سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360935

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړوند د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو له رئيس پوهندوی محمد امير کامه وال سره د زرلښت ډاټ کام


2015/16/12

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړوند د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو له رئيس پوهندوی  محمد امير کامه وال سره د زرلښت ډاټ کام مرکه
کامه وال:  د هېڅ پوهنتون اداره او مشران حق نلري چې له محصل څخه د فراغت د محفل ،مونوګراف او له ټاکل شوي فيس څخه زياتې پيسې واخلي.
 زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيو د مرکو په لړ کې مو داځل د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت اړوند د دخصوصي پوهنتونواو لوړو زده کړو مؤسسو له رئيس ښاغلي محمد امير کامه وال سره مرکه کړې ،ښاغلي کامه وال وايي:هرهغه څوک چې په خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې زده کړې کوي او په درسي ماحول کې له ټولو هغو ستونزو سره چې د ادارې لخوا ورته متوجه وي کولی شي د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له رياست سره نېغ په نېغه تماس کې شي.

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن
 پوښتنه: قدرمن رئيس صيب سلامونه مې ومنۍ ، په خصوصي پوهنتونو کې د ډېرو ستونزو ترڅنګ يوه ستونزه چې ترنورو هغو جدي بلل کېږي د غيرمسلکي ښوونکيو لخوا تدريس دی ددې ستونزو دمخنيوي لپاره مو څه کړي؟
 ځواب: زه هم تاسو اوهم قدرمنو لوستونکيوته سلامونه ويم،دپوښتنې په ځواب کې به دې داسې ووايم،هو په تاسف سره کومې ستونزې ته چې تاسې اشاره وکړه همداسې ده،زما له مقررېدو تر ننه ۵ مياشتې تېرېږي او ما د لوړو زده کړو وزارت له محترمې وزيرې سره ځينو ولاياتوته سفرونه وکړل او د لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسو څخه مو ليدنه وکړه او له همداسې پېښوسره مخامخ شولو چې د لېسانس دورې محصلينوته د دولسم او څوارلسم ټولګي څخه فارغ استاد لخوا تدريس کېږي،موږ يې په خپل وخت سره مخه نيولې د پوهنتون مشرتابه ته مو اختار ورکړی دی چې بيا داسی تکرار نشي او محصلينوته بايد مسلکي استادان تدريس وکړي او انشاء الله چې په راتلونکيو ۶مياشتوکې به دغه ستونزه په کلي توګه له منځه ولاړه شي.


پوښتنه: په خصوصي پوهنتونوکې ډېر وخت د هغه محصل چې په ټول سمستر کې يې مکمله حاضري ورکړي وي او هغه محصل چې هېڅ حاضري يې نه وي ورکړي توپير نه کيږي او دسمستر په پای کې يې حاضري مساوي وي اوياهم دفراغت په وخت کې دواړوته يو ديپلوم ورکول کېږي ددې ستونزې لپاره مو څه کړي اویا وبه يې کړۍ؟
ځواب: هو په واقعيت سره داستونزه هم وجود لري خو په حل کولو کې يې له موږ سره د رسنيو همکاري ډېره اړينه ده اوکله چې هم موږ ورباندې خبر شوي يو نو په هماغه وخت مو اقدام کړی اومخه مو يې نيولې چې له دې جملې څخه په مرکز کابل کې يو پوهنتون او دوه د لوړو زده کړو مؤسسې دي چې ورته کارونه پکي روان و کله چې به موږ له دغو مؤسسې يا پوهنتون څخه ليدنه وکړه په صنف کې به ۳۰ یا ۴۰ تنه ناست ول خو د ازموينوپه وخت کی به بيا په هماغه صنف کې ۷۰ تنه حاضر ول،نو په هماغه وخت لاس په کار شوي يو دمخنيوي لپاره يې موږ هلې ځلې کړي دي ، داونۍ ټولې ورځې پرته له دې چې رخصت وکړم کار کوم حتی پنجشنبه او جمعه چې رسمي رخصت دی زه ولاياتوته سفرونه کوم او په خصوصي پوهنتونو ګرځم ترڅو له ستونزو ځان خبر کړم ،خو که ووايم چې داهرڅه به ډیر ژر اوپه يو ځل وشي حقيقت به نه وي مګر په مرور د وخت به انشاء الله هرڅه سم شي.


پوښتنه: په ډیری پوهنتونو کې اوس هم د لس او شل کاله پخوا چپټرونه تدريس کېږي اوياهم د ځانګړو استادانو لخوا جوړ شوي درسي کتابونه محصلينوته تدريس کېږي که څه هم اوس ټکنالوجي ډیره مخکې تللې ده او هرڅه الکترونيکي شوي دي تاسو په دې برخه کې هم کوم قدم پورته کړی دی؟
ځواب: هو روشن صيب بلکل داهم يو روڼ واقعيت دی او همداسی ده ،ماپه خپله له يوه پوهنتون څخه د ليدني پر مهال وليدل چې استاد ولاړ و او محصلينوته يې د کتابچې له مخې تدريس کاوه ،خو تراوسه لا زموږ دکارونو دپيل وختونه دي او هرڅه په يو دم نشي کيدای داهرڅه به په يوبل پسي انشاء الله سم شي او يو وخت به زموږ محصلين دغه اوسنۍ شته ستونزي د زده کړوکولو په وخت کې ونه ويني،ځکه چې يواځې زه او زما ټيم نه بلکې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام هم په همدې برخه کې لازمې هلې ځلې پيل کړی دي او مشکلاتوته دحل لارې په لټولو بوخت يو،په دې وروستيوکې د محترمې وزېرې صاحبې په مرسته د پوهاند حميدالله امين په مشرۍ مو يو عالي کمېسيون جوړ کړی دی چې د کاريکولم او نصاب په برخه کې به غور کوي او ديوه سم او په زړه پورې درسي ميتود به کار کوي،اوس نړۍ ډېره مخکې تللې داچې څنګه موږ له نړۍ سره د سيالۍ کولو جوګه شو په دې کار روان دی.


پوښتنه: رئيس صیب ډیر ځوانان چې د زده کړو مينه وال دي خو يادولتي پوهنتونوته د کانکور په پايلوکې بې نتيجې کېږي خود اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ځوانانومعينيت لخوا په يوه اندازه تخفيف سره د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسوته ورپېژندل کېږي مګر د څه وخت او څو سمسترونو په لوستلوسره په هغوی فيسونه لوړېږي يو نيم برابر پيسې ورڅخه اخستل کېږې هغوۍ لپاره مو څه کړي؟
ځواب: له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې د بډای او بې وزله خلکو فرق نشي کېدای،دلته که د لوړو زده کړو مؤسسه ده اوکه کوم بل ځای دی تخفيف داسی چاته ورکړل شوی دی چې هغه واسطه لري،هغه پيسی لري ،هغه د وکيل صيب او وزير صيب دوستانو ته ورکړل شوی اوهغه چاته ورکړل شوی دی چې هغه مستحق ندی،خو اوس موږ پرېکړه کړې چې موږ به داځانته کره اومعلوموو چې څوک په واقعيت سره مستحق دی دا مو دخصوصي پوهنتونونو له اتحاديې سره هم ياده کړې ده او ورسره مو پرېکړه کړې چې د درسي کال په پيل کې به موږ ته وايي چې څوتنه په څومره تخفيف سره په خپل اړوند پوهنتون يا مؤسسه کې جذبولی شي،نو موږ لومړی هغه خلک مشخص کوو اوبیا یی پوهنتونوته ور پېژنو.
اوداچې مخکې د معينيت لخوا ځيني محصلين د تخفيف په بدل کې پوهنتونو نو او خصوصي مؤسسوته ور پېژندل شوي خو اوس هغه پوهنتونونه او مسؤسسې له هغوی څخه لوړ فيسونه غواړي کولی شي چې له ماسره مستقيماً په تماس کې شي انشاء الله چې ستونزه به يې حل شي،چې داستونزه مخکې هم تکرار شوي خو موږ اقدام کړی او حل کړی مو ده.


پوښتنه: دهغو محصلينو لپاره څه کوئ او څه موکړي چې د پوهنتونو د ادارو لخوا د محفلونو،مونوګرافونو ،ازموينو پارچو او ازموينو کارتونو په نامه ورڅخه ډېرې پيسې اخستل کېږي ؟
ځواب:هو دا يوه ډیره لويه ستونزه ده چې نن سبا په ډیرو پوهنتونوکې تکرارېږي خو موږ ته په هېڅ صورت د منلو وړ نده هېڅ پوهنتون حق نلري چې له محصل نه په يوه او بل نوم پيسي واخلي،زه چې کله له پوهنتونونو څخه ليدنه کوم ډیر وخت له همدې خبرو سره مخ کېږم بيا يې زه حلوم او ډیر وخت محصلينوته ان خپل د ټيليفون شمیره ورکوم ورته وايم چې که تاسو نشئ کولی چې زما دفتر ته راشئ نو زنګ راته ووهۍ او هرډول ستونزه چې د زده کو په بهير کې يې لرئ راسره شريکه کړئ زه به يې درته ژر حل کړم او موږ د کمېسيون پرېکړه ټولو خصوصي پوهنتونوته استولې چې هېڅ اداره له هېڅ محصل څخه له ټاکلي فيس څخه اضافه پيسې نشي اخستلي اوکه واخستل شي نو قانوني چلند به ورسره وشي


