سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281183

په جرابو مسح کول


2016/17/01

 

ایا کولای شو چې په اوداسه کې د پښو مینځلو پرځای په جرابو مسح وکړو؟

هو! په جرابو باندې مسح کول د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دی او پرته له شکه یو مسلمان کولای شي په جرابو باندې مسح وکړي. خو شرط دادی چې جرابې باید د اوداسه په حالت کې په پښو شوې وي (نور شرایط لاندې لیکل شوي). د بیلګې په توګه که یو شخص سهار اودس وکړي جرابې په پښو کړې او بیا د سهار لمونځ وکړي او وروسته یې اودس مات شي (باد، تشې یا ډکې متیازې...) او بیا وروسته نوموړی شخص د ماسپښین لمانځه لپاره اودس کوي نو په دې صورت کې هغه کولای شي په جرابو مسح وکړي. عروه بن مغیره وایي چې پلار مې وویل چې یو ځل زه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په یو سفر کې ملګری وم غوښتل مې چې د هغه صلى الله عليه وسلم جرابې (چرمې جرابې او یا هم ډبلې تاري جرابې) وباسم خو هغه صلى الله عليه وسلم امر وکړ چې جرابې یې ونه باسم او یې ویل چې جرابې مې په اوداسه پښو کړي او بیا یې پر جرابو لامده لاسونه راکاږل (مسح یې وکړه).
حَدَّثَنَا أَبُو نُعَيْمٍ، قَالَ حَدَّثَنَا زَكَرِيَّاءُ، عَنْ عَامِرٍ، عَنْ عُرْوَةَ بْنِ الْمُغِيرَةِ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فِي سَفَرٍ، فَأَهْوَيْتُ لأَنْزِعَ خُفَّيْهِ فَقَالَ " دَعْهُمَا، فَإِنِّي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ ". فَمَسَحَ عَلَيْهِمَا. (صحیح بخاري، حدیث ۲۰۶ او صحیح مسلم، حدیث ۲۷۴).

ایا یواځې په چرمي جرابو مسح کیږي او که نه په معمولي جرابو هم مسح جایزه ده؟

د المغیره بن شعبه رض څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اودس وکړ او په جرابو او څپلیو یې مسح وکړه.
عَنِ الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ، قَالَ تَوَضَّأَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم وَمَسَحَ عَلَى الْجَوْرَبَيْنِ وَالنَّعْلَيْنِ. (جامع الترمذي، حدیث ۹۹، صحیح حدیث [الالباني])
په پورته حدیث شریف کې جورابینو لفظ ذکر شوي او علما وایي چې جرابې (جرابین) هر هغه نری څیز چې پښه راونغاړي او کلک ورپورې نښتې وي او پښه ګرمه ساتي جرابې دي. جرابې که د چرم څخه جوړې شوې وي، که له وړۍ، تار، اوښ یا بزې له ویښتانو او یا کوم بل د اغوستلو څیز څخه جوړې شوې وي او پښې د ښنګرو سره پټې کړي جرابې دي. موږ او تاسې چې په افغانستان کې کومې جرابې په پښو کوو په دې باندې مسح جایزه ده.

په جرابو د مسح کولو شرایط:
1. جرابې باید د اوداسه په حالت کې په پښو شوې وي
2. جرابه باید مکمله پښه سره له ښنګرو پټه کړي (تر ښنګرو ټیټې او لنډې نه وي)
3. جرابه په پښه پورې نښتونکي وي (ازاد څیز چې پښه پکې اوړي او راوړي جرابه نده)
4. جرابې باید نجسې نه وي (باید پاکې وي)
5. مقیم یوه شپه یو ورځ (۲۴ ساعته) په جرابو مسح کولی شي او مسافر درې شپې او درې ورځې (۷۲ ساعته)

په جرابو د مسح کولو طریقه:

لکه څرنګه چې لاسونه د سر د مسح لپاره لامده کیږي همدارنګه لاسونه لامده او د جرابو د پاسه (د ګوتو څخه شروع تر ښنګرو پورې) مسح وکړئ. د جرابو لاندې، ښي او چپ اړخ ته اړتیا نشته. بلکه یواځې د پښې د پاسه مسح وکړئ کافي ده.

نبي کریمﷺ فرمایي؛ دین ډیر اسانه دی او هغه څوک چې پخپل ځان دین درنوي (په دین کې سختي او زیادت کوي) هغه پدې طریقه دوام نشي ورکولای (په نتیجه کې هغه سختي چې ده په خپله ځانته پیدا کړې تحمل کولی به یې نشي). نو تاسې په دین کې سختي او زیادت مه کوئ، خو کوشش وکړئ چې بشپړوالي ته نژدې اوسئ... (صحیح بخاري، حدیث نمبر ۳۹)

حقیقي اسلام

بېرته شاته