ګده انګارسترګوکې
چی.تلم.دستری.خاموشی شور کې يې ځان راټول کړ
يوڅو راڼه.څاڅکی.يې شوه پر لېمو بار سترګو کې
خ/صادق دژوند ستړی فلسفه ده زمازړه کی
بله شوی سره لمه ده زما زړه کی
ماخويوځل دسکون ترحده يو سه
درده ستاخوسرچينه ده زما زړه کی
انتها د خاموشی راباندی ناسته
دپرهرسړيکه اوده ده زما زړه کی
ستا تصوير پکی له ورايه ليدی نشم
ماته شوی اينه ده زما زړه کی
صادق

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته