سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1279798

راغلې برېښنالیکونه


اسدالله کاموي

ځای: افغانستان
برېښنالیک: asadullah.kamawy@gmail.com

دګران هیواد دویمه ملاله زه نه پوهیږم چی په کومو کلمو ،القابو، او په کومه ژبه دګران هیواد دویمه ملاله وستایم زرلشت خور یادووم دده کړنی د ستایلو دی چاپلوس نه یم او نه می زده ده خو د هیواد د دردمندو انسانانو دغږو جګولو پروسه یی شروع کړیده د معلولینو او دشهیدانو دورثوو سره مرکی کوی جی دا یی ستایم الله دی دی خور ته زیات توفیق ورکړی الله دی ونازوی الله دی سرلوړی لری الله دی په زوند کی برکت واچوی............. .


عبدالله پيکار

ځای: افغانستان
برېښنالیک: shmaeala@hotmail.com

ااغلېزرلښت حفیظ نیکې هیلې او سلامونه ، له ډیره وخته راهیسې دسولې په اړه ستاسې ګټور پسټونه لولم او خوښ یم چې یوه پښتنه میرمن شته چې دسولې په عنوان خبره کوي ، موږ د هیواد د درېییم نسل په استاز ولۍ په کابل کې یوحرکت لرو چې تر ټولو زیات فوکس مو په کرنه او مالدارۍ دی ،ځکه کرنه دهیواد ۸۵ ٪ او مالداري یې ۱۰ په سلوکې اقتصادي سکټور تشکیلوي ، موږ پوهیږو چې د امریکا په لویه وچه کې ۲ ٪ سلنه خلک په کرنه بوخت دي او دنړۍ ۶۳ ٪ خلکو ته غله رسوي مګر موږ چې ۸۵ ٪ په کرنه بوخت یو دخوړلو لپاره یو کپ ډوډۍ ته محتاج یو ، زموږ احتیاج زموږ دلاعلمۍ له کبله دی ، بې سوادي یوازې لوږه نه بلکې تر ټولو مخکې جګړه زیږوي چې موږ په کې په چورلټ ډول ځانونه له لاسه ورکوو ، نوځکه لازمه ده چې دسولې لپاره تر ټولو لومړی هغه اقتصادي سکټور تقویه شي چې د ۸۵ سلنه انسانانو په دسترخوان کې تغیر راولی او دا تغیر دسولې دټینګښت باعث ګرځي . موږ دسولې لپاره په یوې پراخې ملي طرحې کار کړی دی چې له درباره نه شروع کیږي ځکه له درباره شروع شوی دسولې هر حرکت زموږپه معاصر تاریخ کې ناکام و ، دامان الله له دورې نه واخله تر ډاکټر نجیب پورې چې له ارګ نه یې د(مشی مصالحه ملی ) پروګرام اعلان کړ خو ګټه یې ونه کړه ، تر هغه وروسته رباني ډیر کوښښ وکړ چې لومړی حزب اسلامی اوبیا طالبان قانع کړي مګر کومه خاصه ګټه یی ونه لرله اوتر پرونه کرزي دا کوښښ وکړ مګر نتیجه یی صفر وه ، سبا به اشرف غني هم تلاش وکړي خو نتیجه به له بده مرغه مؤثره نه وي ځکه له بره نه هیڅ شی په ولس کی نه عملي کیږي ، مو دځينو خاصو کاري میکانیزمونو لاندې له ولس څخه ولس ته دسولې په پروګرام باندې په تیرو دوو کلونو کې په داوطلب ډول کار وکړ تر خپله وسه مو یوه اندازه منابع پیدا کړې خو دپراخ حرکت لپاره پراخې حوصلې او کادري لښکر ته اړتیا ده .هیله من یم چې له موږ سره به په دغه پروګرام کې همغږې وې . ډیالوګ او جګړه دوه غبرګوني دي، څومره چې د جګړې تاریخ اوږد دې همدومره د ډیالوګ هم، هره غمیزه تل په ډیالوګ پای ته رسېږي، قابیل چې هابیل وواژه په پای کي اړ شو چي له خپل ځان سره ډیالوګ وکړي ،ځان یې پړ اعلان کړ اوهغه تور کارغه یې هم تر ځان ښه وباله چې لږ تر لږه د خپل ورور د جسد دخښولو توان او شعور خو یې درلود، بې له شکه که هابیل بیا را ژوندی شوی وای قابیل به یې په پښو کې رغښتی واي او له هغه به یې د خپل جرم بښنه غوښتلي وای. ډيالوګ ولې؟ جګړې او غمیزي که هر څومره سپيڅلې هم وي ولي بیا هم جګړه وي او دیني او انساني ارزښتونه له منځه وړي، د اخلاقو لوړڅلي ونړوي اوپه پای کي د وحشت لویه بلا هم دانسان پر دا ډول کړو وړو خاندي. که له تعصب نه کار وانخلوپه بشري تاریخ کې یواځې هغه جګړې چې د اسلام ستر پېغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه لوړو اصحابانو کړي وې له اخلاقي پلوه توجیه کیداي شوای، او هغه پدې ډول چې چيرسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوندانه په جګړه ایز ژوند کي د دوي او د دښمنانو له لوري، له دواړو خواوو یواځې څه دپاسه شپږ سوه کسان وژل شوي ول. ولې له دې سره سره رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم ډيالوګ،حوار او مذاکرې ته ترجیح ورکړي او هڅه یې کړي چي دجګړې پر ځای د تفاهم اوډیالوګ له لاري مشکل حل کړي. څه دپاسه دری لسیزيوشوې چې افغانان په جګړه لګیا دي. جګړه تل پر افغانانو ورتپل شويده اوآن له پیله د جګړې لاملونه هم خارجي ول، که څه هم دلنډي مودې لپاره کله چي افغانان په خپل منځي جګړو بوخت ول هلته جګړې تر یوه بریده داخلي لاملونه هم درلودل، اما په مجموع کي دافغانستان د نننیو اوپرونیو جګړو لاملونه نژدې خارجي ول، او دا جګړې پر افغانانو له دباندي ورتپل شويوې. څنګه چې د دغو جګړو په ترڅ کې افغانان اړايستل شوي وو چی له خپل حریم نه دفاع وکړي چی دې څه بیا د دغو جګړوماهيت ته سپېڅلتیاهم وربښلې وه او دا جګړې په هر ډول توجیه کېدای شوای. دا چي نننۍ جګړې داسي پړاو ته رسیدلي چي بهرني لوري هم دسولې او ټیکاو دمنځ ته راتګ لپاره له افغانستان خپل جګړه ییز ځواکونه وباسي . اوپه دغه ځانګړيجغرافیايي چوکاټ کې به یواځي او یواځي افغانان سره پاتې وي . بله داچي پدې جګړه کي هم افغانان سره وېشل شوي دي، یوې ډلي دحکومت واګې په لاس کې اخیستې دي او بله ډله ورسره دایډیالوژیکو توپیرونو په بنیاد په جګړه اخته ده ، ځکه نو جدي اړتیا لیدل کیږي چې داسې یو ميكانيزم جوړ او تقویه شي ترڅو د افغانانو تر منځ د ډيالوګ, تفاهم او خبرو اترو کلتور ته وده ورکړي.دغه ډول ډيالوګ او تفاهم په تېره بيا هغه مهال نور هم ارزښت خپلوی چې سړی له ۲۰۱۴وروسته د افغانستان پیچلي سيناريو په پام کې ونيسي. ډيالوګ د چا له لوري له چا سره؟ د ډيالوګ دغه خوځښت به ملي بڼه لري او یواځې او یواځي دافغانانو ابتکار او يواځي افغانان به يی فعال او مرکزي لوبغاړي وي : داځکه چي له بده مرغه نړيوالې ټولنې، ګاونډيو هېوادونو، او نورو مؤسساتو د افغانانو په وړاندي خپل اعتباراو باور له لاسه ورکړی او افغانان به کله هم پر دوی وېسا ونکړي ، ځکه دلته تل له بده مرغههڅه شوي چي د افغانانوترمنځ اوبه خړي وساتل شي او مغرض جهتونه خپل استراتيژيکي کبان پکي ښکارکړي . د ډیالوګ مرکز به هڅه وکړي تر څو دافغانستان د مختلفو قشرونو تر منځ د علمي او اکاډمیکو سیمینارونو،غونډو، تلويزوني خپرونو، له کارپوهانو نه په نظر غوښتنو او همدا راز د ګرديو ميزونو, ولسي جرګو اوقومي مرکو په دایرولو سره د اختلاف ټکي پیدا، او هغوي ته دحل داسي معقولهلاره ولټوي چې ټولي خواوي