. پوښتنه:دخصوصي پوهنتونو ډېری محصلين سره له دې چې لوړ لوړ فيسونه ورکوي له درسي چاپېريال څخه خوښ نه دي،وايي چې کتابخانې او کمپيوټر لبونه نشته اوکه شته هم د پوهنتون د اداري لخوا ورته قلفونه اچول شوي،مناسب تشناب ،صحي اوبه ،مسجد او نور نشته ايا تاسو دا منئ؟
ځواب: هو بکل دا ټول هغه څه دي چې د يوه پوهنتون يا مؤسسې له ايجادولو او جواز اخستو مخکې په نظر کې نيول کېږي،چې په هغې کې صحي اوبه،منظم درسي پلان،مناسب چاپېريال،تشنابونه،مسجد،مسلکي او پوه استادان اونور ټول کتل کېږي اوبيا جواز ورکول کېږي،هو داسمه ده چې فيس د پوهنتون او مؤسسې حق دی خو دافيس هغوی ته ددرس ورکولو او ټولو امکاناتو د برابرولو په عوض کې ورکول کېږي نو پوهنتونه او اداري بايد دې هرڅه ته په سمه توګه پاملرنه وکړي، اوس په افغانستان کې له ۱۲۰ خصوصي پوهنتونونه او دلوړو زده کړو مؤسسوڅخه ډېرد ي او زما ټول کاري ټيم ۲۰ تنه دی نو داهرڅه به په قراره قراره تر څارنې او کنټرول لاندې ونيول شي او حل به شي. پوښتنه:ډیر وخت په خصوصي پوهنتونوکې د ازموينو پايلې په خپل وخت نه اعلانېږي حتی تر دې چې آن دوه مياشتې هم ورباندې تېرېږي نو محصل د بل سمستر په دوهمه مياشت کې زده کړې کوي دتيرسمستر باقیات ورپسې راوځی چې ته خوپه يو يادوه مضامينوکې پاتې يې ايا دغه شان کړنې محصل نهيلی کوي نه؟
ځواب: هو داستونزې هم وجود لري هغه وخت چې لمامخکې بل څوک د خصوصي پوهنتونو د مشرتابه په راس کې و هغوی هم مکتوبونه استولي و چې ديوې مياشتې په تېرېدوبايد دازموينو پايلې اعلان کړي،خوکله چې پوهنتونو داکار نه و عملي کړی نو دوی چپ پاتې شوي و اوکوم اقدام يې نه وکړی،خو موږ بيا داسې نه کوو بلکې موږ خصوصي پوهنتونو اومؤسسوته وخت ورکړی دی چې له ازموينو وروسته تر يوې مياشتې پورې بايد هرو مرو خپل اسناد موږ ته را ورسوي نو موږ دې ټولو موضوعاتوته جدي پاملرنه کړې او په خپل وخت به يې تعقيبوو.

پوښتنه:څومره ډاډه ياست چې خپلې چارې به په هغه ډول چې تاسو يې غواړۍ په سمه توګه تر سره کړئ؟
ځواب:په دې برخه کې به زه ډېرڅه ونه ويلی شم او ددې پوښتنې ځواب ډېر وخت هغه څوک ځوابولی شي چې دلته يې مراجعه کړې وي او زموږ کارونه يې ليدلي وي خو بياهم وايم له تيرو ۵مياشتو راپه دېخوا چې زه دلته په دنده ګمارل شوی يم او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام مې تل ملاتړ کړی دی نو په خپلو چارو کې ۷۰فيصده بريالی يم او مخکې تللی يم.
خو له بده مرغه چې ستونزې هم شته چې زما پر مخ پرتې دي او داستونزې ډېر وخت راته د هغو خلکو لخوا جوړېږي چې هغوی زر او زور لري دبېلګې په ډول کله چې زه په کوم خصوصي پوهنتون کې ستونزه وګورم اودمخنيوي لپاره يې اقدام وکړم نوبياهمدا زورواکي راته د واسطو په شکل وړاندې کېږي اوغواړي چې زما مخه ونيسي خو ما په لوي اوټينګ عزم سره خپله دنده پيل کړي او انشاء الله چې په پوره ايماندارۍ او صداقت سره به مخکې زم او دهېچا چلنج او ګواښ ته به تسليم نشم.


 پوښتنه:هغه پوهنتونونه چې د لوړو زده کړو وزارت دخصوصي پوهنتونو له قانون څخه سرغړونه کوي اوستاسو له اختار ورکولو وروسته بيا هم ادامه ورکړي بالاخره څه ورسره کوئ؟
ځواب: اوس د لوړو زده کړو وزارت لخوا د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پيل شوي ده موږ هغه پوهنتونونه چې په خپلو چاروکې بريالي دي محصلين ورڅخه خوشحاله وي مکافات کوويې يعنې دهغوی په تشکيل کې يوه بله پوهنځۍ هم اضافه کوو اوهغوی چې سرغړونه کوي،قانون ماتوي لاروښوونه ورته کوو بيا اختار ورکوواو بيا هم که ونه شو نو موږ ورڅخه بېرته دفعاليت جواز اخلو.
 

رفيع الله روشن

بېرته شاته