سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090665

د تهجد لمونځ :


2016/17/01

د تهجد منعی ده خوب ماتول اوپاڅيدل .
دفرضي لمانځه وروســــــــــــــته ترټولو غوره لمونځ دشپې [ دتهجد] لمونځ دی .
په حديث شريف کې راغلی دي چې دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که چيری ماته د امت دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی.

( دشپی په ورستی برخه کې الله ج د ځمکی اسمان ته نزول فرمايې او وايی شته څوک ماته فرياد او آواز کونکی چې ماته آواز وکړی او زه يې فرياد واروم ،له مانه وغواړی او زه يې ورکړم ،له مانه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړی او زه ورته بخښنه وکړم (بخاری )
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )
دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی سبا پورې کيږی خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .
د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه دی .

تحية الوضو او تحية المسجد :
د اودس کولو ورسته چې فوراً دوه رکعته نفل لمونځ کوي چې ډير ثواب لری دغه نفلو لمونځ ته تحية الوضو وايې په حديث شريف کې ددی ډير فضيلت راغلی دي .
همدارنګه جومات (مسجد) ته د داخليدو سره سم دوه رکعته نفلو کولو کې ډير ثواب دی دغه لمونځ ته تحية المسجد وايي .
---------------------------
خدایا! هغه کسان چی مونږ سره په دی معالوماتو شریکولو کی برخه اخلی ته یی د دوزخ اسرو لمبو څخه وساتی. یا الله ! ته یی جنتی کړی.
امین ثم امین

له اسلامي پاڼي نه

بېرته شاته