ور باندي یو غږ شي. د ډيالوګ د ملي خوځښت له لارې به زموږ د ملت ناپييلي،خواخوږي او د هيواد له ملي ګټو سره وفاداره پوهان، دانشمندان، مسلکيان ، د مدني ټولنو استازي، علماء،مفکرين، روحانيون او درانه قومي مشران سره راټوليږي او هغوي به د دواړو جګړه ايزو خواوو د اختلاف وړ ټکو پر سر بحث کوي او دغو ټکو ته به د حل ممکنه لاري لټوي. د حل دغه لارې چارې به وروسته د څو طرحو په چوکاټ کې سره راټوليږي. پدغو طرحو کې به د يوې عبوري مودې لپاره د افغانستان سياسي جوړښت، ستراتيژيکي ليدلوری او انتظامي اډاڼه هم وړاندي کيږي.له دې وروسته به له جګړه کونکو غاړو نه د ستونزو د حل په لاره کې د دې تضمين په بدل کې اختيار اخستل کيږي چې په راتلونکي هرډول ميکانيزم کې به د هغوی روا، له ملي ګټو سره سمې او جايزې غوښتنې په پام کې نيول کيږي.. د ډيالوګ د ملي حرکت له لارې به همداراز کو ښښ وشي چي په افغاني ټولنه او اشخاصو باندي اغېزه او نفوذ لري وهڅوي چي له خپل اغېز نه په کار اخستلو سره افغانان یوه تفاهم ته سره کېنوي اوشخړي زېږوونکي ستونزي حل او فصل کاندي. كله چې موږ د خپل بې ساري کار پر مټ پدې وتوانيدلو چې د بين الافغاني ملي ډيالوګ له لاري خپلې ستونزي حل او فصل کړو، نو پدې ډول به نړيوالو ته دا پيغام هم ورکړو چې افغانان لکه څنګه چې د جګړې د ډګر اتلان دي، د سولې په ډګر کې هم تر چا شاته پاتې نه دي..بښنه غواړم چې دومره ډیرې خبرې مې لرلې ! زرلښت حفيظ ګران ورور عبدالله پيکارستاسي ټول ليک مې سرترپايه پورې ولوست يوه نړۍ مننه دنظرشريکولونه ددی ټولوبدبختيوترشاددښمن لاس ،بيسوادي اودافغانانو بی اتفاقي دی ښکاره دښمن پاکستان دی ترڅوچې دديورن لاين سرنوشت معلوم نه شي جنګ به دوام ولري يوپوه ليډرچې دبشرقوانينوسره بلد تياولري اوجديت هم هرتيری کوونکی دمحکمی ميزته کشولې شي په هيوادکې دقانون تطبيق دسولې زمانت کوي هر سرغړونکی ته بايدسخته جزاورکړشي په بهرني هيوادونوکې قانون حاکم دی ځکه سوله يز ژوندلري زما په ياددی چې يوه ورځ يوه ښځه په های وې کې دخپل سپيدلمټ نه درې چنده تيزډرايف کاوه دلته سرکونوکې ترافيک اوپوليسان ولاړ نه وي خوکامره دڅراغونودپاسه ځوړند دي مربوطه مسولين پخپل دفترونوکې ناست وي داټول کمرې اوسرکونه ګوري دپوليسانوڅلور موټره ورپسې خوشي شوي وکله چې موټريي ودروه پوليس ورته دډيرو پيسودجريمې ټکټ ورکړ ښځه په ژړاشوه چې دا خوډيرې پيسې دي دانه شم ورکولې نوپولس ورته وويل ستاژوند تردی پيسوسل چنده لوړ ده داټکټ تاته ستادژوندحفا ظت لپاره درکول کيږي چې بياداسی ونکړې ښځه مسکې شوه اوپوليس څخه يي مننه وکړ ه بله ورځ دپوليس زوی فاکولته کې هلک سره يي جنګ وکړ اوهلک يي په يوڅوک مړکړ پوليس چې خبر شو لاړخپل زوی پسی هلک خپل پلارته په ژړا شو ويل پلاره ماوبخښه پوليس ورته وويل تاقانون مات کړی ما وبخښه زه درسره هيڅ هم نه شم کولی ته به دقانون فيصله منې لاسونه يي ورته شاته واړوهتکړۍ يي په لاسوکې ورته واچواوپوليسانوته يي وويل جيل ته يي ويسئ ترهغه پوری په تلويزونونوکې ښودل ترڅوچې قانون پری فيصله وکړ نو وروره الله دی زمونږ په هيوادکې مخلص کسان ډير کړي چې قانون حاکم کړي


