سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088216

راغلې برېښنالیکونه


ډاكټر نصيب الله سيماب

ځای: ?
برېښنالیک: ?


قدرمنو! ستاسي وېپاڼه مو تر نظر شوه او و مو لوسته ډېر خوشحال شو. اميد لرو چي د لا ښۀ كېدو نوري هڅې به هم وكړئ. او زموږ له خوا د هر ډول مرستې ډاډ دركوو. حاضر وخت دا يوه غزل خدائ مو تل اباد او


محمد امين بسمل

ځای:
برېښنالیک:


حماسه ګرې زرلښتې ته  د مباره کي  ترڅنګ بری هم غواړم

د افغان  په  سر اسمان کې  یوبل  ځلانده ستوري هم  سر  را هسک کړ د دې ښکلي ستوري  د روښنايي  ملیکه او واکمنه  زموږ ګرانه  زرلښته  ده، هغه  زرلښته چې ما ورته  د حماسو شاعره وېلې او وایم .

زموږ دا افغانه  او قهرمانه  دخپلو ورځنیو لازمي  او انساني  چارو داجرأ تر څنګ  دخپلو خلګو غږ  هم  نړۍ  ته  د زرلښت ویبپاڼې لخوا رسوي  .

تر کومه  چې زه مالومات  لرم  زموږ  یوه بله  خور ګلالۍ هم ورسره مله  ده  کوریې آباد زه له دوی دواړوڅخه  مننه کوم  هیله  من  یم  چې  پخپله  ښایسته ویبپاڼه کې  د سر هسکو خویندو او وروڼو لیکنې خپرې کړي  .

                                         که  ملاله  د ایوب  له  څنګه نه  وي  * * * پرنګیان به  تاخت وتاز کا صبح وشام 

                                          ما بسمل ته به تقدیر دا وي لیکلې *** چې  تنها ګــــــرزم  را وړم بري مــــــــدام



عبدالغفارجُبیر

ځای:
برېښنالیک:


سلامونه اوګلونه
ترهرڅه نه وړاندی درته پرټولوناخوالودبری په هیله۔
ډېرخوښ شوم چی ستاسودویب پاڼې خبرمی ولیدی، اویقیناما مخکی لاستاسوډېرشعرونه په شمله چی زموږ سمیزه مجله ده خپاره کړیدی اوهمدارنګه دتل لپاره ستاسوپه خوږواحساساتوویاړو۔
مایوه لړۍ د(حجاب) په اړه پیل کړیده اودوې برخې ئې پاتې دی نورې پرنیټ باندی خپرې شویدی، که ستاسوراسره خوښه نوټولې برخې به درولېږم اوتاسې ئې په مسلسل ډول سره خپرې کړې۔
دمېرمنوپه اړه زه زښته ډېرې لیکنې لرم کوښښ به وکړم چی ترټولولومړۍ ئې وتاسوته درولېږم۔

په اسلامی اوافغانی پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر


سميع الدين افغاني دحق دلاری کلتوري ټولنې په استازيتوب ۰

ځای: ?
برېښنالیک: ?

د زرلښت  پانې چلونکو ته د مبارکۍ پيغام!

 

د زرلښت د ښکلې ، ادبي ، علمي او کلتوري پانې چــــلونکو ته   چې نوی يې په کار پيل کړی دی د زړه دکومې مبارکي وايم ٠

خوشاله يم چې ستاسې د ښکلې پاڼې د روحيې سره اشنا کيږم او زما باور دی چې د هيوادخلکو ته ستاسورښتنی چوپړ په تيره بيا زموږ د وطن دمحترمو خويندو دذهنونو په روښانولـــو کې ستاسو هغه تاريخي او نه هيريدونکې هلې ځلې دی چې زموږ راتلونکي نسلونه به پرې وياړي ٠

زه يوځل بيا تاسوته ددې ادبي اقدام مبارکي وايم اودلوی خدای له درباره تاسوته د لابرياوو هيله کوم ٠

 

په ډيره مينه

سميع الدين افغاني

دحق دلاری کلتوري  ټولنې په استازيتوب ۰

١٤  -  ١٠  -  ٢٠١٠


محمدعلی عمری

ځای: سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
برېښنالیک: omari.zabul@gmail.com

سلامونه ا و نیکي هیلي ډالۍ کوم ستر واکمن ج مو جوړ روغ او خوشحاله لره ستاسو ویب پآڼه مې وکتله ډیر زیات خوند ئی راکړو او ډير په خوشحاله شومه چي دګرانې پښتو دپر مختګ دپاره یو بل ستر خدمت پیل یو ویب پآڼه چلول واقعا چي یو ستر خدمت دئ درته له لوی خدای ج څخه دعا غواړمڅو په دغه ستر خدمت کښي بر یالي شي مبارکي درته ویایم لوی څښتن ج مو مل او  غلیمان مو ړانده ٫٫٫٫٫٫ په درناويمحمدعلی عمری سهیلی پښتونخوا مسلم باغ