مریم جویا وردگ

ځای: وردگ
برېښنالیک: nazgugul@hotmail.com

زرلشت خوری و زما قهرمانی خوری په تا باندی ویارم که زما په لاس کی وای توله دنیا به می ستانه قربان کری وه خو فقط کولی شم چی دعا درته وکرم چی په خپلو کارونو او دونیا او آخرت کی بریالی وسی _ستاسی خور مریم جویا وردگ


تورپيکۍ سباوون

ځای: کابل
برېښنالیک: torap@hotmail.com

نورجهان دزرلشت حفيظ شهکارناول مازديګرودکابل ښارپه ګڼه ګوڼه کې مې ځان دبسونوتم ځاې ته ځان ورسوه غوښتومې چې کورته ولاړه شوم دموټر راتګ ته په طمه وم څنګ ته مې ولاړ ځوان دکتاب په لوستلوبوخت وه تلوسه مې شوه داڅه کتاب دی چې په دومره بيروبارکې ځوان کتاب لولي ورو غوندی نژدی شوم اوپه پوخ باندې مې سترګې ښخې کړې دکتاب عنوان مې وليد((نورجهان))تلوسه مې شوه ځوان نه زړه نازړه مې ترې وپوښتل دا ايراني کتاب دی؟ ځوان مسکی شو ويل نه ولی دافغانې ليکوالې کتاب دی بيامې ورته وويل زه چيرته کولې شم داکتاب پيداکړم ځوان وويل همدلته پيسې راکړه کتاب واخله دکتاب بيه يي دوه سوه وويل پيسې مې ورکړې کتاب مې واخيست همداچې کورته ورسيدم دکتاب پاڼې مې يودبل پسی واړو دالمړۍ ځل وچې په رنګه پاڼوکې مې کتاب وليدنور ه مې هم تلوسه زياته شوه ماخوستن ډوډۍ نه ورسته مې په لوستلوپيل وکړ په دوه وروځوکې مې کتاب سرترپايه خلاص کړ دکتاب پاې کې مې د ليکوالې ايميل ادرس پيداکړ کتاب ډير په مهارت ليکل شوې و دنورجهان کتاب ډيره جالبه وه دتلوسی نه ډک په دی کتاب کې هره افغانه پيغله ،ښځه،ځوانان حتی بوډاګان هم ځان پيداکولی شي نورجهان نه يواځې ديوې افغانې پيغلې دژوند داستان دی بلکۍ ددوه مينانو دردونکي صحنې هم په سترګه کوي په حقيقت کې واقعانورجهان ددې کتاب قهرمانه ده داشهکار ناول ډيرې ځانګړينې لري محترمې زرلشت جان حفيظ تاسوپه کتاب کې نظرغوښتې و مګر زماهيله لتاسونه داده چې زه څنګه اوچيرته ستاسو نورکتابونه پيداکولې شم ؟ کتاب موډير ښه واو زما ډير خوښ شو څو څو ځلې مې ولوست زه تل کتاب مطالعه کوم پښتنې ليکوالې پيژنم مګر په څيره نا اشناښکارې ښه به نه وي نورو کتابونو سرکې خپل تصوير هم چاپ کړئ ؟ په درنښت


ميروېس صالحي

ځای: ډالۍ
برېښنالیک: 888888

ډالۍ سلامونه خوشحاله يم چې دزرلښتي خور شعرونه مي و لوستل نو زه داشعرونه دي پتمتي خورته ډالۍ کوم ستاارزوګانونه قربان پښتني زه هم لرم دغه ارمان پښتني خداي دي راټول کړي پښتانه وطن ته دي شيندل شوي په جهان پښتني که يووارزمونږه ورور ولي پيداشي نوبه پخلاشي طالبان پښتني ته دوطن په غم زخمي زخمي يې داشعر دي تاته شي درمان پښتني د ستا عظمت اولياقت نه زارشم په تا نن وياړې افغانان پښتني ته زما خوراوپښتنه ملالی ستاکارنامي دي په جهان پښتني نومبارک دې شه وړوکی اختر تانه خوشحال مسافران پښتني زه به له تاسره دیدن وکړمه که می نصیب شو کابل جان پښتي زه اوس دردمن اوڅومره ستړی یمه زه مسافریم دعمان پښتني زه دتاسو همیشنی لوستونکی یم زما داشعر ښایي ډیری املایي نیمګړتیاوي ولري نورنو ستاسو خوښه چه نشرکوی اوکنه.